lklemar
Interested in nature, art reading and photography. Love life wholeheartedly. Residing in Khost, Afg.
27/06/2024
اتلانو!
د نړیوالجام سفر مو بریالی او تاریخي و.
د نیوزیلانډ غوندې پیاوړې لوبډله مو ماته کړه. د اسټرالیا غرور مو هم مات کړ.
سوپر ۸ پړاو او سیمېفاینل ته تګ مو تاریخي و.
د کریکټ له عادي څارونکيو نيولې بیا تر مسلکي هغو ټول مو حیران کړل.
زمونږ خو خپل یئ، وینه او مینه مو یئ، مونږ خو به خود درباندې ویاړو، خو تاسو په دې سفر کې داسې څه وکړل، چې پردي هم درباندې ویاړ کوي. د نړیوالجام په دې سفر کې ستاسو کارنامو ټوله دنیا حیرانه کړې. تردې وروسته به مو حریفان په کمه سترګه نه درته ګوري، درنه یرېږي به، سترګه به یې درنه سوځي.
نور مونږ چیش غواړو؟
مونږ خو همدا غوښتل.
نو:
مننه اتلانو، ډېر پهخیر راشئ، مونږ به مو ګلان پهلاس هرکلي ته ولاړ یو.
25/06/2024
په جذباتو او احساساتو کې ډوب وطنواله جار دې شم!
د بریا پرمهال د خوښۍ اوښکې دې لکه ملغلرې قیمتي وې. د لوبې په جریان کې د لوبغاړو د تشویق لپاره نارېسورې دې لکه د مرحوم عبدالله مقري حماسي سندرې خوږې لګېدې.
تا د لوبې پرمهال د ټولو افغانانو نمایندګي وکړه، په خپلو اوښکو او سویو چیغو سره دې نړۍ ته وښوده، چې د ريښتیني افغان په سينه کې د وطن د مینې اور څومره ګَرم وي.
22/06/2024
د اریوب طبیعت دنګ-دنګ شنه نښتر، پاکه یخه هوا او روانې اوبه د طبیعت مینهوالو او ورتلونکو سيلانیانو ته ډالۍ وړاندې کوي.
د اریوب د طبیعي مناظرو او د خلکو د ساده او خوږه ژوند ښکلا ته چې سړی ګوري، سترګې یې پهکې ورکېږي.
#افغانستان
#طبیعت
21/06/2024
بيا ستا د سترګو ياد را ووريده
بيا په ګورګورو پسې غره ته ځمه
—
له اغزو، اغزو بڼو نه مې ډار نهشي
یم ستر شوی د ګور ګورو په وطن کې
دا ورځې د ګورګور په وطن (خوست) کې د ګورګورو خوندور موسم دی.
هسې خو ښار او ښار ته پر غځېدلیو لارو هم پیدا کېږي، کوچني ماشومان او نجونې یې خرڅوي، خو غره ته ورپسې تلل او په خپلو ګوتو راشوکول یې بېل خوند کوي. چې یخو اوبو یا یخچال کې یې هم واچوې، خوند او خوږلت یې دوهبرابره شي.
#افغانستان
#خوست
#ګورګورې
13/06/2024
د نجونو د ښونځیو بندېدل یوازې د دوی پر راتلونکي اغېزه نه کوي، بلکې د ټولنې پرمختګ هم ټکنی کوي. زدکړه د هر افغان بنسټیز حق دی، نجونې هم باید له دې حقه بېبرخې نشي.
#اقراء
13/06/2024
دمکتب ور مې تړلی، بکس مې میخ کې اویزان دی…
#اقراء
31/05/2024
یه د زرو پلټونکیه ، چې یې سر په منزلونه
که نصیب دې شولې خاورې، په کې وکره ګلونه
کاروان
#هوډ
26/05/2024
له ښونځي راووتم، د آنا له سپارښتنې سره سم د بازار په څټ راروان شوم. له بازاره چې راتېر شوم، لیږ وړاندې یو خوړ ته کوز شوم. خوړ کې د ورا موټر روان وو. د ورا د موټرو په لېدو سره ما هم د لارې مسیر بدل کړ، د کور پر ځای د ورا موټرو پسې روان شوم. د ورا موټرې له خوړ پورته شوې او له خوړ سره نېږدې کورته ودرېدې. خلک له موټرو ښکته شول. د ناوې موټر یې کور ته ننوېست. ناوې یې چې له موټر ښکته کړه، د دریا غږ شروع شو، بدلې یې هم ورسره ويلې. څو دقیقې وروسته مسلسل ډزې وشوې، د دریا غږ په کې ورک شو.
