Computer science
Welcome To Computer Science
We Specialize in :
Web Development
AI
Networking
UI/UX Design
05/03/2026
د ډرون الوتکو د له منځه وړلو لپاره له مختلیفو ټکنالوژیو څخه کار اخیستل کېږي، خو د وړو او متوسط ډرون الوتکو د له منځه وړلو لپاره معمولا له لاندي ټکنالوژي څخه کار اخیستل کېږي
1: Radio Frequency Detection
2: Radio Frequency Jamming
3: GPS Spoofing
اول : د Radio Frequency Detection ټکنالوژي په مرسته کولای شو د ډرون الوتکې او کنټرولونکي تر منځ د اړیکو سینګال پیدا کړو، همدا رنګه د کنټرولونکي موقعیت معلوم کړو.
دوهم: د Radio Frequency Jamming ټکنالوژۍ په مرسته کولای شو د ډرون او کنټرولونکي تر منځ سیګنال قطع کړو، چي له دې سره کولای شو ډرون په اساني سره راښکته کړو. چي دا تر ټولو مؤثره کړنلاره ده.
دریم : د GPS Spoofing ټکنالوژۍ څخه په استفادې کولای شوو د ډرون الوتکې GPS سیستم ګډوډ کړو تر له اصلي لوري څخه یې بل لوري ته مسیر واړو.
په ټوله کي د ډرون ضد ټکنالوژي کي له لاندي سترکچر څخه په استفادې جوړېږي
Detection > Identification > Naturalization
کشف > تشخیص > له منځه وړل
کاپي
17/12/2025
یو له پرمختللو او مهم #ټکنالوجیو څخه #مصنوعی زیرکتیا ده
د AI (مصنوعي ځیرکتیا) مهمې ګټې
١ کارونه چټک کوي او وخت سپموي
٢ د انساني تېروتنو اندازه کموي
٣ ۲۴/۷ پرته له ستړیا کار کوي
٤ لوی معلومات ژر تحلیل کوي
٥ سوداګرۍ ته د لګښتونو کمښت راولي
٦ زدهکړه، طب، او ټکنالوژي پرمختګ ته وړي
٧ تکراري او درانه کارونه اتومات کوي
٨ پرېکړې د معلوماتو پر اساس په قوي شکل ترسره کوي
AI وسیله ده، جادو نه دی سمه استفاده یې پرمختګ راولي.
15/12/2025
هر هغه څوک چې نیت لري چې کمپیوټر ساینس ولولي باید مخکې تر مخکې :
۱- د انګلیسي ژبه زده کړي ځکه چې درسي مواد - پلټنه - پروګرامونه - رهنما او نور هر څه په دې برخه کې په انګلیسي ژبه دي او په جریان ددرسونو کې بیا دا ډیره مشکله وي چې د هم خپل درسونه زده کړي او هم د انګلیسي ژبه هر هغه څوک چې انګلیسي ژبې سره پوره بلدیت نه لري ډیره ورته ستونزمنه ده چې دا برخه مخته بوځي.
۲- د کمپیوټر اداري پروګرامونه یې باید مخکې تر مخکې لوستي وي تر څو وکولای شي د پوهنتون کورنۍ دندې - پرزینټشنونه او سیمنارونه په اسانه سره ترتیب کړي.
۳- د هرې برخې اساسات یې باید مخکې تر مخکې زده کړي وي او ځان یې ورسره بلد کړی وي ځکه چې هلته د ډیری استادانو تمرکز پر دې وي چې اوټلاین تر ټاکلي وخت پوره کړي او سرته یې ورسوي نشي کولای هر محصل په ټولو موضوع ګانو پوه کړي .
۴- خپل کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی حتمي ده بغیر له دې دوه شیانو څخه نه کېږي هغه څوک چې خپل کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی نه لري له ډیرو ستونزو سره مخامخ کېږي.
۵- تر څو چې د یو موضوع په مفهوم یې ځان نه وي پوه کړی هېڅکله د دې هغه تعریف نه حفظ کوي
۶- مارکیټ - خپل مهارتونو - او شوق ته په کتو باید له اول څخه په یوه رشته ډیر تمرکز وکړي او ځان پکې د تخصص تر کچې ورسوي تر څو ورڅخه عملي ګټه واخلي.
