CGTN Pashto

CGTN Pashto

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CGTN Pashto, Media/News Company, 16A Shijingshan Road Shijingshan District, Beijing.

16/03/2026

د ایران او فرانسې ولسمشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت بیا ټیلیفوني خبرې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مارچ په ۱۵مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره يو ځل بیا د منځني ختیځ پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو سیالانو يوه اوونۍ مخکې هم د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړې وې او په منځني ختیځ کې يې روانه بې امني او بې ثباتي د اسرائیل او امریکا د دښمنانه کړنو پایله بللې ده.
مکرون له ايراني سیال سره په خبرو کې د هرموز تنګي د سمندري لارې د بېرته عادي کېدو غوښتنه کړې ده.
تسنیم خبري اژانس په يوه راپور کې د ولسمشر مسعود پزشکیان په قول ويلي، چې د ایران خلک، حکومت او وسله وال ځواکونه تاوتریخوالی او شخړه نه غواړي، خو د نورو د یرغل پر وړاندې د مقابلې، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې لپاره بې له ځنډه دفاع کوي او اوس هم په دفاعي حالت کې دي.
مکرون په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنيو ويلي، د اوسني وضعیت بېنظمي به ټول منځنی ختیځ د ګډوډۍ پر لوري بوځي او دا به بدې اوږدمهالې پایلې ولري. نوموړي د ایران او د سیمې خلک د دې وضعیت قربانیان بللي دي.

16/03/2026

په متحده عربي اماراتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان دي
د متحده عربي اماراتو ملي دفاع وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله، په دغه هېواد کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د متحده عربي امارات، پاکستان، نیپال او بنګله‌دېش اتباع شامل دي.
خبر وايي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ایران څخه ور توغول شوي ۲۹۸ بالستیک توغندي او ۱۵ کروز توغندي شنډ کړي او ۱۶۰۶ بې‌پیلوټه الوتکې يې رانسکورې کړې دي.
خبر زياتوي، د متحده عربي اماراتو هوايي دفاعي سیسټم د روانې میاشتې په ۱۵مه ۴ بالستیک توغندي شنډ کړي او ۶ بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.

16/03/2026

اسرائيلي پوځ: تېره ورځ مو په ايران کې پر ۲۰۰ هدفونو بريدونه کړي
د اسرائيل دفاع وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې تېره ورځ د ايران په لوېديځو او مرکزي سيمو کې پر شاوخوا ۲۰۰ هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائيل پوځ پر ټولنيزو رسنيو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د ايراني ځواکونو د قوماندانۍ مرکزونه، د هوايي دفاع سيسټمونه او د وسلو د زېرمې او توليد تاسيسات په نښه کړي دي.
اسرائيلو پوځ د دغو عملياتو په تړاو وېډيوګانې هم خپرې کړې دي.

16/03/2026

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوې
د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلو د فرانسې پر ځايي وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې په سهار په پلازمېنه پاريس کې اقتصادي او سوداګريزې مشورې پيل کړې دي.

16/03/2026

درنو دوستانو، سلام!
« د چيني ژبې لوست» پروګرام کې د چين په اړه لنډ معلومات او ګټور او په زړه پورې موضوعات وړاندې کېږي.
راځئ! د دغه پروګرام په پنځم لوست کې له غوټۍ او جان روان ځاځي سره د نيکې هيلې او مبارکۍ پيغامونه زده کړئ.

15/03/2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي
د چين ټرانسپورټ وزارت د مارچ په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د پسرلني اختر د ټرانسپورتي تضمين په موده کې (د روان کال د فبرورۍ له ۲مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې) د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ شمېر ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي او د لوړې کچې نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.
له دې جملې څخه، په موټرونو کې د سفرونو شمېر ۸ ميليارده او ۷۴۰ ميليونه او د اورګاډيو، بېړيو، ملکي پروازونو له لارې د سفرونو شمېرونه په جلا جلا توګه ۵۴۰ ميليونه، ۳۵ ميليونه او ۹۷۰ زره، ۹۴ ميليونه او ۳۹۰ زره و.

15/03/2026

«چيو شه» مجله به د شي جين پينګ مهمه ليکنه «د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړل» خپره کړي
«چيو شه» مجله به د مارچ په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه «د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړل» خپره کړي.
ياده ليکنه وايي، چې د چيني شکله عصريتوب د پياوړتيا لپاره بايد له سمندر څخه اغېزمنه استفاده وشي، د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته دې وده ورکړل شي او په دې برخه کې دې د چين ځانګړتيا لرونکې لار تعقیب شي.
ليکنه وايي، چې په اړوندو کارونو کې بايد لاندې شپږو برخو ته پاملرنه وشي:
لومړی، عمومي ډيزاين او د پاليسۍ ملاتړ دې نور پياوړی شي.
دوهم، د سمندر په اړه د تخنيکونو د نوښت توان دې لوړ شي.
درېیم، سمندري صنايع دې نور پياوړی او ښه شي.
څلورم، د عمده خليجونو عمومي پلان دې جوړ شي.
پنځم، سمندري چاپېريال دې خوندي وساتل شي.
شپږم، د سمندر په نړیواله حکومتولۍ کې دې نوره برخه واخلي.

15/03/2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده
د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بينهوا د مارچ په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې په ۱۴مه نېټه د تش په نامه د تايوان د مشرانو د ټاکنو د ۳۰ کلونو او د ډيموکراسۍ د ټينګار په عنوان سیمينار ته د لای چینګده وينا له چين څخه د تایوان د بيلتون غوښتونکې موخه په ډاګه کړې.
د وياند چن بينهوا په خبره، لای چينګده د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ مقابله لامسون کړې، د تايوان سيمې تاريخ او اصلي حقيقت يې تحريف کړی او غواړي چې د پوځي اقداماتو له لارې د تايوان سيمې خپلواکي ومومي. چن بینهوا زياته کړې، چې د لای چينګده د وينا اصلي موخه دا ده، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات ويجاړ کړي او جنګ راوپاروي.
چن بينهوا ويلي، چې هر څه لا چينګده وايي او کوي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ‌ اړيکې به بدلې نه کړي او د چين د يووالي مخنیوی نه شي کولای.

15/03/2026

امريکايي پوځ: د ايران د خارګ ټاپو پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه ترسره شوي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د مارچ په ۱۴مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د همدې میاشتې د ۱۳مې نېټې په شپه د ايران پر خارګ ټاپو د لويې پيمانې بريدونه ترسره کړي او په دې ټاپو کې پر څه باندې ۹۰ پوځي هدفونو بريدونه شوي دي.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي، چې ځواکونو يې د ايران د سمندري پوځ د ماينونو او توغنديو د ذخيرې تأسيسات ويجاړ کړي، خو د نفتو زېربناوې یې نه دي په نښه کړې.
ایراني لوري ويلي، چې اوس د خارګ ټاپو وضعيت تر کنټرول لاندې دی او دفاعي سيستم يې له بريد وروسته ژر ګټې ته سپارل شوی. د ايران لوري په خبره، بريدګر خپلې ټاکلې ستراتيژيکې موخې ته نه دی رسېدلی.

15/03/2026

سروې: د نړيوال تمدن وړانديز ناارامې نړۍ ته ثبات رسوي
سي جي ټي اېن په دې وروستيو کې د چين له ژنمين پوهنتون سره په همکارۍ يوه سروې ترسره کړې، چې د ۴۱ هېوادونو ۱۲۳۰۲ تنو په کې خپلې نظريې شریکې کړې دي. د سروې ګډونوالو د چين له خوا وړاندې شوي د نړيوال تمدن وړانديز مثبته قدرداني کړې او دا نظريه يې ښودلې، چې د دغه وړانديز اصلي مفکورې په اوسني نړيوال وضعيت کې د عمل مهم ارزښت لري.
د سروې ۹۰ اعشاريه ۸ سلنه ګډونوال د تمدنونو متنوعيت ته درناوی د نړيوالې ټولنې لپاره د مراعات وړ بنسټيز اصل بولي.۷۷ اعشاريه ۲ سلنه ګډونوال بېلا بېل تمدنونونه برابر بولي. ۸۷ اعشاريه ۷ ګډونوال په دې نظر دي، چې له ټولو تمدونونو سره دې برابر سلوک غوره شي.

15/03/2026

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې
د چین صدراعظم لي چیانګ د مارچ په ۵مه نېټه د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په ۴مه غونډه کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی. د دغه راپور د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې د چین د ولسي مطبعې له خوا خپرې شوې. د دغه کتاب انلاین بڼه، غږیز کتاب او څو نورې رسنیزې بڼې هم په ګڼو انلاین پلاټفورمونو کې خپرې شوې دي.

Want your business to be the top-listed Media Company in Beijing?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


16A Shijingshan Road Shijingshan District
Beijing
100040