AWSC

AWSC

Share

Afghan Writer's Strategic Center

د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز د افغانستان د علمي کلتور د ملاتړ او ساتنې لپاره کار کوي. د هیواد د ادبي میراث ساتنې د اهمیت په درک په اساس دا مرکز نه ستړي کېدونکي هڅې کوي چې د لیکوالانو، پوهانو، او زده کوونکو لپاره سرچینې او فرصتونه برابر کړي. د فکري او تخلیقي ذهنونو ته په ټولنې کې وده ورکولو، دا مرکز هدف لري چې یو ژوندی علمي چاپیریال رامنځته کړي چیرې چې به افکار یا نظرونه وده کوي. د مختلفو پروګرام

05/11/2026

لیکنه:- هانټا وایرس دی که نړیوال کنټرول
لیکوال:- نثارکریمزی

په نني عصر کې د هانټا وایرس (Hantavirus) او ورته نورو ساري ناروغیو بحث یوازې د طب تر لابراتوارونو محدود پاتې نه دی بلکې دا موضوع اوس د سیاست، اقتصاد، رسنیو او د انسان د فردي ازادۍ له برخلیک سره غوټه شوې ده. د کوویډ-۱۹ (COVID-19) له ترخې تجربې وروسته د بشري ټولنې لیدلوری بدل شوی اوس هره نوې اپیډیمي یوازې د روغتیا له زاویې نه بلکې د ځواکمنو قدرتونو د نفوذ، اقتصادي ګټو او د ټولنو د مدیریت د یوې وسیلې په توګه ارزول کېږي.
دا وضعیت موږ له یوې جدي فلسفي او سیاسي پوښتنې سره مخ کوي:
ایا راتلونکې وباوې به یوازې طبیعي افتونه وي که د وېرې له لارې د نړیوالو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو فشار؟

د وېرې سیاست!
د تاریخ تکراري تجربه له لرغونو زمانو راهیسې (وېره) د قدرت د خاوندانو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسله وه. کله چې یو انسان د وېرې په حصار کې بند شي نو په شعوري یا غیر شعوري ډول لاندې امتیازات له لاسه ورکوي:

• خپلې فردي ازادۍ د ژوندي پاتې کېدو په بدل کې قرباني کوي.

• د دولتونو تر ټولو سخت قوانین پرته له نیوکې مني.

• او د "امنیت" په نوم د ژوند په ټولو برخو کې پراخ کنټرول ته غاړه ږدي.

تاریخ ثابتوي چې جګړې، ترهګري او وبایي ناروغۍ اکثره وخت د لویو او پلان شویو بدلونونو لپاره د پلمې په توګه کارول شوې دي، نو دلته پوښتنه دا ده:

ایا بشري ټولنه یوازې د وېرې له لارې په اسانۍ اداره کېدای شي؟

د وبا اقتصاد!
د بحران په منځ کې ګټو د کوویډ-۱۹ دوران نړۍ ته دا وښودله چې بحران د ټولو لپاره بدمرغي نه ده، په داسې حال کې چې نړۍ له اقتصادي سقوط سره مخ وه او ځینې برخې یې په بې ساري ډول وغوړېدې لکه:

د درملو نړیوال شرکتونه (Big Pharma) په میلیارډونو ډالر شتمن شول.

د ډیجیټلي نظارت او بیومیټریک کنټرول سیسټمونه په ټوله نړۍ کې حاکم شول.

د خلکو شخصي حریم د (روغتیايي خوندیتوب) په نوم محدود شو.

دا حقایق موږ دې ته اړ کوي چې په انتقادي ډول فکر وکړو چې ایا دا بحرانونه ناڅاپي دي که د بازار د نوي نظم او وېرې د سوداګرۍ برخه ده؟

هانټا وایرس!
د نړۍ د ساینس وضعیت یوه برخه علمي شواهد تاییدوي چې هانټا وایرس یو طبیعي ویروس دی چې له موږکانو انسانانو ته لېږدول کېږي او تر اوسه د کوم سیاسي پروګرام نښې پکې نه دي لیدل شوې خو د عامه افکارو پوښتنې پر ځای دي چې:

