Mirwais Hamidy
Latest News and stories about Afghanistan's current events
03/16/2025
مفتي شاکر د پښتنو د عدالت غوښتنې او د افراطیت او دهشتګرۍ خلاف د مبارزې یو ځلانده ستوری ؤ. هغه د پښتنو په خاوره کې د افراطي او خرافاتي افکارو د ریښو د وچولو په لار کې تر ټولو لوړ آواز ؤ چې پنجاب او پنجاب بنسټه مدرسو ته د زغملو وړ نه ؤ.
د مفتي شاکر د مرګ ویر د ټولو پښتنو او عدالت پسندو په ټغر پروت ویر دی. د ده د عدالت غوښتنې او د خلکو د ذهنونو د روښانولو مبارزه د ستایلو وړ ده.
پروردګار یې دې جنت مکان لري.
10/11/2024
پښتنون قام د خپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو او په خپله خاوره او وطن کې د عدالت راوستو چیغه اوچته کړې. د دوی دا پاڅون د ظلم او استعمار په وړاندې د اوسني وخت تر ټولو یو ځلانده او پریکنده پاڅون دی.
زمونږ پښتانه وروڼه یوازې په خپله پلرنۍ خاوره کې د انسانی ژوندکولو د حق غوښتنه کوي او نه غواړي چې اورلړلی پنجاب وخت په وخت او یو په یو دوی ته زولنې ورواچوي او په کور کلی کې یې د مکتب، کلینک او زراعت پرځای د دهشتګرو لپاره د باروتو انبارونه او بازرونه جوړ کړي، خو خپله پښتون به بیا په خپله خاوره کې د ګرزیدو لپاره د ویزې اخیستو ته لاس په نامه ولاړ وي.
دا خاوره د پښتنو ده او حاکمیت یې هم د مور د شدو په شان د پښتون حقه حق دی او د هغوی دا چیغه د هر پښتون د زړه چیغه ده.
بریالۍ دې وي د پښتون ژغورنې د غورځنګ برحقه مبارزه!
میرویس حمیدی * د اکتوبر یولسمه ۲۰۲۴م کال
د سپرلي سندره مې بېا هسکه په زړه راغله
د طبعیت د خندیدو نغمه بیا په نڅیدو راغله
په وطن کې بیا د شپونکي شپیلۍ تر غوږ راغله
یو وار بیا طبعیت کې مې مستي او خوشحالی راغله
د سپرلي په راتلو سره بیا زړونه په ټوپو شول او د مالیار هیلې په ټوکیدو شوې. په هستۍ کې مستي راوپاریده، ارمانونه په نڅیدو شول او ژمنۍ مړینې بیا ساه واخیسته.
بیا امیدونه راوسپړیدل…….
نور به نه نیستي وي،
نور به نه تنګدستې وي،
نور به ټول بسیا په خپل کور وي،
مست او مستانه به پکې هر څوک وي،
ناببره د سپرلي سندره شوه بنده………
هو! سپرلی ؤ راغلئ…….
خو د سپرلي وږمه پکې نه وه
مستي او خوښي پکې نه وه
هسې څانکه ډکه د اغزو وه
خو د ګلاب غوټۍ پکې نه وه
هسې ځغلیده ځان کې یوه ساه وه
خو د ژوند مسته نغمه پکې نه وه
نوروز او نوی کال مو مبارک شه!
میرویس حمیدی* د مارچ شلمه- ۲۰۲۴م کال-ویرجینیا
خودکشه دهماکه
یوه لنډه کیسه
د میرویس حمیدی لیکنه!
د کلیوالي ژوند عجبه خوند ؤ، ټولو یو بل سره پیژندل، مړی او ژوندی به سره په ګډه ؤ، جومات او حجره به سره یوه وه. په اخترونو کې به ټول ځوانان په میله ځای کې را غونډ وو، د غنمو او جوارو د لو په وخت کې به له یو بل سره حشر کیده. په ژمي کې به د بامونو نه د واورې د پاکولو حشر بیا بل خوند درلود او وروسته به په هغه کور کې ټول حشر چیان د لاندی په یوه ښه غوړه شوروا نازول کیدل. د اختر په ورځو کې به میلې او اتڼونه ښه مست وو، هګۍ به پکې جنګیدلې، ډهلونه به وو او ځینو به د خوسي او پهلوانۍ لوبې کولې، د کلي د ډم خو به بیا پښه لا په پښه نه ورتلله او ټوله ورځ به په منډه کې ؤ د ډهل د وهلو تر څنګ به یې د میلمستیاوو احوالونه یو بل ته وروړل او ځوانانو به تیاره ماښام بیا یو نیم پنجه ساز هم پرې غږاوه. په ټول کلي کې به میلمستیاوې وې او په نوبت به د یو بل کورو ته تلل. کلیوال به په کورونو ویشل کیدل خو ځوانانو به بیا هڅه کوله چې د خان صاحب او نسبتآ مالدارو کلیوالو کورونو ته په ويش کې ځان وربرابر کړي ځکه چې د هغوی کره به شوروا څه غوړه وه او ورسره به شیربرنج او مستې هم وې.
ملا بخت محمد چې کلیوالو به په غیاب کې ملا بختو باله په میلمستیاوو کې به ډیر خوشحاله ؤ او خامخا به د خان صاحب کور ته په ویش کې وربرابریده او د دسترخوان په سر کې به یې پلترۍ وهلې وې او ښه په مزه به یې په ډوډۍ خوله چړپوله.
د ډوډی نه وروسته به ملا صاحب ښه په مزه دعا وکړه او بیا به یې پر دې ټینګار کاوه چې هلکان باید هر سبایي جومات ته د سپارې د زدکولو لپاره راولیږل شي. خان صیب به هم د ملا بختو خبرې د سر په ښورولو سره تاییدولې (ملا صیب بالکل ښه وایي).
ملا صیب چې د خبرو نوبت یې تل په اختیار کې ؤ نو د لوی اختر په دویمه ورځ د ډوډی ورورسته ځان ښه راسم کړ او د چایو د غړپ په کولو سره یې په کلیوالو چې د ټولو په خولو کې پتاسې وې او چا ورسره شین او چا تور چای څښلو غږ وکړ چې ګورۍ جومات چړي هم نلري، که چیرې څوک خپل زوی د دین په لار کې ګماری نو جومات ته یې دې راولیږي دری وخته ډوډۍ به ان شاءالله وررسیږي اوزه به خپله ورسره کوشش وکړم که خدای کړي ؤ چې په راتلونکې کې یو ښه ملا ترې جوړ شي. کلیوالو یو او بل ته وکتل او ډیرو غوښتل چې لاس جګ کړي خو د خان صیب غږ اوچت شو او پر ملا یې غږ وکړ ملا صېب غم به نه کړې چې ښه نفر مې درته پیدا کړئ. میلمنو یو بل ته وکتل او د خان صیب غږ ته منتظر وو خو په زړه کې خوښ نه وو او ویل یې چې کاشکي مونږ خپل غږ ړومبی کړئ وای. ټول پدې سوچ کې وو هسې نه چی خان صیب خپل زوی ورواستوي خو زړه ته یې دا خبره نه لویده. د خان صیب غږ ټول رابرګ کړل. ( ملا صیب دغه دی د مد اکبر خان زوی به درشي بس سر دې سبا نه به له خیره درشي او که خدای کړي ؤ چې یو ښه ملا ترې جوړ شي نو د پلار روح به یې په قبر کې آرامه شي).
میلمنو چې د خان صیب خبره واوریده نو چاره نه وه سرونه یې وخوځول او د خان د وړاندیز هرکلی یې په ظاهره وکړ.
ملا صیب چې په خوله کې یې پتاسه اړوله او رااړوله د چایو ښپه یو بل ښه زورو غړپ سره یې وویل چې خان صیب خدای یې دې تا ته هم اجر په نصیب کړي چې د خیر خبره دې وکړه، انځرګل ماشاءالله ښه هوشیار او په
خبره پوه هلک دی او که خدای کړي و هم به یې دین او هم به یې دنیا خدای ورته ښه کړي جزاک الله خیرا ټولو غږ کړ جزاک الله جزاک الله خان صیب خدای دې اجرونه درکړي.
انځرګل چې د دروازې خولې ته ناست ؤ او خوله یې جینګه جینګه کوله نه پوهیده چې د خان صیب په پریکړه خوشحاله شي او که خفه خو په یو شي خفه ؤ چې د خان صیب د زوی ثمرګل سره به نور نشی کولای چی لوبې وکړي او په کرونده او فصل کې سره یوځای وګرځي. هغه د خان صیب لیري خپلوان ؤ او څو کاله وړاندې یې پلار مړ شوئ ؤ او له هغه وروسته د خپلې کونډې مور ذلیخا سره یوځای د خان په کور کې مزدوري کوله. مور به یې کشرانو (به بو جانه) ترورۍ بلله او د هر چا سره به یې یو نیم راز ونیاز هم کاوه نو ځکه په ټولو ګرانه هم وه. هغه خو د خان صیب نه خوشحاله وه چې زوی یې په جومات کې د ملا صیب سره چړي کړئ ؤ. خان صیب ورته ویل چې به بو ګلې انځرګل د ما د زوی په شان دی او خدای به یو ښه سړی ترې ان شاءالله جوړ کړي.
انځرګل به هره ورځ جومات پاکوه او ملا صیب ته به یې د اوداسه کوزه تیاره ایښودله او ملا صیب به د یوه ټینګ ټوخي وروسته ورته ویل انځرګله لوی شي.
هغه چې لا وړوکی ؤ او د ملا بختو کړنې یې له نژدې څارلې او تل به په دې چرت کې ؤ چې که یو وخت زه هم ملا شم پاک کالي به مې اغوستي وي او خلک به مې هر ماښام د ډوډۍ خوړولو لپاره میلمه کوي او یا به راته تیاره پخه شوې ډوډی حجرې ته راوړي، هر مجلس کې به د خان صیب تر خوا ناست وم او خلک به مې خبرو ته په غور غوږ نیسي. دا چرتونو به لا نور هم د انځرګل په ذهن کې زیات شول چې کله به ملا صیب ورته ویل انځرګله یو وخت به مونږه مړه یو یا ژوندي خو، دا جومات به ستا وي او د همدې کلي ملا به ته یې چې ګوره ما دې دعا نه د یاده و نه باسې. انځرګل چې د خولې لاړې به یې ورزیاتې شوې ملا ته به یې خوله جینګه کړه او نه پوهیده چې د ملا بختو دې خبرو ته څه ځواب ورکړي خو دومره به یې ویل چې خدای دې نه کړي چی ته به نه وې ملا صیب!
انځرګل په زړه ښه ګوړه ماتوله خو په ثمرګل انډیوال پسې یې ډیر خپه ښکاریده، نور یې ورسره لوبې نشوای کولای، دا نه چې دی په جومات کې په درس يا په کار اخته ؤ بلکه ثمرګل نور په کلي کې نه اوسیده او خان صیب هغه او مور یې کابل ته لیږلي وو هلته یې کور ورته اخیستی و تر څو زوی یې په کابل کې درس او مکتب ووایي. خپله خان صیب په کلي کې د خپلو دوو نورو ښځو سره یې پاتې شوئ ؤ او کله کله به کابل ته هم د څو شپو لپاره تللو.
انځرګل به په خپل ملګري پسې کله کله پټ پټ ژړل هم او د ساعت تیریو خوږې شیبې به یې په یاد ورتللې. هغه ته به هره ورځ ملا صیب د آخرت خبرې ډیرې کولې او د دوزخ د اور نه یې انځرګل داسې ډار کړئ ؤ چې کله به یې په جومات پسې د تبۍ د ګرمولو لپاره اور اچاوه نو د اور په لیدلو سره به یې اندامونه وریږدیدل. هغه اوس یو څه غټ شوی ؤ او کله نا کله به یې په لوړ آواز آذان هم کاوه، سپینه پګړۍ به یې تړلې وه او په ملا صیب پسې به نیغ روان ؤ. څه کتابونه یې هم د ملا صیب نه ویلی وو پنج کتاب او ګلستان به یې هم کله کله شوقی رااړول او په جومات کې به یې وخت نیم وخت د پنج کتاب ځینې خبرې هم رااچولې.
یو څه وخت ملا صیب په کلي کې نه ښکاریده چا ویل چی خپل کور ته تللئ او چا به ویل چې کوزو ملکو ته تللئ
خو کله چی ملا صیب بیر ته کلي ته راستون شو نو ډیر جذباتی شوئ ؤ او نور یې انځر ګل ته د دوزخ کیسې نه کولې او په ځای یې ورته د جنت کیسې ډیرې کولې. یوه ورځ یې ورته ویل انځرګله ډیر راباندې ګران یې خدای دې د مونږ ټولو نصیب په جنت کې وکړي، خدای مو په سر حاضر دئ چې جنت مې هم په تا او هم مې ستا په مرحوم پلار لوریږي ته یو نوراني ځوان یې. انځرګل د ملا بختو په دې خبرو ډیر خوند اخیسته د ځان نه یې ډیر خو د خپل پلار جنت ته د تلو سوچونه وهل.
هغه نور سبایی د خوبه په دې شوق نه راپاڅیده چې د ثمرګل سره لوبې وکړي او د کلیو د ماشومانو سره بنډار وکړي هغه نور جنت ته د تلو او د خپل مرحوم پلار سره د مرستې کړلو په سوچونو کې لوبیده.
یو سبایی د لمانځه وروسته ملا صیب په غلي غږ ورته وویل چې کور ته ولاړ شه او ادګۍ ته دې ووایه چې ملا صیب یو څو خبرې ورسره لري. لیونیه! د تا په هکله ورسره خبرې کوم ما یوه ډیره ښه مدرسه درته پیدا کړې چې له خیره پګړۍ او دستار بندي دې پکې وشي. انځرګل د ملا بختو په دې خبرو له خوشحالۍ په ټوپو شو او په منډه کور ته ولاړ او مور کۍ یې چې حال واورید نو سر یې سرتور کړ او ملا صیب ته په دعا شوه خدای دې دین او دنیا سم کړه چې د ما د نازولي زوی غم دې خوړلئ.
انځرګل د کلیوالو سره خدای په امانی وکړه او په چادر کې یې ګنډه شوې څو غونډارۍ او وچه ډوډۍ شا ته کړه او مخ په پاکستان روان شو.
ټول کلی پرې خوشحاله و چی انځرګل یې په مدرسه کې اچولئ دئ، نو هر چا په غیږ کې نیوه او خدای په اماني یې ورسره کوله .
انځرګل چې په مدرسه کې څومره سبق ویلو نو په هماغه اندازه د ملا بختو خبرې به یې نورې هم په ذهن کې پخیدلې. یو کال وروسته انځرګل خپله پریکړه کړې وه او په مدرسه کې قاری صیب ورته ویلی و چې د مورکۍ غم به دې نه کوې ښې ډیرې پیسې به ورولیږو او خدای به اجرونه ورپه نصیب کړي. انځرګل سترګې تورې کړې وې او انتهاري واسکټ یې اغوستی و او د سهار لمونځ یې ښه په کراره وکړ خپل پلار ته یې د لمانځه وروسته دعا وکړه او تر ژبې لاندې یې ویل پلار جانه دا دی زه هم درروان یم او که خدای کړي وو او شهادت مې په نصیب شو نو سرې سترګې به دې جنت ته راسره بوځم، د کفارو او ملحدینو په وړاندې مې واسکټ اغوستی او د خدای لپاره مې ځان شهادت ته تیار کړی دی.
د لمر ختو نه مخکی انځرګل په کرولا موټر کې ناست ؤ او په ځان یې ایت کرسی چوف کړه او ورروان شو چې د قاری صیب په حکم ځان مرګي حمله ترسره کړي.
د انځرګل خوله لکه لرګی وچه شوې وه او رنګ یې تک زیړ اوښتئ و زړه یې ډب ډب دړزیده هومره چې لا خپله یې د خپل د زړه ډباری اوریده. کابل ته لومړی ځل و جې راغلی و او ښایی وروستی ځل یې هم و. د کابل د کوڅو سره نابلده ؤ او هره کوڅه کې ورته ملحدین ښکاریدل.
کورولا موټر ودرید او دمخې سیټ کس ورته مخ را وګرځاوه او لاس یې د انځرګل په زنګانه کیښود او ورته وویل چې جهاد دې مبارک شه او دې سره یې د موټر دروازه ورته خلاصه کړه او انځرګل په عام څلور لارې کې د ګڼه ګوڼې په ډکه سیمه کې هماغسې جې قاری صیب هدایت کړئ ؤ ودرید.
(کابل کې ټول کفار دي او جهاد پکې فرض دی) د قاری صیب دا خبرې د انځرګل په ذهن کې داسې ځای نیولی ؤ چې د دې خبرو پرته یې هیڅ نورې خبرې په ذهن کې نه راګرځیدلې هغه څو شیبې اخوا دې خوا وکتل ګڼه ګوڼه وه ماشومان مکتب ته روان و او څوک کارونو ته په بیړه روان وو ځینې خو په جرتونو کې ډوب روان وو، په همدې جاده کې ډیر کلینکونه هم وو او مریضان لا د ډیرو ځای و نه ورته راتلل. د موټرو خو دومره ګڼه ګوڼه وه چې تر موټرو به په پښو زر مزل کیده، هارنونه وو یو شور او زوږ وو جې د انځرکل ماغزه یې نور هم تر فشار لاندی نیولي وو او ناڅاپه تر شا چا ونیو د هغه د زړه ډباری نور هم زیات شو او پوه شو لکه چې ګرفتار شو پرې غږ شو زویه د ما انځرګله زویه زما یکه زویه د ما د زړه سره ته دلته څه کوې؟
د انځرګل مور چې کابل ته د درملنې لپاره راغلې وه او ثمرګل انډیوال یې په دې ورځ کلینک ته بیوله، نو په انځرکل یې سترګې ولګیدې او پرې ورمنډه یې کړه او تر شا یې په غیږ کې کلک ونیو. د انځر ګل سترګې له اوښکو ډکې شوې او په ژړغوندی غږ یې ویل مورکې جانې دا دې څه وکړل، نور نو خبره تر خبرې تیره وه او انځرګل ګوته په دکمه لا وختي ټینګه کړې وه، یو ګړز شو او مورکه یې څو متره لیرې ولویده ، په وینو کې لیت پیت شوه.
ثمرګل هم چې زخمی شوئ ؤ بو جانې ترورۍ ته یې ځان وروڅښاوه چې ورسره مرسته وکړې خو د هغې یوازې وروستۍ سلګۍ یې واوریدې چې ویل یې وخ زما زویه!!!!
د ثمرګل سترګې له اوښکو ډکې وې او کتل یې چې شاوخوا د وحشت ویره خوره وه ټولو منډې وهلی او څلور لارې کې ډیر خلک ښځې، ماشومان او ځوانان په وینو کې پراته وو، غوښتل یې نور هم ځان وڅښوی خو وروستۍ سلګۍ یې وهلې او یوازې همدومره یې ویل زما وروره انځرکله دا ولې……..
07/29/2023
د استانبول په ښار کې د استقلال په نامه جاده کې مې سترګې پر یوې دروازې ولګیدې چې دا دروازه د څو پیړیو وړاندې د علم او معرفت دروازه وه.
دا دروازه د ګلاتاسرای په نامه د هغه ښوونځي دروازه وه چې په کال ۱۴۸۱م کې د عثماني امپراتورۍ په دوران کې د دویم سلطان بایزید لخوا تأسیس شوئ ؤ.
ویل کیږي چې یوه ورځ سلطان د ګلانو یوه بڼ ته راغلئ ؤ او د ښایسته ګلانو په لیدو سره یې ویل چې دا بڼ به هله ښایسته وي چې یو ښوونځی ورسره جوخت جوړ کړو، ترڅو د هېواد اولادونه پکې تعلیم وکړي او پدې ډول یې د دې ښوونځي د تأسیس کار پیل کړ او د ګلانو د سرای نوم یې پرې کیښود.
مونږ د عثماني امپراتورۍ یوازې د تورې د شرنګ انګازې اوریدلې دي مګر داسې ښکاري چې د تورې او جنګي تفکر انسانان هم د علم او زدکړې په ضرورت لا د پیړیو وړاندې پوهیدل او په ټولنه کې د پوهنې د بنسټونو ایښودل یې د خپلې امپراتورۍ د بشپړیدو یوه اړینه برخه ګڼله. خو زمونږ په ګران هېواد کې لا په اوسني وخت کې د علم او معرفت دروازې برعکس د هېواد د اولادونو پرمخ وتړل شوې او د جهل تور زنځېرونه پرې واچول شول.
06/28/2023
د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله خپلو ټولو دوستانو او هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او ستاسو ټولو عزیزانو خوښي او خوشحالی غواړم.
هیله ده د خپلو کورنیو او دوستانو سره د اختر ښې شپې او ورځې ولرۍ.
پروردګار دې د دې اختر په برکت په ټول هیواد او د هر افغان په کور کلي کې تل سعادت، خوشحالي او سوکالي راولي.
اختر مو مبارک شه!
04/21/2023
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله خپلو ټولو دوستانو او هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او ټولو عزیزانو ته د خوښۍ او خوشحالۍ ډک د اختر شپې او ورځې غواړم.
ستاسو ټولو لمونځونه او روژې دې پروردګار پخپل دربار کې قبولې کړي او په برکت یې د افغان ولس خوښي او سعادت په نصیب کړې.
د وطن د ښیرازۍ او ستاسو د خوشحالۍ په هیله!
اختر مو مبارک شه!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Reston, VA