Space Zone

Space Zone

Share

دلته د فضا او فزیک په اړه زړه راښکونکي معلومات شریکوم. له کایناتو تر ستورو پورې هر څه دلته زده کړئ.

I share fascinating information about space and physics here. From the universe to the stars — learn everything right here.

24/01/2026

Space Zone

21/01/2026

هغه سیاره چی د سکارو په شان رنګ لري

21/01/2026

20/01/2026

16/01/2026

ایا پوهېږئ؟
🌕 د مشتري سپوږمۍ اروپا (Europa) د یخ لاندې یو ستر سمندر لري!

ساینسپوهان باور لري چې د اروپا د یخ پوښ لاندې دومره اوبه شته چې د ځمکې له ټولو سمندرونو هم زیاتې دي 🌊
دا اوبه مایع دي، ځکه چې د مشتري قوي جاذبه د سپوږمۍ دننه تودوخه پیدا کوي.

🧬 همدا لامل دی چې اروپا د ځمکې نه بهر د ژوند د امکان لپاره یو له تر ټولو مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي.

کاینات چوپ نه دي…
کېدای شي ژوند هلته هم وي 👽✨

Space Zone

29/12/2025

د WASP-12B سيارې لومړۍ برخه.
نورې برخې هم راسره تعقیب کړئ!
Space Zone

28/12/2025

د KELT-9B سيارې ورستى برخه
Space Zone

26/12/2025

د KELT-9B سيارې دوهمه برخه
نورې برخې هم راسره تعقیب کړئ!
Space Zone

26/12/2025

ځینې کهکشانونه د یو بل پر لور په حرکت کې دي او بالاخره سره ټکر کوي. زموږ د شیدو لار کهکشان هم د Andromeda کهکشان پر لور روان دی او شاوخوا څلور میلیارد کاله وروسته به ورسره یوځای شي. دا ټکر به کهکشانونه بدل کړي، خو د ستورو د مستقیم ټکر امکان ډېر کم دی.
Some galaxies are moving toward each other and eventually collide. Our Milky Way is heading toward the Andromeda galaxy and will merge with it in about four billion years. This collision will reshape the galaxies, but direct star collisions are very unlikely.

Space Zone

24/12/2025

د KELT-9B سيارې لومړۍ برخه
نورې برخې هم راسره تعقیب کړئ!
Space Zone

23/12/2025

د J1407B سيارې پاتې برخه

Space Zone

23/12/2025

ناسا(NASA) له 55 کلو وروسته یوځل بیا سپوږمۍ ته انسانان لېږي، سپوږمۍ ته د انسان لېږلو لپاره د ناسا اوسنی او تر ټولو مهم پروګرام د ارټیمیس (Artemis) په نوم یادېږي. ددې پروګرام هدف یوازي سپوږمۍ ته تلل نه، بلکی هلته د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل دي. ناسا غواړي په سپوږمۍ کي دایمي اډې (Base Camp) جوړي کړي ترڅو انسانان هلته د اوږدې مودې لپاره ژوند او څېړنه وکړي.
ساینس پوهان باور لري چي د سپوږمۍ په قطب اوبه د ګنګل په شکل کي شته. دا اوبه د څښاک، اکسیجن جوړولو او حتی د راکټ د تیلو هایدروجن او اکسیجن لپاره کارول کېدای شي.
د ارټیمیس پروګرام له لاري به څلور کسان سپوږمۍ ته ځي دوه کسه به د سپوږمۍ په سطح کښته کېږي او دوه کسه به د سپوږمۍ په مدار کي پاته کېږي. د لومړي ځل لپاره ناسا یوه ښځه او یو تورپوستی سپوږمۍ ته لېږي. ښځه به د سپوږمۍ په مدار کی پاته کېږي او تورپوستی به سپوږمۍ ته کته کېږي.
د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ سويلي قطب ته انسانان لېږل کېږي ګمان دا دی چي دلته د ګنګل په شکل کي اوبه موجودي دي، مخکي چي څومره هم ماموریتونه ترسره سوي هغه د سپوږمۍ په منځنۍ برخه کي سوي دي.
سپوږمۍ ته د انسان لېږل د کایناتو د سپړني پیل دی، سپوږمۍ ته تلل د راتلونکي لوی سفر مریخ ته د تګ لپاره یو تمرین او د ټيکنالوجۍ ازمایښت دی.سپوږمۍ ته تګ د تېر په پرتله مختلف دی او دا ځل څو پړاوه لري.
د ارټیمیس ماموریت لومړی مرحله تر سره سوې، دا یوه بې‌ سارې ازموینه وه چي نوې فضايي کښتۍ (Orion) له انسان پرته سپوږمۍ ته ولاړه، له ځمکي څخه لري مدار کي وګرځېده او بېرته راغله.
ارتمیس 2: تمه وه چي دا ماموریت د روان کال په سپټمبر میاست کي ترسره شي. خو د ځیني ستونزو له امله د راتلونکي کال سپټمبر پوري ځندول سوی. پدې کي به څلور ستورمزلي په کښتۍ کي ناست وي، سپوږمۍ ته به ځي، د سپوږمۍ شاوخوا به راګرځي، خو ښکته به نه شي. د دې هدف د انسانانو په شتون کي د سیستمونو ازمویل دي.
ارټیمیس 3: دا تر ټولو مهم ماموریت دی چي دوه کسه به د سپوږمۍ په سویلي قطب کي ښکته کېږي. په یویستمه پېړۍ کي به دا په سپوږمۍ د انسان لومړۍ قدم وي. د پلان له مخي دوی به د 2027 سپټمبر په میاست کي ځي.
ارټیمیس4: له درو پړاونو وروسته به ناسا د سپوږمۍ په مدار کي یو فضايي سټیشن جوړ کړي. له دې وروسته چي کله ستورمزلي سپوږمۍ ته ځی لومړی به په دې اډه کي کته کېږي او له دې ځایه به سپوږمۍ ته کته کېږي، که کله په سپوږمۍ کي ستورمزلي له کومي ستونزي سره مخ کي نو همدا اډه يې خوندي ځای دی چي ورته راشي، وروسته به له دې اډې څخه مریخ ته ستورمزلي لېږل کېږي. دلته به ساینسي څېړني هم کېږي.
دا سفر له خورا نویو پرمختللو وسایلو سره ترسره کېږي لکه:
د SLS راکټ (Space Launch System): دا د نړۍ تر ټولو ځواکمن راکټ دی چي انسانان او درانه بارونه سپوږمۍ ته وړلی شي.
د اورین فضايي کښتۍ (Orion Spacecraft): دا هغه برخه ده چي ستورمزلي پکي اوسېږي او له ځمکې څخه تر سپوږمۍ پوري سفر کوي.
د ګیټ وې سټیشن (Lunar Gateway): ناسا غواړي د سپوږمۍ په مدار کي یو کوچنی فضايي سټیشن جوړ کړي. ستورمزلي به لومړی دې سټیشن ته ورځي او له هغه ځایه به د ځانګړو وسیلو په واسطه د سپوږمۍ سطحې ته ښکته کیږي.
د ښکته کېدو سیستم (HLS): د سپوږمۍ پر مخ د ښکته کېدو لپاره ناسا له SpaceX شرکت سره قرارداد کړی ترڅو د هغوی د Starship په واسطه ستورمزلي د سپوږمۍ سطحې ته ورسوي.

ناسا د لومړي ځل لپاره په 1969 کال کي د اپولو په نوم پروګرام په مرسته سپوږمۍ دوه کسه ولېږی. تر اوسه ټولټال 24 ستورمزلي سپوږمۍ ته تللي دي چي 12 يې د سپوږمۍ په سطح کته سوي دي 12 د سپوږمۍ مدار ته تر رسېدو وروسته بیرته راګرځېدلي دي.
له 2017 وروسته تر 2025 پوری به ارټیمیس 1.2.3 تر 93 ملیارده ډالره مصرف راغلی دی، له ارټیمیس 3 پروګرام وروسته به تر سپوږمي پوري هر ماموریت 4.1 ملیارده ډالره لګښت ولري.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Khost