Health Promotion Department
Health promotion is the process of enabling people and populations as a whole to increase control over their health and the factors that determine health.
31/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
د واکسین په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړئ، تر څو ټولنه مو له وژونکو او خطرناکو ناروغیو څخه خوندي پاتې شي. واکسین د ماشومانو معافیتي سیستم پیاوړی کوي. د واکسین په تطبیق سره تاسو کولی شئ چې خپل مسئولیت ترسره او خپله ټولنه له وژونکو ناروغیو څخه خوندي وساتئ.
هموطنان گرامی!
در هر دوره کمپاین واکسین، اطفال تان را به موقع واکسین نمایید تا از امراض خطرناک در امان بمانند .واکسیناسیون نقش مهم در تقویت سیستم معافیتی اطفال دارد. با واکسین کردن اطفال، در حقیقت در ساختن یک جامعه سالم و مصوون سهم گرفته و مسوولیت خودرا ادا نمایید.
31/05/2026
ګرانو هېوادولو!
ماشومانو ته واکسین کول د هغوی ژوند ژغوري، والدین باید د واکسین تطبیق خپل مسولیت وګڼي، تر څو هغوی او ټولنه د سالم او روغ ژوند څخه برخمن شي.
هموطنان گرامی!
تطبیق واکسین زندگی اطفال را تضمین می کند، واکسین نمودن اطفال یک مسوولیت مهم والدین است؛ با تطبیق نمودن آن از صحت و رشد سالم اطفال اطمینان حاصل نمایید.
29/05/2026
درنو هېوادوالو!
د قربانۍ له ترسره کېدو وروسته د کورونو شاوخوا او د ذبحې ځایونه پاک وساتئ او د څارویو پاتې شوني په خوندي ډول له منځه یوسئ، ترڅو د بد بوی او ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي. د چاپېریال پاک ساتل د روغ، پاک او خوشحاله اختر سبب ګرځي.
شهروندان گرامی!
پس از انجام قربانی، محیط اطراف خانه و محل ذبح حیوان را پاک کنید و باقیمانده حیوانات را به شکل مصوون دفع نمایید تا از انتشار بوی بد و امراض جلوگیری شود. همکاری جمعی در حفظ نظافت محیط، زمینه داشتن عید پاک، صحتمند و خوش را فراهم می سازد.
29/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
د اختر په ورځو کې د قربانۍ د غوښې له ضایع کېدو مخنیوی وکړئ او هغه په سمه توګه وساتئ. د لوښو مینځل، د خوړو د تیارولو ځای پاک ساتل او شخصي نظافت مراعتول، کورنۍ له ګڼو ناروغیو څخه ساتي. سالمه تغذیه او پاکي د ټولنې د روغتیا ضمانت دی.
هموطنان عزیز!
در روزهای عید، از ضایع شدن گوشت قربانی جلوگیری نموده و آن را به شکل درست نگهداری نمایید. شستن ظروف، پاک نگهداشتن محل تهیه غذا و رعایت نظافت فردی، خانوادهها را از بسیاری از امراض محافظت میکند. تغذیه سالم و رعایت پاکی، ضامن صحت جامعه است.
28/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
د لوی اختر په را رسېدو سره د پاکۍ او روغتیایي سپارښتنو مراعتول مه هېروئ. د خوړو له تیارولو مخکې او له څارویو سره تر تماس وروسته په صابون او اوبو د لاسونو مینځل، د ساري ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري. همدارنګه د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د قربانۍ پر مهال دستکشې وکاروئ او د څارویو له وینې او پاتې شونو سره له مستقیم تماس څخه ډډه وکړئ. د پاکۍ او حفظالصحې په مراعتولو سره روغ او خوشحاله اختر ولرئ.
هموطنان گرامی!
در آستانه عید سعید اضحی، رعایت نظافت و اصول صحی را فراموش نکنیم. شستن دستها با آب و صابون قبل از تهیه غذا و بعد از تماس با حیوانات، نقش مهمی در جلوگیری از امراض ساری دارد. همچنان برای جلوگیری از مرض کانگو، هنگام تماس با حیوانات و ذبح قربانی از دستکش استفاده نموده و از تماس مستقیم با خون و ضایعات حیوانی خودداری نمایید. با رعایت پاکی و حفظالصحه، ایام پر برکت و خوش داشته باشید.
27/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
قربانۍ د ذبحې او د غوښې د وېش پر مهال روغتیایي سپارښتنې مراعت کړئ. د قربانۍ غوښه په پاک او مناسب ځای کې وساتئ او له خامې او خرابې غوښې له استعمال څخه ډډه وکړئ. د پاکو اوبو کارول، د لاسونو مینځل او د خوړو ښه پخول د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.
