Afghans In Windsor
We are a vibrant nonprofit organization fostering integration, unity, support, & cultural diversity.
04/09/2025
Afghan Community in Windsor Celebrates Eid and Nowruz with Festive Gathering
Hundreds of Afghans in Windsor, Ontario, came together on Eid Ul-Fitr's first day to celebrate Eid and Nowruz, embracing their rich culture, identity, and shared joy.
Local Afghan residents organized the event, which various community partners, including Hindara Educational and Social Development Incorporation, Rotary Club of LaSalle Centennial, Nile Photography, YMCA, UHC, South Asian Centre, and Winners supported. The gathering opened with a recitation from the Quran, followed by the national anthems of Afghanistan and Canada.
Zakia Zarabi, organizing committee chair, warmly welcomed attendees and highlighted support services available for Afghan newcomers in Windsor. She emphasized key community programs designed to aid integration and settlement in Canada.
Ms. Zarabi also shared her heartfelt wish for Afghan girls in Afghanistan to regain their right to education, reflecting on the freedoms enjoyed by girls attending the Nowruz celebration in Windsor.
Councillor Angelo Marignani, representing Windsor City Council, greeted attendees warmly and conveyed best wishes for Eid and Nowruz. He reaffirmed Canada's dedication to multiculturalism, stating, "Canadians are kind. We are not afraid and cherish our culture's diversity."
Ghousuddin Frotan, president of Hindara, spoke about the organization's longstanding commitment to community service in Afghanistan and its recent expansion into Canada. He announced plans to launch a multilingual publication in Windsor, available in Pashto, Dari, and English, to support and inform the local Afghan community. Frotan reaffirmed Hindara's dedication to fostering stronger community connections and assisting Afghan immigrants in navigating Canadian society.
In a gesture of appreciation, the community and Hindara presented Councillor Marignani with a traditional Afghan carpet.
The festivities continued with an enthusiastic Attan dance led by Afghan Sikh community members and joined by joyful attendees. Volunteers instrumental in organizing the event were recognized and thanked with special gifts.
The celebration concluded with a communal meal, marking the second consecutive year Windsor’s Afghan community celebrated Nowruz joyfully and inclusively.
04/09/2025
په وینډزر ښار کې افغانانو کوچنی اختر او د نوروز جشن ولمانځل
د کاناډا د انتاریو ولایت په وینډزر ښار کې سلګونه افغانانو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اختر او نورو جشن د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ او دا خوښۍ یې په شریکه ولمانځلې.
دغه غونډه چې په وینډزر کې د مېشتو افغانانو په نوښت جوړه شوې وه، مالي ملاتړ یې پخپله په دغه ښار کې مېشتو افغانانو، هېنداره بنسټ، Rotary Club of LaSalle، Nile، YMCA, UHC، South Asian Centre او Winnersکړی و. پروګرام د قران کریم د ایتونو په تلاوت پیل او ورپسې د افغانستان ملي سرود او دغه راز د کاناډ ملي سرود وغږول شول.
د دغه جشن د جوړولو د کمېټې مشرې زکیه ضرابي غونډې ته پخپله پرانیستونکي وینا کې ګډونوالو ته هرکلی ووایو او دغه راز یې دغلته مېشتو افغانانو ته په وینډزر ښار کې د بیامېشتېدلو په برخه کې د ځینو ادارو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل چې څنګه ددغو ادارو له خدماتو په استفادې سره په نوې ټولنه کې مدغم کېدای او په منظمه توګه نوی ژوند پیل کولای شي.
آغلې ضرابي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې افغان نجونې د زدهکړو حق ولري، لکه څرنګه چې نجونو د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی دی.
ورپسې د وینډزر ښاروالي استازي انجیلو مارینیاني (Angelo Marignani) غونډې ته وینا وکړه، او د اختر او نوروز د مبارکۍ تر څنګ یې زیاته کړه چې کاناډا فرهنګياو نژداي تنوع ته ډېر ارزښت ورکوي. نوموړي زیاته کړه: ((کاناډا مهربانه ده، موږ ویره نه لرو، زموږ تنوع خوښېږي.))
ورپسې د هېندارې ښوونیزې او ټولنیزې پرمختيا موسسې مشر غوث الدین فروتن خبرې وکړې. هغه پخپلو خبرو کې وویل چې هېندارې موسسې چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې خدمت کوي اوس یې یوه څانګه په کاناډا کې هم فعاله شوې ده او له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.
ښاغلي فروتن وویل هېنداره بنسټ په پام کې لري چې په نزدې راتلونکې کې له وینډزر ښار څخه په پښتو، دري او انګليسي ژبه یوه جریده هم خپره کړي. نوموړي زیاته کړه، څنګه چې هېندارې د اوسني پروګرام په تمويل کې برخه اخيستې ده، په راتلونکي کې هم په پام کې لري چې افغانانو ته ورته نور پروګرامونه جوړ کړي او د دوی د خپلمنځي اړيکو په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي. دده په وینا هېنداره له افغانانو سره مرسته کوي چې څنګه په کاناډا کې نوی ژوند پيل او له بېلابېلو دولتي پروګرامونو څخه پر وخت، اغېزناکه او ډېره ګټه واخلي.
همدا راز د هېندارې بنسټ مشر ښاغلي فروتن او آغلې زکیه ضرابي د هېندارې بنسټ او په ویندزر کې میشتو افغانانو په استازیتوب د ښاروالۍ استازي ښاغلي مارینیاني ته وطني غالۍ ډالۍ کړه.
په غونډه کې سیکهانو افغانانو خپل دودیز اټن وکړ او نورو افغانو هم دغه جشن په اټن او نڅا سره ولمانځه. دغه راز هغو رضا کارانو ته هم ډالۍ ورکړل شوې چې ددغې غونډې په تنظیم کې یې برخه اخیستې وه. غونډه د ماښامنۍ له خوړلو وروسته پای ته ورسېده.
د یادونې وړ دا چې دا دویم کال دی چې په ویندزر کې مېشت افغانان نوروز جشن ددغه ډول غونډو په جوړلو سره نمانځي.
04/08/2025
افغانهای مقیم شهر ویندزور جشن عید فطر و نوروز را برگزار کردند
در شهر ویندزور، ولایت انتاریو، کانادا، صدها افغان در نخستین روز عید فطر در مراسم گرامیداشت عید و جشن نوروز شرکت کردند و این مناسبتها را با هم تجلیل نمودند.
این گردهمایی به ابتکار افغانهای مقیم شهر ویندزور برگزار شده بود و حمایت مالی آن را افغانهای مقیم این شهر، بنیاد «هېنداره»، Rotary Club of LaSalle Centennial، Nile، YMCA، UHC، South Asian Centre و Winners تأمین کرده بودند. برنامه با تلاوت آیاتی از قرآن کریم آغاز شد و سپس سرود ملی افغانستان و کانادا نواخته شد.
رئیس کمیته برگزاری این جشن، زکیه ضرابی، در سخنان افتتاحیه خود، ضمن خوشآمدگویی به شرکتکنندگان، اطلاعاتی درباره برخی نهادها و برنامههایی ارائه کرد که میتوانند به افغانهای مقیم ویندزور در روند اسکان مجدد و ادغام در جامعه جدید کمک کنند.
خانم ضرابی آرزو کرد که دختران افغان در افغانستان حق تحصیل داشته باشند، همانطور که دختران در مراسم نوروز شرکت کردند.
سپس آنجلو مارینیانی (Angelo Marignani)، نماینده شورای شهر ویندزور، سخنرانی کرد و ضمن تبریک عید و نوروز، تأکید کرد که کانادا برای تنوع فرهنگی و قومی ارزش زیادی قائل است. وی گفت: «کانادا مهربان است، ما ترسی نداریم، تنوع را دوست داریم.»
پس از او، غوثالدین فروتن، رئیس مؤسسه آموزشی و اجتماعی «هېنداره»، سخنرانی کرد. وی بیان داشت که این بنیاد که از سال ۲۰۰۳ در افغانستان فعالیت میکند، اکنون شعبهای در کانادا نیز دارد و در زمینههای مختلف به افغانها کمک میکند. آقای فروتن اعلام کرد که بنیاد هېنداره قصد دارد بهزودی یک نشریه به زبانهای پشتو، دری و انگلیسی در شهر ویندزور منتشر کند. او همچنین افزود که این نهاد، همانگونه که در تأمین مالی این برنامه نقش داشته است، در آینده نیز برنامههای مشابهی را برای تقویت روابط میان افغانهای مقیم کانادا برگزار خواهد کرد. به گفته او هدف بنیاد این است که افغانها را در زمینه آغاز یک زندگی جدید در کانادا یاری دهد و آنان را با برنامههای دولتی مفید آشنا کند.
همچنین، در این مراسم، آقای فروتن و خانم زکیه ضرابی به نمایندگی از بنیاد هېنداره و افغانهای مقیم ویندزور، یک قالین وطنی را به نماینده شورای شهر، آقای مارینیانی، اهدا کردند.
در این گردهمایی، افغانهای سیک با اجرای اتن سنتی خود، مراسم را رنگینتر کردند و سایر افغانها نیز با رقص و پایکوبی، جشن نوروز را گرامی داشتند. علاوه بر این، به داوطلبانی که در تنظیم این گردهمایی همکاری کرده بودند، هدایایی اهدا شد.
مراسم پس از صرف شام به پایان رسید.
قابل یادآوری است که این دومین سال متوالی است که افغانهای مقیم ویندزور جشن نوروز را با برگزاری چنین برنامههایی گرامی میدارند.
01/01/2024
وینډزر مېشتو افغانانو او د کاناډا ټولو اوسېدونکو ته له خوښیو، بریاليتوبونو او ډېرو امکاناتو ډک کال غواړو!
برای جامعه افغانهای ساکن شهر ویندزور و همه مردم کانادا سال جدیدی پر از شادی، موفقیت، و امکانات بیپایان آرزو میکنیم!
Afghans In Windsor
Welcome to the Afghans In Windsor page, under the management of the Afghan community in Windsor, Ontario.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Downtown
Windsor, ON