PBN Media

PBN Media

Share

د افغانستان، سیمې او نړۍ د کره، دقیقو او بې طرفه خبرونو، تحلیلونو او شننو لپاره موږ وڅارئ.

10/02/2026

د امریکا سفارت صالون چې مخکې د نڅا صالون وو، او د قرانکریم د حفظ او تدریس مرکز دی.







#خبر #افغانستان #قران #امريكا

10/02/2026

ورځنی حديث شريف
(عن أبي بكرة نفيع بن الحارث رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ : وإنَّ أَعجلَ الطاعةِ ثوابًا لصلَةُ الرَّحِمِ ، حتى إنَّ أهلَ البيتِ ليكونوا فجَرةً ، فتنمو أموالُهم ، ويكثُرُ عددُهم ، إذا تواصَلوا.)

ژباړه:
رسول‌الله ﷺ فرمایلي:
«بېشکه هغه عبادت چې ترټولو ژر یې ثواب ترلاسه کیدلی شي؛ هغه خپلوي پالنه ده، ان تر دې چې د یوې کورنۍ وګړي به فاسقان او ګناهګاران وي، خو شتمني او د غړو شمېر به یې زیاتیږي.»

ماخذ:
(أبو داود (4902)الترمذي* *(2511)ابن ماجه (4211)*
*أحمد (20374) مختصراً*
*وابن حبان (440، 455)*)

10/02/2026

#خبر
د روسیې د فدرال طبي او بیالوژیکې اداري یا (FBMA) خبر ورکړی چې د سرطان وژونکې ناروغئ درمل چې په کیلېنیکي تجربو کې یې سل سلنه مثبته نتیجه ورکړی جوړ کړي او یاد درمل به په کیلینیکي درملنو کې په عملي ډول وکارول شي.
په یاده خبرپاڼه کې یادونه شوې چې درمل په د ټولو ناروغانو لپاره وړیا وي.

10/02/2026

#تحلیل
د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر له وروستۍ پریکړې پس چې پکې له پاکستان څخه د درملو واردول هیواد ته منع شوي وو، د اقتصادي چارو تحلیلګر او افغان کدر ښاغلي نظیم (Nazim Samoon) سمون په خپله فسبوک پاڼه لیکي چې:

«پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا 450 میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته درمل صادر کړي. تر ټولو ډېر صادرات ( 30% ) یې یوازې افغانستان ته کول چې کلنی مجموعي ارزښت یې شاوخوا 150-200 میلیون ډالره و. د پاکستان د درملو د تولید مشهورې کارخانې لکه ګېټز، جي اېس کې او مارټین ډاو ملټي نشنل یا بین المللي کمپنۍ دي چې ښایي دغه ستر اقتصادي شاک ته تاب را نه وړي او د بندیز د اوږدېدو په صورت کې خپلې پانګې وباسي
نن دا صادرات مطلق بند شول.»



#خبر #افغانستان #پاکستان #پاکستانی

10/02/2026

د بریټانیا مشهور میلیاردر الفي بیسټ جي.آر د اسلام مبارک دین ومانه او ایمان یې راووړ.
یاد میلیادر یو میاشت وړاندې خپله یوه وډیو چې په یوه جومات کې اخیستل شوې وه ویلي وو: «هدایت یوه الهي ډالۍ ده، خدای (ج) چې چاته هدایت وکړي هغه هیڅکله ګمراهۍ ته نه ځې او څوک چې خدای په ګمراهۍ ککړ کړي هغه هیڅ وخت د هدایت وړ نه دی» .
خو تازه یې خپله یوه نوې ويدیو خپره کړې چې کلمه یې ویلي او اعلان یې کړی چې مسلمان شوی.

#خبر #اسلام #اسلاميات

10/02/2026

#خبر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستال ښاغلي مولوي عبدالغني برادر د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو فراغت غونډې په مراسمو کې د پاکستان هیواد وروستیوڅرګندونو په غبرګون کې ویلي چې؛ «افغانستان غوړه ګوله نه بلکې د زوقوم ونه ده» همدارنګه زیاته کړې یې ده چې؛ « څوک چې افغانانو ته ناوړه ارادې لري نو پوه دې شي چې افغانان خپل پور چاته نه پریږدي».

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Kabul
10008