Jalal Group

Jalal Group

Share

جلال سوداګریز ګروپ د هیواد په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزي پروژې تطبیقوي.

18/01/2025

وضاحت!
د پکتیکا ولایت محترمو او عزتمندو اوسیدونکو ته!

Photos from Jalal Group's post 04/10/2024

د جلال سوداګریز ګروپ لخوا د پکتیکا ولایت په وازیخواه لرې پرته ولسوالی کې د یو باب (سي اچ سي) کلینیک ساختماني چارې روانې دي، موږ په پلان کې لرو تر څو هیوادوالو ته د سوداګری تر څنګ صحي آسانتیاوې برابرې کړو.
جلال سوداګریز ګروپ د وازیخواه له اوسیدونکو او قومي مشرانو له ملاتړ مننه کوي.

Photos from Jalal Group's post 03/10/2024

د جلال سوداګریز ګروپ لخوا د پکتیکا ولایت په وازیخواه ولسوالی کې د جومات 3D موډل، د نوموړي جومات ساختماني چارې روانې دي.

02/10/2024

د پکتیکا په وازیخواه ولسوالی کې د جلال سوداګریز مرکز ساختماني چارې روانې دي، دا پروژه د سوداګرۍ او پرمختګ د نوي دور استازیتوب کوي، دا سوداګریز مرکز به په پکتیکا ولایت کې د سوداګرۍ، نوښت او د ټولنې د ودې یو لوی سوداګریز مرکز وي، چې د ډیرو لپاره به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

01/09/2024

د جلال سوداگریز‌ گروپ لخوا د پکتیکا ولایت په وازیخواه ولسوالۍ کې د دریو بنسټیزو پروژو د پرانستې غونډه وشوه چې د بنسټ ایښودلو ډبره یی د پکتیکا ولایت مرستیال والي ښاغلی مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت لخوا کیښودل شوه.

18/07/2024

د جلال سوداګریز ګروپ او پکتیکا ولایت تر منځ، په پکتیکا کې د روانو او راتلونکو پروژو په پار هوکړه لیک لاسلیک شو.

05/07/2024

د جلال ګروپ رئیس حجاج الله جلال او مل پلاوي د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړونې له رئیس الحاج مولوي محمد طاهر سره وکتل. په دې لیدنه کې د راتلونکو پروژو د پلې کیدو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست د جلال ګروپ له فعالیتونو ملاتړ وښود.

17/06/2024

د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت!

19/05/2024

د جلال ګروپ لخوا د پکتیکا په چهاربران ولسوالۍ کې د دريو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې. يادو پروژو کې يو باب سي ایچ سي کلينيک، جامع جومات او په نړۍوالو معيارونو برابر يو تجارتي مرکز شامل دی.

#افغانستان #پانګه #پرمختګ #پکتیکا #جلال‌ګروپ

Photos from Jalal Group's post 29/11/2023

جلال خیریه روغتون چې ساختماني چاري يي روانې دي د جلال تجارتي مرکز تر څنګ جوړيږي دلته به د بيوزله هيوادوالو او د يتيمانو په وړيا ډول تداوي کيږي.
واغظ ولسوالی، کابل-کندهار لویه لار

Want your business to be the top-listed Business in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul