Keramatullah HeMat
medica technologist
06/12/2025
➊.نېکي وکړه،که هر څو کوچنۍ وي،نتیجه یې مثبت وي.
➋ . څوک چې بل ته ښه کوي، خپل روح ته ارام ورکوي.
➌ . نېکي کوه، که خلکیې هېر کړي، خداییې نه هېروي.
➍ . د اړتیا پر وخت یوه نېکي، زر نیکیو سره برابر ده.
➎ . نیکي داده چې بل ته هم د ښېګڼې هیله ولري.
➏ . ښه نیت او عمل دواړه نېکي ګڼل کیږي.
> *لیکني سره څو سلنه%موافق یاست؟*
*(😢)* *(👍)* *(🥰)* *(❤️)*
*50%* *70%* *80%* *100%
*ڪله چې د حیا ذڪر وشي، زموږ په ټولنه ڪې ټول خلک یواځې د ښځو په اړه فڪر ڪوي،*
*حال دا چې د نارینه لپاره هم حیا دومره مهمه ده، لڪه ښځو لپاره چې ده*
18/01/2023
کله چې د امبولانس غږ واورئ نو خپله پښه مو د سليټر څخه پريږدئ او د څنګ اشاره ولګوئ
د سرک غاړی ته شئ، امبولانس ته لار ورکړئ، په دی توګه تاسو کولای شئ د يو انسان د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړئ.
07/01/2023
♤:خدیث شریف!!
♤:رسول اللهﷺفرمایلی دی
♤:دقران کریم دیو آیات تلاوت کول
♤:له سل رکغته نفل لمونځ کول څخه غوره دی❤ ★_____★______★_____★______★______★
05/12/2022
ورستي خبرونه هیله بښونکي دي!
داسې چې تازه ملګرو ملتونو د ط.ا.لبان.و د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر د سفر بندیز په مشروط ډول د لسو ورځو لپاره لرې کړی؛ همداشان اماراتو ته د ط.ا.لبا.نو د دفاع وزیر او انس( ح) سفر کړی، او هلته یې پرون له میشتو افغانانو سره لیده کاته کړي، خو نن ورځ یې د اماراتو د دولت له ریس سره لیدلي؛ د اماراتو د دولت ریس له افغان دفاع وزیر سره تر ملاقات ورسته د قطر پر لوري خوځیدلی او د قطر له امیر سره یې لیدلي، همداشان په دې ورستیو کې کرزي او عمر زاخیلوال ته هم د سفر اجازه ورکړل شوې چې کرزی او زاخیلوال هم اماراتو ته رسیدلي؛ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ویسټ هم په روان اونۍ کې امارتو ته سفر لري؛ زما په فکر دا ټول سفرونه د یو هدف لپاره دي هغه هم د پخواني ولسمشر اشرف غني پخلا کول تر څو افغانستان ته راستون شي.
خدای خو مهربانه ده!
ته وااا همداسې نده؟
17/09/2022
ډېر کله پیغامونه راځي او خلک مرسته غواړي. زه هېڅ مرسته نشم کولی. څه چې کولی شم دا دي چې ووایم تعلیم وکړئ او انګلیسي زده کړئ. هېڅوک / د هېڅ شي مرسته نشي درسره کولی. #ولوله #وليکه #وهڅوه
12/09/2022
هغه دین (اسلام ) چې د مقدس کتاب ( قرآن کریم ) د نزول لومړني
حرف یې "اقراء" وي؛
هېڅکله خلک
له "زده کړو" نه منع کوي.
03/09/2022
ننۍ لوبه؛
سره له دې چې افغان لوبډلې په توپ وهنه کې ښه پیل درلود، خو بیا هم منځنۍ توپ وهنه بیخي ښه نه وه.
له ابراهیم او نجیب وروسته د توپ وهونکو راتګ بیخي غیرې منظم و.
کپتان سره له دې چې دومره فریشر نیولی او اوټ فام دی چې له ځانه توپ هم نه شي ایسته کولی، بیا هم مهم ځای کې توپ وهنې ته راځي، لوبډله د فریشر کندې ته ټېل وهي او بېرته ځي، چې دا بې انصافي ده.
