MNF

MNF

Share

د محمد نبي خیربه بنسټ ،افغانستان

Donate to Emergency Appeal for Kunar Earthquake Victims, organized by Mohammad Nabi 01/09/2025

د محمد نبي خیریه بنسټ د افغانستان په ختیځ ولایتونو، په ځانګړې توګه کنړ کې د وروستیو زلزلو قربانیانو سره د انلاین مرستې ټولولو لړۍ پیل کړې او غواړي خپلو هېوادوالو ته په دې سخت وخت کې د مرستې لاس ورکړي. راځئ په ګډه د خپلو زیانمنو شویو هیوادوالو سره ودرېږو او ملاتړ یې وکړو.
د لاندې لینک له لارې کولای شئ مرسته وکړئ. د خپلو دوستانو او کورنیو سره د لینک شریکول مه هېروئ.
مننه

Donate to Emergency Appeal for Kunar Earthquake Victims, organized by Mohammad Nabi A devastating earthquake has destroyed entire villages and claimed over 70… Mohammad Nabi needs your support for Emergency Appeal for Kunar Earthquake Victims

Support Afghan Families Returning from Iran - Led by Mohammad Nabi 28/07/2025

در ماه‌های اخیر، صدها هزار افغان مجبور به بازگشت از ایران شده‌اند. بنیاد خیریه محمد نبی مستقیماً با بازگشت‌ کنندگان کار می‌کند تا کمک‌های اضطراری و پشتیبانی‌های لازم را به آنها ارائه کند. محمد نبی در این راستا پیش از این گام برداشته و شخصاً یک میلیون افغانی به تعدادی از خانواده‌های بازگشت شده کمک کرده است.
محمد نبی می‌گوید:
« اکثر بازگشته گان چیزی برای زندگی یا رفتن به قریه ها و مناطق خود نداشتند، آنها هیچ مایحتاج اولیه، هیچ وسیله امرار معاش و هیچ اطمینانی به آینده خود نداشتند. من از طریق بنیاد خیریه نبی کمک‌های اولیه‌ای ارائه داده‌ام، اما نیازها بیشتر از آن است که یک فرد بتواند آنرا برآورده کند.» حمایت شما به ما کمک می‌کند تا به حمایت از خانواده‌های افغان که به شدت به کمک‌های اضطراری نیاز دارند، ادامه دهیم. بیا با هم این کاروان را به منزل برسانیم.
لطفا هر قدری که می‌توانید کمک کنید و این کمپین را به طور گسترده به اشتراک بگذارید.

Support Afghan Families Returning from Iran - Led by Mohammad Nabi In recent months, hundreds of thousands of Afghans have been forced to return from Iran - many with just hours’ notice and nothing but the clothes on their back

27/07/2025
Photos from MNF's post 27/07/2025

د محمد نبي خیریه بنسټ له ایرانه راغلو افغان کډوال سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه.
د بنسټ مشر محمد نبي عیسی خېل له راستنو شویو دغو هېوادوالو سره مخامخ ولیدل او خپلې لورینې ورته وړاندې کړې او دغه مرستې یې په خپل لاس په نغدي‌ ‌ډول په بې وسو کورنیو ووېشلې.

د محمد نبي خیریه بنسټ په کور دننه او له بهر میشتو افغان سوداګرو او شتمنو هیلو خلکو هیله کوي، چې له خپلو دغو اړمنو او بې وسو هېوادوالو سره د مرستې لاس ور اوږد کړي.
که تاسو هم غواړئ د خپلو راستنو شویو او بې وسو هېوادوالو لاسنیوی وکړئ نو د بنسټ له مسؤلینو سره اړیکې ونیسي.

Photos from MNF's post 23/03/2025

له حضرت ابو هريره رضی الله عنه روايت دی چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي، "صدقه د خيرات ورکوونکي له ماله څه نه کموي." رواه مسلم

د محمد نبي خیریه بنسټ نن په کابل کې په ۵۰ کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
بنسټ د روانې روژې له پیله په بېلابېلو ولایتونو کې پر سلګونو بې وزله او اړمنو خلکو مرستې وېشلې دي.
سږ کال یو شمېر د خیر ښېګڼې انسانانو هم د محمد نبي خیریه بنسټ له لارې خپلې مرستې بې وزلو خلکو ته رسولې دي، چې بنسټ یې منندوی دی.
د روژې میاشت په چټکۍ تېرېږي او د خیر او برکتونو دا فرصت چې هر عمل په لس چنده حسابېږي هم له لاسه وځي، تاسو هم دا وخت له لاسه مه ورکوئ او راځئ د خپلو ډېرو بې وزلو او اړمنو خلکو پر شونډو د موسکا لامل شو، هغه که په ډېر څه هم وي.

دا لړۍ لا هم دوام لري، تاسو هم کولای شئ خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

Photos from MNF's post 21/03/2025

ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
“تر ټولو غوره صدقه، هغه ده چې د روژی په میاشت کې ورکړل شي.” (ترمذي)

د محمد نبي خیریه بنسټ د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې له خپلو یو شمېر بې وزلو هېوادوالو سره د مرستې په لړ کې نن د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له ۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د نن ورځې مرسته بل افغان ستوري ګلبدین نایب د بنسټ له لارې وکړه.
ګلبدین نایب چې د لوبو په ډګر کې ځلېدلی ستوری دی، د خیر ښېګڼې په میدان کې یې هم تل خپل اخلاص ښوولی دی.
دغه بنسټ د خپلو خیریه چارو په لړ کې د تېرو کلونو په شان دا ځل هم د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی کوي او تر اوسه یې د کابل په ګډون په ننګرهار، لغمان لوګر او یو شمېر نور ځایونو کې مرستې کړې دي.

د روژې په مياشت کې صدقه ورکول هغه لوی فرصت ګڼل کېږي چې مومن بنده د پاک رب له لوري عزت پرې حاصلوي، په مال کې يې کموالی نه راځي، بلکي د صدقې ورکولو له امله لا زياتوالی او برکت مومي.

که تاسو هم غواړئ د خیر په دغه چاره کې له موږ سره ملګري شئ، نو د بنسټ له لارې کولئ شئ خپلې مرستې خپلو ډېرو بې وزلو او اړمنو خلکو ته ورسوئ.

16/03/2025

الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار. ( ترمذي )
ژباړه: خیرات کول ګناهونه داسې محوه کوي لکه اوبه چې اور مړ کوي.
د روژې میاشت په چټکۍ تېرېږي او د خیر او برکتونو دا فرصت چې هر عمل په لس چنده حسابېږي هم له لاسه وځي. راځئ د خیر ښېګڼې په چاره کې زموږ ملګري شئ.
د محمد نبي خیریه بنسټ د روژې په مبارکې میاشتې کې د خپلو خیریه چارو په دوام نن په لغمان ولایت کې پر ۱۱۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو یوه برخه نېک او د خیر ښېګڼې انسان حاجي صاحب ننګیالي له خوا برابره شوې وه.
بنسټ له محترم حاجي صاحب ننګیالي مننه کوي او له نورو خییرو انسانانو او دوستانو هم غواړي چې راشي او د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.
د محمد نبي خیریه بنسټ چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې له پیل راهیسې په کابل، ننګرهار، لوګر، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونو اړمنو، بې وزلو او د معلولینو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.
موږ هڅه کوو، چې د مرستو لړۍ جاري وساتو، تاسو ته هم بلنه درکوو چې راشئ او خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

Photos from MNF's post 15/03/2025

رسول الله صلى الله عليه وسلم له غريبانو، بې وزلو، فقيرانو او بې وسو خلکو سره مرسته کونکي په خلکو کې غوره او بهتر ګڼلي دي.
د محمد نبي خیریه بنسټ د روژې په مبارکې میاشتې کې د خپلو خیریه چارو په دوام نن د کابل ښار پر ۶۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
دغه خوارکي توکي د یوه نېک انسان ډاکټر هارون په مرسته برابر شوي وو.
بنسټ له ډاکټر صاحب هارون څخه مننه کوي او له نورو خییرو انسانانو او دوستانو هم غواړي چې راشي او د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.
د روژې میاشت په چټکۍ تېرېږي او د خیر او برکتونو دا فرصت چې هر عمل په لس چنده حسابېږي هم له لاسه وځي.

د محمد نبي خیریه بنسټ چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې له پیل راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو اړمنو، بې وزلو او د معلولینو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي، په دې برخه کې ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري.

دا لړۍ به دوام لري، تاسو هم کولای شئ خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

Photos from MNF's post 14/03/2025

په روانې روژې میاشت کې د محمد نبي خیریه بنسټ مرستې له کابل او ننګرهار وروسته د لوګر ولایت یو شمېر بې وزلو کورنیو ته هم ورسېدي.
دا ځل د محمد نبي خیریه بنسټ تر کابل او ننګرهار وروسته د مرستو لړۍ لوګر ولایت ته وغځوله. د روژې په مبارکه میاشت کې د بنسټ له خوا د لوګر ولایت په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې پر شاوخوا سلو اړمنو کورنیو د خوراکي تو مرستې وویشل شوې.
دا ځل جاوید پوپل د محمد نبي خیریه بنسټ له لارې خپلې مرستې وکړې. د بنسټ مسؤلین له ښاغلي پوپل مننه کوي او له نورو خیرو انسانانو هم غواړي چې په دې چاره کې راسره ملګري شي.

د محمد نبي خیریه بنسټ د مرستو لړۍ د روژې میاشتې له پیل سره بیا پیل کړې او تر دې دمه یې سلګونو کورنیو ته مرستې رسولې دي. د دغو مرستو د دوام لپاره ستاسو ملاتړ ډېر اړین او مهم دی.
د خیر په دغې چارې سره دنیوي او اخروي ګټه هم ترلاسه کړئ.

Photos from MNF's post 13/03/2025

روژه د اخروي ګټې ترلاسه کولو ښه فرصت دی. روژه کې له بی وځلو سره مرسته کول جنت ته لارې برابرول دي .

د محمد نبي خیریه بنسټ د خیر او ثواب په دغې میاشتې کې نن د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې پر ۸۰ ډېرو بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
دغه خوارکي توکي د افغان کرېکټ ستوري راشد خان په مرسته برابر شوي وو.
راشد خان تل له خپلو بې وزلو او ناورین ځپلو خلکو سره مرستې ته وردانګلي او لاسنیوی یې کړی دی.
د محمد نبي خیریه بنسټ د روژې له پیل راهیسې په کابل کې هم لسګونو ډېرو اړمنو، بې وزلو او د معلولینو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

دا لړۍ به دوام لري، تاسو هم کولای شئ خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

راځي تل او په ځانګړې توکه په دې مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړو.

Photos from MNF's post 10/03/2025

الله متعال په خپل پاک کلام "قرآن کریم" کې فرمايي: وَ یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلى‏ حُبِّهِ مِسْکیناً وَ یَتیماً وَ أَسیراً"


د محمد نبي خیریه بنسټ نن او پرون هم په کابل ولایت کې له څه باندې پنځوسو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دا ځل د ټولنې یو شمېر مجبورو وګړو او معلولینو ته دا مرستې ورسول شوي. د بنسټ همکارانو د بې وزلو معلولینو د کورنیو تر معلومولو وروسته هغوی ته دا مرستې ورکړې.

تر دې وړاندې د مرستو په لومړۍ جوپه کې په کابل ښار کې له څه باندې ۶۰ کورنیو سره مرسته کړې وه.
دغه بنسټ د خپلو خیریه چارو په لړ کې د تېرو کلونو په شان دا ځل هم د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی پیل کړی دی.

که تاسو هم غواړئ د خیر په دغه چاره کې له موږ سره ملګري شئ، نو د بنسټ له لارې کولئ شئ خپلې مرستې خپلو ډېرو بې وزلو او اړمنو خلکو ته ورسوئ.

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Street NO 2
Kabul
23000