AYSO
Afghan Youth Service Organization (AYSO) is a non-governmental, non-political and non-profit organization.
14/04/2026
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مشرتابه د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) هڅې وستایلې.
د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د AYSO هغه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې چې د خلکو لپاره یې د کنډۍ د بنسټیز روغتیايي مرکز له لارې روغتیايي خدمات په پوره ژمنتیا او رښتینولۍ سره وړاندې کړي دي.
چارواکو دا خدمات د ستاینې او قدردانۍ وړ وبلل او د همدې له امله یې AYSO ته ستاینلیک ورکړ، او د راتلونکو لا زیاتو بریاوو هیله یې څرګنده کړه.
13/04/2026
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې لخوا د روانو پروژو د کیفیت، شفافیت او اغېزمنتیا د لا ښه والي او ارزونې په موخه یوه ځانګړې د همغږۍ غونډه د عمومي رئیس الحاج ډاکټر وحیدالله تړون په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د پروژو مسؤلینو خپلې لاسته راوړنې ، ننګونې او د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه د مشرتابه سره شریک کړل.
په پای کې د عمومي رئیس لخوا ټولو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او خلکو ته د لا ښو، اغېزمنو او دوامداره خدماتو د اسانتیاؤ په برابرولو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
🔗 د نورو معلوماتو لپاره زموږ وېبسایټ وګورئ.
د افغان ځوانانو خدماتي موسسې د همغږۍ او ارزونې مهمه غونډه د افغان ځوانانو خدماتي موسسې له لوري د خلکو ته د غوره، اغېزمنو او دوامدارو خدماتو د وړاندې کولو په موخه یوه مهمه همغږیزه او ارزونیزه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه...
09/04/2026
Two decades of experience dedicated to serving people.
درنو هيوادوالو کوچنی اختر مو مبارک شه | Eid Mubarak
18/02/2026
27/01/2026
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرکزي او ساحوي دفترونو استازو، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) له استازو سره په ګډه، د یادې مؤسسې د مسلکي زدهکړو پروګرام څخه د فارغو شویو ګډونوالو په بېلابېلو کاري برخو کې څارنیزه او ارزونکې لیدنه ترسره کړه.
دغه پروګرام د UNDP/STFA په مالي ملاتړ پلی شوی و، چې د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ او د لغمان ولایت د مهترلام ښار په یو شمېر سیمو کې د څلور میاشتو لپاره عملي شو او څه موده وړاندې په بریالیتوب سره بشپړ شو.
یاد پروګرام د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې یو شمېر ګډونوالو ته نغدي مرسته هم ورکړل شوه، څو خپل شخصي کاروبارونه پیل یا پراخ کړي.
26/01/2026
د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست له لوري د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) د اغېزمنو فعالیتونو له امله وستایل شو.
یاد ستاینلیک د هغو اغېزناکو بشري فعالیتونو د قدردانۍ په موخه ورکړل شو، چې د افغان ځوانانو خدماتي موسسې له لوري په دغه ولایت کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د روغتیا، خوراکي توکو او زراعتي خدمتونو په برخو کې ترسره شوي دي.
د اقتصاد ریاست رئیس دغه ستاینلیک د یوې معنوي ډالۍ په توګه د AYSO استازو ته وسپاره او په راتلونکي کې یې د یادې موسسې لپاره د لا زیاتو بریاوو، توفیق او دوامدارو خدمتونو هیله څرګنده کړه.
15/01/2026
د FAO او WFP تر همغږۍ لاندې د FSAC کلستر په ټاکنو کې AYSO د ۱۴ رایو په ترلاسه کولو سره د co chair په توګه وټاکل شوه.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دفتر کې، د FAO او WFP په ګډه رهبرۍ د (FSAC ) کلستر غونډه ترسره شوه. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دفتر کې، د FAO او WFP په ګډه رهبرۍ د (FSAC ) کلستر غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د FSAC کلستر د Co-Lead...
15/01/2026
د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري او د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په مالي ملاتړ، د اته روغتیايي مرکزونو اړوندو روغتیايي کارکوونکو ته د کورنۍ تنظیم درې ورځنی روزنیز پروګرام، چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د کورنۍ تنظیم درې ورځنی روزنیز پروګرام د AYSO او WHO په ملاتړ پای ته ورسېد. د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري او د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په مالي ملاتړ، د اته روغتیايي مرکزونو اړوندو روغتیايي کارکوونکو ته د کورنۍ تنظیم درې...
13/01/2026
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) لهخوا، او د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د ختیځ زون په دریو ولایتونو کې د ټولنې پر بنسټ د تغذیې د پیاوړتیا پروژې (CBNI) د درېمیاشتنۍ ارزونې غونډه د دویم ځل لپاره ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو رئیسانو، د یونیسف همکارانو او د AYSO د مرکزي دفتر د رهبرۍ غړو ګډون کړی و. ګډونوالو د پروژې د تطبیق پر بهیر، لاستهراوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحث وکړ.
همدارنګه، د پروژې د لا اغېزمن تطبیق، د همغږۍ د پیاوړتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه بېلابېل وړاندیزونه او پرېکړې وشوې.
دغه غونډه د ختیځ زون د تغذیې پروګرامونو د ارزونې، د تجربو د شریکولو او د راتلونکو پړاوونو د لا ښه تنظیم په موخه جوړه شوې وه.
11/01/2026
د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري، د نړیوالې ادارې FAO په مالي ملاتړ، د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اړوندو سیمو او کلیو کې د مالدارۍ د ملاتړ په موخه له ۹۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه.
AYSO & FAO Support 900 Vulnerable Livestock Families in Paktia By the Afghan Youth Services Organization (AYSO), with financial support from the Food and Agriculture Organization (FAO), assistance was provided to 900 poor a...
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the organization
Telephone
Website
Address
House #314, Ansari Street #3 Shahre Naw
Kabul
0093