All Information
All information you need on your Life...
Like : Islaͣmͫiͥcͨ _ Edͩuͧcͨaͣtͭiͥoͦn _ Scͨiͥeͤntͭiͥfiͥcͨ _ ...
Pashto English Dari
Admin: Faridon delsoz
0781438114
27/08/2025
کتاب: د شهید داود خان انکشافی پلان
ان د قوشتیپی یادونه هم پکی شوی
FIRST SEVEN YEAR ECONOMIC AND SOCIAL DEVELOPMENT PLAN
1355-1361
لدی ځایه ډاونلوډ کړی👇
https://t.me/Pdfbookpashto/10195
زمونږ کتابتون سره جواین شی
29/07/2025
بشریت لپاره یو ښه خبر:
ساینس پوهانو د سرطان ضد واکسین کشف کړ.
ساینس پوهان اوس د یو نړیوال mRNA بنسټپال واکسین پر جوړولو بوخت دي، چې کولای شي د انسان دفاعي سیستم ته دا امر ورکړي چې تقریباً هر ډول د تومور حجرې وپیژني او له منځه یې یوسي.
دا پرمختګ د هماغه mRNA ټکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ دی چې د کرونا ویروس ضد واکسینونو کې ترې کار اخیستل شوی و، خو دا ځل یې د سرطان ځانګړو بدلونونو د هدف ګرځولو لپاره بېرته برنامهریزي کړې ده.
لومړني ازموینې ښيي چې دا واکسین کولای شي حتی په هغو ناروغانو کې چې د سرطان وروستیو پړاوونو ته رسېدلي وي، د تومورونو اندازه په پام وړ ډول راکمه کړي. دغه واکسین له هغو سختو جانبي عوارضو څخه مخنیوی کوي چې د دودیزو درملنو لکه کیموتراپي او وړانګو درملنه یې لري، او په ورته وخت کې د ناروغانو د جینیټیکي ځانګړتیاوو پر بنسټ شخصي شوې درملنه وړاندې کوي.
دا نوې پرمختیا کولای شي د سرطان درملنې بڼه په نړیواله کچه بدله کړي – او له یو وژونکي مرضه یې په یو کنټرولېدونکي ناروغۍ واړوي.
دغه واکسین په مږکانو کې ښه نتیجه ورکړې، نړیوال ستندرد ادارې ریګولیشن ته به په ۲۰۲۶ م کال کې وړاندې شي او دا واکسین به په ۲۰۲۶ او یا هم په ۲۰۲۷ میلادې کال کې په انسانانو کې ټرایل یا امتحان شي.
26/06/2025
د شمس تبریزي ٨ خبرې:
١. له هغه چاسره نږدې پاتې شه، چې ستا د خوشالۍ لامل کېږي.
٢. د هر هغه څه، چې ته یې په لټه یې؛ ستا په دروني نړۍ کې شته. تخم ته هېڅکله دا مالومات نه وي، چې سترې ونې یې په وجود کې پټې دي.
٣. که هر څومره بد درسره وشي، مه مایوسه کېږي. هغه وخت چې ټولې دروازې دې پر مخ بندې شي، تاته به داسې یو راز لاره وښیي، چې په فکر کې به دې هم نه ګرځي.
٤. کله چې مې ورته وویل چې زما زړه د خاورې په څېر دی؛ راپورې یې وخندل ځکه چې د هغه زړه د اوسپنې په څېر و. ژر به باران وشي، زما زړه به ګلونه زرغون کړي او د هغه به زنګ شي.
٥. زه له پیاوړو خلکو سره مینه لرم، په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره چې پیاوړتیا یې نرمي او شفقت وي.
٦. له کرکې کولو څخه بل اسانه کار نشته، ځکه له مينې کولو لپاره یو ستر روح اړین دی.
٧. ته باید په دې پوه شې، چې د عمر کالونه فقط عددونه دي؛ هېڅکله ستا ذات نشي جوړولی. شاید ته ٦٠ کلن ماشوم یې یا ٢٠ کلن بوډا.
٨. ته یوازیتوب محسوسوې، په دې وجه نه، چې خلک دې پر شاؤخوا نشته؛ بلکې د دې له امله چې تا سره خپل ځان نشته.
#ژباړه
All Information Everything
20/05/2025
د ژوند هدفونو کې دا 11 غلطۍ هېڅکله مه کوئ.
۱. که نکاح نه وي نو ریښتینې اړیکه نشته.
یعنې که ښځه او سړی د واده تړون (نکاح) نه وي کړی نو هغه اړیکه چې د ژوندانه د ګډ مسؤولیتونو باور او ریښتینې مینې بنیاد وي موجوده نه ده.
نازول انتظار کول او بې ځایه هیله مندي یوازې وخت ضایع کول دي.
نو لومړی خپل ژوند تنظیم کړه خپل ارزښت جوړ کړه او بیا داسې اړیکې ته مخه کړه چې په نکاح ولاړه وي.
۲. دا باور کول چې یوازې سخت کار به دې بریا ته ورسوي.
یوازې سخت کار ډېر وخت ارزښت نه لري که له عقل ستراتیژۍ او اړیکو سره یو ځای نه وي.
ډېر سړي کلونه کلونه شپه او ورځ زحمت باسي خو نه پوهېږي چې ځواک له ځای نیولو (موقعیت ټاکو) راځي نه له خولې تویولو.
دا نړۍ هغه ته انعام نه ورکوي چې تر ټولو زیات کار کوي بلکې هغه ته انعام ورکوي چې تر ټولو هوښیار لوبغاړی وي.
ته چې د ورځې ۱۲ ساعته خټکاري کوې بل سړی دعقل اړیکو او دمهارتونو په زور میلیون ډالر معامله کوي او بیا له ارام ژوند خوند اخلي.
یوازې سخت کار مکوه هوښیار کار وکړه اړیکې جوړې کړه د قناعت هنر زده کړه لوبه درک کړه یا عادت وکړه چې له هغو سړیو به تل پاتې شې چې دا لوبه یې زده ده.
۳. د عشق تعقیبول د امپراتورۍ له جوړولو مخکې.
هغه سړی چې ښځې تعقیبوي له دې مخکې چې خپلې موخې تعقیب کړي دواړه به له لاسه ورکړي.
ته ددې لپاره نه یې پیدا شوی چې اول عاشق اوسې ته باید اول یو جنګیالی اوسې.
نړۍ پایلې ته درناوی لري نه رومان ته کله چې ښځو ته لومړیتوب ورکړې نو خپل وخت انرژي او ذهنی وضاحت له لاسه ورکوې.
خو که خپل لید یا مفکوره تعقیب کړې نو ښځې به تا تعقیب کړي.
یو هدف لرونکی سړی لکه مقناطیس جذب لري.
شهوت ته اجازه مه ورکوه چې ستا حرکت مړ کړي. امپراتوري جوړه کړه بیا یې خوند واخله.
۴. راحتۍ ته اجازه ورکول چې ستا هڅه مړه کړي.
ستا بستره نرمه ده ورځنۍ تګلاره دې اشنا ده معاش دې ثابته ده همدا هغه څه دي چې ستا اور وژني.
راحت د عظمت غلی قاتل دی که ته منظم ډول له تکلیف سره نه مخ کېږي نو تا درېدلی یې.
ځان د ناپېژندلو سیمو خوا ته ټېل وهه تکلیف ولټوه نوې مهارتونه ښکار کړه.
ځان له هغو سړیو سره محاصره کړه چې ستا هویت ته ننګونه کوي.
پرمختګ هېڅکله د راحتۍ په زون کې نه زېږي.
۵. دا فکر کول چې هر څوک باید تا خوښ کړي.
کله چې د هر چا د خوښۍ لپاره هڅه کوې نو خپل ځان ته خیانت کوې کمزوري سړي د تأیید تږي وي قوي سړي درناوی غواړي نه خوښي.
ځینې خلک به یوازې ځکه تا بد ګڼي چې ته یې د هغه څه یادوې کوم چې دوی نشوای جوړېدای.
دا ستا ستونزه نه ده خپل حقیقت ووایه خپل شخصیت وساته ته دلته د خلکو د خوښې لپاره نه یې راغلی.
ته دلته راغلی یې چې موخې تسخیر کړې او میراث جوړ کړې.
۶. خپل شل کلونه لکه رخصتي تېرول.
عصري نړۍ سړیو ته دا دروغ وپلورل: «اوس خوند واخله ژوند به وروسته تنظیم کړې.»
خو حقیقت دا دی:
هغه سړي چې په شل کلونو کې زحمت باسي په دېرشو کې ارام کوي.
خو هغه چې په شل کلونو کې خوشالۍ کوي په دېرشو کې له اضطرابه نه ویده کېږي.
ځواني د مهارتونو د جوړولو وخت دی شتمنۍ جوړه کړه بدن دې بڼه ورکړه ذهني واکمنیدل زده کړه.
ژوند ستا د تیارېدو انتظار نه کوي.
اوس یې جوړ کړه یا وروسته لاس نیو ته کېنه.
۷. خوند له قناعت سره ګډول.
د خوړو فحشا ویډیو لوبو او ټولنیزو رسنیو بې پایه ډوپامین تا خوشال نه ساتي یوازې ستا دماغ سوزوي.
هو دا شیان ښې لحظې درکوي خو ستا روح چوروي.
ریښتینی قناعت له واقعي جګړو ګټلو راځي درانه وزنونه پورته کول قراردادونه تړل خلکو ته مشري کول اوارزښتناک څه پیدا کول.
خوند ارزانه او ژر ترلاسه کېدونکی دی.
قناعت د تکلیف نظم او ځنډېدلي خوند له لارې لاسته راځي.
فرق یې زده کړه هوښیار انتخاب وکړه.
۸. دا تمه لرل چې کورنۍ دې ستا لید (پرمختګ) به درک کړي.
ته غواړې امپراتوري جوړه کړې خو هغوی غواړي «یوازې خوندي» اوسې.
ته د میلیونونو خیال لرې هغوی د تقاعد د پیسو.
دا سمه ده دا د دوی حقیقت دی نه ستا.
هیله مه لره چې هغه خلک دې درته تأیید درکړي چې هېڅکله له خپل راحت زونه نه دي وتلي.
اکثر خلک به پر تا باور نه لري تر څو چې بریالی نه شې.
یوازې لاړ شه.
بریا دې ځواب اوسي.
۹. دا فکر کول چې نارینتوب زهري دی.
نړۍ هڅه کوي چې ته نرم کړې ښځینه دې کړي او اطاعت ته دې عادت کړي.
خو ستا تېزتوب حوصله او برلاسي نیمګړتیاوې نه دي دا ستا وسلې دي.
سړیتوب هغه ځواک دی چې تر کنټرول لاندې وي.
د همدې لپاره ټولنه پرې برید کوي ځکه قوي سړی نه کنټرولېږي.
د دې دروغو ښکار مه کېږه.
خپله غښتلتیا ومنه.
خپل فطري غریزې مهار کړه.
خطرناک اوسه خو له ډسپلینه ډک.
۱۰. غبرګون ښودل پر ځای د ستراتیژیک فکر کولو.
ډېر سړي د جذباتو تر واک لاندې وي بې ځایه بحث کوي بېځایه غبرګون ښايي او خپلې موقعې له لاسه ورکوي.
خو بریالي سړي اوږدمهاله فکر کوي غبرګون نه ښايي ځواب ورکوي.
درۍ حرکتونه مخکې ویني.
د فشار لاندې ارام پاتې کېږي.
د چوپتیا پټتیا او ځنډېدلي عمل ځواک درکوي.
د شاه ماتې لوبغاړی اوسه نو د پیاده نه.
۱۱. دا نه پوهېدل چې وخت ستا تر ټولو وژونکی دښمن دی.
ته فکر کوې وخت لرې خو نه یې لرې هره ثانیه چې ضایع کېږي تل لپاره له لاسه ځي.
ګړۍ ستا د احساساتو ویرې یا سستۍ په اړه هېڅ پروا نه کوي.
هره ورځ چې ځنډوې بل څوک خپل تورې تېزه وي.
ته یا خپل راتلونکی جوړوې یا ګورې چې بل څوک هغه ژوند ژوندوي چې تا یې غوښتل.
ویښ شه چټک حرکت وکړه وخت تر ټولو بې رحم دښمن دی او تل ګټي که ته عمل ونکړې.
All Information Doctor Everything
18/04/2025
#کتاب نوم: ۱۵ دقیقې
لیکوال: خالد ځدران
https://t.me/Pdfbookpashto/9700
دغه ټیلیګرام لینک کلیک کړی☝️
کتابتون څخه ډاونلوډ کړی او جواین شی.
05/01/2025
چی اذان د ځمکی په کره کی ۲۴ ساعته دوام لری او نه قطع کیږی؟
یو ریاضي پوه یوې حیرانوونکې پایلې ته رسېدلی چې د دې الهي معجزې څرګندونه کوي چې د اذان غږ د ځمکې له مخه نه پرېکېږي، بلکې د ۲۴ ساعتونو لپاره دوام لري.
دا پوه خپله څېړنه داسې تشریح کوي:
اذان چې د الله تعالی لخوا د لمانځه لپاره د بلنې اعلان دی، په ټوله ځمکه کې په ۲۴ ساعتونو کې دوام کوي 
او هېڅکله نه پرېکېږي.
که د ځمکې له یوه کونجه غږ ختم شي، نو د بل ځای څخه پورته کېږي.
ځکه چې ځمکه په ۳۶۰ وختي خطونو وېشل شوې ده او د هر خط تر منځ واټن ۴ دقیقې دی. اذان چې باید د لمانځه په وخت کې وویل شي، که مؤذن په سم ډول ویې وایي، نو څلور دقیقې وخت نیسي.
د دې د لا ښه وضاحت لپاره، هغه داسې مثال وړاندې کړی:
فرض کړئ چې په یوه سیمه کې د یوه وختي خط لاندې اذان ویل کېږي او څلور دقیقې دوام کوي.
کله چې دا اذان پای ته ورسېږي، نو د دویم وختي خط لاندې په بل ځای کې د اذان غږ پورته کېږي، بیا د درېیم خط لاندې، بیا د څلورم خط لاندې. په دې ډول دا لړۍ روانه وي او د ۲۴ ساعتونو لپاره د اذان غږ نه پرېکېږي.
دا ریاضي پوه خپل حساب په دې ساده عملیه تاییدوي:
۴ دقیقې × ۳۶۰ (وختي خطوط) = ۱۴۴۰ دقیقې ÷ ۶۰ = ۲۴ ساعته.
دا دې زده کړه چې د الله تعالی دا معجزه څومره په زړه پورې ده.
All Information
26/12/2024
یو کتاب لوستی ځوان لیکي:
که کور کې یاست، که ښار کې ګرځئ را ګرځئ، که کار ځای/دندې ته ځئ، که موټر کې سفر کوئ، که منظرې/ چکر ته ځئ، که کوم ځای ته د ميلمه په صفت دعوت یاست، که مسجد ته ځئ، حتٰی د خوب د بستر تر څنګ کتاب له ځان سره کېږدئ، ویې ګرځوئ او په څنګ کې یې درسره ونېسئ.
دوه ګټې به وکړئ.
۱: یو به مو په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعي دود ته مثبت کمپاین کړی وي.
۲: او بل به تاسو خپله له کتاب او مطالعې سره مینه زیاته شې.
13/12/2024
عباسي خلیفه هارون الرشيد د فرانسې باچا شارلمال ته په تحفه کي يو داسې ساعت وليګه چې څلور متره لوړ او خالصو مسو جوړ او د اوبو په زور چليده ، د هر ساعت په پوره کيدو سره به يوه ګرده توپ ډوله دانه راووته ، د دوو ساعتونو ورسته به دوه او دا عمل به تر دولس ساعتونو دوام درلود ، ورسره به د يو سړي مجسمه چې په آسب به سپور وو هم راوتله او هر ساعت ورسته به يي په مخصوصه ساحه کي چکر واهه او بيا به داخل شوه د دوولسو ساعتو پوره کيدو به وروسته له توپونو به دوولس څورلي راووتي!
د ساعت په ليدلو سره باچاه حيران شو درباريان او نجوميان يي راوغوښتل چې دغه ساعت دننه شيطان ننوتي او دا هر څه هغه کوي!
اخر يي فيصله وکړه چې شپي لخوا به شيطان ويده وي مونږ به ساعت خلاص کړو او شيطان به تري راوباسو، شپي راغلل ساعت يي خلاص کړ ، ويي ليدل چې پرته د سامانونو نور هيڅ نشته ، بيا په ټوله فرانسه کي د هغه جوړونکي نه موندل کيده مجبور شول هارون الرشيد څخه يي مرسته وغوښته چي کاريګر ورواستوي، مطلب د وخت په ساينس او تکنالوژي د مسلمانانو اجاره داری وه
👈 په دنيا کي تر ټولو وړاندې د ،، کمري،، ايجاد کونکي ،، ابن الهثيم ،، دي
👈 په دنيا کي تر ټولو وړاندې د ،، جنتري ،، ايجاد کونکي ،، عمر خيام ،، دي
👈 په دنيا کي د علمياتو پرمهال د ،، بي هوشي، طريقي متعارف کونکی ،، زکريا الرازي ،، دي
👈 په دنيا کي د ،، الجبر, ايجاد او متعارف کونکي،، موسی الخوارزمي ،، دي
👈 په دنيا کي لمړي د ،، زلزلې ،، ساينسي وجوهاتو معلومونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 رخت او څرمنې رنګ ورکول ، ګلاس يا شيشه جوړولو لپاره د ،، ميکنيزډايي اکسایډ،، استعمال او متعارف کونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 د مصنوعی غاښ لګول او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 د کاږو غاښونو سمول او خراب غاښونه ويستلو محفوظه طريقي ايجاد او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 په دنيا کي په لمړي ځل ،،دواګانو جوړولو ،، ځانګړي علم متعارف کونکي ،، ابن سینا ،، دي ،،
👈 دنيا کي د،، کشش ثقل،، سم پيمايش طريقي متعارف کونکي ،، عمر خيام،، دي
👈 دسترګو ، پزي او غوږونو د عملياتو په اساس علاج متعارف کونکي ، ابوالقاسم الزهروي دي
👈 رياضياتو کي د علم الاعداد او جديدي رياضي بنياد ايښودونکی ،، يعقوب الکندي،، دي
👈 مريضانو ته د دوګانو استعمال صحيح مقدار تعيين کونکي ،، يعقوب الکندي ،، دي
👈 په دنيا کي د عملياتونو لپاره دري اهمو وسايلو ايجاد او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 په سترګو د روښنايي مضرو اثراتو معلومونکي ،، زکريا الرازي ،، دي
👈 د رڼا رفتار د آواز رفتار څخه تيزي معلومونکي ، ابوريحان البيروني،، دی
👈 د ځکمي، سپوږمۍ او سيارو حرکات او خوصوصياتو معلومونکي ،، ابوريحان البيروني ،، دي
👈 په دنيا کي د شمالي قطب او جنوبی قطب معلومونکي 7 طريقو ترويج کونکي ،، ابوريحان البيروني ،، دي
👈 علم ارضيات ايجاد کونکي ،، ابن سینا ،، دي چې مغرب خلک ورته د ارضياتو علم بابا وايي
👈 د مختلفو کيمياوي موادو ايجاد کونکي ،، ابن سینا ،، دي چې مغرب ورته د کيميا بابا وايي ،
👈 په دنیا کي د ،، هائيډروکلوک ايسډ، نائيرک ايسډ،، جوړښت طريقي ترويج کونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 د روښنايي انعکاس او بصارت کي د رئنيټا مرکزي کردار متعارف کونکي،، ابن الهثيم ،، دي
👈 دسيارو درست حرکت د تعيين معلومونکي ،، نصرالدين طوسي،، دي
دا ليست ډير وږود دي د ټولو ذکر کول دلته مشکل دي لنډه داچي په نړي کي د وخت د علومو او تکنالوژۍ مرجعيت ، روښانه او ځلانده تاريخ د مسلمانانو وو، په بغداد کي د بيت الحکمت لويه علمي کتابخانه تر شپږو پيړيو د نړي د علومو تر ټولو لويه علمي ذخیره وه، چې نړي هر مذهب او فکر خاوندانو دغه علمي ذخيري د استفادې حق درلود د نړي ګوډ ګوډ څخه به خلک د علمي مرجع او څيړنو لپاره به بيت الحکمت ته راتلل ،
پوښتنه داده چې اوس ولي داسې شو ؟ ولي مسلمانان له هغه علومو لري شول چې ايجاد کونکي خپله وو ،
د دغو پښتونو ځواب تاسو ټول د دغه مسلمانانو ساينس دانانو آخري انجام څخه تر لاسه کولای شي،
چي دا ټول مسوليت په نويمه دقيقه کي د مستبدو او جاهلو حاکمانو، چاپړوسه درباريانو او تنګ نظره ملايانو ته ورګرځي!
