AHSAS

AHSAS

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from AHSAS, Information Technology Company, Kandahar.

AHSAS (Afghan High-Level Solutions & Applicable Services) is a profitable Technology company based in Kandahar Afghanistan that intends to provide the best quality services in the technology field.

30/01/2022

پروسیسر (CPU) د کمپیوټر چلولو لومړني لارښوونو ( Instructions) ته ځواب ورکوي او پروسس کوي.
يوه CPU وه ریاضي، منطق او I/O( Input/Output) عملیات ترسره کړي، په بیله بیا په کمپیوټر کې د نورو اجزاوو لپاره کمانډونه تخصیص کوي.
د پروسیسر اصطلاح د مرکزي پروسس کولو واحد (CPU) اصطلاح سره د تبادلې وړ کارول کیږي، که څه هم په کلکه ووایو، CPU په کمپیوټر کې یوازینی پروسیسر نه دی.
د Fetch عمليه - هغه عملیات دی چې د سیسټم RAM څخه د پروګرام حافظې لارښوونې ترلاسه کوي.
دDecode عمليه- هغه عمليه ده چیرې چې لارښوونې بدلیږي ترڅو پوه شي چې د عملیاتو دوام لپاره د CPU نورو کمو برخو ته اړتیا ده. د Execute عمليه- چیرې چې عملیات ترسره کیږي. د CPU هره برخه چې اړین وي د لارښوونو ترسره کولو لپاره فعاله کيږي.

28/01/2022

احساس د سافټوېر او معلوماتی تکنالوژی د خدماتو مرکز د ټکنالوژۍ په برخه کي نوی صنفونه راپیل کړی دی
دا ځل د نیټورک د بخش ډېر مهم پروګرام CCNA د تکړه او تجربه لرونکی استاد عمران احمد فرهان سره را پیل کوو
علاقه مند ځوانان او د کمپیوټر ساینس پوهنځی محصلین خبر کړئ.
د پروګرام موده: ۳ میاشتي
د پروګرام وخت: د ماپښین د ۳ بجو څخه بیا تر ۴ بجو پوری
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ
🏢 ادرس: کفتان مدد څلور لاري, میرویس مارکيټ, دریم منزل, 412 - 413 نمبر دفتر
📞د تماس شمېره : 93700030316+
📧ایمیل ادرس : [email protected]

26/01/2022

د شبکې یا نیټورک اساسی زده کړه په عملی ډول له موږ سره تجربه کړئ
یوازی په ۱ میاشت کی.
له تکړه او تجربه درلودونکی استاد ښاغلی عمران احمد فرهان سره
د کمپیوټر ساینس پوهنځی محصلین او د نیټورک علاقه مند ځوانان را دعوت کړئ.
بیړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ.
داخله جریان لري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په تماس کی سئ.
🏢 ادرس: کفتان مدد څلور لاري, میرویس مارکيټ, دریم منزل, 412 - 413 نمبر دفتر
📞د تماس شمېره : 93700030316+
📧ایمیل ادرس : [email protected]

26/01/2022

د کمپیوټرساینس پوهنځی محصلین، د ټکنالوژي مینوال، د ویب سایټ جوړوني علاقه مند ځوانان را خبر کړئ.
موږ تاسي ته JavaScript ES6 په نوې او عملی بڼه سره درښیو.
په یاد پروګرام کی به تاسی پر ۶ عملی پروژو کار وکړئ.
د پروګرام موده: ۶ هفتې
د پروګرام وخت : 05:45 - 04:15
فرصت له لاسه مه ورکوئ.
داخله جریان لري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په تماس کی سئ.
🏢 پته: کفتان مدد څلور لاري, میرویس مارکيټ, دریم منزل, 412 - 413 نمبر دفتر، کندهار، افغانستان.
📞د تماس شمېره : 93700030316+
📧ایمیل ادرس : [email protected]

22/01/2022

د يوه کمپيوټر د رانيولو پر وخت بايد کوم شيان په نظر کي ونيسو:
۱:- کمپيوټر بايد Desktop وي او که Laptop.
۲:- د کمپيوټر پروسيسور ( Processor) بايد څنګه وي.
۳:- د کمپيوټر رېم (RAM) بايد څو جیبي وي.
۴:- د کمپيوټر هارډ ډيسک (Hard Drive) يا حافظه بايد څو جیبي وي.
۵:- د کمپيوټر ګرافيکس ( Graphics) بايد څومره وي.
۶:- د کمپيوټر سافټوېر (OS) بايد اپډېټ سافټوېر وي يا هم د خپل د کمپنۍ سافټوېر پکښې وي.
۷:- د کمپيوټر انټيوايرس سافټوېر بايد فعاله او په صحيح ډول کار وکړي.

13/01/2022

د JavaScript ES6 زده کړه په عملي ډول له موږ سره تجربه کړئ.
یوازی په ۶ هفتو کي.
له تکړه او تجربه درلودونکي استاد ښاغلي عبدالله فضلي سره.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی محصلین، د ویب سایټ او ډاټابېس جوړوني علاقه مند ځوانان را دعوت کړئ.
بیړه وکړئ، فرصت له لاسه مه ورکوئ.
داخله جریان لري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په تماس کی سئ.
🏢 ادرس: کفتان مدد څلور لاري, میرویس مارکيټ, دریم منزل, 412 - 413 نمبر دفتر
📞د تماس شمېره : 93706497552+
📧ایمیل ادرس : [email protected]

06/01/2022

په اوسني وخت کي تر ټولو غوره انټي وایرسونه:
۱:- د ‌Bit Defender Antivirus Plus سافټوېر.
۲:- د Kaspersky Antivirus سافټوېر.
۳:- د Norton 360 Delux سافټوېر.
۴:- د MacAfee internet security سافټوېر.
په لوړو لیکل سوو سافټوېرونو کي هم یو تر بله په مختلفو شیانو کي توپیر شتون لري.

05/01/2022

د انټیوایرس سافټوېرونه ستاسو په کمپيوټر کي لاندي کارونه سرته رسوي:
۱:- ستاسو په کمپيوټر کي د وایرسونو او مالوېرونه پیدا کول او لیري کول.
۲:- ستاسو کمپيوټر د پیشینګ او نورو هیکري حملو څخه ساتي.
۳:- د خطرناکو ویب سایټونو څخه تاسو ژغوري او خبرداری درکوي.
۴:- ستاسو د ایمېل ادرسونو او پاسورډونو ساتنه کوي.
۵:- د مختلیفو فاسورډ انکریپشنو په واسطه ستاسو د انلاین اکاونټونو فاسورډونه ساتي.
۶:- ستاسو لپاره د ټرېنینګ ضمینه براروي ترڅو ددې سافټوېر څخه په ښه ډول استفاده وکړی.
۷:- ستاسو د کمپيوټر خیال ساتي ترڅو په هر وخت کي د نوي کمپيوټر په شکل کار وکړي.

04/01/2022

انټي وایرس سافټوېرونه په څه شکل کار کوي ؟
یو انټي وایرس سافټوېر ټول هغه فایلونه چي ستاسو کمپيوټر ته داخلیږي سکین کوي، هغه کمپنی چي یاد سافټوېرونه جوړوي یو د وایرسونو ډېټابېس لري کوم چي په دې سافټوېر کي ځای پرځای کوي، کله چي ستاسو کمپيوټر ته یو فایل د فلش له لاري یا د نیټورک له لاري داخلیږي، یاد سافټوېر ئی د خپل ډېټابېس سره مقایسه کوي کچیري دده په ډېټابېس کي دا فایل ته ورته فایل موجود وي سافټوېر یی د وایرس په شکل پیژني او ژر تر ژره یی ستاسو د کمپيوټر څخه لیري کوي.

03/01/2022

انټي وایرس یو ډول سافټوېر دی کوم چي ستاسو په کمپیوټر کي پلټنه کوي، وایرس پیدآ کوي او ډیلیټوي یي، زیاتره انټیوایرس سافټوېرونه ستاسو په کمپيوټر کي د پردې ترشا کار کوي ترڅو کمپیوټر د وایرسونو څخه ژغورل سوی وي،
انټيوایرس سیسټمونه ستاسو سره مرسته کوي ترڅو ستاسو فایلونه او هارډوېر د وایرسونو، ملوېرونو او سپایوېرونو څخه وساتي او تاسو ته د فایروال، ویب سایټ بلوک کولو او داسي نورو پالیسیو د لګولو طوانائي درکوي.

&_applicable_solutions

01/01/2022

ښه پاسورډ کوم ډول دی:
-یو ښه پاسورډ باید اوږد وي لږ تر لږه باید ۱۵ حروف وي.
-ښه پاسورډ باید د حروفو، نمبرونو او خاص سمبولونو مجموعه وي کوم چي هېکر یا حمله کونکي لپاره زیاته سختي جوړوي.
-یوه ښه پاسورډ کي د مسلسلو حروفو یا نمبرونو څخه ډډه سوې وي لکه د ټلیفون نمبر یا هم نوم.
-د یوه ښه پاسورډ لپاره د غټو او کوچنیو حروفو شتون ضروري دی.

Want your business to be the top-listed Computer & Electronics Service in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kandahar
3802

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 18:00
Thursday 08:00 - 18:00
Saturday 08:00 - 18:00
Sunday 08:00 - 18:00