TechNical AK
💊🍷🍂
Be With us for TechNical and science issues
Relationship goals be like this. ᡣ𐭩
02/10/2024
ډارک نېټ (Darknet) څه شی دی؟
ډارک نېټ (Darknet) یو پټ او غیر رسمي برخه ده د انټرنېټ چې عموماً د عامو کاروونکو لپاره لاسرسی ورته ستونزمن وي. دا برخه د انټرنېټ له عامه ویبپاڼو سره توپیر لري او په دې کې کاروونکي د خپلو معلوماتو د پټ ساتلو لپاره ځانګړي وسایل او سافټویرونه لکه "Tor" یا "I2P" کاروي.
د ډارک نېټ ځینې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
1. پټوالی: ډارک نېټ کاروونکو ته د پټ او نامعلوم فعالیت کولو فرصت ورکوي. دا د هغو خلکو لپاره ګټور وي چې د حکومتونو یا د عامه څارنې څخه ځان پټول غواړي.
2. غیر قانوني فعالیتونه: که څه هم ډارک نېټ مشروع فعالیتونه هم لري، مګر د دې ځای یوه برخه د غیر قانوني فعالیتونو لپاره کارول کېږي لکه د نشه یي توکو پلور، د وسلو تجارت، او د معلوماتو هک کول.
3. خصوصي سوداګرۍ: ځینې کسان د ډارک نېټ کاروي ترڅو د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو پټ ساتل یقیني کړي، لکه بانکونه یا شخصي قراردادونه.
4. تور بازارونه: ډارک نېټ د انټرنېټ یو لوی تور بازار دی چیرې چې غیر قانوني مواد او خدمتونه پلورل کېږي.
5. کارولو وسایل: د ډارک نېټ ته د لاسرسي لپاره ځانګړي وسایل لکه Tor براوزر او I2P پروتوکولونه کارول کېږي چې کاروونکي د انټرنېټ په نورو برخو کې د پټ فعالیت لپاره مرسته کوي.
که څه هم ډارک نېټ ګټور کیدی شي د ځانګړو چارو لپاره، خو د دې ځای کارولو لپاره د قانوني او اخلاقي چوکاټونو په اړه پوره معلومات لرل مهم دي.
02/10/2024
په لبنان کې په وروستیو کې د "بیجر" او د بېسیم اړیکو وسایلو چاودنې ترسره شوي، چې زیات شمېر قربانیان یې لرل. دغه چاودنې د حزب الله په سیمو کې شوې، چې په کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. دا چاودنې په دوو مرحلو کې وشوې: په لومړۍ ورځ د بیجر وسایل چاودلي، او په دویمه ورځ بېسیم وسیلې. دا پېښه د حزب الله لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کېږي، او دوی اسرائیل د دې بریدونو مسوول بولي.
له دغو چاودنو وروسته، په ټپیانو کې د سترګو او لاسونو ټپونه زیات دي، او ډېری یې جراحي عملیاتو ته اړتیا لري. حزب الله ویلي چې د دې بریدونو غچ به اخلي، او د اسرائیل پر وړاندې یې د جګړې دوام ته اشاره کړې ده.
TechNical AK
*اَلٌمَوٌتُ یَاٌتِیٌ بَغٌتَةً ۞*
*مرګ یو ناڅاپي سفر دی.! 😢*
*له خيانته لاس واخلئ !!*🫵🏻❤️
09/06/2023
تاسو غوشتنه کړی وه د تیر پوسټ په ادامه می نور معلومات راوړه.
"په ایران کې د مهسا امیني له وژلو وروسته روانو لاریونونو سره جوخت د بې نومه هکرانو یا ”Anonymous“ ډلې تر دې دمه +1580 امنیتي کامري، د مرکزي بانک څو سرورونه، د دولتې ټلویزیون ویب پاڼه، د خامنه یې.آی آر انګلیسې برخه، د اخوندې رژیم اړوند پایګاه انترنیتی دولت ایران، صدا او سیما، درگاه ملی هوشمند، پزشکی قانونی او څو نوري برخې د یو څه مودې لپاره هک او یا د دولت له کنټرول څخه وتلي وي چې نیمې یې دوهم ځلې وصل شوي دي، خو د مرکزي بانک مشر یې وایې چې زمونږ پر سرورونو نه بلکه د انټرنیټ پر توزیع کوونکو یا ISP باندې برید شوی او دا یوازینی لامل دی چې ایران کې پر انټرنیټ محدودیت وضع شوی دی.
یعني په ټوله کې که هکران وغواړي اوس په ډېر راحتی سره د بانکونو سرورونو ته لاره موندلی شي، له دغه پیښو نه وروسته ایرانیانو اوس په بانکونو کې د فیات (Fiat) یا نغدو پیسو په پریښودلو باور له لاسه ورکړی او بدیل یې غیر متمرکز یا د بلاکچین ټکنالوژۍ اړوند د ډیجیتل پیسو یا کریپټو کرنسیو سیستمونه بولي چې هک یې په اوس وخت کې تر یوه بریده ناممکنه ښکاري.
د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره یو زای شئ
TechNical AK
"
07/06/2023
د امازون په اړه مهم وضاحت...
مخکې له دې چې امازون پيل کړئ بايد امازون زده کړئ.
که په امازون سم پوه نه شوی، نو توان به وکړئ.
امازون پښتو ژبه کې دومره اسانه هم نه دی، څومره چې موږ او تاسې پرې خبرې کوو. د ذاهد په نوم يو کس چې د امازون ټول درسونه او ويډيوګانې هم لري خو بيا يي هم په يوه اونۍ کې ۱۲۵۰ ډالره توان کړئ.
تر هغه چې امازون ته ورودانګو بايد لومړی ځان پرې ښه پوه او مطمن کړو.
#ګټه يي دا ده، که امازون ښه زده شي او د داسې اشخاصو سره چې لږ تر لږه په امازون کې تجربه ولري مشوره وکړئ، نو لرې نه ده چې يوه اونۍ کې ۱۲۵۰ ډاره ګټه هم کولی شئ.
خو؛ اول ځان پوه او باوري کړه او بيا امازون پيل کړه.
د امازون په اړه د نورو معلوماتو لپاره مسیج وکړئ
TechNical AK
26/05/2023
پوهېږی!!!
د Google Photos یا Photos اپلیکېشن تر ټولو بهترین اپلیکېشن دی کوم چي تاسو خپل تلیفون کي د آیفون تلیفون رقم هر انځور بهترین تغیر/ایډیټ کولای سئ.
دا اپلیکېشن تاسو کولای سی د تلیفون Play Store څخه راکښته/ډانلوډ کړی پوهېږی دا اپلکیېشن تر اوسه 5B+ انسانانو راکښته/ډانلوډ کړی نو تاسو هم ترې خوند واخلی او خپل تلیفون کي آیفون رقم انځورونه تغیر کړی
اپلیکېشن نوم: Google Photos یا ساده Photos
TechNical AK
18/02/2023
؟
انانیموس د هکرانو ډله ده چی په ۲۰۰۳ میلادی کال کی یی خپل فعالیت د 4chan پلت فارم څخه شروع کړ.دوی په هغه ماسک سره پیژندل کیږی کوم چی د v for vendetta په فلم کی کارول شوی ده،نوموړی فلم د ۱۶۵۰ میلادی کال مربوط یو ناول باندی ۲۰۰۴ کال کی جوړ شوی دی.
ددوی اصلیت پیدا کول ځکه ناممکن دی چی اوس وخت کی چی څوک کوم دولتی یا شخصی اهداف ترسره کوی د انانیموس په نامه وی( خه مثال یی ایران کی دی)،چی دی کسانو ته ازاد مبارزه کوونکی وایی.په ټوله کی هغه کسان چی هکینګ کوی او دولتونه هدف کوی ځانته انانیموس وایی.
انانیموس په ۲۰۱۸ کال کی خپل فعالیت بند کړ او بیرته یی ۲۰۲۰ کال کی شروع او تر اوسه دوام لری.
ایا د انانیموس په اړه نور معلومات هم خپاره کړم؟
یا هم د نورو لویو او کوچنیو هکرانو ډلو په اړه معلومات خصوصا د ACA په اړه نشر کړم؟
ACA(AFGHAN CYBER ARMY)
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
KANDAHAR
Kandahar