Musadiq Hashmi
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Musadiq Hashmi, Musician, Karak.
Karak tofan in Nepal volleyball
Karak tofan
10/03/2026
وشوه اوس به لېونے يم، ګڼي ښهُ هوښيار سړے وم
تا بې کاره کړمه ياره، زهُ بلها د کار سړے وم
ـ
دا اعجاز دے ستا د مينې چې د چا سره ساز نهُ يم
زهُ پهُ هر څه پوهېدمه، زهُ خو ښهُ د لار سړے وم
ـ
تا وهمي کړم، تا شکي کړم، د خپل سيوري نه هم ورېږم
تهُ د چانه تپوس وکړه د زمري مقدار سړے وم
اکثر پروت چرته پهُ ګوټ کښې اوس د کوره بهر نهُ ځم
زه خو مخکښې داسې نهُ وم د يارانو يار سړے وم
ـ
د زړهُ راز يې ښکاره نهُ کړو او خبره يې ووژوله
لکه زهُ د دهُ څهُ نهُ وم! لکه زهُ اغيار سړے وم!
ـ
چې مې عقل سر ته راغے، اوس دے خوشې مېدان پاتې
اوس تسکينه خندا راشي يره ښهُ وزګار سړے وم
تسکين مانيروال
غږ: ظفر فاروق استاد
شاعر: رحمت شاه سايل
❤❤❤ Love Bro❤❤❤
ہائے غربت
Category
Telephone
Website
Address
Karak