ولې هره نوې ناروغي په دومره مبالغې سره د رسنیو په لومړۍ پاڼه بدلېږي؟

ولې د هر بحران محصول د فردي ازادیو محدودول وي؟

ایا موږ په تدریجي ډول د داسې یوې نړۍ لور ته روان یو چې بشپړ نظارت پکې یو نورمال عمل وي؟

د انسانانو برخلیک!
د امنیت او ازادۍ کشمکش اصلي بحث پر ویروس نه دی بلکې پر انسان دی کله چې انسان د مرګ او ناروغۍ له وېرې سره مخ کېږي نو د خپل ژوند ارزښتونه له سره تعریفوي په داسې حالاتو کې انسان د خپل شخصي حریم او فردي خپلواکۍ څخه تېرېږي، ترڅو د دولتونو تر چتر لاندې مصئونیت ترلاسه کړي، نو دا هغه نقطه ده چې طب، فلسفه او سیاست سره یوځای کېږي پکې.

شاید نن ورځ مهمه پوښتنه دا نه وي چې دا ویروس له کومه راغی؟ بلکې دا وي چې نړیوال نظامونه د بحرانونو پر مهال د انسان له ذهن، ازادۍ او وېرې سره څه کوي؟
ایا راتلونکی انسان به د داسې یو ژوند په منلو مجبور شي چې د هرې نوې ناروغۍ په خپرېدو سره به یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګېږي؟
حقیقت ته د رسېدو لاره نه په مطلق انکار کې ده او نه په ړوند باور کې بلکې د حل لاره په انتقادي فکر او هراړخیزه څېړنه کې تل را نغښتې وي.

درنښت

04/28/2026

د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د برید په اړه رسمي پیغام

د کونړ ولایت پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون او په عام ولس د ننني خونړي برید په اړه د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز رهبري خپله ژوره خواشیني، کلک غندنه او جدي اندېښنه څرګندوي. دا ډول پېښې نه یوازې امنیتي ستونزه ده بلکې د یوې ټولنې پر راتلونکې د فکر پر ازادۍ او د بشري کرامت پر بنسټیزو ارزښتونو مستقیم برید بلل کېږي.

پوهنتونونه د جګړې ډګرونه نه دي؛ دا د پوهې، روښانتیا او د نسلونو د روزنې مرکزونه دي د دغو مرکزونو په نښه کول د نړیوالو بشري اصولو د جګړې د قوانینو او د انساني وجدان ښکاره نقض دی دا ډول بریدونه د ټولنې پر فکري بنسټونو حمله ده او د راتلونکي نسل د کمزوري کولو هڅه ګڼل کېږي.

موږ دا ډول بریدونه نه یوازې غندو بلکې دا یې د سیمې د دوامدارې بې‌ثباتۍ، سیاسي رقابتونو او ناسمې ستراتیژۍ پایله بولو له بده مرغه تاوتریخوالی لا هم د ځینو کړیو له خوا د فشار وسیله ګرځول کېږي چې قرباني یې تل عام ولس او بې‌وسه خلک وي.

دا ډول کړنې باید بې‌پاسخه پاتې نه شي.

د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګري ملتونه څخه غوښتنه کوي چې د دې پېښې هر اړخیزه او خپلواکه څېړنه ترسره کړي د ملکي وګړو او تعلیمي بنسټونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او هغه اړخونه چې په دا ډول بریدونو کې ښکېل دي د نړیوالو قوانینو له مخې حساب ورکوونکي وګرځول شي.

همداراز موږ د افغانستان له واکمنو څخه غواړو چې د هېواد د امنیتي او سیاسي مدیریت په برخه کې د خلکو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه دې لرې کړي او د داسې چاپېریال د رامنځته کولو لپاره دې کار وکړي چې علم، عدالت او مشارکت پکې خوندي وي، د پوهې دروازې تړل او یا د علمي مرکزونو بې‌وسه پرېښودل د بحران ژورېدو ته لار هواروي.

موږ باور لرو چې افغانستان د تاوتریخوالي له لارې نه بلکې د پوهې، فکر او عقلانیت له لارې رغېدلی شي.
پر پوهنتون برید د انسانتیت په راتلونکي برید دی او دا هغه کرښه ده چې باید ټول انسانان یې په ګډه دفاع وکړي.

