Cric Takers
بهترینه ښڪلا په اخلاقو ڪې ده😘🇦🇫
26/11/2024
افغان ۱۹کلنې لوبډلې درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ۱۹کلنو کمعمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د پیل شوې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې افغان ۱۹کلنو کمعمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.
دغه لوبلړۍ د کوربه متحده عربي اماراتو، افغانستان او پاکستان ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډلو ترمنځ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شوې وه، چې نن سېشنبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
#مليسپورټ
#مليتلویزیون
22/11/2024
د ابوظبۍ لس اوريز ليګ پنځمه لوبه:
🔹 کريم جنت په ۲ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې اوټ کړل.
🔹 حمزه هوتک په ۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.
🔹 قيس احمد په ۱ اور کې ۱۶ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.
🔹 شرف الدين اشرف په ۱ اور کې ۳ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.
Cric Takers
21/11/2024
دا وياړ دې ټول افغان ملت ته مبارک وي!👏
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی او کفتان اصغر افغان د دوبئ په T10 ليګ کې د(Samp army )لوبډلې مشاور ټاکل شوی
واقعا اصغر افغان د خپل وخت يو عالي لوبغاړی او بهترين رهبر(کفتان)تیر شوی،زه مطمين يم چې ورکړل شوې دنده به په عالي او بهترينه توګه سرته رسوي.
ټولو ملي اتلانو ته بریاوې غواړو!🤲
Cric Takers
21/11/2024
د افغانستان لپاره د وياړ او افتخار ځای!👏
د افغانستان ملي ټيم پیاوړي لوبغاړي محمد نبي او رحمن الله ګربز د دوبئ په T10 ليګ کې د خپلې اړوند لوبډلې رهبري (کفتاني)کوي .
محمد نبي به د عجمان بولټس لوبډلې کفتان وي چې په دغه لوبډله کې به د نوموړي سره ګلبدين نايب او مجيب الرحمن هم شتون لري.
بلخوا رحمن الله ګربز د اپ نوابز لوبډلې کفتان ټاکل شوی چې د نوموړي سره به په لوبډله کې نجيب الله ځدران ،او مسعود ګربز لوبيږي.
رب دې زموږ اتلان په ټوله نړۍ وځلوي چې د افغانستان نوم ورسره روښانه شي.
Cric Takers
20/11/2024
د خوست معلولیت لرونکو وګړو لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
د خوست او ننګرهار ولایتونو د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د دریو شل اوره سیالیو په موخه د خوست ولایت د معلولیت لرونکو وګړو لوبډله اعلان شوه چې ۱۸ لوبغاړي یې د نوملړ برخه دي.
یادې سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې له ۲۲مې نېټې پیل چې د همدې نومبر میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به د خوست په کوربتوب دوام ومومي.
20/11/2024
رحمن الله ګربز!👏
د شل اوريزو لوبو تازه درجه بندۍ کې د هيواد او نړۍ نامتو ستوري رحمن الله ګربز لسم مقام خپل کړی،دا وياړ دې ټولو هيوادوالو او مينوالو ته مبارک وي.
رب دې اتلان په ټوله نړۍ وځلوي.🤲
20/11/2024
د پاکستان پر وړاندې د نننۍ لوبې لپاره د افغان نوولس کلنې لوبډلې یوولس کسیز نوملړ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost