Insight AFG
Informations de contact, plan et itinéraire, formulaire de contact, heures d'ouverture, services, évaluations, photos, vidéos et annonces de Insight AFG, Agence médiatique, Paris.
هندي سینما تاریخ په داسې افسانوي فلمونو ولاړ دی چې یوازې په څو ورځو یا اونیو کې نه دي ختم شوي، بلکې کلونه کلونه یې د سینماګانو پردې نیولې وې. دا فلمونه نه یوازې د ګټې له پلوه، بلکې د خلکو په زړونو کې د ځای جوړولو له امله "تاریخي" بلل کېږي.
دلته د هغه فلمونو لیست دی چې تر ټولو زیات وخت په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوي:
11/04/2026
💥 Dhurandhar 2: د باکس آفس نوی پاچا!
د رنویر سینګ نوي فلم Dhurandhar 2 په سینماګانو کې طوفان برپا کړی او ټول زاړه ریکارډونه یې مات کړل. دغه فلم په دریمه اونۍ کې هم په پوره ځواک روان دی او نړیوال پلور یې له ۱۶۰۰ کروړو واوښت!
د بریا په ارقامو کې:
مجموعي پلور: ۱۶۰۴.۶۴ کروړه 💰
لقب: آل ټایم بلاک باسټر 🏆
IMDb درجه ۸.۵/۱۰ ⭐
دا یوازې فلم نه، بلکې د هندي سینما د قدرت ننداره ده. کله چې یو ښه ډایرکشن او قوي استعداد سره یو ځای شي، پایله یې همداسې تاریخي وي.
11/04/2026
د هالیوډ سينما: سکارليټ جانسن په ګاتم ښار کې!
تازه خبرونه تائیدوي چې مشهوره اداکاره سکارليټ جانسن (Scarlett Johansson) په رسمي ډول د ډایرکټر مټ ریوز د راتلونکي فلم The Batman Part II له ټیم سره یوځای شوه.
سکارليټ، چې تر دې وړاندې یې په مارول سېنما کې د 'بلیک ویډو' په توګه نړیوال شهرت موندلی و، اوس د ډي سي (DC) نړۍ ته داخله شوې ده. که څه هم د هغې د رول په اړه معلومات پټ ساتل شوي، خو ویل کېږي چې هغه به په دې فلم کې یو مهم او مرکزي رول ولوبوي. دا فلم چې رابرټ پاټینسن پکې د بېټ مېن رول لوبوي، ټاکل شوې په ۲۰۲۷ کال کې نندارې ته وړاندې شي.
#هالیوډ #سينما #هنر #
11/04/2026
په امریکا کې د اسرائیل سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې له حزبالله سره هر ډول مذاکرات ردوي. هغه دا ډله د سولې په وړاندې یو ستر خنډ بولي او وايي چې د دوی بریدونه د سیمې ثبات ګډوډوي.
#اسرائیل #حزبالله #سوله #امنیت
10/04/2026
په افغانستان کې د نويو لوبغاړو لاره ډېره ډب ده؛ دلته استعداد ته نه، بلکې واسطې او فېسبوکي تبلیغاتو ته کتل کېږي. زموږ لوبغاړي په میدان کې د ډار له امله د ځان لپاره لوبه کوي، نه د وطن لپاره.
خو د سوریاونشي په څېر لوبغاړي ځکه بریالي دي چې هغوی په یو داسې سیستم کې دي چې یوازې تکړه توب ته ګوري. هلته لوبغاړي دومره زړورتیا دي چې له هېچا وېره نلري او یوازې په خپله لوبه تمرکز کوي. کاشکې زموږ په هېواد کې هم د واسطې پر ځای استعداد پالل کېدای.
10/04/2026
کې وېسټ (Key West)؛ یو جادوګر ټاپو 🏝️✨
که د امریکا تر ټولو جنوبي برخې ته لاړ شئ، هلته د کې وېسټ په نوم یو داسې ټاپو شته چې هم يې تاریخ ډېر پخوانی دی او هم يې کلتور ډېر رنګین دی. پخوا وختونو کې دلته ځايي خلک اوسېدل خو وروسته بیا د هسپانوي سیلانیانو لپاره یو مهم ځای وګرځېد. په اتلسمه پېړۍ کې دا ښار دومره شتمن و چې د فلورېډا په کچه یې ساری نه درلود، ځکه چې دلته د کښتیو کاروبار او د سګرټو جوړولو کارخانې ډېرې وې.
د دې ځای بله جالبه خبره دا ده چې د نړۍ مشهور لیکوال، ارنسټ همېنګوې هم دلته اوسېدلی او د هغه د لاس نښې او تاریخي کورونه لا تر اوسه په کوڅو کې لیدل کېږي. نن سبا کې وېسټ په خپلو رنګارنګ کورونو، ښکلو سمندري ډبرو او ارام ژوند مشهور دی. دلته چې کله لمر ډوبېږي، نو منظره یې داسې وي لکه یو څوک چې کیسه درته کوي. په رښتیا هم چې د تاریخ او طبیعت یو بې نظیره ترکیب دی. 🌅💙
10/04/2026
ايراني ځواکونه
10/04/2026
ګورو چې د چا مينوال راسره زيات دي.
👍🏻for Sooryavanshi
❤️ for Virat Kohli
10/04/2026
د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د موټرسایکل سپرو په ډزو کې د طالبانو د معلوماتو له مخې ۷ کسان شهیدان او ۱۳ ټپیان دي، خو ولسي سرچینې شمېر ۱۲ شهیدان او ۱۰ ټپیان ښيي. په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه چا مسؤلیت نه دی منلی.
#هرات #امنیت #افغانستان
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.
Type
équipe culinaire
Tenue
Site Web
Adresse
Paris