09/11/2024
د " "
د سکون ښار کتاب یوازې یوه عادي لیکنه نه ده، بلکې د زړه او روح د تسکین او ارامۍ یو لارښود دی..
_رنځور _زړه_او_روح_درملنه!
لیکوال : استاد عبیدالله #حسام
د فی ډی ایف شکل یی له لاندی لینک ډاونلوډ کړی👇
https://t.me/Pdfbookpashto/8663
نوټ: مونږ خپله PDF کړی نده
مونږ یی صرف نشروو
ځکه لیکوال اجازی پرته مونږ یی نه سکن کوو
ماسره فیزیکی شته لاندی عکس یی کتلی شی🥰
31/10/2024
#فاحشه
د ګل په څېر يوه نازکه پېغله پوران چې د زمانې جِبر، بد فرهنګ او د هغه مظلوم ښځينه جنسيت له هغې فاحشه جوړه کړه، د هغې د ترېخ ژوند داستان له خاوند يې جلاوالى، د خپلې خوږې لورکۍ فراق، او د واليبال د توپ غوندې په لسګونو غېږو کې د نوموړې لوبېدل، او بلآخره يوه نړۍ غرور د نورو د شهوت د اشباع لپاره قربانېدل د فاحشه ناول هغه دردونکي او تراژيدې عنوانونه دي چې د پسه په جامه کې د پټو ليوانو(انسانانو) لخوا د يوې باعفته پيغلې د پت، ناموس، او شرف د سودا کېسه په څرګندو ټکو بيانوي.
!
د PDf په شکل یی که غواړی نو لاندی لینک کلیک کړی زمونږ کتابتون کی هر رقم کتابونه ترلاسه کولی شی
کتاب نوم: فاحشه ناول لینک
https://t.me/Pdfbookpashto/8603
17/10/2024
تار تار پروت دی چا راټول نه کړ سايله.
د افغـان وطن ګــريوان د ليــوني دی.
14/09/2024
د کتاب په اړه څو مهمې ویناوې!
• کتاب د انسان ذهن ته وزرې ورکوي.
• هر کتاب یوه نوې نړۍ ده چې موږ ته یې دروازه پرانیزي.
• کتابونه د انسان د ژوندانه رښتیني ملګري دي.
• کتاب د روح د تغذیې سرچینه ده.
• یو ښه کتاب لوستل د زرګونو خبرو کولو نه زیات ارزښت لري.
• کتاب هغه خزانه ده چې هیڅکله نه ختمېږي.
• په هر کتاب کې پوهه، حکمت او نوی لیدلوری پټ دی.
• کتابونه د فکرونو د ازادۍ لارښوونکي دي.
• کتابونه د ماضي او حال تر منځ پلونه جوړوي.
• د کتاب په لوستلو سره انسان خپل ځان پېژني.
• ښه کتاب د ژوند تر ټولو غوره ښوونکی دی.
• په هر کتاب کې یو نوی درس شته چې موږ یې زده کولی شو.
• کتابونه د تیرو وختونو غوره تجربې وړاندې کوي.
• د کتاب مطالعه د پوهې د رڼا په لور مهم ګام دی.
• هغه څوک چې کتاب لولي، هغه په دواړو سترګو بنا دی.
• د ښه کتاب هر مخ د پوهې نوې دریڅه پرانیزي.
• کتاب هغه وسیله ده چې د پوهې ځواک درکوي.
د ډاونلوډ کولو لپلره
د ټیلیکرام لینک❤️ کتابتون کی👇
https://t.me/Pdfbookpashto/8026
موږ وڅارۍ👍
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the school
Telephone
Website
Address
Mehtar Lam