Mathematics Department
د شيخ زايد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د رياضي څانګ?
04/03/2025
19/11/2024
ریاضي د څانګې لرلید(Vision)او ماموریت(Mission)
30/09/2020
د ښوونې روزنې پوهنځي تقسيم اوقات په لاندې ډول ده
د شيخ زايد پوهنتون ازموينه د راتلونکې شنبې په ورځ يعنې د ميزان د مياشتې په 12 نيټه پيل کيږي.
13/05/2020
دا چې څرنګه د HELMS سايټ ته داخل شي، لاندې ويډيو وګورئ!
https://youtu.be/7POkYnY_cXc
(HELMS)Higher Education Learning Management System/د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریتي سیسټم Site link ; 👇 http://helms.edu.af/login/index.php _________________________________________
ګرانو محصلینو د پام وړ!
د انلاين درس ښوونيز مديريتي سيستم (HELMS.edu.af) د ګټې اخيستنې اړوند يو څو ټکې په پام کې ونيسئ
۱) تاسي بايد د خپل څانګې امر نه ژر يوزرنوم او پاسورډ ترلاسه کړئ.
۲) د يوزرنوم او پاسورډ ترلاسه کولو وروسته دغه صفحه پرانيزئ http://helms.edu.af/login/index.php
۳) يوزرنوم سره .edu.af مه ليکئ. يوازي هغه يوزرنوم چې د امر صيب لخوا درکړل شوی د مثال په ډول (sjau-st # # ) وليکئ.
۴) کله چې درکړل شوی پاسورډ ليکی نو پام وکړئ چې لومړۍ توری يعني (S) يې کاپيټل (غټ) وليکئ.
۵) کله چې سیستم ته په برياليتوب سره داخل شوي نو سيستم له تاسي غواړي چې خپل پاسورډ بدل کړئ، دا ځکه چې دغه پاسورډ مو د څانګې امر، د پوهنتون اي ټي مدير، د پوهنځي رئیس او نورو اړونده چارواکو سره موجود دي.
دا چې يوازي تاسي خپل اکاونټ ته لاسرسی ومومي نو خپل پاسورډ بدل کړي.
۶) داچې ستاسي نوي پاسورډ په اسانۍ غلا او نورو ته معلوم نشي او هم دغې سیستم ته قابل د قبول وي نو نوي پاسورډ مو بايد لاندې ځانګړتياوې ولري.
√ پاسورډ بايد له اتو تورو کم نه وي
√ پاسورډ بايد الفبا توري ولري
√د پاسورډ يو توري بايد خامخا کاپيټال (لوي) وي.
√پاسورډ بايد اعداد ولري.
√ پاسورډ بايد لږترلږه يو ځانګړي توري ( #٫ @٫ &٫! وغيره) ولري.
۷) دغه سيستم د يو جامع او نړيوال سيستم چې د محصل د پروفايل ترتيبولو څخه نيولي تر حاضری او نتايجو معلومولو پوري بشپړ سيستم دي چې د خلاصو سرچينو سافټويرونو پر بنسټ جوړ شوی او دنړي ۲۲۲ ملکونو کې تري د انلاين درسې بهيرونو د مدیریت لپاره ګټه پورته کيږي.
نوټ: که چيري راتلونکو دوو اونيو کې کوم محصل دغه سيستم ته لاسرسی ونه موند نو نوموړي تعجيل حسابيږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
1200 Families
Khost
2501