Muhammadi netwark

Muhammadi netwark

Share

Online Quran Teaching �ناظره حفظ تجوید ترجمه تفسیر اذکار نورانی قاعده له همدی زایه یادولی شی �

04/01/2021

ابوبکر صدیق رضی الله عنه فرمایې پلار مي د بتانو خدمت ته ډېر هڅولم یوه ورځ مي بت ته وویل: وږی یم ډوډۍ راکړه بت ساقط پاتي شو بیا مي ورته وویل جامي نه لرم جامې راکړه ساقط پاتي شو (خبري یې ونشوای کولای).
ناڅاپه مچ راغی د بت په مخ کښیناستل ما وویل عجیبه خدای مو دی چې مچ له مخه نشي حصارولای نو ډوډۍ او جامې به څنګه راکړي.
نو ور سره کرکه مي پیدا شوه او په ټول ژوند مي بت پرستي کړې نه ده.
تاسو دا عکس وینئ د کورونا له ویري کفار په بتانو دوا شیندې د دې لپاره چې مرض له دوی څخه انتقال نشي.
او الحمدلله مسلمانان بیا الله جل جلاله طرف ته منډې وهي خیراتونه، دعاګاني، نوافل، استغفار او حسنه اعمال کوي تر څو قادر ذات ور څخه پخپل کامل قدرت سره کورونا او نور امراض او افات دفع کړي.
الله جل جلاله دي موږ ته د اسلام په مبارک چوکاټ کې د ژوند تیرولو توفیق را کړي.

17/11/2020
20/10/2020
09/09/2020

قسم په الله زړه مې وچ درد وکړ، نن ماخستن له جمعې وروسته شیخ صاحب طلباوو ته اعلان وکړ چې مونږ هیڅ عاید نه لرو، دارالعلوم مو هم له قرضه باقي دی، د دارالعلوم د میاشتې مصارف پنځه لکه کلدارې دی، له دې وروسته د سهار د چایو وسه نه لرو، نور به د سهار چای بندوو او رب العالمین ته به صبر کوو، ټول مسجد ته مې وکتل طلباوو ته مې وکتل، په رب قسم یو درد راباندې تیر شو، مال کاش وس او طاقت مې درلودای، والله که بل چا رانه دغه ثواب ګټلی وو.
دا درد مې یواځې ونه شو زغملای، له تاسو سره مې هم شریک کړ.
که د هېواد تجاران او مالداره مسلمانان دغې دارالعلوم او مسافرو طلباوو سره د کومک اراده لري په دغو شمیرو دې د شیخانو صاحبانو سره په ارتباط کې شي، رب به اجر ورکړي او په صدقه جاریه کې به یې الله ورته حساب کړي. ان شا الله
شیخ صاحب سردارولي ثاقب: 0796868168
شیخ صاحب احمدشاه :0779008182
مالي مسؤل: استاد خالد 0728030470

09/09/2020

څلور عملونه انسان جنت ته ننباسي:
رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
"اې خلکو!!
①سلام خپور کړئ.
②خلکو ته ډوډۍ ورکړئ.
③خپلولي وپالئ.
④د شپې لمونځونه وکړئ پداسې حال کې چې خلک ويده وي.
تاسو به جنت ته په سلامتيا داخل شئ"
(سنن ابن ماجه:3251).

03/08/2020
Want your business to be the top-listed Media Company in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Peshawar