Computer Science - BCS

Computer Science - BCS

Share

welcome

10/11/2020

؟
مکمل معلومات سره د تاریخچی!!!
انټرنيټ : Internet
د انټرنيټ د منځ ته راتللو لومړنۍ نښې نښانې په 1957م کال کې لټولی شو. دا هغه وخت و چې پخوانی شوروي اتحاد خپله فضايي بيړۍ د سپوتنيک (Sputnik) په نامه کيهان ته وليږدوله . په همدې وختونو کې د امريکا متحده ايالات هم په دې فکر کې شوه چې څنګه به و کولئ شي خپلې فضا يې پروژې تر ژورې او دقيقې څارنې لاندې راولي.
په ١٩٦٢ء کال کې د امريکا هوايي ځواک ، يو تن د Rand Paul Baran په نامه دې ته وګوماره ، که چيرته د امريکا په ځنيو ښارونو اتومي بريد وشي نو دوي به څنګه د خپلو اتومي توغندويو پروګرام په خپل لاس کې ولرلی شي ، تر څو له هره ځايه يې په واک او استعمال کې راوستی شي .Rand Paul Baran.له اوږد کار او هلو ځلو وروسته ، هوايي ځواک ته د يو داسې نېټ ورک جوړولو مشوره ورکړه چې په هغه کې ډېر کمپيوټرونه يو دبل سره تړلي وي او مهم معلومات له يو کمپيوټر څخه بل ته په اسانۍ انتقال شي . له همدې امله يې په لومړي سرکې د ARPA (Advanced Research Project Agency ) ايجنسی په جوړولو پيل وکړ
په ١٩٦٩ء کال کې ARPA داسې يو نېټ ورک سيسټم جوړ کړ چې يوازې څلور کم پيوټرونه په کې له يو بل سره تړلي وو او دهمدې ايجنسۍ سره د تړاو له امله يې د ARPANET په نامه ونوموله .
په ١٩٧٢ء کال کې د BBN په نوم يوې ادارې چې د ARPANET ټېکه ورسره وه، يو تن کارکوونکي
Ray Tomlinsoلومړنی E_mail پروګرام جوړکړ ، د وخت په تيريدود ARPA نوم په DRAPA Defense Advanced Research Projects Agency) ) بدل کړاى شو
په ١٩٧٣ء کال کې د. DARPA يوې کارکوونکې ډلې چې مشر يې Vinton Cerf ود TCP/IP پروتوکول له لارې په دې بريالۍ شو چې د کمپيوټرونو بېلابېل نېټ ورک سيسټمونه په خپلو کې سره وتړي .
په ١٩٧٤کال کې د همدغې ډلې لخوا دې نېټ ورک سيسټم ته د Internet تورى استعمال کړو.
د انټرنېټ کليمه له دوو کلمو inter او net جوړه شوې ده :
Inter (International)او(ng net (Networkiده ، چې په پښتو کې ورته نړيواله جال هم ويلی شو .
په ساده توګه انټرنيټ داسې تعريفولی شو : انټرنيټ د کمپيوټر د نيټ ورړ کونو ( Networks) يو نيټ وړک دی، کوم چې د معلوماتو (Data) د استونې (Transfer) له پاره سره ورته ژبه ( يا پروتو کول ) کاروي. هغه نيټ وړ کو نه چې انټرنيټ جوړوي په ولايتونو، هيوادونو او نړۍ کې خواره واره دي او هر کمپيوټر چې د دې نيټ وړکونو څخه يوه سره هم تړلی وي، د انترنيټ برخه ده.
نن ورځ په ټوله نړۍ کې په ميلونونو کمپيوټرونه يو د بل سره تړل شوي دي چې د دغو ميلونونو
کمپيوټر ونو ترشا، په ميلونونو انساان ناست دي چې نړۍ د يو کنچ څخه بل کنج ته د معلوماتو او خبرتياوو په ليږ دو لو اواخيستلو مشغول دي .
د کمپيوټرونو د نېټ ورک سيسټم ، په لږه موده کې دومره کاميابي تر لاسه کړه چې دامريکا د متحده ايالاتو د نظامي ضرورتونوڅخه راووت او د ګردې نړۍ د خلکو په واک کې ورکړل شو . په (١٩٧٦ م کال ) کې لومړنی بريښنا ليک (E-mail) د انګلستان د ملکې له خواد امريکا متحده ايالاتو ته مخابره شو.
په (١٩٨٢م کال ) کې د ارپانټ د کمپيوټر نو شمير ٢٣٥ د ستګاو ته رسيده په (١٩٨٤ م کال ) کې يې شمير ١٠٠٠ د ستګاوته اوپه (١٩٨٩ م کال کې) دا شمير شل زره ته لوړ شو.
د انټرنيټ هرپاڼه د Web په نامه يادېږي . هر څوک، هر دفتر،هر هېواد،هره Ngo اوهر سوداګريز مرکز که وغواړي، چې خپله پاڼه ولري نو لومړی بايد خپلې م وسسې ته نوم ورکړي او بيا ځان راجستر کړي .
په نړيواله سطحه نږدې يو بېلېون د انټرنيټ پتې او پاڼې شته، چې په ١٩٩٦ کال کې دغه شميره نږدې ٦٢٧٠٠٠ته رسيده او په ٢٠٠٠ کال نږدې ١٨ ميليونه ويب سايټونه راجسټر شول
په ( ١٩٩٢م کال ) کې د انټرنيټ سره د تړل شوو کمپيوټړونو شمير يو ميليون ته ورسيد ه .
همدارنګه ١٩٩٣ م کال کې د لومړي ځل له پاره راډيويي سرويس په انټرنيټ کې پيل شو. په دې وخت کې د انټر نيټ د تړل شويو کمپيوټرونو شمير دوه ميليونو ته رسيده .
په (١٩٩٤) کال کې د انټرنېټ د کارولو مينه وال نږدې درې ميليونه وګړي وو، چې زياتره په کې امریکان وو، خو په (٢٠٠٠) کال کې په ټوله نړۍ کې د دې پروګرام کاروونکي نږدې درې سوه ميليونو وګړيو ته ورسېدل .
په ١٩٩٤ م کال کې د انټرنيټ د زيږيدو ٢٥کاليزه ولمنانځل شوه اورسره جوخت دا اعلان وشو چې انټرنيټ اوس لس ترليونه بايټه اطلاعات لري او د نړۍ هر څوک کولی شي خپل کمپيوټرونه په انټرنيټ پورې وتړي .
په ١٩٩٥ م کال کې واتيکان هم د انټرنيټ سره خپلې اړيکې ټينګې کړې، په دې وخت کې په ټوله نړۍ کې د کامپيوټرونو شمير ه پنځه ميليونو دستګاوو ته رسيده
په ١٩٩٦ م کال د جنوري په ١٧ نيټه د ماليزيا صدر اعظم، دفلسطين مشر يا سرعرفات او د فلپين صدر اعظم، دريواړو د لومړي ځل له پاره د انټرنيټ په نيټ ميټنګ (Net meeting) پروګرام کې لس دقيقي يو له بل سره مخامخ ژوندۍ مرکه او خبرې اتري وکړی.
انټرنيټ د هرې ورځې په تيريدو سره چټکه وده کوي .د ځينو رسمې ارقامو له مخې په انټر نيټ کې د موجودو ويب پاڼو شمير په هر ٥٢ ورځو کې دوه چنده زياتيږي او په انټر نيټ باندې د کار کوونکو شمیر په هر کال کې دوه چنده د تيرو کالونو په پر تله زياتوالی مومي .
که څه هم انټرنېټ لومړي ځل په امريکا کې د ځانګړي نظامي ضرورت له مخې ايجاد شو خو وروسته يې د يو نړيوال جال بڼه خپله کړه او ګرده نړۍ يې د ځان سره په دې جال کې راونغښتله . په دې توګه انټرنېټ نه يواځې د انسانانو تر منځ د معلوماتو تبادله او اړيکي اسانه کړل بلکې د نړۍ خواره واره تنابونه يې هم رالنډ کړل او دنيا يې په يوه نړيوال کلي(GlobalVillage)واړوله .

Photos from Computer Science - BCS's post 10/11/2020
21/05/2020

...

له هغه ورځې چې فیسبوک، ټویټر او داسی نورې ټولنیزې رسنۍ جوړې شوي، څیړونکو انجینرانو دا ټولی ټیکنالوژی ګانی سیړلی او په ډاګه کړې یې ده چې د خپلو کاروونکو
جاسوسي کوي.

ددغو ټیکنالوژیو شرکتونو په مختلفو پلمو ځانونه له مسئولیته باستلی، تردې چې که چیری نن سبا زیاتره د موبایل اپلیکیشنونه انسټالوې نو له اوله درڅخه اجازه غواړي چې ستا د موبایل دننه ستا ټول معلومات، د موبایل کامره، ګوشی، کیبورډ، او خلاصه دا چې ستا مکمل څارلو تمامه اجازه درنه اخلي، او ته ورته اکسپټ بټن وهې!

یو له بدو ځانګړنو ددې ټیکنالوژیو دا ده چې تا ګام په ګام څاري، څرنګه؟ ستا د موبایل دننه جي پي اس له لارې، که جي پي اس ونه لري، نو بیا د انټرنټ سیټنګ له لارې چې په کې ستا ځای مالوموي.

ښه نو څرنګه به دا مالوموې چې فیسبوک ستا ګشت ګوزار څارلی دی؟

:
کله چې خپل اکاونټ په انټرنټ پرانستونکي براوزر کې راخلاص کړې، نو Activity Log ته به ننوځې، په دې کې به د Filters لست لاندې More توکمه ووهې، نو تاته به د ټولو هغه معلوماتو لست راشي چې د فسبوک کارونې په مهال یې  ستا اړوند ثبت کړي دي.

په دې معلوماتو کې: هغه پیجونه چې ته یې تل ګورې، هغه ویډیوګانې چې تا پورته کړې دي، او هغه چې تا کتلې دي، او هغه لټونونه چې تا فیسبوک کې کړي دي، او ستا د خوځښتونو نقشو ته یې ځانګړی ځای جوړ کړی دی.

ښه نو، Videos Watched توکمه ووهه ترڅو د ټولو هغه ویډیوګانو اوږد لست وګورې چې تا فیسبوک کې کتلې دي، ستا د هرې تماشې دقیقې، ساعت، ورځ، میاشت، او کال هم لیکلي دي، حتی هغه پیجونه هم درښیي چې تا په کې دغه شیان کتلي دي.

او ستا د ګرځیدو راګرځیدو تفصیلي نقشو موندلو لپاره بیا Location History توکمه ووهه، ته به په مکمل تاریخ او ورځ سره ستا د ګشت او ګزار مکملې نقشې وګورې.

ته کولی شې له Clear Location History توکمې څخه دا ټولې نقشې پاکې کړې، او یا هره نقشه باندې جلا کلیک کولو سره یې هم پاکولی شې.

انجینران وایي چې ته باید د فیسبوک سیټینګ کې هغه بټن بنده کړې کومه کې چې ستا د ځای د څارلو اجازه ده.

بعضی ملګری د دغو شرکتونو د تجسس مخنیوي لپاره د کامرې په سترګۍ د موبایل رنګ سره مناسب کاغذ نښلوی، او کمپیوټر کې بیا د مایک سیټنګ کې مایک ډیس ایبل کوی چی دا هم مناسب کار ده.
#خو:
سره له دې ټولو، بیا هم هغوی نشی کولی فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ له دې منع کړم چې په موبایل کې شته عکسونه، ویډیوګانې، اواز فایلونه، لیکل شوي ورډ، فایلونه، تجارتي تفصیلات، د کور نورو چارو اړوند یادښتونه ونه څاري،
#ځکه:
هغوی خپله د دې شیانو انسټال کیدو وخت کې Accept توکمه وهلې ده، ددې توکمې دا معنا ده چې کاروونکی شرکت ته د هغه ټولو شیانو استعمالولو اجازه ورکوي کوم چې دغه اوږد لست کې اول کې درته رامخته کوي.

؟
څوک چې موبایل استعمالوي له جاسوسۍ څخه د مکمل ځان خلاصولو خوب دې نه ګوري، البته تر یوه حده یې مخنیوی کولی شي،
#مثلا:
– په موبایل کامره شخصي عکسونه بیخي نه اخیستل.
– اواز په کې هیڅ نه ثبتول.
– ویډیو په کې هیڅ نه ثبتول.
– د کامرې سترګۍ په مناسبه طریقه پټول.
– د جي پي اس سیټنګ مکمل بندول.
– موبایل کې د فسبوک او نورو ټولنیزه رسنیو کارولو لپاره د دغو شرکتونو ځانګړي اپلیکیشنونه بیخي له موبایله ډیلیټ کول، او تک تنها د firefox, opera, chrome, په څیر په کوم براوزر یا انټرنټ راخلاصونکې کړکۍ کې کارول.
– د امکان تر اندازې په شخصي نوم او اصلي معلوماتو اکاونټ نه جوړول.
– د امکان تر حده د موبایل نمبر په ځای په داسې ایمیل اکاونټونه جوړل چې موبایل کې یې بلفعله نه کاروې، بلکې تنها همدغه اکاونټ لپاره یې جوړوې.
– که کوم اکاونټ درڅخه د موبایل نمبر خامخا غواړي نو له موبایل شرکته موقت نمبر اخیستل(عموما شرکتونه هر کاروونکي ته اجازه ورکوي چې په یوه سیم دوه نمبرونه وکاروي خو مقابل کې یې هر اونۍ یوه خاص مبلغ قیمت ترې اخلي) او په هغه اکاونټ جوړول، او موقت نمبر بیرته بندول.

په دغه پورتنیو کړنلارو د موبایل تجسس په مقابله کې دومره ګټه کیږي چې ستا موبایل ستا، ستا د کورنۍ، او ستا د متعلقینو بې اجازې عکسونه او ویډیو وانه خیستلی شي، همداراز، که دې په خپل شخصي نوم اکاونټونه نه وي جوړ کړی نو هغوی به ستا له موبایله غلا کړي معلومات هغه نوم پسې لیکي کوم چې تا ورکړی وي.

او په لنډه توګه، ته به وکولی شې ۷۰ سلنه خپل معلومات له جاسوسي کړیو خوندي کړې، او کوم چې هغوی یې له موبایله ترلاسه کوي، هغه به هم بل چا پسې لیکل شوي وي، چې په دې ډول سره ستا له موبایله ترلاسه کړي معلومات ور ګډوډول او غلط کول هم لویه لاسته راوړنه ده.

17/05/2020

د سلام سیم کارت سیتینګ سه دول کیګی ۔۔۔

30/08/2017
12/08/2017

درسونه سباته شروع کیگی . او ثبت نام هم ورسره جیریان لری .

12/08/2017

ثبت نام شروع شوی دی . پهنتون ته زان را ورسوی .
R.S

Photos 09/08/2017

د زراعت پوهنحی

09/08/2017

د تولو هغه محصلانو لستونه راغلل کوم چی نوی کامیاب شوی دی .

07/08/2017

لطفاً اطلاع رساني كنيد

فيصله رياست پوهنتونها و مؤسسات تحصيلات عالى خصوصى بمنظور شفافيت هرچه بهتر و بيشتر پروسه معرفى داوطلبان كانكور واجد شرايط به پوهنتونهاى خصوصى عصر ديررز مورخ ١٤'٥'١٣٩٦
آنعده از داوطلبان كه واجد شرايط به پوهنتونهاى خصوصى افغانستان شناخته شده اند رسانيده ميشود كه سر از امروز مورخ ١٥ اسد ١٣٩٦ الى ٣١ اسد همين سال فورم مخصوص تخفيف به پوهنتونهاى خصوصى را از اتحاديه پوهنتونهاى خصوصى مقابل ليسه غازى كارته چهار ميتوانند بدست آورند
قابل ياد آوريست كه جدول تخفيف هاى كه رياست پوهنتونهاى خصوصى با آنها تفاهم نامه همكارى امضاء نموده است در همانجا نيز موجود است.
L.R.S

07/08/2017

قابل توجه‎ محصلين جدیدالشمول سال 1396 دانشگاهاي دولتي

ریاست محترم عمومی امتحانات کانکوروزارت تحصیلات عالی، ذریعه مکتوب نمبر(184) مورخ 15/5/1396 خویش که، عنوانی ریاست تکنالوژی معلوماتی ارسال داشته برای پوهنتون های کشور اخبار نموده است تا برویت جدول ارسالی که از طریق ایمیل به پوهنتون های مختلف ارسال شده است ثبت نام جدید الشمولان سال 1396 را آغاز نمایند.
لطفاً اطلاعيه را همگاني سازيد تا محصلين جديدالشمول در هر گوشه و كنار افغانستان موقعيت دارند مطلع گردند و از دروس خويش باز نماند.

L.R.S

03/08/2017

دروس تمام جدیدالشمولان به تاریخ ۱۵ اسد شروع میشود و در جریان دروس شان ثبت نام شان صورت خواهد گرفت!
شریک سازید تا همه آگاه شوند!

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kabul