Zabiullah Safi
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zabiullah Safi, Management Service, Kabul.
in nocent people are not fools ,
ساده خلک ( احمق ) ندی !
هغوۍ ګومان کوي چې ټول خلک به همداسې وي او پاک زړونه به ولري.
د رزالت تمه یې له هیچا څخه نه وي. مګر رزیلان هر څه خپله څرګندوي.
صرف وخت يې ثابتوي.
وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (٨٥)
و هركه جز اسلام، دینی انتخاب كند، هرگز از او پذیرفته نمیشود و او در آخرت از زیانكاران است.
سوره آل عمران (آیه ۸۵)
24/09/2024
ایَّاکَ نَعْبُدُ وَا ِیَّاکَ نَسْتَعِیْنُ*
موږ خاص ستاعبادت کوو،
اوخاص له تانه مدد غواړو
16/09/2024
13/07/2024
معلوماتي تکنالوژۍ ملګري دې خبر وي.
د یوسف ع وروڼو چې ڪله یوسف ع ڪوهي ته غورځاوه، نو ده وخندل، یهودا ترې وپوښتل؛ څنګه دې وخندل؟
دا ځای خو د خندا نه دي، ده وویل: یوه ورځ مې فڪر ڪولو چې څنګه به ماته څوک زیان ورسوي چې داسې قوي وروڼه لرم…
دا دي خدای ج همدا وروڼه پر ما مسلط
ڪړل او ڪوهي ته مې غورځوي.!
نن پوه شوم چې پرته له الله ج پر بل چا تڪیه نه ده په ڪار.
ځينې خلک ولې لمونځ نه کوي؟
زما آشنا وايي..!! زه څنګه په لمانځه راغلم.!؟
يوه ورځ ټولګي کې ناست وم د علوم ديني ساعت وو استاد ټولګي ته راغی له زده کوونکو يې وپوښتل:
د تاسو په نظر کوم خلک لمونځ نه کوي؟
يو زده کوونکي په ډېر معصوميت ځواب ورکړ
کوم خلک چې مړه دي هغوی لمونځ نه کوي❗
دويم زده کوونکي په شرمېدلي انداز وويل:
د چا چې لمونځ نه دی زده❗
درېيم هلک خپل ځای کې ودرېده وې ويل:
کوم خلک چې مسلمانان نه دي هغوی هم لمونځ نه کوي❗
په همدې ترتيب يو بل هلک وويل:
کافران هم لمونځ نه کوي❗
بل هلک وويل:
کوم خلک چې الله جل جلاله نه ، نه ډارېږي هغوی هم لمونځ نه کوي❗
ټولو زده کوونکو په نوبت خپل نظرونه ورکړل:
دغه نظرونو زه د فکر په درياب لاهو کړم
چې زه په دغه خلکو کې څوک يم؟
آيا زه مړ يم؟
نه.!
لمونځ مې نه دی زده؟
زده مې دی.!
آيا مسلمان نه يم؟
الحمدلله مسلمان يم.!
آيا زه خپل رب نه ، نه ډارېږم؟
ډارېږم.!
آيا زه کافر يم؟
نعوذبالله.!
ښه نو چې زه د پورتنيو خلکو کتار کې نه يې.!
بيا نو ولې لمونځ نه کوې؟
له سترګو مې اوښکې راغلې فکر مې کاوه د قبر اوله مرحله ده ملائکې رانه پوښتنې کوې:
ته ژوندی وې.
لمونځ دې زده وو.
مسلمان وې.
د الله جل جلاله نه هم ډارېدې.
نو بيا دې ولې لمونځ نه کاوه ⁉
له خپل مستقبل نه وډار شوم ځان راته پړ ښکاره شو چې زه به د سوال او ځواب په ورځ د خپل مهربان رب او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حضور کې څه کوم ، له ما سره خو هيڅ هم نشته
له هغې ورځې وروسته مې قوي اراده وکړه چې نور به خپل لمونځونه په هیڅ وجه نه قضا کوم.
تاسو هم په دې هکله ضرور فکر وکړئ..!!
يوازې يوه قوي اراده پکار ده....
"اقتباس: له عربي مطبوعاتو"
کاپي.
ورته مې ویل د جنت د نعمتونو په اړه راته ووایه؟
ویل یې هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دي.
صلی الله عليه وسلم.
عن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال:
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : أِنَّ الله تعالی یُبغِضُ کُلَّ عَالِمٍ بالدنیا، جاهِلِ بالآخِرَة (رواه صحیح الجامع (1879)
ابوهریره رضي الله عنه فرمايي:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي : یقینا الله تعالی له هغه انسان سره نفرت کوي ، چي د دنیا په کارونو، تجارتونو ، اوعلمونو کي ماهره وي او د دین په مسائلوکي جاهل اوناپوه وي )
صحیح الجامع (1879)
په زړه ڪې مينه ، په شونډو
مُسڪا ، او په سترګو ڪى حياﺀ ،
ستاسې شڪل او انسانیت دوه چنده ڪوې.
خَيرُالناسِ مَن يًنفعُ الناَس❣️
غوره انسان هغه دی،
چې نورو ته یې خیر رسیږي.
ژوند دوام لري، که ته وخاندې يا وژاړې.
په ځان دې هغه غمونه مه باروه کوم چې ګټه نه کوي!
خپګان د پرون غمونه له منځه نه وړي خو د نن خوشحالي درڅخه غلا کوي.
نو خوشحاله اوسه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
65