All News
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from All News, Media/News Company, Kabul.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لخوا راشد خان ته د کرکټ د بریا مبارکي ویلي.
یو وطن او یوالی همدا دی.
په خوست کې د پولیو یو قرباني شوی ځوان اوس ټوله ورځ په یو خصوصي کلینیک کې د ناروغانو درملنه کوي. فرید الله خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد او فارمسۍ په برخه کې کړي او وایي چې معلولیت یې ژوند ډیر بدل کړی. جزییات پدې رپوټ کې وګورئ
دموسی خېلو ولسوالۍ ګبر منګلو په سیمه کې د مرادي ابا په نوم یوه ډېره پخوانۍ ژرنده شته چې د غلو دانو اوړه کولو ترڅنګ درې څلورو کلیو ته ترې برېښنا هم رسیږي.
ځایي اوسیدونکي وایي دبرېښنا ترتیب یې خراب شوی او اوس پخوانۍ مزه نلري.
#خبریال
دخوست موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي دې لویې درې ته دغځېدلي سرک له تنګ او خراب وضعیت شکایت کوي.
ځایي خلک وایي نفوس یې ورځ تربلې په زیاتیدو دی خو سرک یې دظاهرشاه واکمنۍ پرمهال د اوښانو کاروانونو لپاره جوړ شوی ؤ چې اوس پکې دوه موټر یو له بل په اسانۍ نشي تیریدلی.
#خبریال
Munir Bahar
26/04/2022
د طالبانو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرتوب اقتصادي کمېسیون د دغه وزارت هغه طرحه تصویب او د تطبیق وړ بللې ده چې له مخې یې په پیروزي ښارګوټي کې ۱۵۰ لویې او کوچنۍ فابریکې جوړیږي.
دغه وزارت وایي، دغه پروژه به د بیجینګ او ننګرهار ساختماني شرکت له لورې د ۲۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت عملي شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهيسي دا د دوی لویه پروژه ده چې په تطبیق سره به یې ۱۳۶۰۰ کسانو ته د دایمي کار کولو زمینه هم برابره شي.
د معلوماتو له مخې د پیروزي ښارګوټي د جوړیدو چارې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پیل شوې چې د ۸ زره جریبه ځمکې په مساحت، ۸۸۰۰ استوګنیزو نومرو او ۴۱۷ بلاکونو په لرلو سره پر شپږو فازونو وېشل شوې ده.
DW
يونيسف د ا.ا.اچارواکو له مداخلې پرته په مستقيم ډول افغان ښوونکو ته معاشونه ورکوي.
د افغانستان د زده کړو لپاره د یونیسف مشرې جنیټ فوګلر ويلي، ددې کار د تیارۍ لپاره به یونیسف د ټولو عامه ښوونځیو ښوونکي راجستر او ثبت کړي.
08/10/2021
«د کندز سیداباد ولسوالۍ په نننۍ چاودنه کې ۴۳ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۴۰ نور ټپيان دي»
06/10/2021
«کابل کې د پوهنتون يوه استاد له خپلې کورنۍ سره د کفن په اغوستلو د هېواد روان وضعيت په تړاو لاریون وکړ»
28/09/2021
«ط ال ب انو لخوا په خوست، لوګر او پنجشېر کې ترلاسه شوې ۱.۶ ميليون ډالر او ۷۹ ميليون افغانۍ، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې»
27/09/2021
«د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د پخواني حکومت د استازي غلام محمد اسحاقزي وينا لغو شوه»
هر اړخیز پروخت او د ټولو خبري مالوماتو پوښښ بیا پیل کیږي.پاڼه تر یو لړ تخنیکي ستونزو پای وروسته تاسو ته خبري چوپړ وړاندې کوي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul