BAES Laboratories

BAES Laboratories

Share

BAES laboratory is one of the best known labs in Afg. providing CMT and Geotechnical investigation se

Photos from BAES Laboratories's post 10/05/2026

BAES Laboratories Kandahar branch is currently conducting concrete mix design trials to optimize strength and durability performance.

Photos from BAES Laboratories's post 06/05/2026

آیا ستاسو کانکریټ واقعاً قوي دی که یوازې ظاهرا ښه ښکاری؟ ډېر وخت کانکریټ له بهر څخه سالم ښکاري، خو دننه یې ستونزې وي چې یوازې په تخنیکي ټسټونو معلومېږي. د Ultrasonic Pulse Velocity (UPV) ټسټ پرته له تخریب څخه دقیق د کانکریټو داخلی درزونه voids ، cracks او honeycombing معلوموی چه له دی څخه په اسانه د کانکریټو مقاومت معلومولای شو.

Photos from BAES Laboratories's post 03/05/2026

نن مو په بایس لابراتوار کې د فواید عامې وزارت د هغې پروژې لپاره چې په هرات ولایت کې تطبیق کېږي، د Wheel Track Test (ویل ټریک ټسټ) په بریالیتوب سره ترسره کړ.

دا ټسټ د اسفالت د کیفیت او د ترافیکو پر وړاندې د مقاومت ارزونې لپاره مهم دی، تر څو سړک په لوړ معیار جوړ شي.

بایس لابرتوار -- د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 03/05/2026

ویاړو چې د لوګر ولایت د خضر څخه تر پادخواب روغاني، د برکي برک څخه تر ده شیخ څلورلارې او د څرخ ولسوالۍ د ډبر کلي تر پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک په پروژه کې، بایس لابراتوار د ساختماني موادو ټسټونه او د کیفیت کنټرول ترسره کوي.

دا پروژه د فواید عامې وزارت له لورې تطبیق کېږي، او بایس لابراتوار په دې برخه کې د معیاري ازموینو او دقیقو پایلو له لارې د کار کیفیت ارزونه کوي، تر څو پروژه په لوړ معیار بشپړه شي.

بایس لابرتوار - د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 02/05/2026

ویاړو چې د کابل ښاروالۍ د تنګي غارو – مکروریان سړک پروژې اول لاټ کې د بایس لابراتوار له لوري لابراتواري ټسټونه او د کیفیت کنټرول ترسره کېږي.
بایس لابراتوار په دې پروژه کې د معیاري ټسټونو، دقیقو ارزونو او تخنیکي څارنې له لارې د کار کیفیت تضمینوي، تر څو پروژه په لوړ معیار او دوامدار ډول بشپړه شي.
موږ ژمن یو چې د زیربنایي پروژو په پرمختګ کې خپل مسلکي مسؤلیت په غوره توګه ترسره کړو.

بایس لابرتوار - د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 30/04/2026

نن مو په لابراتوار کې د بیټومین اړوند مهم ټسټونه، کینامیټیک ویسکاسیټي (Kinematic Viscosity) او سولوبیلیټي (Solubility) په بریالیتوب سره ترسره کړل.

دغه ټسټونه د سړک جوړونې او ساختماني پروژو لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه چې د بیټومین کیفیت، روانوالی او خالصوالی په دقیق ډول معلوموي. د معیاري طرزالعملونو په تعقیب، زموږ تخنیکي ټیم هڅه کوي چې دقیق او د باور وړ نتایج وړاندې کړي

بایس لابراتوار د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 28/04/2026

د ارزګان ولایت د ترنکوت څخه تر خاص ارزګان پورې د ۲۵ کیلومتره قیر سړک،د فوايد عامې وزارت اړوند پروژه کې چی اوس په اساسي توګه جوړیګی ، هغه کانکریټ چې مخکې تطبیق شوی وو، د کیفیت ارزونې لپاره پرې د کور کټنګ (Core Cutting) ټسټونه دوام لري.
دغه ازموینې د بایس (BAES) لابراتوار د مسلکي انجنیرانو لخوا ترسره کېږي، تر څو د کانکریټ مقاومت او تخنیکي معیارونه په دقیق ډول و ارزول شي.

بایس لابرتوار - د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 27/04/2026

د بایس لابراتوار تخنیکي فعالیتونه په دوام کې...
اوس مهال د لوګر ولایت د لوګر پوهنتون سړک پروژه، چې د فواید عامې وزارت له لوري تطبیقېږي، په بریالیتوب سره روانه ده. د دې پروژې په لړ کې د بایس لابراتوار تخنیکي ټیم له خوا د ساختماني موادو معیاري ټسټونه په دوامداره توګه ترسره کېږي.
دغه ازموینې د دې لپاره دي چې د سړک د کیفیت کچه لوړه وساتل شي او ټول کارونه د اړوندو معیارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.

بایس لابراتوار -- د کیفیت او باور نوم

Photos from BAES Laboratories's post 26/04/2026

د بایس لابراتوار لپاره ویاړ دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه مو په کابل کې د هېواد د لومړي لوی کرکټ ګراونډ (الوخیل کرکټ ګراونډ) لپاره جیوتخنیکي سروې په بریالیتوب سره ترسره کړه.
دا پروژه نه یوازې د سپورټ د پرمختګ لپاره مهم ګام دی، بلکې د معیاري ساختماني کارونو لپاره هم بنسټیز ارزښت لري. زموږ تخنیکي ټیم د دقیقو ازموینو او مسلکي تحلیل له لارې هڅه کړې چې د دې سترې پروژې لپاره قوي او باوري معلومات برابر کړي.
موږ ژمن یو چې د هېواد په رغونه کې د نړیوالو معیارونو مطابق خدمتونو ته دوام ورکړو.
📸 لاندې عکسونه د همدې پروژې د کار جریان ښيي.

بایس لابرتوار - د کیفیت او باور نوم


#جیوتخنیک

#افغانستان

Photos from BAES Laboratories's post 21/04/2026

نن د بایس لابراتوار تخنیکي ټیم د کابل ښاروالۍ د سرک جوړولو پروژې لپاره د الټراسونیک (Ultrasonic) ټسټونه ترسره کړل.
دغه ټسټونه د سرک کانکریټ د کیفیت ارزونې او د پروژې د معیاري تطبیق په موخه ترسره شول.
بایس لابراتوار ژمن دی چې د معیاري ازموینو له لارې دقیق، باوري او مسلکي خدمات وړاندې کړي.

بایس لابراتوار — د کیفیت او باور نوم

13/04/2026

Want your business to be the top-listed Equipment Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Opposite The Ministry Of Commerce And Trade Darulaman Road Kabul
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00