Deep feeling

Deep feeling

Share

او د ټولې نړۍ غمونه،�
د يوې جملې سره زغملاى شو!�
خدايه پوهېږم چې ته مې وينې.�

08/11/2025

او ته زما اووه دقيقې يې،
اووه دقيقې؟ يعنې څه؟
ويل کيږي چې: کله انسان مړ شي، نو ماغزه يې د اووه دقيقو لپاره لا ژوندي وي،
او په هماغه اووه دقيقو کې د خپل ژوند تر ټولو ښکلې خاطرې بيا ويني.
او که دا رښتيا وي...!
نو زه غواړم، چې زما هغه اووه دقيقې، يواځې ته واوسې
زما د ژوند وروستۍ، خو تر ټولو ښکلې لحظې.

15/08/2025

د قدرت لوږه د نس له لوږې ډېره سخته او بې رحمه ده
د نس لوږه به ډير تر ډيره غلا درباندې وکړي
خو د قدرت په لوږه کې د وطن خرڅول، ايمان خرڅول،
حتا په زرهاوو انسانان له لوږې مړه کوله دې يوه څخه هم مخ نه اړوې

23/07/2025

او ويل کيږي چې د شرقي روم پر خلاف په يوه بريالى جګړه کې مسلمانانو د لرغوني يونان د حکمت، طب، او رياضي د ځينو کتابونو په بدل کې روميانو ته د هغوي جنګي اسيران وسپارل
په دې مثال کې چې معرفت ته د انسان د درناوي ښکاره ثبوت دى، وينو چې که څه هم د معرفت غوښتونکي په يو الله باوري دي، خو له يو مشرک تمدن څخه يې د معرفت ميوې ته لمن غوړولې ده.
پوهې او معرفت سره د مسلمانانو د مينې په مثال کې دې پوښتنې ته يو ځواب مومو چې:
ولې مسلمانان يو وخت د دنيا تر ټولو متمدن او پرمختللي خلک وو، خو اوس نور ملتونه د کاروان سرلارې دي، هغوي چې د کتابونو لپاره جنګي اسيران خوشې کوي، او هغوي چې په خپلو لوڼو او ځامنو د مکتب دروازې بندوي ډېر فرق سره لري.
زمونږ په ټولنه کې ګڼ کسان د اسلامي تمدن د تير عظمت د بيا ليدو ارمانجن دى، د دوي آرزو محترمه ده، خو اکثرو يې لا پدې فکر نه دى کړى،
چې د سيالۍ د پوره کېدو او د ميدان ګټلو لارې چارې کومې دي؟
آيا مسلمانان بايد خپل منځ کې يو د بل وينې تويې کړي، چې ترقي وکړي، او که يو بل ته لاس ورکړي؟
ودانۍ د وينو په تويولو جوړيږي، او که د خولو په تويولو؟ بې له علمه، بې له ساينسه، بې له سولې، بې له
تکنالوژي کومه بله لاره شته، چې له بې وسۍ بيوزلۍ
او نورو ته له محتاجۍ مو راوباسي ؟
کلتور او ټولنه📖

10/07/2025
10/07/2025

او ويل کېږي چې:
په تېرو هېرو زمانو کې اپسيتوس نومي کس ته هوس پيدا شو، چې خلک د خداى په سترګه ورته وګوري،
ده ګڼ طوطيان په يو لوی قفس کې واچول او هغوی ته يې د دې خبرې کولو زده کړه ورکړه! چې اپسيتوس خداى دى.
اپسيتوس روزل شوي طوطيان خوشې کړل او له دې وروسته خلکو په ونو او باغونو کې له ناستو طوطيانو
د ده د خدايي خبرې واورېدلې،
خلکو يې لمانځنه پيل کړه،
افسانه وايي چې وروسته يو هوښيار يوناني طوطيانو ته دا خبره ورزده کړه، چې اپسيتوس مونږ په قفس کې واچولو او مجبور يې کړو چې ووايو چې:
اپسيتوس خداى دى، دې شي هغه رسوا کړ.
نو خبره مې دا کوله چې نن هم ډېر خلک بې له فکره هغه خبرې تکراروي چې ورته ښوول شوي وي،
خو موږ ته داسې کسان پکار دي چې فکر وکړي او حقيقت وپېژني، دروغ ښايي ډېر شور جوړ کړي،
خو آخر به حقيقت ښکاره شي او خلک به سم لاره ومومي.

02/04/2025

او هغه وړې وړې ښیګڼې چې ته يې په ژوند کې له خلکو سره کوې تاته خوشحالي دربښي،
او هغه وړې وړې بدۍ چې تاسو یې له خلکو سره کوٸ ستاسو ژوند تریخوي.

10/02/2025

ګرانو ملګرو،
او زه تل هڅه کوم چې د کتابونو، فلمونو، ژوند تجربو،
او نورو ژبو له ادبياتو څخه ښکلي جملې او افکار راټول کړم
او د خپل اکونټ له لارې یې له تاسو سره شریک کړم،
سره له دې چې زه 12 زره فالور لرم،
بیا هم زما پوسټونه یواځې 5 یا 10 لايکونه اخلي،
هو، دا منم چې زما اکونټ له بنديز سره مخ دی،
خو زه حیران ديته یم، چې آیا زما پوسټونه په ریښتیا تر تاسو نه رسيږي، که تاسو زه هېر کړی یم؟
که تاسو زما محتويات خوښوي، او غواړئ چې دې پاڼې ته دوام ورکړم، نو هیله لرم چې د کمنټونو، لايکونو او شریکولو له لارې خپل ملاتړ څرګند کړئ.
که نه، نو زه به پوه شم، چې شاید تاسو هم هغه کسان یاست، چې یواځې خوشبو حس کوئ،
خو د مزې کتلو نه یې ډډه کوي.
Deep feeling

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul