AB Dadwall
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from AB Dadwall, Sport & recreation, Kabul.
13/06/2024
*د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونه ډېر ضرور دي باید ترې بې برخې نشئ
۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.
۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!
د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.
۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا
د عرفې د ورځې ده.
۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر).
۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.
۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.
۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛
شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي،..زارین چانس دی،
۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.
۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او عبث کار تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه ،
موږ هم په دعا کې له یاده مه باسئ.
22/02/2024
راتلونکي یکشنبې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی کپی
*تل عاجـز انسان اوسه*
*خدای تعالیﷻ به دې لوړ مقام ته رسوي*
❤🌹
┈┉┅━❀✨❀━┅┉┈
له خپل رب ﷻ نه بغیر ؛ هیچا څخه امید مه ساته...! 🍂
ÄB.Dadwall.31
05/10/2023
کله چې یوسف علیه سلام خپل پلار یعقوب علیه سلام
40 کاله بعد ولید
نو دواړو دومره وژړل چې بې هوشه شول نو جبرایل علیه سلام له پاک رب څخه پوښتنه وکړه ؟
یاالله ج څوک چاسره دومره مینه کولی شی ؟
الله ج ورته وفرمایل جبرایله ع زه د حضرت محمد ص له هر امتی سره له دې څخه 70 چنده زیاته مینه کوم
سبحان الله
سومره مهربانه رب لرو ♥
23/06/2023
د عرفات د ورځې روژه!
رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
څــوک چـې د عــرفـات د ورځـې روژه ونـيـسي نـو
(د دوه کلونو ګناهـونه ورته بښل کېږي) يو د راتلونکي کال ګناهـونه ورته بـښل کیږي، او بل د تېر شوي کال
«مـسـلـم»
الله تعالی دی موږ او تاسو ته ددی روژی نیولو توفیق راکړی
26/03/2023
ټولو هیـوادوالــو ته دغـه دوهــمه لویــه بــریا مبارکــي وایــم مبارک مو شـــه🇦🇫🏏
03/03/2023
خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات شپه(راتلونکی سه شنبی شپه) چانس له لاسه مه ورکوی
که یوه دقیقه وخت لری نو ضرور یی ولولی!!!
د برات شپه باندې د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟
د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:
-څوک شته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک شته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک شته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم
د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دې، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړئ، چي تقدیر مو بدل کړه دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړئ، سورة یاسین تلاوت کړئ او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دی، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوه او و اخرت ته د امادګۍ موقع راکړه، ترڅو ستا عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښنه وکړه. او نیک اعمال مې قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجۍ او طمع څخه خلاص شم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندې مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوه.
-یا الهی! زموږ دعاګانې قبولې کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.
یادونه: پنجشنبه ماخستن ئې شپه ده، دعا وغواړئ او جمعه سهار ئې ورځ ده، روژه ونیسئ؛ د همدې ورځې په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو
دوهمه_یادونه: دعا په داسي اخلاص وکړئ، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتنې وکړئ.
ژوند او مرګ پته نشته ده
شیر کول یی صدقه یی جاریه ده نو
ضرور یې تر نورو دوستانو او خپلوانو ته ورسوئ تر څو له دی ثواب څخه تاسی هم برخمن شی
مننه
30/12/2022
تر ټولو مینه ناک دوست مو هغه دی چې د لمونځ کولو نصیحت درته كوي
علی رضي الله عنهتر ټولو مینه ناک دوست مو هغه دی چې د لمونځ کولو نصیحت درته كوي
علی رضي الله عنه
غبرګه سلیزه!!!
اسټرالیاوي پیلیز توپوهونکي ډیویډ وارنر د سویلي افریقا پر وړاندې روانې خپلې ۱۰۰مې ټیسټ سیالۍ کې غبرګه سلیزه جوړه کړه.
22/09/2022
(فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ)
صبر وکــړه! په يقيني توګه د
الله ﷻ هره وعـده رښتينې ده.
03/08/2022
همېشه د اللهﷻ ذکر📿کوه!
ځکه ذکر📿درې شیان تازه کوي!
ایمان🕋، روح🗿، او زړه❤️.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul