Nazif Safi
الله ج، رسول ص، جانان، ولس، هېواد او ځان ❤
23/04/2026
لوګر
تنګي واغجان
23/04/2026
د روسیې یوې سپوږمکۍ د ځمکې تازه انځور خپور کړ
د روسیې فضايي ادارې «روس کاسموس» د ځمکې د ورځې په مناسبت د «الکترو-ال نمبر ۵» سپوږمکۍ له لوري اخیستل شوی د ځمکې یو انځور خپور کړی دی.
وایي، دا ډول انځورونه د اقلیمي بدلونونو، هوا پېژندنې او د ځمکې د وضعیت د څارنې لپاره مهم ارزښت لري.
سبحان الله و بحمده
د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې د «ماندارین اورینټل» په نوج پخوانی هوټل د کنټرول شوې چاودنې او تخریب په وسیله ونړول شو، تر څو د یوې نوې او لویې ودانیزې پروژې لپاره زمینه برابره شي.
چارواکي وايي، دا اقدام د ښار د پراختیایي پلانونو برخه ده، چې هدف یې د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو عصري کول او د سیمې د اقتصادي ارزښت لوړول دي.
د تخریب عملیات د تخنیکي ټیمونو تر څار لاندې ترسره شول او د امنیتي تدابیرو په بشپړ مراعات سره پای ته ورسېدل.
13/04/2026
د نړۍ والو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که اړتیا پېښه شي، ترکیه کولای شي د اسرائیلو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
نوموړي د فلسطین او لبنان پر وړاندې د اسرائیلو کړنې سختې غندلي او هغه یې د بشري اصولو خلاف بللي.
اردوغان ټینګار کړی، چې ترکیه باید قوي وي څو د فلسطین پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او زیاته کړې یې ده، چې ترکیې مخکې هم په نورو سیمو کې مداخلې کړي او د اسرائیلو پر وړاندې هم ورته اقدام ممکن دی.
13/04/2026
مهم سرټکي
13/04/2026
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، د امریکا خلک دې د پټرولو له اوسنیو بیو خوند واخلي، ځکه ډېر ژر به یې ارمان وکړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، د تېلو نړیوالې بیې به نورې هم لوړې شي او دا به پر امریکا مستقیم اغېز وکړي.
بل لور ته، د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ایران بندرونو ته د سمندري تګ راتګ د محدودولو پلان لري.
11/04/2026
اسلام اباد کې د تسنیم خبري اژانس د خبریال په وینا د ایران او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې له عمومي بحثونو تېرې شوي او اوس په ځینو برخو کې فني او جزیاتي پړاو ته داخلې شوې دي.
ویل کېږي، چې د دواړو لوریو کارپوهان د ځینو مهمو مسایلو پر جزیاتو بحث کوي او یوې بلې ورځې ته د خبرو د غځېدو احتمال هم شته.
صبر او حوصله
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul