Shams Media

Shams Media

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shams Media, Media/News Company, Kabul.

Shams Media: Follow us for the latest important and accurate news of the country and the world!
د هیواد سیمې او نړۍ تازه مهمو او کره خبرونو لپاره شمس میډیا وڅارئ!

Photos from Shams Media's post 10/09/2025

هرات کې د تورغندي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې د چمتو
کولو چارې د افغانستان او ترکمنستان د صفري نقطې په
اوږدو کې پیل شوي
د ترکمنستان د اورګاډي ادارې سره د شوو موافقو له مخې
ژر به د ادارې ودانۍ، هنګرونه، جومات او د اورګاډي پټلۍ
جوړې شي، چې دا به د سیمې د اقتصادي اړیکو او اتصال
لپاره یو مهم ګام وي.
د دې ستر پروژې ټول کارکوونکي او مزدوران به له داخلي
کادرونو څخه استخدام شي، چې له امله به خلکو ته د کار
زمینه برابره شي او د سیمې اقتصادي وده به نوره هم
چټکه شي.

10/09/2025

#کرکټ
د اسيا جام دويمه سيالي
هندوستان د متحده عرب اماراتو په وړاندې
نن ماښام ۷:۰۰ بجې

09/09/2025

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.

په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.

افغان لوبډلې تر دې سیالیو وړاندې متحده عربي اماراتو کې د یاد هېواد په کوربتوب د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره یوه درې اړخیزه لوبلړۍ لرله، چې افغانستان پکې دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې دا لوبې به د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

Photos from Shams Media's post 09/09/2025

ټاکل شوې، د کابل پل‌خیشتي جومات مخې ته ځمکتل کې د یوه سوداکریز مرکز جوړېدو پروژه چې د کابل ښاروالۍ له خوا بشپړه شوې څو شېبې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

08/09/2025

هغه 48 هېوادونه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې خواخوږي، غمرازي، بشري همکارۍ او مرستې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مننه ورڅخه کړې ده.

08/09/2025

د اسیا جام په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې سیالۍ؛

د اسیا جام په ګروپي پړاو کې افغان کرېکټ ملي لوبډله درې سیالۍ لري، چې په لومړۍ لوبه کې سبا سې‌شنبه له هانګ‌کانګ، دویمه کې له بنګله‌دېش او درېیم لوبه کې بیا له سریلانکا سره مخ کیږي.

08/09/2025

#کندهار
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې په کندهار ولایت کې پیل شوې.

Photos from Shams Media's post 08/09/2025

#نورستان
په نورستان کې ۱٬۰۲۲ هکتاره ځنګلونه بېرته احیا شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نړیوال چاپېریال اسانتیا په مرسته، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نورستان کې ۱۱۷ زره او ۱۲۰ نیالګي کېنولي دي. له دې امله ۱٬۰۲۲ هکتاره ځنګلونه بېرته احیا شوي دي.
دغه نیالګي د جلغوزیو، نښتر او چهارمغزو دي چې د خلکو د معیشت ښه کولو، کاربن جذبولو، اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته کوي.

08/09/2025

د غزني ولایت اړوند کابل – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټرو د جنګېدو له امله ۶ کسان مړه او یو بل ټپي شوی .

08/09/2025

تلګراف ورځپاڼه:
پاکستان د نړۍ د تریاکو د تولید اصلي مرکز ګرځېدلی او ترهګري ډلې د نشه‌يي توکو له کاروباره هر کال لسګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي، چې دا بهیر د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ بلل کېږي.

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00