په درنښت،
انجینر امین ظریف
د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی

Photos from AWSC's post 04/20/2026

د ډاکتر ګلاب ولي لخوا د مننې پیغام

“په ډېر درناوي د ټولو هغو دوستانو، خپلوانو او درنو هېوادوالو څخه مننه کوو چې زموږ د ورور ارواښاد الحاج محمد ولي د وفات په غم کې یې له موږ سره غمشریکي وکړه.

ستاسو حضور، دعاګانې او خواخوږي زموږ لپاره لوی تسل او ډاډ وو.

الله تعالی دې ستاسو دا نیک عمل قبول کړي او تاسو ټولو ته دې اجر عظیم درکړي.

په درنښت
ډاکتر محمد ګلاب ولي”

04/16/2026

لیکنه: لادرکه ژورنالیزم
لیکوال: نثارکریمزی

هر کال د نړۍ لوستی قشر د اپریل شپاړسمه د غږ نړیواله ورځ په مختلفو بڼو لمانځي ځکه یوازې د انساني غږ د فزیکي ارزښت یادونه نه ده؛ دا د وجدان، حقیقت او عدالت د اواز ورځ هم ده.

دا هغه ورځ ده چې انسان له ځانه پوښتي:
ایا زموږ غږونه رښتیا هم اورېدل کېږي که یوازې د چوپتیا په تیارو کې ورکېږي؟

دا پوښتنه په افغانستان کې یو عادي فکر نه دی بلکې یو تاریخي درد دی، دلته غږ تل د سیاست د اغیزې لاندې ساه اخیستې او د جګړې تر دوړو لاندې ورک شوی او د قدرت تر فشار لاندې چوپ شوی دی.

غږ یوازې یو فزیکي ارتعاش نه دی بلکې د انسان د حضور ثبوت دی کله چې یو ملت غږ لري معنا دا چې ژوندی دی او کله چې غږ یې چوپ شي نو تاریخ یې د نورو په قلم لیکل کېږي.
ژورنالست په دې منځ کې د همدې غږ ساتونکی دی هغه د خلکو د دردونو امین د حقیقت شاهد او د عدالت غوښتنې ژباړن دی خو کله چې د ده غږ محدود شي نو دا یوازې یو فرد نه بلکې د یوې ټولنې حافظه زیانمنه کېږي.

“لادرکه ژورنالیزم” یوازې د یوه اصطلاح نوم نه دی بلکې د هغه حالاتو انځورګري ده چېرته چې ژورنالست ژوندی وي خو غږ یې بند یا تړلی وي؛ هغه ویني خو ویلی نشي، اوري خو خپرولای نشي.
دا حالت په افغانستان کې د کلونو سیاسي بې‌ثباتۍ، ایدیولوژیک فشارونو او امنیتي وېرې پایله ده، دلته ډېر وخت حقیقت د مصلحت قرباني شوی او ژورنالست د بقا او صداقت تر منځ سخت انتخاب ته اړ شوی دی.

استاد بشیر هاتف یې ښه مثال دی چې د هغو کم‌سارو څېرو له ډلې دی چې ژورنالیزم یې د مسلک څخه تر د رسالت تر کچې ورسوو، هغه د ژوندون او شمشاد له پردو داسې خبرې وکړې چې ډېر نور یې له ویلو ډارېدل.
د ده ځانګړنه د جرأت ترڅنګ د خپل غږ د خلکو له غږ سره وتړو، دای د قدرت ژباړن نه ول بلکې د ولس استازی ول د همدې لپاره که څه هم ډېر وخت یې غږ د محدودیتونو تر فشار لاندې راغی خو خپل ارزښت یې له لاسه ور نه کړ.
بله دا چې استاد هاتف یو ملي شخصیت دی ځکه هغه د یوې ځانګړې ډلې او سیمې یا ژبې استازیتوب نه کوو بلکې د افغانستان د ګډ درد او ګډ برخلیک غږ ول.

د افغانستان د رسنیو نړۍ د ژبو او فرهنګونو یوه رنګینه ټولګه ده خو ژورنالیزم په خپل ذات کې له دې ټولو چوکاټونو پورته ولاړ دی. ژورنالست که په هره ژبه خبرې کوي د یوه واحد مسوولیت بار پر اوږو لري؛ د حقیقت ویل او د خلکو د ژوند رښتینې انځور وړاندې کول.

له همدې امله، ژبه باید د وېش وسیله نه بلکې د تفاهم پُل وي کله چې غږ صادق وي هغه خپله لاره مومي که په هره ژبه وي او همدا هغه ټکی دی چې د بشیر هاتف په څېر څېرې یې عملي بېلګه ده؛ هغه وښوده چې ژورنالیزم هغه وخت ملي بڼه خپلوي کله چې د ټولنې ګډ دردونه او ارمانونه په رښتیني او زړور ډول بیان شي.

که د افغانستان وروستیو لسیزو ته نظر واچوو نو وینو چې هر پړاو د غږونو د محدودولو خپله کیسه لري. کله ایدیولوژي پر غږ غالب شوې، کله جګړې هر څه غلي کړي، او کله سیاست د حقیقت ځای نیولی دی.

په دې بهیر کې ډېر ژورنالستان یا چوپ شول یا له وطنه ولاړل او یا یې د خپل غږ بیه په خپل ژوند ورکړه. دا یوازې د افرادو له لاسه ورکول نه بلکې د یوې ټولنې د حافظې کمزوري کېدل دي.

د غږ نړیواله ورځ باید یوازې د لمانځنې ورځ نه بلکې د وجدان د راویښولو شیبه وي، دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې غږ یوازې حق نه بلکې مسوولیت هم دی.

که ژورنالست غږ له لاسه ورکړي نو ټولنه خپل عکس له لاسه ورکوي او که حقیقت پټ شي نو راتلونکی به پر ناسم بنسټ ولاړ وي.

غږ که هر څومره وځپل شي، خاموشېدل یې دایمي نه دي. حقیقت، لکه رڼا، خپله لاره پیدا کوي.

درنښت

04/14/2026

د تسلیت او فاتحې اعلان

په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د بورډ محترم غړي ډاکتر محمد ګلاب ولي ورور قومي مشر الحاج محمد ولي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د ارواښاد د روح د ایصال ثواب په موخه د فاتحې مراسم په لاندې ډول ترسره کېږي:

ځای: 2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
نېټه: یکشنبه، ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶
وخت: د سهار له ۱۰:۰۰ څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې

الله تعالی دې ارواښاد ته جنت الفردوس نصیب کړي او درنې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته دې صبر جمیل عطا کړي.

درنښت

نثارکریمزی
د مرکز اجرایوی مشر

03/29/2026

لیکوال: انجینر امین ظریف

لیکنه: د سمندرونو نړیوال قانون او د وچې هېوادونو د حقونو تحلیلي څېړنه

‏هغوي چي دقدر ت پانګي اوشتمني يوه نه مړيدونکي ولږه او تنده لري .د حرص او قدرت الوتي مرغ يي په لوړ بام هم ځاله نه جوړوي تاريخ ته دي ورشي او دملتونو په اړه دی زده کړه وکړی . له بدمرغه موږ لکه څنګه چې اموخته شوی یو د ژوندانه ټولو اړخو ته دیوې تنګې زاویی نه ګورو او ددغې غلطې او تنګې زاویې له مخې غلط نتایج لاسته راځې نو ښکاره ده چې مقدمه صحیح نه وی نو نتیجه څنګه صحیح کیدیشې .ملتونه تل د تاریخ په اوږدو کې د زور، شتمنۍ او سیالۍ ترمنځ راګیر پاتې شوي .نړۍ بدلېږي نظامونه ړنګېږي نوې نړیوال نظم له نوو معادلو سره بېرته جوړېږي. همدا حقیقت موږ دې اصل ته رسوي چې د نړۍ په سیاست کې ځینې کوچني ځایونه د لویو قارو او لویو سمندرونو تر کچې هم زیات اهمیت پیدا کوي.
کله ناکله د نړۍ برخلیک په پراخو وچو او لویو سمندرونو کې نه بلکې په هغو تنګو لارو کې ټاکل کېږي چې په نقشه کې په زحمت پیدا کیږی . همدا باریکې لارې دي چې د قدرت جریان د اقتصاد ساه او د سیاست توازن پکې تېرېږي. که سمندرونه د نړۍ وجود وي .نو دا تنګې یې هغه حساس رګونه دي چې د ژوند بهیر ورپورې تړلی دی. د هغوی پرانیستل ثبات زېږوي او تړل یې بحرانونه رامنځته کوي.

په همدې مانا د (هرمز تنګې )د (مالاکا تنګې) او د (باب‌المندب )تنګه د نړیوال سمندري نظام تر ټولو حساسې نقطې ګڼل کېږي. دا هغه ځایونه دي چې جغرافیه پکې سیاست ته لوری ورکوي او اقتصاد ترې ساه اخلي. د هرمز تنګې د فارس خلیج او د عمان سمندر ترمنځ پروت دی. دا تنګې د نړۍ د انرژۍ د لېږد تر ټولو مهمه او ستراتیژیکه لار بلل کېږي. له همدې امله هر ډول سیاسي کړکېچ یا امنیتي بې‌ثباتي په دې سیمه کې سمدستي نړیوال اقتصادي اغېزمن کوی.

له دې وروسته د مالاکا تنګې د هند سمندر او ارام سمندر ترمنځ پروت دی .او د نړیوال تجارت له بوختو لارو څخه شمېرل کېږي. د ختیځې اسیا هېوادونه لکه چین جاپان او سویلي کوریا د خپلو اقتصادي اړتیاوو لپاره پر همدې لارې تکیه لري. هر ډول خنډ یا ناامني په دې تنګه کې نه یوازې سیمه ییز بلکې نړیوال سوداګریز نظام اغېزمنوي .

په همدې تسلسل کې د باب‌المندب تنګې د سره سمندر او د عدن خلیج ترمنځ پروت دی. دا تنګې د اروپا اسیا او افریقا ترمنځ د سمندري اړیکو یوه حیاتي کړۍ جوړوي. باب‌المندب د سوېس کانال سره یوځای د نړیوال تجارت لپاره یوه لنډه او مهمه لاره برابروي. .دغه درې واړه تنګې د نړۍ د سمندري نظام هغه نازکې نقطې دي چې د نړیوال اقتصاد سیاسي ثبات او د قدرت د توازن پر بهیر ژور اغېز لري. د دوی اهمیت یوازې جغرافیه نه ده .بلکې د نړیوال نظم په ژوره معمارۍ کې نغښتی دی.
په نړیوالو حقوقو کې د سمندر مفهوم تر هغه ډېر ژور دی .کله چې موږ د سمندر نوم اورو ذهن مو سمدستي پراخو مالګینو اوبو ته ځي .او ګڼو چې هره لویه مالګینه اوبه سمندر بلل کېږي. خو د نړیوالو حقوقو له نظره دا موضوع دومره ساده نه ده. په نړیوالو حقوقو کې یوازې د اوبو مالګینوالی د سمندر د تعریف لپاره بسنه نه کوي. یو مهم شرط دا دی چې دغه اوبه باید له نړیوالو اقیانوسونو سره طبیعي او ازاد اتصال ولري. که یوه پراخه مالګینه اوبه د سمندر په اندازه لویه هم وي، خو له نړیوالو اقیانوسونو سره تړاو ونه لري او د وچو ترمنځ بنده وي، نو له حقوقي پلوه سمندر نه ګڼل کېږي.

د بېلګې په توګه Caspian Sea او Dead Sea که څه هم د نوم له مخې سمندر بلل کېږي. خو د نړیوالو حقوقو له نظره تړلي مالګین جهیلونه ګڼل کېږي .ځکه له نړیوالو اقیانوسونو سره ازاد اتصال نه لري.
کله چې انسان د سمندر پراخوالی تصور کړي .نو لومړۍ پوښتنه دا ذهن ته راځي چې دا ستر واټنونه څنګه اندازه کېږي. په سمندرونو او نړیوالو الوتنو کې د واټن د اندازه کولو لپاره ځانګړی معیار کارول کېږي چې بحري میل بلل کېږي. دا واحد د جغرافیې او مترولوجۍ په علم کې یو منل شوی نړیوال معیار دی. په وچه کې واټنونه عموماً په کیلومتر یا عادي میل اندازه کېږي، خو په سمندر کې دغه واحدونه دومره عملي نه دي. له همدې امله بحري میل د سمندري نقشو بېړیو او نړیوالو سمندري لارو لپاره دقیق او مناسب معیار ګرځېدلی دی.

یو عادي میل شاوخوا ۱۶۰۹ متره دی .خو یو بحري میل دقیقاً ۱۸۵۲ متره اوږدوالی لري. دا توپیر د ځمکې د جیو فزیکي جوړښت سره تړاو لري .یعنې کله چې یو ملاح یا د کښتۍ چلوونکی ووایي چې بېړۍ یې لس بحري میله مزل کړی .معنا یې دا ده چې بېړۍ د نقشې له مخې لس دقیقې د ځمکې پر سطحه حرکت کړی دی.

د نړیوالو سمندري اوبو د قانون له مخې هر ساحلي هېواد د خپلې وچې له ساحلي کرښې څخه سمندر ته ځانګړي حقوق لري. خو دا حقوق په ټولو سیمو کې یو ډول نه دي. تر ټولو نږدې سیمه چې د ساحل سره نښلېدلې وي .د ساحلي هېواد د سمندر ساحه بلل کېږي چې تر ۱۲ بحري میلو پورې غځېږي. دا واټن د کیلومتر په حساب شاوخوا ۲۲ کیلومتره کېږي. په دې سیمه کې ساحلي هېواد بشپړ حاکمیت لري .او دا برخه د هغه هېواد د ملي قلمرو برخه ګڼل کېږي. له دې وروسته نښلیدونکې سیمه راځي چې تر ۲۴ بحري میلو پورې غځېږي. په دې سیمه کې ساحلي هېواد حق لري چې د ګمرکې مهاجرتي قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

تر دې وروسته ځانګړې اقتصادي سیمه ده چې تر ۲۰۰ بحري میلو پورې غځېږي. دا واټن د کیلومتر په حساب نږدې ۳۷۰ کیلومتره جوړوي. په دې سیمه کې ساحلي هېواد ځانګړي اقتصادي حقوق لري . لکه د تېلو او ګازو استخراج او د سمندري طبیعي زیرمو کارونه. خو دا سیمه د هېواد مطلق ملکیت نه ده .ځکه نور هېوادونه د نړیوال قانون له مخې په دې سیمه کې د بېړیو تګ راتګ ترسره کولای شي. له همدې امله ویلای شو چې هر ساحلي هېواد د خپل ساحل څخه تر شاوخوا درې سوه اویا (۳۷۰ )کیلومتره پورې د سمندر دننه د ځانګړي اقتصادي اختیار خاوند ګڼل کېږي.

خو په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري . چې دوی ته د نړیوالو حقوقو په اصطلاح کې وچې هېوادونه (Landlocked States) ویل کېږي.
په داسې حال کې چې دغه هېوادونه د اقلیمي بدلون او نړیوالو ستونزو له اغېزو بې برخې نه دي بلکې په ډېرو مواردو کې یې مسؤلیت هم ورپورې تړل کېږي. له همدې امله د نړیوال عدالت له نظره منطقي ده چې د ځمکې طبیعي عناصر لکه سمندرونه او ځنګلونه باید د ټولو انسانانو لپاره د عادلانه حق پر بنسټ تعریف شي.

د نړیوالو حقوقو له مخې د وچې هېوادونو حقونه یوازې اخلاقي بحث نه دی بلکې د نړیوال قانون یوه منل شوې برخه ده. د سمندر د قانون نړیوال کنوانسیون (UNCLOS) د وچې هېوادونو لپاره د ترانزیت حق د بندرونو د استفادې حق او د نړیوال تجارت د مساوي فرصت اصل په رسمیت وپېژني.
په همدې دلیل نړیواله ټولنه باید د سمندرونو د قانون په چوکاټ کې د وچې هېوادونو حقونه یوازې د کاغذ پر مخ نه بلکې د عملي ضمانتونو له لارې خوندي کړي. د نړیوال تجارت ازادي د سمندري لارو امنیت او د نړیوالو تنګو پرانیستیا د ټولو هېوادونو ګډه اړتیا ده .نه یوازې د ساحلي قدرتونو غوښتنه. ځکه که سمندر د نړیوال اقتصاد ساه وي .نو تنګې یې هغه رګونه دي چې وجود فلج کولی شی .

03/28/2026

محفل چې د افغان کاناډا ځوانانو شورا (ACYC) له خوا جوړ شوی و، موږ د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز په استازولۍ تقدیرنامه ورته وړاندې کړه.
دا سند یوازې یو تقدیر نه و بلکې د ولسي اعتماد یو تړون و؛
یو اخلاقي مسوولیت، چې دا سازمان به تل د خپل ماموریت، ارزښتونو او د ټولنې د خدمت پر لور متوجه ساتي.

موږ باور لرو چې رښتینی بدلون هغه وخت راځي کله چې بنسټونه د ولس پر اعتماد ولاړ وي او خپل مسوولیتونه په صداقت ترسره کړي.
راځئ، دا اعتماد وساتو او په ګډه یو روښانه، متحد او باعزته راتلونکی جوړ کړو.
درنښت
د لیکوالو ستراتیژیک مرکز

03/22/2026

د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز پیغام

د کوچني اختر د رارسېدو او د ۱۴۰۵ لمریز کال د پیل په مناسبت، د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز له لورې ټولو درنو ادیبانو، لیکوالانو، کلتوري ممثلینو او د هنر او ادب درنو فرهنګپالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.

په داسې حال کې چې افغانستان له ژورو سیاسي بدلونونو، بنسټیزو ننګونو او نامعلوم برخلیک سره مخ دی، موږ ټینګ باور لرو چې د قلم ځواک او فکري مبارزه د ملتونو د برخلیک په ټاکلو کې حیاتي رول لري. د تاریخ په هر پړاو کې دا د لیکوالو، ادیبانو او فرهنګي مبارزینو رسالت پاتې شوی چې د حق، عدالت، ازادۍ او ملي حاکمیت غږ پورته کړي او د ملتونو د ویښتیا او بسیج سبب وګرځي.

نن ورځ زموږ هېواد تر بل هر وخت زیات د فکري انسجام، ملي اجماع او روښانه دریځونو اړتیا لري. موږ له ټولو فرهنګي او ادبي شخصیتونو غواړو چې د حالاتو د حساسیت په درک سره، د خاموشۍ پر ځای مسؤلانه او زړور دریځ غوره کړي، د ولس د مشروع غوښتنو استازیتوب وکړي، او د ملي ارزښتونو، انساني کرامت او ټولنیز عدالت د تأمین لپاره خپل غږ پورته کړي.

همداراز، د سیمې د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د امنیت په خاطر، دا یوه جدي اړتیا ده چې نړیواله ټولنه، بشردوسته هېوادونه او نړیوال سازمانونه یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت ژوره پاملرنه وکړي. د افغانستان روان وضعیت نه یوازې د دې هېواد دننه اغېزې لري، بلکې د سیمې پر امنیت، اقتصادي ثبات او انساني وضعیت مستقیم تاثیر لري. موږ پر نړیوالو غږ کوو چې د بشري مسؤلیتونو، سیمه‌ییز ثبات او دوامدارې سولې د تأمین په موخه، خپل رغنده او عملي ملاتړ له افغان ولس سره بیا تازه کړي.

د لیکوال او ادیب مسؤلیت یوازې د کلمو تر چوکاټ محدود نه دی، بلکې دا یو تاریخي مکلفیت دی چې د استبداد، بې عدالتۍ او فکري رکود پر وړاندې ودریږي او د یو عادلانه، ازاد او باعزته نظام لپاره فکري بنسټونه برابر کړي.

موږ ارزو لرو چې ۱۴۰۵ کال د ملي بیدارۍ، سیاسي شعور د لوړوالي، فکري مقاومت، او مثبت بدلون کال وګرځي، او افغانستان د یوه خپلواک، عادلانه او ټولشموله نظام پر لور ثابت ګامونه واخلي.

په درنښت
د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز

03/04/2026

Resolution of the Gathering of Afghan Canadians in Toronto - March 3, 2026

Today, we stood united in Toronto to condemn Pakistan’s ongoing violations and air attacks on the territory and airspace of Afghanistan.

We strongly denounce the air strikes carried out by Pakistani military forces targeting Afghan cities, which have resulted in civilian casualties, including women and children, and caused significant destruction. These actions violate international norms, humanitarian principles, and the sovereignty of Afghanistan.

We - Afghan Canadians, women and men, youth and elders representing tens of thousands of Afghans across Canada, raised our collective voice for justice, accountability, and peace.

We call upon the international community, including the United Nations, the United Nations Security Council, the Organization of Islamic Cooperation, the European Union, and Canada, to take effective measures to protect Afghanistan’s territorial integrity and prevent further bloodshed.

We urge the Government of Pakistan to end all interference in Afghanistan’s internal affairs and to respect international law and the principles of good neighborliness. Disputes must be resolved through dialogue and peaceful means — not violence.

Afghanistan is the shared home of all Afghans. Its sovereignty on land and in air is sacred to every Afghan, regardless of political differences. No Afghan remains silent when the nation’s integrity is violated.

This is a peaceful and civic stance against injustice and aggression.

We stand for peace.
We stand for equality.
We stand for shared regional progress.

02/27/2026

د افغان لیکوالو د ستراتیژیک مرکز د پاکستان تجاوز په اړه د بودر غړی محترم عصمت قانع پیغام.

02/14/2026

عنوان:- وحدت ملی؛ یگانه راه نجات افغانستان
نویسنده:- جنرال ظاهر وردګ

راه حل مشکلات افغانستان نه در تحقیر، توهین و دامن‌زدن به اختلافات، بلکه در گفت‌وگو، درک متقابل و تلاش صادقانه برای همبستگی ملی نهفته است. برای حرکت به‌سوی اتحاد به‌جای تفرقه، موارد ذیل را پیشنهاد می‌کنم:

۱. آموزش و آگاهی تاریخی
بخش بزرگی از اختلافات ناشی از ناآگاهی تاریخی است. اگر مردم با تاریخ مشترک خویش، نقش همه اقوام در ساختن کشور، و اهمیت وحدت ملی آشنا شوند، زمینه برای تعصبات بی‌اساس کاهش می‌یابد.

۲. تمرکز بر منافع مشترک ملی
مشکل اساسی ما اختلافات هویتی نیست، بلکه نبود امنیت، فقر، فساد، و ضعف حکومت‌داری سالم است. اگر همه اقوام بر حل این چالش‌های بنیادین تمرکز کنند، اختلافات سمبولیک و حاشیه‌ای کمرنگ خواهد شد.

۳. تقویت رسانه‌های بی‌طرف و مسئول
برخی رسانه‌های وابسته با دامن‌زدن به تعصبات قومی و زبانی، به تشدید تنش‌ها کمک می‌کنند. ایجاد و حمایت از رسانه‌هایی که فرهنگ همدیگرپذیری و وحدت ملی را تقویت کنند، می‌تواند نقش مؤثری در کاهش شکاف‌ها داشته باشد.

۴. ایجاد گفتمان برابر میان همه اقوام
باید زمینه گفت‌وگوی مستقیم، برابر و برادرانه میان اقوام ساکن کشور فراهم گردد تا سوءتفاهم‌ها برطرف شود. همایش‌های فرهنگی، برنامه‌های مشترک اجتماعی و فعالیت‌های مدنی می‌تواند اعتمادسازی را تقویت کند.

۵. تقویت هویت ملی در کنار تنوع فرهنگی
در عین احترام به تنوع قومی و فرهنگی، لازم است هویت مشترک ملی تقویت شود؛ هویتی که همه اقوام خود را در آن سهیم بدانند. تأکید بر واژه «افغان» به‌عنوان یک هویت فراگیر ملی ـ نه معادل یک قوم خاص ـ می‌تواند به تحکیم وحدت کمک کند.

۶. پرهیز از زبان نفرت و دشمنی
دشنام، تحقیر و نفرت‌پراکنی هیچ‌گاه راه‌حل نبوده است. هر فرد در حد توان خود می‌تواند با به‌کارگیری ادبیات صلح، احترام و برادری، فضای جامعه را آرام‌تر و سازنده‌تر بسازد.

۷. تمرکز نسل جوان بر توسعه و پیشرفت
نسل جوان باید به‌جای درگیر شدن در نزاع‌های فرسایشی، بر کارآفرینی، توسعه اقتصادی و پیشرفت علمی تمرکز کند. ما سال‌های طولانی درگیر جنگ‌های نیابتی و رقابت‌های قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی بوده‌ایم. تجربه‌های تلخ گذشته باید ما را به سوی عقلانیت، استقلال فکری و وحدت ملی سوق دهد، نه تکرار اشتباهات پیشین.

وحدت، آگاهی و احترام متقابل، یگانه مسیر نجات و پیشرفت کشور ما است.

با احترام
جنرال ظاهر وردک
عضو مرکز AWSC

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Toronto?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Toronto, ON