۷- له ځان څخه دې ډیرې لوړې طمعې نه ساتي ځکه چې پوهنتون تاسې د کار مارکیټ ته نه برابروي هغه څه چې تاسې کاري مارکیټ ته جوړوي ستاسو خپلې هلې ځلې او لنډ مهالي کورسونه دي.
۸- ډیری دولتي ادارې ، خصوصي ادارې ، بین المللي ادارې او موسسې دا شرط لري ددندې لپاره چې باید لسانس اسناد ولرې نو د همدې سیسټم په اساس پوهنتون تاسو ته د اسنادو او ډیپلوم درکولو یو مرجع ده او که غواړئ دا کاغذ تر لاسه کړئ نو مجبور یاست ځان همدې سیسټم ته برابر کړئ البته زه یواځې د کمپیوټر ساینس په برخه کې دا خبره کوم ځکه هغه څه چې تاسې ته پوهنتون کې ښودل کېږي تر هغه غوره یې خپله زده کولای شئ خو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره مجبور یاست چې څلور کاله پوهنتون ولولئ او دا ښه ده د اسنادو د تر لاسه کولو تر څنګ تاسې هلته تجربه هم پیدا کوئ او ښه دوستان هم او یو څه زده کوئ هم
بیا هم وایم پوهنتون ته تګ ضروري ده ځکه که چېرې تاسې پوهنتون ته نه یاست تللي او ډیر څه مو زده هم وي د هغه سیسټم لخوا چې جوړ شوی ده تاسو ته ارزښت نه درکول کېږي
07/12/2025
فریلانسینګ !
هغه هنر دی چي پر مټ یې کولای سې له خپل کور، کار ځای او بل هر موقعیت څخه خپل مهارتونه د نړۍ پر اړمنو انسانانو خرڅ کړې.
فریلانس انګلیسي کلیمه ده چي مانا یې ده "ازاد کار" .
ازاد په دې مانا چي د ځای او وخت محدودیت نه لري.
کولای سې له هر ځای او هر موقعیت څخه په هر وخت کي که شپه وي او که ورځ، که سهار وي او که ماښام کار کولای سې.
فریلانسر څوک دئ؟
هغه چا ته فریلانسر ویل کیږي، چي لاندي مهارتونه یې زده وي او له خپل کور څخه په انلاین ډول یې پر خلکو خرڅوي.
ګرافیکس ډیزاینینګ.
ویډیو ایډیټینګ
پروګرامینګ
30/11/2025
سافټویر انجینري!
په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې ټوله رشتې ګټورې دي،
خو سافټویر انجینري هغه څانګه ده چې تر ټولو زیات علاقمندان لري.
ولې؟ ځکه دا ساحه هم پراخه ده او هم د کار مارکېټ کې یې ارزښت ډېر لوړ دی.
🧑💻 سافټویر انجینري کومې برخې لري؟
په عمومي ډول درې مهمې برخې لري:
1️⃣ ویب سایټ او ویب اپلیکېشن جوړونه
2️⃣ موبایل اپلیکېشن جوړونه (Android/iOS)
3️⃣ ډیسکټاپ سافټویر جوړونه
د دې ټولو برخو کار ډېر دی او بازار ورته تل اړتیا لري.
له همدې امله زما په نظر، ښه ده چې تاسې په کې یوازې یوه برخه په مسلکي ډول زده کړئ.
لومړی مهارت پیاوړی کړئ، بیا ډېرې برخې زده کول بېخي اسانه کېږي.
💡 سافټویر انجینري یواځې کوډ لیکل نه دي!
سافټویر انجینري د یو سیستم بشپړ تحلیل، ډیزاین، جوړولو، ټسټ کولو او مدیریت کولو نوم دی.
یعنې:
➡️ ستونزه درک کول
➡️ حل لاره ډیزاینول
➡️ کوډ لیکل
➡️ ټسټ او ښهوالی
➡️ د سافټویر ساتنه
نو دا کار یوازې کوډ نه، بلکې فکر، منطق او منظم پلان غواړي.
💬 اوس ستا وار دی:
تاسې د سافټویر انجینري کومې برخې سره علاقه لرئ؟
یا کومه برخه کې کار کوئ؟ 👇
#پروګرامینګ #ټکنالوژي
30/11/2025
څنګه پروګرامینک ژر او موثره زده کړو؟
برنامه لیکنه یا پروګرامینګ د نن ورځې په نړۍ کې یو له حیاتي او مهمو مهارتونو څخه ده، چې په چټکه توګه کولای شي تاسی هم په شخصي ژوند او هم وظیفوي (مسلکي) برخه کې بریالي کړي.
لاندی ځینی لاری درښیی څه ډول پرواګرامینګ ژر زده کړو .
١- د شروع لپاره د مناسبی پروګرامینګ ژبی انتخاب کول.
لومړی قدم د برنامه لیکنی لپاره د مناسبی ژبی انتخاب کول دی .
پرواګرامینګ ژبی هره یوه یی ځانته اسانتیاوی او کاری ساحه لری .
نو خپلو اهدافو سره سم ژبه انتخاب کړي ترڅو تاسو ته هم جذابه واوسی او هم مو ورسره لیوالتیا ژوره وی .
د نوو کسانو لپاره هغه ژبی غوره دی چی سینټیکس یی اسانه او د استعمال ساحه یی پراخه وی .
لومړی پایتون:
یو له بهترینو او ساده ترینو پروګرامینګ ژبو څخه ده چی د نوو کسانو لپاره مناسبه ده .
د پایتون ژبه د ساده،اسانه او قابل د پوهیدلو سینټیکس په درلودلو سره په چټکۍ سره په سافټویر دیوالپمینت او د ډیټا علم (Data Science) کی محبوبیت پیدا کړی ده .
ددی نه علاوه پایتون تاسو ته اجازه درکوی ټرڅو په پراخه توګه په ویب دیوالپمینت ،د ډیټا تحلیل ،مصنوعی ځیرکتیا کی تری استفاده وکړئ.
د پایتون ژبی اسانتیاوی :
ساده او د پوهیدو وړ سینټیکس :
پایتون په داسی ډول جوړه شوی چی کودونه یی زیات طبیعی ژبی ته ورته دی، همدا دلیل دی چی د نوو کسانو لپاره یی زده کړه اسانه ده .
پریمانه د زده کړی سرچینی : څرنګه چی پایتون خورا مشهوره ژبه ده،نو د انلاین زده کړی لپاره زیاتی سرچیني شتون لری ،تاسو کولای شۍ پایتون ژبه د انلاین پلټ فارمونو لکه اډیمی، کورسارا، او یاهم یو د یوتیوب څخه انلاین زده کړۍ.
دوهم جاوا اسکریپت JavaScript یا د ویب جوړونی ژبه :
که تاسو غواړۍ یو فرانت اند دیوالپر واوسۍ نو جاوا اسکریپت غوره انتخاب ده .
جاوا اسکریپت د دینامیک ویب سایتونو د جوړولو لپاره په پراخه توګه استفاده کیږی .
ګټی یی :
- جاوا اسکریپت د ویب جوړونی لپاره اصلی ژبه ګڼل کیږی چی په پراخه کچه فریمورکونه او Libraries لری .
لکه Vue.js,React.js,Angular.js
جاوا اسکریپت نه یواځی چی په ویب کی کارول کیږی بلکی ډیسک ټاپ اپلیکشن ،موبایل اپلیکیشن ،او ګیم جوړونی کی هم کارول کیږی .
د پروګرام جوړولو ژبی ټاکل د زده کړی د پروسی ترټولو مهم ګام دی .
که تاسو د ډیټا تحلیل،مصنوعی ځیرکتیا،یا ماشین لرنینګ سره علاقه لرۍ او غواړۍ دی برخی کی ادامه ورکړۍ نو پایتون ژبه انتخاب کړۍ .
خو که د ویب برخی کی لیواله استۍ نو جاوا اسکریپت غوره انتخاب دی.
٢-د پروګرامینګ په مفاهیمو او اوصولو تسلط درلودل
دا چی تاسو کومه ژبه انتخاب کړه د زده کړی لپاره ورڅخه صرف نظر کوو .مګر د برنامه لیکلو په مفاهیمو او اصولو تسلط درلودل په دی برخه کی د پرمختګ لپاره ډیر مهم دی .دا تاسو سره مرسته کوی سنګه پیچلی مفکوری اسانه زده کړۍ، او ستونزی په موثره توګه حل کړۍ .
د پروګرام جوړوونی بنسټیز اصول:
- ډیټا سټکچرونه (ساختمانونه):د ډیټا سټکچرونه لکه Array,List,stack مونږ سره مرسته کوی ترڅو ډیټا په اغیزمنه توګه ذخیره او مدیریت کړو.
-الګوریتم : مرسته کوی یوه ستونزه ګام په ګام حل کړو .
الګوریتمیک تفکر: دا موږ سره مرسته کوی ترڅو پیچلی او لویی ستونزی په کوچنیو برخو وویشو او په موثره توګه یی کړو .
08/11/2025
په ۲۰۲۵ کې کوم مهارتونه ډېر زیات تقاضا لرونکي او لوړ معاش لرونکي دي؟
ډېر ملګري پوښتنه کوي چې موږ داسې کوم مهارت زده کړو چې ښه عاید ترلاسه کړو؟
نو د دې پوهېدلو لپاره چې په ۲۰۲۵ او راتلونکو کلونو کې کوم مهارتونه ډېر ارزښتمن او ګټور دي، موږ له بېلابېلو سرچینو څېړنه وکړه، لکه ورلډ اکانومیک فورم، اپورک، فوربز، او نور معتبر راپورونه.
لاندې ذکر شوي مهارتونه د هغو څېړنو له مخې په ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۳۰ پورې ډېر لوړ تقاضا لرونکي او لوړ معاش لرونکي دي:
1. مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) او مشین لرننګ (Machine Learning):
د راتلونکې نړۍ بنیاد پر مصنوعي ځیرکتیا او مشین لرننګ ولاړ دی.
که غواړئ په راتلونکي کې د پام وړ عاید ترلاسه کړئ، نو دا مهارتونه حتمي زده کړئ.
2. د ډیټا تحلیل (Data Analysis):
ډیټا نننۍ نړۍ کې تر ټولو مهم شی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا او مشین لرننګ اساس هم ډیټا ده.
که تاسو دا مهارت زده کړئ، راتلونکي کې به تاسو له دې ډېرې ګټې ترلاسه کړئ.
3. سایبر امنیت (Cybersecurity):
سایبر امنیت یو له هغو مهارتونو څخه دی چې هر وخت اړتیا ورته موجوده وي.
لکه څنګه چې ټیکنالوژي پرمختګ کوي، د دې امنیت اړتیا هم ورسره زیاتېږي.د دې برخې متخصصین په ډېرو لوړو معاشونو کار کوي.
4. کلاؤډ کمپیوټنګ (Cloud Computing):
نړۍ په چټکۍ سره کلاؤډ کمپیوټنګ ته اړم ده.
دا مهارت نه یوازې د راتلونکي لپاره ارزښت لري، بلکې ډېر عاید هم لرلای شي.
5. ډیجیټل بازارموندنه (Digital Marketing) او SEO:
په نننۍ نړۍ کې د ډیجیټل بازارموندنې اهمیت ورځ تر بلې زیاتېږي.
که تاسو هر ډول مهارت لرئ یا سوداګري کوئ، ډیجیټل بازارموندنې پرته پرمختګ ناشونی دی.
یوازې د دې مهارت زده کول هم کافي دي چې ښه عاید ترلاسه کړئ.
6. بلاکچین ټیکنالوژي (Blockchain Technology):
بلاکچین ټیکنالوژي د کرپټو کرنسۍ بنسټ دی.ډېر سازمانونو بلاک چین ته مخه کوي.
د دې ټیکنالوژۍ متخصصین به په راتلونکي کې ډېر زیات تقاضا ولري.
7. ویډیو منځپانګه او ایډیټنګ (Video Content and Editing):
د ټولنیزو رسنیو هر پلیټفارم کې ویډیو منځپانګه کارول کېږي.
که تاسو ښه ویډیو جوړوونکي یا ایډیټر یاست، نو د عاید ترلاسه کول اسانه دي.
8. ډیزایننګ او تخلیقي مهارتونه (Designing and Creativity):
که تاسو تخلیقي وړتیا لرئ، نو په ډېرو برخو کې پرمختګ کولای شئ.
د ګرافیک ډیزایننګ، UI/UX ډیزایننګ، او نورو اړوند مهارتونه زده کړئ.
---------------------------------
پورته یاد شوي مهارتونه که زده کړئ، نه یوازې تاسو کولی شئ له مالي ستونزو ځان خلاص کړئ، بلکې مالي ازادي هم ترلاسه کړئ.
نوټ: داسې ډير نور لوړ درجه سکلز شته ، يو څو ما درسره شریک کړل.
آيا تاسې اوس په کوم سکلز زده کړو بوخت ياست؟
ځواب مو راسره په کومېنټ کې شريک کړئ. مننه
#پښتو
copy
30/06/2025
🔥 "۵ نوې ټکنالوژۍ چې باید هر څوک پرې خبر وي!"
📲 دا معلومات له خپلو دوستانو سره هم شریک کړئ.
🌐 ۵ نوې او زړه راښکونکې ټکنالوژۍ خبرې (جون ۲۰۲۵ لپاره) 🔍
1️⃣ Windows 12 را روان دی! 💻
مایکروسافټ اعلان کړی چې د Windows 12 نسخه به ډېر ژر راووځي، چې پکې به AI اسسټنټ، پرمختللی امنیتي سیسټم، او نوی ډیزاین شامل وي.
2️⃣ AI اوس کولی شي وېډیو له متن جوړ کړي! 🎥🧠
یوازې یو لیکلی متن ورکړئ، او د AI وسیلې (لکه Sora یا Pika) به درته بشپړه وېډیو جوړه کړي. دا د محتوا جوړونکو لپاره یو انقلابي پرمختګ دی.
3️⃣ USB 4.0
د ۸۰Gbps سرعت لري ⚡
USB 4.0 نوی نسخه اوس خپره شوې ده، چې د معلوماتو لیږد سرعت یې دوه چنده لوړ شوی. دا کولی شي هم د شارټ لپاره وکارول شي، هم د ډیټا لپاره.
4️⃣ AI انټيوېروس را روان دی! 🛡️🤖
نوي انټيوېروسونه د مصنوعي هوښیارۍ سره کار کوي. دا کولی شي ویروسونه مخکې له دې چې سیسټم ته زیان ورسوي، وپیژني او بند کړي.
5️⃣ Quantum Computers پراختیا مومي ⚛️🧬
ستاسو د معمول کمپیوټر په پرتله، کوانټم کمپیوټرونه زر چنده چټک دي. اوس ساینسپوهان هڅه کوي چې دا ټکنالوژي عامو خلکو ته هم چمتو کړي.
29/05/2025
د کمپیوټر ساینس بنیادی برخې!
دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي.
لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.
دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.
دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.
څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.
د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.
د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.
په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي.
کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي.
د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي.
د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language
د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري.
لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي.
د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي.
کوډ لیکل او ثبتول
د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي.
که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ.
د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger
که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي.
کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي.
د Compiling پروسه
د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل سوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل سوی دی و Low-level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي.
که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر سي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا Low-level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه درښیي.
02/05/2025
DevOps څه شی دی؟
لومړى! : DevOps له دوو کلمو څخه جوړ دى Development او Operations د DevOps خاص هدف دادى چې د Development او IT ټيمونه په ګډه سره يو داسي پروسيس رامنځته کړي چي هغه ددې دوو ټيمونو ترمنځ اتومات او يوځاى يو سافټویر جوړ، ټيسټ، او Release يي کړي!
دوهم : DevOps کي pipelines جوړيږي ددې لپاره چې موږته د سافټویر ټيسټ او Deployment په اتومات ډول وکړي دې pipelines ته CICD ويل کيږې مکمل فورم يي Continues Integration and Continues Deployment دوى دوه اړخه لري!
