Ahmad Shah Rasooli
It is an enterprise, which works in livestock production, management and feeding sector.
We are an elite service provider business in livestock farming, shelter design, animal feed and health sector.
04/06/2026
د کوچني د شيدو غواګانو فارم جوړولو عملي لارښود
که تاسو په افغانستان کې د ۳–۱۰ شيدو غواګانو فارم پیلول غواړئ، نو غوره ده چې په کوچنۍ کچه پیل وکړئ او وروسته یې پراخ کړئ.
۱. د فارم ځای انتخاب
وچ او لوړ ځای انتخاب کړئ.
پاکو اوبو ته لاسرسی ولرئ.
د څړځای یا شنو علوفو ځمکې ته نږدې وي.
د بازار او شيدو د خرڅلاو مرکز ته مناسب واټن ولري.
۲. د فارم اندازه
د ۵ غواګانو لپاره:
برخه اړتیا
د غوا ځای 8–10 متر مربع/غوا
د خوراک ځای 0.7 متر/غوا
د تګ دهلېز 2–3 متر
د شيدو دوشلو ساحه 10–15 متر مربع
د علوفو ګودام 20–30 متر مربع
ښه هوا، سیوری او د اوبو مناسب سیستم د شيدو تولید زیاتوي.
۳. د نسل انتخاب
د افغانستان شرایطو لپاره:
فریزین (Holstein Friesian)
جرسي (Jersey)
سیمه ییز × فریزین کراس
د پیل لپاره ښه کراس نسلونه عموماً د خالصو وارداتي نسلونو په پرتله د اقلیم او ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري.
۴. د خوراک پروګرام
هره شيدې ورکوونکې غوا معمولاً اړتیا لري:
شنه علوفه: 20–30 کیلوګرامه/ورځ
وچه واښه: 5–8 کیلوګرامه/ورځ
کنسنټرېټ (دانه): 1 کیلو د هر 2–3 لیټره شيدو لپاره
معدني مواد او مالګه
خوراک د فارم د لګښتونو تر ټولو لویه برخه جوړوي او اکثره 40–70٪ مصارف همدلته وي، نو د علوفو خپل تولید ډېر مهم دی.
۵. روغتیايي مدیریت
کلني واکسینونه
د چینجیو ضد درمل هر 3–6 میاشتې
د پښو او پوستکي معاینه
د مستایټس (د تي التهاب) مخنیوی
پاکې اوبه 24 ساعته
۶. د ثبت کتاب
هره غوا جلا ثبت کړئ:
د شيدو ورځنی تولید
د خوراک مصرف
ناروغۍ او درملنه
د القاح او زیږون نیټې
کوچني فارمونه چې منظم ریکارډ ساتي، عموماً ښه ګټه ترلاسه کوي.
۷. د ۵ غواګانو د فارم ساده سوداګریز ماډل
که:
۵ غواګانې
هره غوا 12 لیټره شيدې/ورځ
ټول تولید = 60 لیټره/ورځ
نو میاشتنی تولید:
60 × 30 = 1800 لیټره شيدې
که د شيدو بیه 40 افغانۍ/لیټر وي:
1800 × 40 = 72,000 افغانۍ عاید/میاشت
له دې څخه د خوراک، درملو او کارګر لګښتونه منفي کیږي. د کوچنیو فارمونو ګټه تر ډېره د خوراک د مدیریت او مستقیم خرڅلاو پورې تړلې ده.
زما وړاندیز:
1. د ۳–۵ ښه کیفیت لرونکو غواګانو څخه پیل وکړئ.
2. لږ تر لږه ۱–۲ جریبه شنه علوفه (جوار، شپشتي،شوتل) تولید کړي.
3. تر هغه کاربار مه پراخوي چې د لومړیو غواګانو مدیریت بشپړ منظم نه وي.
31/05/2026
د انګورو د دانو د غټوالي لپاره جبریلین (GA3) ډېر مهم هورمون دی. که په مناسب وخت استعمال شي، دانو ته ښه غټوالی ورکوي او خوشې ښکلې کوي.
خو یوازې جبریلین بسنه نه کوي، د ښه نتیجه لپاره پوتاشیم، کلسیم او بوران هم ضروري دي. د جبریلین زیات استعمال د کیفیت د خرابېدو سبب هم کېدای شي، نو په مناسب مقدار یې استعمال کړئ.
Copy
د يو چا نظر ته ارزښت نه ورکول!
افغان مشهوره هنرمند ناشناس د پښتو ژبي تاریخي شالید او قومي جوړښت نه مني، حال داچې اوس مهال 60ميليونه خلګو په نوموړي ژبه خبرې کوي او خپل قوم پښتون بولي. دده لپاره ښه جواب دادی چي هيڅ اهميت ورنه کول سي نه ده ته نه يي نظر ته.
لنډيز: هر شخص او نظر يي په اوريدلو، څيړلو او په پوهيدلو ارزښت نه لري.
تغير راتلونکي دي!
هميشه اماده اوسه!
دا نړي کي هيڅ هم ثابت نه دي!
راتلونکي تغير علامي درک کړه!
تغير تحليل کړه او کوښښ وکړه چي د منفي تاثيراتو څخه يي ځان وژغوري!
خپل پلان دي د تغير سره عيار کړه!
تغير ومنه!
ژوند د درياب په څپو کي زده کړه!
14/08/2025
فقر (غربت): هغه حالت ته ویل کیږی کله چی یوه کورنۍ ونه توانیږی چی خپل ورځنی غذایی، تعلیمی او صحی اړتیاوی په خپل عاید سره پوره کړی.
د فقر کرښهPoverty line: دا یو ځانګړی معیار دی کوم چی د يوی کورنۍ د غربت کچه څرګنده وی(که چیری د یوی افغان کورنۍ ورځنی عاید د ۷۰ افغانیو یا یو ډالر څخه کم سی هغوی په غریبو کورنیو کی طبقه بندی کیږی).
د غربت د لمنځه وړلو لاری چاری:
1. د زراعت ترڅنک باید صنعت، کانونو پراختیا، د زیربنا پراختیا (سړکونه، بریښنا، تعلیم او صحت) ته ځانګړی توجو وکړل سی.
2. هغه کاریګر چی په کلیوالی ساحو کی د زراعتی فعالیتو څخه اضافه کیږی، هغوی ته باید په ښاری ساحو او صنعتی پارکونو کی کار پیداکړل سی.
3. د ځوانانو لپاره د تخنیکی زده کړو فرصتونه برابر کړل سی، ترڅو ځانته عاید لاسته راوړی.
4. په بهر ملکو کی باید ځوانانو ته کاری فرصتونه برابر کړل سی.
۱.نوټ: نړیوال معیار د غربت ۳ ډالر دی او د افغانستان لپاره ۱ ډالر دی.
۲. نوټ: د افغاستان ۴۸٪ یا ۲۳،۷ میلیونه نفوس په ۲۰۲۴ کال کی د غربت لاندی ژوند کولی.
سرچینه:
https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.unocha.org%2Fpublications%2Freport%2Fafghanistan%2Fafghanistan-humanitarian-update-may-2024%3Ffbclid%3DIwZXh0bgNhZW0CMTEAAR4SMy2N0BAU5qP6meeVjrnc93Lh0-dyNXGaIGlmWFJMZBYQUmtwOcocMg6fbw_aem_kNTRLXcaUhNnP1TS8JMeBQ&h=AT2N8e6cPrlbH3FBrBPZ2MDcPMAXtnrZJqXF9gU3VgyYMtHWLNAepYmPHMnEtAMiMFjDGS4btr-mb2IpgAvoYSMgyBGEta8fdZnb7DcOFn1tVVWeBTXFVht8qHFZe2uNKlq-gOgAYaY77v8L&__tn__=%2CmH-R&c[0]=AT0jjBjw6VnDt2HZ7p2qofxd1GhYv1C25il0fZqqklTh9PQnqZGZKz5EPK5hqheP-tOxbhBmD1ujYtuag-hMWH_wLNWDkYL3_jAUcbo5LPbANMpCx7LeRP6iugMHz3RlywxW-Mpz69H24sTd91M_4Xg6GrX4VMCavBGeP1-5j0_9C0J2YNzqXa50B6oEWzxSJwdVwv6_LaenYYie6MGmBZe3_A
Afghanistan: Humanitarian Update, May 2024 Afghanistan: Humanitarian Update, May 2024 Share Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn Share by Email Attachments Download attachment (PDF | 2.97 MB) HIGHLIGHTS UNOCHA Senior Humanitarian Official Ms. Edem Wosornu visits Afghanistan to address escalating crisis Pg. 01 Excessive rainfa...
18/05/2024
څوک وايي چي ډاکټرانو کي ښه خلک نسته!
څوک وايي چي ټول کميشن کاران دي او شيفري نسخي ليکي!
په ډاکټرانو کي ښه خلک هم يو دانه مانه سته، هيله ده چي قدر يي وسي. او نور ډاکټران يي هم له دوي نه زده کړئ.
هيله ده چي د شيفري ډاکټرانو خوابده نسي, موږ وهغو ته وايو چي موږ درته مجبوره يي هيله ده چي لږ رحم راباندې وکړي.
خو ځينې ډاکټران ملامت نه دي دوي خرابې نسخې نه ليکي، خو بس لاسونه يي ښوييږي.
کاپي
له کنايات شريف څخه.
16/03/2024
څنګه د وزو او ميږو د سقط مخنيوي وکړو ؟
نن سبا په ميږو خو په ځانګړی ډول په وزو کې د سقط يا بچی غورځونی واقعات ډير زيات دي دغه موضوع ډيره اوږده خو مونږ يي په لنډ ډول تشريح کوو او د مخنيوي په لارو چارو يي غږيږو ...
په ټوله کې د وزو او ميږو بچي غورځونه له دوه حالاتو خالې نه ده 1.ميکروبی حالت 2.غيری میکروبی حالت .
1=ميکروبی حالت هغه لکه کلاميډيا ، ميکوپلازما ، برسولوز، ويروسونه ، قارچ يا پوپنک شامل دي .
2= په غيرې ميکروبی هغه کې تغذيه ، محيطی فشار لکه يخنی ، ګرمی ، په يوځائ کې د ډيرو څارويو ساتل، د اوسيدلو ناپاکه ځائ او داسې نور .... شامل دي
په هرحال راځو دېته چې څنګه له دغه ستونزو ځان تر يوه حده خلاصولې شو ځکه له دغه درکه زمونږ مالدران هرکال ډير زيان ويني .
۱- کله چې د وزو او ميږو د جفت ګيرئ وخت رارسيږي پوره يو مياشت د مخه بايد څارويو لکه ميږي او وزو ته ډيوارمنګ وکړائ شي ( دچينجو ضد درمل ورکړل شي)
۲- پوره پنځه ورځی روسته دOxytetracycline LA يوه پيچکاری د وزن مطابق ورکړل شي ترڅو په رحم کې شته پټ ميکروبونه له منځه ولاړ شي
۳- په هماغه ورځ يا يوه ورځ وروسته د ويټامين AD3E يوه پيچکاری ورکړل شي
۴- پنځه ورځی روسته دCopper sulphate دوه ګولئ د دوه ورځو په جريان کې ورکړل شي که دا ګولئ نه وي نو معياری منرال ميکسچر ورته تر هغې چې جفت ګيری کوئ ورکړئ د ډاکتر په لارښوونه
۵- وروسته خپلې وزي او ميږي په مناسب ځائ او وخت کې جفت ګيری کړئ
۶- کله چې اطمناني شوئ ګنې ستاسې وزي او ميږي بلاربې شوي نو په دريمه مياشت يو دوز Oxytetracycline LA او يودوز AD3Eويټامن ورته پيچکاری کړئ
۷- په څلورمه مياشت يو دوز Oxytetracycline LA او يو دوز ويټامن AD3E بل هم ورکړئ
۸- په هيڅ صورت د هوا جريان په ځانګړې ډول دشپي لخوا او همدارنګه د باران په موسم کې پر څارويو قطع نکړئ يعني داوسيدولو ځائ بايد روشن دان ولری څو د څارويو د ادرار اوفضوله موادو خارج شوي مضره ګازونه بهر ووځی کنه ستاسې بلارب څاروي به د سينه اوبغل په ناروغئ اخته او سقط جنين وکړی
۹- بلاربو څارويو ته باکيفيته وچ واښه او دانه باب تغذيه کړئ ترڅو په ګيډه کې د شته بچيانو د رشد او انکشاف لپاره انرژي برابره شي
۱۰- دبلاربښت په دوران کې مولټی ويټامن او منرال پوډر ورکول ستاسې دڅارويو بچيان صحتمند او ښکلې نړئ ته وړاندې کوي
۱۱- کله چې يو مياشت لنګون ته پاتې شوه خپل ټول بلارب څاروي مو ډيوارمنګ کړئ يعنی دچنجو ضد درمل ورکړئ
۱۲- پوره پنځه ورځی وروسته يعنی کله چې لنګون ته ۲۵ ورځی پاتې شوي بلارب څاروي مو دEnterotoximia يا په عامه اصطلاح لیونتوب د مضره ناروغئ په وړاندې واکسين کړئ
په درنښت
Copy from
ډاکتر سمين ګل صميم احمدزی
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kandahar
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Ahmad Shah Rasooli posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.