نن د سمیع الله شینواري اخیستل د یو توپ وهونکي په توګه غوره بدلون و، اما ولې ترې راشد توپ وهنې ته مخکې ښکته کېږي؟
د اووه توپ وهونکو له اوټیدو سره د منځنۍ برخې توپ وهونکی پاولین کې پاتې کول، د کریکټ له عقله لرې خبره ده.
ولې کریم جنت چې یو بالېنګ الرنډر یا ټولچاری دی، مسؤلیت یې ولې نه ورکول کېږي؟
دریو لوبو کې یو ځل توپ وهنې ته استول شوی او بال خو یې هېڅ هم نه دی کړی.
د عظمت په شتون کې د کریم لوبول بې ځایه دي او عظمت سره باید یو بل سوچه توپ وهونکی اضافه شي.
د توپ وهونکو غلط استعمال د ۲ سوه منډو هدف په ۱۷۶ بدل کړ، چې افغان لوبډلې په ورستیو ۵ اورونو کې ۳۶ منډې تر لاسه کړې او دا له یو نیسبتن ښه پیل وروسته یو بې کاره پای یادولی شو.
توپ اچونه کې دومره ستونزه نه وه، خو د راشد لومړي اور کې تر برید لاندې راتلو سره افغان لوبغاړو عظم بایلود.
توپ نیونه کې د تل په څېر افغان لوبغاړي ستونزه لري او دا خبره د تل په څېر روزونکو ته متوجه ده.
د مېس کېچېنګ ستونزه خو جلا ده، خو ډېره بده دا ده چې د ځمکې پر مخ د بال اخیستل افغان فیلډسمېنانو ته سخته شوې ده، په سرکل کې د ننه لاس ته بال لوبول کېږي، بیا هم له افغان توپ نیوونکو په اسانۍ سره منډه اخیستل کېږي، چې دا د ډېر خفګان وړ ده.
د دوهم پړاو لومړۍ لوبه ګټل افغان لوبډلې ته ډېر مهم و،خو د پاکستان او هند خلاف ګټل پوره سخت دي او لوبډله باید کورنۍ دنده په ښه ډول اجرآ کړي.
توپ اچونه کې غټه ستونزه دا وه چې؛ راشد او نبي په سپیډ تکیه کوله او پر همدې توپونو چې آن ۱۱ سپیډ یې هم توپ ته ورکړ شپږیزې هم وخوړې.
بده ده چې فاسټ بالر دې "۱۰۷ سپیډ باسي، خو سپینران دې ۱۱۱ سپیډ سره توپ ګزاروي."
توپ وهنه مو د باور وړ نه ده او د توپ وهونکو استعمال مو بیخي بې نظمه دی.
خولص؛ دا چې سریلنکا له تېرې ماتې غټه زده کړه کړې وه او ډېر ژر یې افغان لوبډلې ته قوي ځواب ورکړ.
په ټوله کې یوه جالبه لوبه وشوه😉
لوبغاړي مه ښکنځئ! بلکه؛ د نر غوندې یې نیمګړتیاو ته د سالم انتقاد ګوته ونیسئ.
البته کریکټ بورډ اداره خو هسې هم په اب زمزم مینځلې ده(!)
کریکټ
نظر
اسیا جام ۲۰۲۲
Bahar Samsoor
02/09/2022
عمر ډېر لنډ دی. فرض کړئ تاسې ۸۰ / ۹۰ کاله ژوند کوئ. اوس یې ضرب /تقسیم کړئ سره... انسان ډېر لږ وخت لري نو مهمه ده چې له هر حالت سمه ګټه واخیستل شي. #ولوله #وليکه #وهڅوه
25/10/2021
شاهد افرېدي پۀ خپله ټوېتر پاڼه ليکلي:
افغانستان څۀ يو پرفامنس وکړ.
دغه ټیم خطرناک لوبه ګټونکي لري، لۀ استعداد ډک توپ وهونکي لري، پۀ نړۍ کې نامتو او کلاس ورو توپ اچوونکي لري. ډېره ښه کارګردګي مجیبه!
دغه ټیم د متحده عربي اماراتو پۀ میدانونو غټو ټیمونو ته ستونزې جوړولی شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Keshkhone
Khost