Basharwal
په دې پاڼه کې ټولنیز، سیاسي او حقوقي موضوعات خپریږي.
01/01/2024
2024 کال د دنیا د ډېرو دولتونو د ټاکنو کال دی. د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ټاکنې په 2024 کې ترسره کېږي له همدې امله دغه کال ته یې د ټاکنو د مور کال نوم ورکړی چې تر څلورو بیلیونو انسانان به خپلې رایې وکاروي.
هند چې د نړۍ د لویې ولسواکۍ په نوم یادېږي سږ کال ټاکنو ته ځي، نور هېوادونه لکه امریکا، پاکستان. بنګله دېش، مکسیکو، اندونیزیا، ټایوان، بلجیم، د اروپا پارلمان او جنوبي افریقا هم په لست کې راغلي.
02/12/2023
د ترافیکي پېښو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي
زمونږ ځوانان باید د خپلو کورنیو له پاره په ځان رحم وکړي. که همداسې رغونه او پراختیا روانه وه پاخه سرکونه به هر کلي او ولسوالۍ ته ورسېږي خو
پاخه سرکونه همداسې د موټر چلولو پوخ فرهنګ غواړي چې مونږ یې نلرو هیله ده توجه ورته وکړو.
په دې ورځو کې څه شی چې ډېر پیدا کېږي هغه د آبادۍ مخالفین دي او د آبادۍ مخالفین زما مخالفین هم دي .
نو که څوک په آبادۍ خوشحاله کېږي دلته به اوس معلوم شي.
سوله ښه ده که پلو؟
رسمیت پېژندنه دوه ډوله ده یوه دوژوره یا قانوني چې صرېح هم ورته وايي او بله دوفاکتو یا عملي چې ضمني یې هم بولي، اوس سوال دادی چې د چین له لوري د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندل په کومه کتګورۍ کې راځي؟
د چین او افغانستان تازه دیپلوماتیکي اړیکې چې په ترڅ کې یې سفیر په رسمي ډول د یو لړ دولتي تشریفاتو په ترڅ کې معرفي شو د ضمني یا هماغه دوفاکتو رسمیت پېژندلو مفهوم لري ځکه د چین دولت د رسمیت پېژندلو په اړوند کومه اعلامیه نده صادره کړې بلکې د دیپلواتیکو اړیکو او د سفیر د معرفي کولو په ضمن کې یې خپله اراده څرګنده کړې ده. صریح په رسمیت پېژندنه هغه وخت واقع کېږي چې یو دولت د بل دولت د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړوند په واضح ډول اعلامیه صادره کړي چې مونږ پلانی دولت په رسمیت وپېژاند. که څه هم اوس اوس نړۍ له یو بل سره په تعاملاتو کې صرېح یا دوژوره په رسمیت پېژندل ډېر کم عملي کوي خو بیا هم که چېرې په صرېح ډول په رسمیت پېژندنه وشي هغه دایمي بلل کېږي او بدلون پکې ممکن ندی.
نو خبره مې تر دې کوله چې په تلویزیونونو کې دغه ګډ وډ مبصرین او کارپوهان مه په عذابوۍ که داسې مسلکي پوښتنې لرئ بیا ښه داده چې د موضوع مطابق کارپوهان راغواړئ چې هم دوی ته بحث خوند ورکړي هم خلک له بحثه په تنګ نشي.
13/09/2023
کابل ته د چین د سفیر راتګ څو پیغامونه لري:
لومړی دا چې چین له نورې دنیا بیل ندی دنیا به خامخا یوه ورځ له کابل سره دیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې پیلوي نو چین ځان یو قدم رامخکې کړ.
دوه یم پیغام یې د ښه ګاونډیتوب دی.
درېیم پیغام یې په افغانستان کې د راتلونکو اقتصادي برنامو دی په دې معنی چې چین د دنیا تر بل هر هېواد افغانستان کې د کان ایستلو او نورو پروژو د ترسره کولو له پاره تر ټولو مساعد هېواد دی.
څلورم پیغام یې تر ټولو مهم دی دا چې چین د افغانستان په دایمي ثبات باوري شوی.
13/09/2023
روسیه او امریکا دواړه دوافق ته رسیدلي چې افغانستان به له دې وروسته دایمي ثبات ولري په دې معنی چې هېڅ نړیوال قدرت به افغانستان کې جګړو ته لمن نه وهي. دغه توافق تر اوسه رسنیز شوی ندی خو روان وضعیت د دواړو هېوادونو تر منځ دغه توافق تاییدوي. باور دادی چې د جګړو لمن له افغانستانه ټولېږي په ځای یې د پاکستان په خاوره کې جنجالونه ډېریږي. همدا شان دواړو توافق کړی چې د افغانستان د زیربناوو د پیاوړي کولو او د کرنسۍ د ثبات ساتلو، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې به هم آسانتیاوې برابروي.
د دغه توافق ګټې روسیې ته دادي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به د وار زون څخه لیرې شي او افغانستان به د حایل حیثیت خپل کړي او امریکایان به له القاعده او نورو ګروپونو بیغمه شي.
پاڼه مې بیا لاسته راغله.
له دې وروسته به بیا همدلته بنډار کړو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Karta E Chahar
Kabul
45000
04/06/2024