زه د کور ترڅنګ د تېرشوي سړک څنډه کې ولاړ وم، د ډزو غږ ښه نه راباندې ولګېد، ویې وېرولم نو د تګ اراده مې وکړه. غوښتل مې کور ته لنډ د پټیو مېنځ کې پر غځیدلې پوله ولاړ شم. روان شوم، څو قدمه مې لا نه وو اخیستي چې د شاه لهخوا مې نارې او د ترپکو اوازونه واورېدل، مخ مې پسې راواړوه، يو څو نفرو ښکته منډې وهلې. زه هم بېرته راستون او همغه لور ته ورپهمنډه شوم. لږ وړاندې د روانو اوبو د لښتي په غاړه يو څو کسه ورخطا ولاړ وو، زه هم ورسېدم، ګورم چې یوه نجلۍ، چې د روانو ابو د لښتي پر غاړه یې جامې وینځلې، د ورا د کور په هوايي ډزو لګېدلې وه، په وینو سره او د روانو اوبو لښتي ته ورلوېدلې وه. نجلۍ لښتي کې پرته وه. د لښتي رڼو اوبو د وینو سور رنګ اخیستی و او د صابون له سپین ځګ سره یو ځای ښکته روانې وې…
او،
«څه د فطرت د تقاضو خلاف راوتي خلک
خوښي په غم را بدلوي څومره تېروتي خلک»
#افغانستان
#خلک
#رواج
#ناپوهي
25/05/2024
نن مې د هغې افغانې معصومې نجلۍ وېډیو ولېده، باور وکړئ ذهناً یې سخت شکنجه کړم.
دا په زرهاو کې یوه/یو وي چې رسنیز شي، ګني ورته ډېرې افغانې نجونې او هلکان بدحاله، دربدر او خاورې پر سر د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او د خپل تیاره راتلونکې پر لور خپل کوچني قدمونه اخلي.
بد اقتصادي وضعیت په سختو او درنو کارونو مجبوره کړې وي، له زدکړو یې بې برخې کړې وي او د ماشومتوب ټولې خوښۍ یې لوټل شوې وي.
رب متعال دې د افغان ماشوم پر حال رحم وکړي.
او:
« لوند په شبنم شمال که را نه شي وږمې مړې دي
د زړه ګلونه توی غوټۍ غوټۍ یې مړې مړې دي
مګر په خپل ورغوي وکاږي تصویر د ګلاب
هی د افغان ماشوم د رسم کتابچې مړې دي »
#افغانستان
24/05/2024
تور ټوپک به سلامي کړي، ده سندره زوروره
دلته بله توره نشته، له هنره زوروره
بهیر
24/05/2024
خلاصې دې جلانه دروازې شي د کتاب پرمخ
بند دې د مرمیو او ټوپکو ګدامونه شي
#افغانستان
#خوست
#خلک
#کتاب
#مطالعه
17/05/2024
— د چیشي کتاب دی؟
— دا د استاد اسدالله غنضنفر تازه چاپ شوی کتاب دی، یانې استاد غنضنفر لیکلی. څلوېښت مقالې پهکې دي.
— مقاله چیشی وي؟
— تاته به یې ساده ووایم، مقاله هغې لنډې لیکنې ته وايي، چې په یوه ځانګړې موضوع باندې بحث په کې شوی وي.
— ښه، ښه.
— ته کتاب لوستلی شې؟
— نه
— ولې مکتب نه وایې؟
— وایم یې.
— څویم صنف کې یې؟
— اول کې
— ښه، چې یو څو صنفه یې نور هم ووایې، بیا به کتاب هم لوستلی شې.
— کتابونه خو به بیا لولې کنه؟
— هو
— سمه ده، که دې خوښه وي دا کتاب بېرته ماته راکړه، ما نهدی لوستلی، که تا غوښت، چې زه یې ولولم بېا به یې تاته راوړم. ما سره کور کې د مصور بنسټ ځینې نور کتابونه هم دي، د ماشومانو لپاره یې لیکلي، ما مې خپلو ووړکو ته راوړي وو، هغوی لوستي، نور یې نه لولي، هغه به هم تاته راوړم. عکسونه هم په کې دي، کیسې اونکلونه هم. سیي ده؟
— هو، سیي ده.
#افغانستان
#خوست
#خلک
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost
2501