Afghan Street Life

Afghan Street Life

Share

خبرونه، روغتیا، خواړه او ژوند د افغانستان له کوڅو

06/06/2026

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د رومي بانجانو د رُب د تولید یوه معیاري کارخونه، په لوړ کیفیت سره رُب تولیدوي.
د دې کارخونې مسوولین وايي چې دغه کارخونه هره ورځ تر ۱۰۰ ټنو پورې رُب تولیدوي او محصولات یې د کندهار سربېره، هلمند او فراه ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
مسوولین زیاتوي چې دا کارخونه د رُب تولیدولو له معیاري کارخونو څخه ګڼل کېږي او د لسګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.

06/06/2026

دردونکې جنایي پېښه..
هند کې وريندارې د کورنۍ شخړې له امله د خپل مېړه کم‌عمره خور د لرګي په وهلو وژلې ده😮

06/06/2026

د امريکايي رسنيو د راپور له مخې، د پنتاګون د دفاعي استخباراتو اداره (DIA) د اسرائيلو د ضدجاسوسي ګواښ کچه تر «بحراني» لوړې کړې ده.
راپور وايي، د واشنګټن او تل‌اویو ترمنځ د ایران پر سر د کړکېچ له زیاتېدو سره دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې اسرائيل ممکن د امريکايي چارواکو د پرېکړو او داخلي بحثونو په اړه استخباراتي معلومات راټول کړي.
امریکايي چارواکي وایي، دا ارزونه د دواړو هېوادونو د اوږدې همکارۍ په اړیکو کې د باور د فشار نښه ګڼل کېږي، که څه هم تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

06/06/2026

ولادیمیر پوتن د سینټ پیټرزبورګ فورم په پای کې په شخصي توګه مداخله وکړه او د تنزانیا د ولسمشرې Samia Suluhu Hassan مایک یې لرې کړ، ځکه چې هغې په ناڅاپي ډول پرېښی و او د “اوپن مایک” له احتمالي ستونزې سره مخ کېده.

06/06/2026

د امریکا د خزانې وزارت د رسمي معلوماتو له مخې، د امریکا ټول ملي پور په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
اقتصادي شنونکي وایي، امریکا دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ده چې تر ټولو لوړ ملي پور لري.
د راپورونو له مخې، د پورونو د کچې لوړېدل د امریکا د اقتصادي او مالي پالیسو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

06/06/2026

‏د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال ویلي چې د سند د اوبو تړون لا هم ځنډول شوی پاتې دی.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې پاکستان د هند له لوري پر سیندونو د ځینو پروژو په اړه اندېښنه او اعتراض څرګند کړی و. جیسوال وویل چې د سند د اوبو تړون تر اوسه په تعلیق کې دی.

06/06/2026

د روسیې په کوربه‌توب په «سنټ پیټرزبورګ» ښار کې مهم اقتصادي فورم جوړ شوی، بلخوا تازه نړیوالو رسنیو دغه ښار ته نږدې د ۲۵ ډرون بریدونو له شنډېدو خبر ورکړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې ویل شوي چې روسیې ځواکونو «سنټ پيټرزبورګ» ښار ته نږدې ۲۵ ډرون راغورځولې دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دا ډرون بریدونه له کوم لوري شوي، خو اټکل کېږي چې اوکراین به په دغو بریدونو کې لاس ولري.
بلخوا روسي رسنیو هم تر اوسه د دغو بریدونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

06/06/2026

‏"هند تل خپلې پرېکړې د یوه خپلواک هېواد په توګه کوي. او د مودي په مشرۍ کې، که پر هند د بندیزونو کوم ګواښ وشي، نو اغېزې به یې ژر بېرته پر هماغو کسانو یا هېوادونو را وګرځي چې دا بندیزونه لګوي."

06/06/2026

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون څرګندونو ته غبرګون کې وویل: ''که لبنان د ایران د چنو وهلو یوه وسیله وای، موږ به له امریکا سره ډېر مخکې توافق کړی وای.''
ښاغلي عراقچي پر ټویټر پاڼه په دې هکله یوه پیغام کې لیکلي:
''د ښاغلي عون د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې ګواکې دا ایران دی چې د لبنان پنځمه برخه خاوره یې اشغال کړې، د هغه ځای د خلکو څلورمه برخه یې بې‌کوره کړې او هره ورځ یې هیواد بمباروي. ښاغلی ولسمشره، لبنان له خپل واقعي دښمنه وژغورئ.''
له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي.

06/06/2026

د یوې واده شوې جوړې سفر په ویرونکي سینمایي صحنه بدل شو
د یوې واده شوې جوړې عادي تفریحي سفر هغه وخت په ویرونکي او نه هېرېدونکي تجربه بدل شو، کله چې په ناڅاپي ډول د سمندر څپې او سختو بادونو شدت واخیست او د بحر حالت بې‌ثباته شو.
راپورونه وایي چې د هوا ناڅاپي بدلون او د اوبو سختو څپو د سفر فضا بدله کړه او جوړه یې له کړکېچن حالت سره مخ کړه. د پېښې په ترڅ کې هغوی سختې شېبې تېرې کړې، خو په پای کې له خطر پرته وتوانېدل چې ځانونه وژغوري.

Want your business to be the top-listed Media Company in Springfield?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


8303 Windfall Road
Springfield, VA
22153