Samar AFPC

Samar AFPC

Share

ثمر زراعتي د خوراکي توکو تولید کمپنۍ

±930705019454

27/05/2026

د لوي اختر مو مبارک سه!

Photos from Samar AFPC's post 02/08/2025

درواغ!

په کارو بار کي درواغ یوازي دا نه چي منافقت، فساد، او ګناه ده.
بلکي دا سرمایې ته په لوي لاس اور اچول، د شخص او کمپنۍ اعتماد (باور) داسي په امله د مینځه وړل دي..
هر کامیابه کارو بار پر باور ولاړ دي.
نوټ:
احمدالله بریال زموږ د زابل (کلات) ولایت مشتري دي، جنس مي په نقد کش استولي، تحفه حرامه ده چي ور کړي مي ده، نور هیڅ خپلوي نلرو، د جنس تر استفادي وروسته یې زموږ په اړه یې داسي نظر دي.
زه ورڅخه مننه کوم چي په زموږ او زموږ په تولیداتو یې باور وکي انشاالله تاسو ته هم دا ډاډ درکوم چي د کورنیو تولیداتو تللي باور به بیرته لاسته راوړو.
بل نوټ:
په کندهار ښار کی وړیا او د هیواد هر ولایت ته کرایه ستاسو په ورکولو استول کیږي.
هیواد، روغتیا، ژمنیتا
وټسپ: 0705019454

20/07/2025

د سوغات ګروپ پر دربار!

محترم انجنیر محمدالله نوری
ته د ثمر زراعتي کمپنۍ او په خاص ډول د ټنډانو د انګورو د غورې او مکس شربتو د پروسيس په اړه معلومات ورکړه

نورى صيب
په 1380 ه ش کال کي د کابل پوهنتون زراعت پوهنځى څخه فاريغ او تيرو 20 کلونو را هيسي د کندهار د زراعت لپاره کار کړى، چي اوس هم رياست زراعت کي دنده لري
نورى زموږ توليدات وستايل او د لا پرمختګ هيله يې ودرلودل
صفحه لايک او شىر کړٸ

06/04/2025

ثمر د تازه میوي څخه جوړ تولیدات!
هیواد، روغتیا، ژمنتیا

Photos from Samar AFPC's post 25/11/2024

د ثمر زراعتي کمپنۍ د روزنیزو زده کړو برخي
له خدمتونو څخه!
د کندهار پوهنتون زراعت پوهنځی څخه فارغ 30 تنو ته د ثمر زراعتي خوراکي تولیدي کمپنۍ لخوا نظري او عملي د تازه میوو سبو پروسس او لبنیاتو په برخه کي روزنه ورکړل سوه تر څو ياد کسان په ارغستان او ارغنداب ولسوالي کي 600 بزګرانو او مالدارانو ته په یادو برخو کي زده کړي ورسوي.

دغه پروګرام په کندهار کي د ثمر زراعتي خوراکي تولیدي کمپني د مسول نجیب الله (مقصودي) په لارښود سره د (ای، ار، یو،کي IRUK) سازمان په مالي ملاتړ د افغانستان اسلامي هوساینې موسسي په تخنیکي همکاري او د کرنيزو چارو او مالداري امريت تر مستقیمي څارني لاندي جوړ سوي وو.
چي لسګونو کسانو ته د تازه میوو، سبوو پروسس او لبنیاتو په برخه کي د څلورو ورځو په جریان کي روزنه ورکړل سوه او د هر درس مطابق ګډونوالو ته د ثمر کمپنۍ د تولید کیفیت و ښودل سوو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه!
د دغه روزنیز پروګرام موخه د مالدارانو او بزګرانو ملاتړ، د لبنیاتو او تازه محصولاتو لپاره بازار موندنه، د تازه میوو او سبو د ضایع کیدو مخنیوي، د کارموندي زميني برابرول او د کرني او مالداري سکتور ته وده ورکول دي.
اول نوټ:
موږ د عملي کار په برخه کي ګډونوالو ته په محلي طریقه د سیب مربا جوړه کړه.

دوهم نوټ:
د ياد پروګرام څخه ګډونوالو ډیره خوښي وښوده او د ثمر زراعتي کمپنۍ د هڅو څخه يې مننه او ستاینه وکړه.
هیواد، روغتیا، ژمنتیا

01/07/2024

د ګرمي دوا
د ګرمي او تندي پر برابر مو مشکلات یوازي او یوازي د ثمر کمپنۍ د غورې په طبعي شربتو حل کړي!
ایا تاسو هم داسي یاست؟
په دي اوږدو ورځو کي چي د یوي خوا بنده هوا او د بلي خوا سخته ګرمی سره یو ځای سي تنده مي اسمان ته وخیږي، بدن بي سیکه، د بدن پوست وچ، اندامونه یاري نکوي!

نوت څه کوم او څه کول پکار دي!
د ثمر کمپنۍ د غورې شربت اماده دي.
تاسو به یو بوتل د سوغات سټور څخه رانیسي، دغه یو بوتل چي یو نیم لیټر دی، اصلأ 5 لیټره اوبه ور لویږي خو تاسو 3 یا هم 4 لیټره اوبه ور واچوي ښه یې یخ او بیایې نوشیجان کي ستاسو به تنده او ګرمی ماته سي زما به جنس خرڅ او دعا به راته وکي.
پته : سوغات سټور تر الفرهاد روغتون لاندي، شهيدانو چوک،کندهار
وزن:-
1500 ګرام یا هم یو نیم لیټر
قیمت:-
د کمپنۍ څخه عمده في بوتل 130 افغانۍ او کارټن شپږ بوتله 780 افغانۍ.
وټسف: 0705019454
نوټ:
که یې شګر پری (بغیر له بوري) غواړي هم یې درته اماده کولای سو.
بل نوټ:-
ګاز لرونکي مشربات مو صحته ډیر زیان لري مه یې استفاده کوي زما خپله تجربه!

Photos from Samar AFPC's post 08/03/2024

ستاسو دې د خلاصي خولي د اخیري جمعي مېله نوشیجان سي!

موږ ستاسو د لا هوسایني په خاطر (7) نوی ادرسونو په خاص ډول د میلکو څانګو ته د ثمر کمپنۍ تولیدات ورسول.
نوي ادرسونه کندهار!
۱ نورزو شابرج میلکو څانګه
۲ یخ کاریز میلکو څانګه
۳ المکه پلازه میلکو څانګه
۴ احمد شاهي جاده مولوې ناصر کمپلیکس لبنا سټور
۵ عینو مېنه اول سړک قریشي پمپ میلکو څانګه
۶ عینو مېنه دوهمه فواره قدیر سټور
۷ خواجک بایا میلکو څانګه
هیواد، روغتیا، ژمنتیا
وټسف او مبایل شمیره:
0705019454
نوټ:
د کمپنۍ لینک در سره شیر کي

Photos from Samar AFPC's post 04/03/2024

ډیر ژر ....
د میلکو کمپنۍ د کندهار ښار په ټولو څانګو کي.
د ثمر زراعتي خوراکي تولیدي کمپنۍ
10 ډوله د تازه میوو څخه جوړه مربا
نوټ؛:-
ګورئ زه خپل ملګري څارم که یې په شهرت کي همکاري کول؟
ماناــــ لایک، کمینټ او کله کله شیر
نو ځانګړي تحفه په نظر کي لرم
تاسو یې خبر

Photos from Samar AFPC's post 02/03/2024

څو غبرګي مبارکي!
اول:"
زموږ زوړ یار خلیل احمد (هوتک) ته نوی ژوند مبارک وي د ورینداري او ورور ارمانونه دي پوره سي د تل خوشحاله ژوند په هیله.
دوهم:"
وسیم باچاه ته دي د کوژدي زر لکه واره مبارک وي خداج دي ستا هم نیک ارمانونه پوره کړي.
دریم: "
ما مومن ته په دا اقتصادي بحران کي د موجوده کیش په سر مایه ګزاري سره د ثمر زراعتي خوراکي تولیدي کمپنۍ (Samar Agriculture Food Production Company) د فعالیت مبارک وي.
موږ به تاسو ته د اوس لپاره دغه تولیدات وړاندي کوو.
1: د تازه میوو څخه 10 ډوله باکیفیته مربا او جیلي
2: د تازه سبزې جاتو او میوو څخه ترشي یا اچار
په راتلونکي نژدي وخت کي
1: خوندوري افغان جلبي، ګلاب جامن، حلوا او داسي نور خواږه، تروه.
2: طبعي 5 ډوله سرکه
3: د تازه میوو څخه په ښه کیفیت سره شربت یا جوس

یا الله ج توفیق راکي د دي شخصي کارو بار!
د کمپنۍ صفحه تاسو هم در سره شیر کي چي لږ مشهوره
سوو

Want your business to be the top-listed Food & Beverage Service in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address

Kandahar
Kandahar
3802