Raحmat wafa

Raحmat wafa

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Raحmat wafa, Health/Beauty, .

Photos from ‎Raحmat wafa‎'s post 13/03/2026
15/07/2024

*پښتون شاعر* د شهيد ګيله مند دردېدلے نظم 😭

*پرون ليلا داسې په چل ول کښې ګيله کؤله*
*وې ئې خفه نۀ شي څۀ داسې ئې قیصه کؤله*

*چې تۀ شاعر ئې او د مينې قیصې نۀ پېژنې*
*د محبت شنې سرې رنګينې قيصې نۀ پېژنې*

*چرې يوه ورځ دا زما شنکي خالونه ياد کړه*
*يا مې چشمان يا مې د سرو شونډو سرونه ياد کړه*

*يا مې د تورو زلفو ول په ول تارونه ياد کړه*
*يا خو مې چرته د بنګړو ډک مړوندونه ياد کړه*

*چرته يو دوه قیصې زما په تور ووربل وليکه*
*يو دوه زما په دې نرۍ غاړه غزل وليکه*

*چې زۀ ډاډه شم چې په ما پورې سندرې ليکي*
*زما د سپينې خلې وړې وړې خبرې ليکي*

*چې کله وستائې زما د مخ سرخي لالیه*
*بیا دې منمه هر يو شعر او شاعري لالیه*

*ما هم په وچو وچو شونډو ورته مړۀ وخاندل*
*زړۀ خو مې نۀ کېدۀ په زور مې په ډک زړۀ وخاندل*

*ما ورته اووې لېونۍ دا ستا ګيله په ځاے ده*
*زۀ ئې منمه دا ستا هره يوه قيصه په ځاے ده*

*دا هم منم چې دا ستا حسن د ستائلو وړ دے*
*هر يو انداز دې په غزل د يادؤلو وړ دے*

*خو زۀ څۀ وکړمه پښتون يمه حيا رادرومي*
*قسم په خداے کۀ مې په خله د عشق ټپه رادرومي*

*څنګه ئې وليکم ضمير اجازت نۀ راکوي*
*ما ته د وران وطن تصوير اجازت نۀ راکوي*

*چې شنۀ خالونه ليکم شنۀ لوګي بارود راياد شي*
*هغه د کلي په جومات د بمبار دود راياد شي*

*چې سرۀ لبان ليکم نو سرې وينې مې زړۀ ته راشي*
*د زلمي ورور تودې تودې وينې مې زړۀ ته راشي*

*هغه د پلار په مخ پرتې وينې مې زړۀ ته راشي*
*هغه د مور په سر چې تلې وينې مې زړۀ ته راشي*

*نۀ نۀ نو زۀ به څنګه ستا په مخ سرخي يادؤم*
*په مخ پرتې خاورې د خوار يتيم بچي يادؤم*

*اوس زۀ دا ستا د شنو بنګړو ډک مړوندونه ياد کړم*
*کۀ د ځوانانو په لاسو کښې زنځيرونه ياد کړم*

*اوس تۀ وښايه کۀ زۀ دا ستا نخرې نازونه ياد کړم*
*کۀ هغه د کونډو بورو مياندو فريادونه ياد کړم*

*اوس زۀ دا ستا د تورو زلفو تور تارونه ياد کړم*
*کۀ د افغان ملت نه ډک تور زندانونه ياد کړم*

*ړنګه ځواني چې يادؤم بیا دا خيالونه راشي*
*دستي مې زړۀ ته ړنګ کنډر کنډر کورونه راشي*

*خيال ته مې هغه لوټې لوټې بازارونه راشي*
*اف بیا په خيال کښې د خپل کور ړنګ دېوالونه راشي*

*زمونږ په لر او بر افغان قيامتونه جوړ دي*
*په هر يو کلي او هر کور کښې ماتمونه جوړ دي*

*مونږ خو په يوه ورځ کښې له سلو زیات قبرونه جوړ دي*
*د جنازو نه مو سم لوے لوے قطارونه جوړ دي*

*د کلي پېغلې د بېلتون په رنځ رنځورې ژاړې*
*دلته په هر يو کور کښې درې درې کونډې بورې ژاړي*

*ستر ئې مات دے په يو بل کور کښې مزدورې ژاړي*
*ټکري ئې پاتې دي په منډو ځي سرتورې ژاړې*

*بچيان مو ګرځي په کوڅو کښې خېراتونه غواړي*
*په يوه ډوډۍ هسې د ښار واړه کورونه غواړي*

*اوس دا هر څۀ په اوبو یوسم ستا ووربل ياد کړم*
*د يتيمانو ژړا پرېږدم ستا خاندل ياد کړم*

*اوس تۀ وښايه چې ستا نتکۍ چارګل ياد کړم*
*کۀ بل اورونه پېښؤر او په کابل ياد کړم*

*څنګ د ځوانانو په لاشونو باندې پښې واړؤم*
*څنګ په دې سوو اندامونو باندې پښې واړؤم*

*ما ته د خپلو شهيدانو وينې زور راکوي*
*د خړ کمر شهيدان پل په پل پېغور راکوي*

*چې د شهيد ارمان د قبر تصويرونه وينم*
*چې د مورکۍ ئې په دعا اوچت لاسونه وينم*

*نو په دې خپلې بې وسۍ په چغو چغو ژاړم*
*د پښتون قام په بربادۍ په چغو چغو ژاړم*

*لا خو مې ارتې تڼۍ واړه دښمنان ګرځي*
*زۀ ورته ګورم د نقیب تور قاتلان ګرځي*

*ما د طاهر داوړ د سوي بدن پور وانخستۀ*
*ما لا تر نن بدل د ګران هارون بېلور وانخستۀ*

*ما لا د خپل قام ننګيالي ځوانان ګټلي نۀ دي*
*ما د عارف غوندې تنګي ځوانان ګټلي نۀ دي*

*ليلا ما وبخښه خالونه ووربل څنګه ياد کړم*
*ستا نرۍ غاړه ستا ورشنډې چارګل څنګه یاد کړم*

*تر څو چې وانخم د دغه شهيدانو بدل*
*د کونډو بورو زورېدلو يتيمانو بدل*

*تر څو چې ونۀ کړم تپوس د نړېدلي وطن*
*ا د بارودو په اور وريت او سوزېدلي وطن*

*زۀ مې چې بېرته خپل غېرت او ايمان ونۀ کټم*
*هغه څو چې هغه حلال شوي مشران ونۀ کټم*

*زما نه مۀ کوه ليلا د شنو خالونو طمع*

*شاعر : ګيله من وزیر* الله دي جنت ور نصیب کړ
Manzoor Ahmad Pashteen
Gilaman Wazir

11/07/2024

میلي ماتم شوجهان خړشو
ګیلامن مړشو نن یې خاورو ته سپرینه

الله ج دجنت الفردوس ورڪړي

Website