هموطنان گرامی!
هنگام ذبح و توزیع قربانی، نکات صحی را رعایت نمایید. گوشت قربانی را در جای پاک و مناسب نگهداری کرده و از مصرف گوشت خام یا ناسالم خودداری کنید. استفاده از آب پاک، شستن دستها و پخت کامل غذا، در جلوگیری از امراض مختلف نقش مهم دارد.
27/05/2026
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ارتقأ دیپارتمنت، تاسو ګرانو او قدرمنو هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوي.
راځئ چې د اختر په ورځو کې د پاکۍ، حفظالصحې، د پاکو اوبو د استعمال، د قربانۍ د غوښې د سم ساتنې او د ذبحې پر مهال د روغتیايي سپارښتنو په مراعتولو سره د خپل ځان او خپلو کورنیو روغتیا وساتو. همدارنګه، د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د څارویو له وینې او پاتې شونو سره له مستقیم تماس څخه ډډه وکړئ او د قربانۍ پر مهال دستکشې وکاروئ.
اختر مو مبارک!
دیپارتمنت ارتقای صحت وزارت صحت عامه، عید سعید اضحی را به شما هموطنان عزیز و گرامی تبریک عرض می نماید.
بیایید در روزهای عید؛ با رعایت نظافت، حفظ الصحه، استفاده از آب پاک، نگهداری درست گوشت قربانی و رعایت نکات صحی هنگام ذبح، از صحت خود و خانواده های خویش محافظت نماییم. همچنان برای جلوگیری از مرض کانگو، از تماس مستقیم با خون و ضایعات حیوانی خودداری کرده و هنگام قربانی از دستکش استفاده نماییم.
عید تان مبارک!
25/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
خوارځواکه ماشومانو ته د قوت پوډر او RUTF ورکړئ. د قوت پوډر د ماشومانو په ښې تغذیې کې مرسته کوي او بدن یې پیاوړی کوي. دا پوډر د ماشومانو د خوړو په خوند او رنګ کې کوم تغیر نه راولي، بلکې خواړه نور هم خوندور کوي.
هموطنان گرامی!
به اطفال دچار سوء تغذیه، پودر قوت و RUTF بدهید. پودر قوت در بهبود تغذیه اطفال کمک کرده و بدن را تقویت می کند. این پودر، در مزه و رنگ غذا تغییری نمی آورد، بلکه غذای طفل را لذیذتر می سازد.
24/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
خوارځواکي د ماشومانو لپاره یو جدي او خطرناک حالت دی چې د ماشوم ژوند ګواښي. که ماشوم مو خوارځواکی وي، نو ژر تر ژره یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته یوسئ. ځکه چې پر وخت درملنه او پاملرنه کولی شي د ماشوم ژوند وژغوري.
هموطنان گرامی!
سوء تغذیه یک حالت جدی و خطرناک برای اطفال میباشد که زندگی طفل را تهدید می کند. اگر طفل شما دچار سوء تغذیه باشد، باید هرچه زودتر او را برای تداوی به نزدیک ترین مرکز صحی ببرید. چون تداوی و مراقبت به موقع، میتواند زندگی طفل را نجات دهد.
23/05/2026
ګرانو هېوادوالو!
د خوارځواکۍ اصلي لاملونه کافي او مغذي خواړو ته نه لاس رسی، د میندو کمزورې تغذیه، ساري ناروغۍ او د پوهاوي کچې ټیټوالی دی. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته له ۶ میاشتو وروسته په نرمه او مایع توګه تیار شوي خواړه لکه غوښه، لوبیا، دال، شنه سابه، هګۍ، کچالو او ګازرې ورکړئ، تر څو مو ماشومان له خوارځواکۍ څخه خوندي پاتې شي.
هموطنان گرامی!
علت اصلی سوء تغذیه اطفال نبود دسترسی به غذای کافی و مغذی میباشد. از جمله عوامل آن می توان به تغذیه ضعیف مادران، امراض ساری و پایین بودن سطح آگاهی اشاره کرد. بعد از شش ماهگی، با تهیه غذاهای متممه مانند گوشت، لوبیا، دال، سبزیجات سبز، تخم مرغ، کچالو و زردک می توان از سوء تغذیه اطفال جلوگیری کرد.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Ministry Of Public Health
Kabul
24000
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 16:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 13:00 |
| Friday | 08:00 - 17:00 |
| Saturday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |