EsrafilArman
Arman
07/10/2024
پښتون قام ته سرود !!!
په وینو سُور دی، هر یو ارمان دې
په اوښکو لوند دی، څيري ګرېوان دې
پښتونه قامه ، جار جار قربان دې
پښتونه قامه، جار جار قربان دې
***
غشو ویشتلیه ، تن دې زخمونه
وَرَی وَرَی دې، شمه غمونه
زړه دې ټکور شه، په قلمونه
له امن ډک شه، باقي داستان دې ===
***
ته چې ژوندی یې، مینه به پایي
قُمري به مستې، کُو کُو کُو وایي
بلبل به ښکلي ، ګلونه ستایي
د نغمو رود دی ، روح و روان دې ===
***
پېغلې زلمي دې، د بخت فالونه
قربان قربان یې، زرغون شالونه
غاټول ټوپۍ او سره دسمالونه
بیا را زرغون دی، د بري شان دې ===
***
ادم خانی شه، د رباب تاره
ټپې دې وایه ، د ژوند له پاره
ځه د ملالو ، تر یکه زاره
بر پر غاصب شه، د نوح طوفان دې ===
***
پښتونه قامه، پاک له داغ داغ شې
و شپو ځپلو، ته روڼ څراغ شې
په دې خاورینه ، نړۍ کې باغ شې
د امن میر شه ، میر د کاروان دې
***
په وینو سُور دی، هر یو ارمان دې
په اوښکو لوند دی، څيري ګرېوان دې
پښتونه قامه ، جار جار قربان دې
پښتونه قامه، جار جار قربان دې
کاروان
Mohammad Kabir Makham
پنجاب د تېرو خوشالیو سخت غچ راڅخه واخیست.
پۀ ژوند کې لومړی زړۀ سوری کوونکی درد د عبدالحی ځاځي شهادت و، دویم درد لۀ وطنه د غني بابا وتل وو، او درېیم درد چې نۀ یوازې زما بلګې د ټول پښتون ملت زړونه یې ټوټه ټوټه کړل، هغه د ګیلامان وزیر د شهادت خبر و، یا اللهج نور نو داسې غمونه راباندې مه وینه، که پۀ ژوند کې مو داسې زړه ماتوونکي دردونه نور هم پاتې وي؛ نو اې اللهج له موږه هم دا ژوند زر تر زره واخله، نۀ مو دی پکار داسې ژوند، نور نو د داسې زړۀ ایستونکو غمونو زغم نه لرو.
#ګیلامنه! خدای پاک دې درته هغه دنیا ښکلي کړي، له دې دنیا خو ډېر ګیلامن لاړې.
خدای خبر چې زموږ د زړۀ دغه پرهر به بیا کله جوړ شي.
خدایه! ته صبر راکړې!
انالله واناالیه راجعون.
05/07/2024
پۀ وروسته پاتې ټولنه کې کاږۀ خلک تل خوشال وي؛
خو سم او هغه خلک چې په ټولنه کې د ښه درک خاوند وي هغوی همیش دردیږي.
پۀ قیامت به خدای دا ګیله کړو
د اختر شپه وه؛ خو مزه یې نه وه.
د تېر کوچني اختر شپه او نن د لوی اختر شپه لکه ځمکه او اسمان.
له هره اړخۀ پېکه ده.
چې ورځ به یې څنګه وي.
16/06/2024
د اللهج ډېر شکر، ادا کوو، چې داسې یو خپلواک(!) اسلامي نظام(!) یې راکړی دی، دا چې موږ یوه ورځ وروسته لوی اختر لمانځو، دا پۀ دې مانا نه ده(!) چې موږ پۀ هر څۀ کې له نړۍ شاته پاتې یو.
اللهج فرمایي: تاسو د خپل امیرالمومنین د امر تابع واوسئ، هغه چې کوم امر درته وکړي هغه ومنئ.
خیر دی که موږ تر اوسه خپل امیرالمومنین نه دی لیدلی؛ دا خو دا مانا نه لري(!)، چې د هغه هډوکي هم اوس نشته.
خدای پاک دې موږ ته صبر راکړي.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 153]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ.
اې مؤمنانو! پۀ صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى.
15/05/2024
چې حل لار به یې څۀ وي؟
04/05/2024
راته ګران او د ډېر قدر او احترام وړ، د لېسانس دورې بااستعداده استاد مې ښاغلي ایمل خان ښمر صاحب ته دې کوژده ډېره ډېره مبارک وي! د اوږد او خوشاله ژوند په هیله.!
استاد محترم! کوژده دې مبارک شه.!
Emal Khan
25/10/2023
الحمدالله!
د لوی خدایج ډېر زیات شکر او رضایت اده کوم، چې د خپل علمي مزل په جریان کې یې، په خپل فضل او کرم سره، د لېسانس تر کچې راورسولم او دا دی، نن ورځ مې، د لېسانس دورې پایلیک(مونوګراف)، په بریالیتوب سره، د خپلو استادانو، ټولګیوالو، راغلو ملګرو او د بېلا بېلو، پوهنځیو محصلانو پر وړاندې، په بریالیتوب سره دفاع کړ.
خوښ او خوشحاله یم، چې د دې څلور کلنې دورې په پای ته رسولو سره، یو لوی مثبت بدلون په ځان کې وینم.
زما دې لوړو زدکړو، په پای ته رسولو کې، له خپلې ګرانې کورنۍ څخه، د زړه له کومې مننه او قدر دانی کوم، چې د کورنۍ کارونو دروند پېټی یې په خپلو اوږو واخیست او ما ته یې د لوړو زدکړو پرست راکړ. یوه ځانګړې مننه له خپل مشر ورور Rakeem Khan څخه کوم، چې په هر حالت کې یې زما مالي ملاتړ وکړ او زه یې په اقتصادي لحاظ هېڅ ډول ستونزو ته ورنه کړم، فکر نه کوم، چې په ټول ژوند کې هم، د ده حق زه ادا او پوره کړی شم.
د هغو ملګرو او دوستانو دې هم کور ودان وي او مننه ترې کوم، چې زه یې درسونو ته تشویق کړی یم او هیله بخښونکي خبرې او نصیختونه یې راته کړي دي.
له خپلو بااسعداده استادانو څخه نړۍ مننه، چې هېڅ ډول اړوند موضوعات ،معلومات او پوهه یې، له موږه ونه سپمول او په ډېر اخلاص او مینه باندې یې زموږ تر غوږنو راورسول.
له هغو ملګرو څخه هم، ډېره مننه، چې زما د پایلیک په لیکلو کې یې تر خپله وسه راسره همکاري کړې، په ځانګړي ډول له ښاعلي Emal Pasarly صاحب څخه، چې د موضوع په ټاکلو او د معلوماتو په پیدا کولو کې یې ډېره همکاري راسره کړې ده پسرلی صاحب! کور دې ودان او عمر دې اوږد.
#د خپلې لېسانس دورې پایلیک مې، خپلې ګرانې مور او ګران مسافر پلارجان ته ډالۍ دی.
12/06/2023
عمر مې کم د واړۀ ورور دی
د نېستۍ زور دی پۀ ماښام کوو خوبونه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Zazi Maidan
Khost