لومړی: CI Pipeline په دې کښي درې برخې کيږي Build, Unit Tests, Integration Tests.
د Build په برخه کې موږ سافټویر جوړوو، د Unit Testing په برخه کې موږ د سافټویر هره برخه ټيسټ کوو، د Integration Test په برخه کې يو څو ماډيوله په ګروپي شکل ټيسټ کيږي
دوهم CD Pipelines : په کښي هم درې برخې دي Review, Staging, Production
د Review په برخه کې موږ د کوډ بيا کتنه کوو چي کوم ځاى کې به غلطي نه وي! ، Staging اخيرنۍ مرحله ده چې وروسته موږ سافټویر و Production ته وړو په دې مرحله کې موږ دا ټيسټ کوو چې د سافټویر ټولې برخي کار کوي، د غوښتنو مطابق دى که نه دى، او Integration Testing کوو وروسته يي Production ته سپارو،Production بيا هغه مرحله ده چي موږ سافټوير پر انټرنيټ باندي Host کوو.
©
21/04/2025
نيټ ورکنګ څه ته وايي؟
د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.
کمپيوټر نيټ ورک
په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.
د نيټ ورک ګټې
د معلوماتو Data ګډه کارونه
داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.
يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.
د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.
د سامانونو ګډه کارونه
په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.
که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.
د پروګرامونو ګډه کارونه
پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.
له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.
د انټرنيټ ګډه کارونه
د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.
مرکزي واکمني (کنټرول)
څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.
د نيټ ورک ډولونه
هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:
د جغرافيايي پولو پر بنسټ
نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN
LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى.
د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.
٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.
٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.
WAN چې د Wide Area Network لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.
د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.
٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.
د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى.
Bandwidth
هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.
MAN
پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.
MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پ
لو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي
په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.
نوموړي نيټ ورکونه له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.
ISDN د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.
نيټ ورک او دندې يې
نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:
١. Server او Client نيټ ورک
داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.
په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ وي.
په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated) شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….
٢. Peer to Peer نيټ ورک
په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي، هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.
که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.
21/04/2025
وینډوز کمپیوټر مو ضعیفه کار کوي؟
ځیني وختونه وینډوز ضعیفه کار کوي او سړئ ورسره په مشکل کي وي.
د حل یوه کوچنۍ لار یې داده چي!
په Search Box کي msconfig ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ. یوه پرده درته را خلاصیږي هلته به Startup انتخاب کړئ او Disable به انتخاب کړئ; کله چي د Apply کلیک کړئ او ورپسې Ok کلیک کړئ.
کمپیوټر مو د Restart یا بیا چالانېدو غوښتنه کوي; د Ok تڼۍ ووهئ او کمپیوټر پرېږدئ چي له سره چالان (Restart) سي.
کله چي کمپیوټر چالان سو بیا به په Search box کي %temp% ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ بله پرده درته راخلاصیږي هلته به ټول انتخاب کړئ یا د Ctrl او A تڼیاني په یوه وخت کي ونیسئ او ټول به Delete کړئ.
له Recycle Bin څخه یې هم لیري کړئ. بیا به پر My Computer باندي کلیک وکړئ او د Local Disk C یعني چیري چي ستا Windows پرته ده د ماوس Mouse راسته کلیک وکړئ او Properties ته به ولاړ سئ او Disk Cleanup باندي کلیک وکړئ یو څو ثانیې حتا تر دقیقو پوري ورته منتظر سئ چي Disk Cleanup وسو یوه وړه پرده راخلاصیږي په هغه کي به ټولي خاني انتخاب کړئ او د Ok تڼۍ به ووهئ.
ورپسې به بیا د C Drive یا چیري چي مو Windows پرته وي کلیک وکړئ او د C Drive به خلاص کړئ او د سکرین په سر کي راسته طرف ته کوچنئ د Search Box دی هلته به prefetch ولیکئ چي کله یې پیدا کړ د Delete تڼۍ به ووهئ او prefetch به هم Delete کړئ.
اوس مو کمپیوټر له سره چالان کړئ او له پخوا سره یې پرتله کړئ انشاالله تر پخوا به څو چنده تېز کار کوي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Friday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |