Samiullah Samim
تعلیم د ټولني د اصلاح لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده
رنګین ماښام له باچاجي سره.
19/02/2024
28/01/2024
انشټاین ویل چې خیال تر پوهې ډیر مهم دی، ځکه چې پوهه له خیال پرته بشپړ ځواک یا پوتانشیېل ته نه رسیږي.
رښتیا دا دي چې د هر خیال تر شا یوه بنسټیزه پوهه شتون لري، که هر څومره وړه/سپکه هم وي.
تاسې د یوه شي تصور نشئ کولی که چېرې تاسې د هغه څیز په اړه کومه بنسټیزه پوهه ونه لرئ. یو نه یو د پوهې څرک یا بڅرکی باید ولرئ.
هغه څه دي چې په لومړي سر کې خیال هڅوي؟
ايا دا هغه څه نه وي چې يو څوک پرې پوهيږي، چې په اړه یې کومه مفکوره پیدا کوي، بیا یې ذهن په خیال کې ډوبيږي؟
خو د نورې/نوې پوهې د "پلټنې دنده" خیال پرغاړه اخلي. او همدا ډول خیال د پوهې د ځواک ته د رسیدو دنده پر غاړه اخلي.
کله چې "ویلبور" او "اورویل رایټ" الوتکه اختراع کړه، ایا د دوی سره د دې ستر او ځانګړي خیال نه مخکې کومه بنسټیزه پوهه نه وه؟
دوی پوهیدل چې دا ممکنه ده چې یو لوی شی په هوا کې د مرغیو په څېر الوتنه وکړي (بنسټیزه پوهه).
له همدې امله، خیال پیل شو، او همدا خیال د دوی لپاره د نورې/نوې پوهې د موندلو لامل شو.
په عملي توګه، کومه پوهه چې دوی له تصور پرته یا مخکې درلوده، د الوتکې اختراع یې نشوای ممکنولی.
نو له خیال او تصور پرته به پوهه ستړې کوونکې وي. او یوازې یو احتمال به وي. د دې توان به ونلري چې خپل بشپړ ځواک ته ورسیږي.
28/01/2024
دقیقآ
28/01/2024
#هڅونه
تل هڅه وکړئ : چې د لوړو اهدافو په لرلو سره
ژوند ته دوام ورکړئ، ناممکن ممکن کړئ.
ناکامي هېره کړئ د بریا سوچ خپل کړئ.
هيڅ وخت دا مه وايئ چې زه يې نشم کولاي.
28/01/2024
هغه څوک چې د رڼا ورکولو لپاره چمتو وي، باید سوځیدل وزغمي.
✍️ویکتور فرانکل
14/01/2024
څوک چې رواني تکلیف لرې
څوک چې ذهني، فکري او روحي فشارونو تر برید لاندې نیولی وي،هغوی ته زموږ د «دین» سپارښتنه او توصیه!
۱ ــ صبر
صبر د سټرېس پر وړاندې له مؤثرو لارو څخه یوه لاره ده. په دنیا کې چې څومره مشهور شخصیتونه دي او وتلي دي؛ نو هغوی یو ځل حتماً مات شوي دي او صبر یې کړی دی. صبر د بریا شمزۍ ده. صبر معنوي دفاعي میکانیزم دی. الله تعالی وايي چې زه له «صابرانو» سره مل یم؛ چې د الله تعالی ملتیا راسره وه، دغه مو بس ده.
۲ ــ لمونځ
په عبادتونو کې بل هېڅ داسې نه شته؛ لکه لمونځ چې دی. لمونځ د الله تعالی او بنده ترمنځ د اړیکې بیخي ښه لاره ده. له مشکلاتو، مصیبتونو او ستونزو څخه د فرار یا هم پناه غوښتلو بهترینه وسیله لمونځ ده. چې هر ډول فشار او ذهني بوج په سړي راشي؛ اودس تازه او بیا په اخلاص سره لمونځ کول به هر څه سم کړي ان شاء الله.
په قرآن کې هم راغلي دي چې تاسو په لمانځه سره مرسته وغواړئ. دا ډېره ښه وسیله ده چې موږ د رواني ناروغیو له شر څخه په منځ مهال کې خلاص شوو. یا دا چې یوه ښه هڅه کېدای شي؛ هر څو که ډېر تمرین ته اړتیا هم ده.
۳ ــ دعا
دعا د عبادت مغز دی. دعا د مغز او زړه د ریسټور کولو عمده تڼۍ ده. په دعا سره د احتمالي گواښونو خطر کمېږي یا بیخي ورکېږي. په دعا سره یو معنوي فایر وال رامنځ ته کېږي چې د بهرنیو هکرانو پر وړاندې مقاومت وکړي. د دعا د اهمیت په اړه همدومره کافي ده چې الله تعالی وايي زه مې د خپل بنده دعا قبلوم چې کله دی ماته دعا وکړي. په دنیا کې نن علاج په دوه ډوله دی. یو یې مادي چې هغه طب او طب پورې اړوند مسایل دي او بل یې معنوي برخه ده چې په هغو کې یوه وړه فرعي برخه «دعا» ده. د ارواپوهانو په نزد دعا بهترینه وقایه او همداراز تداوي ده. دعا په سړي کې روحیه، مقاومت، دفاع او متانت راژوندی کوي.
د هندوستان مشهور رهبر او مشر «مهاتما گاندی» له قوله «ډیل کارنگي» په
خپل کتاب کې دا خبره رانقلوي : «که ما دعا نه کولای، زه به وختي لېونی شوی وم.»
دغه راز «الکسېس کارل» په خپل کتاب (دعا) کې وايي: «انسان چې څنگه ډوډۍ او اوبو ته اړتیا لري؛ دغسې یې دعا ته هم اړتیا ده؛ چې روان یې تقویه شي.»
۴ ــ قرآن
قرآن او د قرآن تلاوت هم په خپله د رواني فشار یا هم روحي بوج د کمولو له پاره بهترینه وسیله ده. تجربو ښودلې ده چې په چا باندې څه فشار راغلی دی؛ تر یوې سيپارې یا هم نیمې سيپارې پورې قرآن یې چې تلاوت کړی دی، زړه یې آرام شوی او فکر یې هم پر ځای. کېدای شي یو څوک ووايي زه روغ او جوړ یم؛ خو د قرآن له نظره هغه ناروغ وي. دغه ناروغ باید د روغتیا له پاره بېرته همدغه قرآن ته رجوع وکړي. په قرآن کې شِفا ده او دا شِفا رواني برخه هم رانغاړي او معنوي هم. څه چې قرآن کې دي ټول رحمت دي او شِفا ده؛ نو دا آسانه او وړیا علاج دې څوک باید له پامه و نه غورځوي.
ډاکټر صاحبان وايي چې هر درمل جانبي عوارض لري؛ خو دا بیا هېڅ سایډ ایفکټ نه لري. (سبحان الله)
قرآن د وېرې، اضطراب، سټرېس، کمزورتیا او تشویش له پاره بهترین درمل او علاج دی او په معنوي برخه کې.
۵ ــ تقوا
تقوا «جي پي اِس» ده. تقوا یو مقاوم پوښ او کَوَر دی. په قرآن کې راځي چې هر څوک د تقوا لاره خپله کړي، الله تعالی به یوه د حل لاره ورته پیدا کړي.
۶ ــ توکل
توکل دا نه دی چې واده نه کوم؛ خو اولاد غواړم؛ بلکې له انساني هڅو، کوښښونو او زحماتو ورورسته په آخر پړاو کې د توکل نوبت دی. هر څه چې وشول آخر کې یې توکل دی. څوک چې توکل لري؛ هغه به په ژوند نا امیده، زړه توری او مأیوس نه شي. چې مأیوس نه شو دی بیا نه ناکامېږي او د هرې سختۍ پر وړاندې ښه په نره ولاړ وي. د دې پر ځای چې حوادث پر دوی منفي تأثیر وکړي، دوی لا پسې کلک او مضبوط شي.
۷ ــ توبه او استغفار
توبه مانا د هرې بدۍ فارمټ کول او (شېفټ+ډیلېټ) کول. دغه د «گناه» احساس دی چې ډېر ځله سړي ته بېلابېل مشکلات پیدا کوي. دغه احساس چې ورک نه شي یا فارمټ نه شي، موږ به په ډېرو ناروغیو او سختیو اخته کړي.
۸ ــ له نېکانو، مشرانو، با تقوا او با دیانته خلکو سره ناسته ولاړه
دغه راز
له ژبې سره احتیاط،
له سترگو سره احتیاط،
د سهار او ماښام منظم اذکار
هم هغه څه دي چې هم درماني دي او هم وقایوي تدابیر.
#آزموینه
14/01/2024
څنګه خپل ځان په سمه توګه وپیژنو؟
انسانان لکه څنګه يې چې بڼې سره مختلفې دي، دغسې يې احساسات، وړتياوې، نېمګړتياوې، غوښتنې، ذوقونه، عقلونه او ډېر نور غرايز او عواطف هم سره مختلف دي، رنګارنګ دي او قسم قسم دي.يو انسان په خپل ژوند کې د بريا او پرمختګ اصلي درجه هغه وخت تر لاسه کولی شي چې ځان و پېژني، ځان د يوه بيخي متفاوت انسان په توګه و پېژني، ځان قانع کړي چې خدای پاک خامخا يو داسې کمال ورکړی چې ځانګړی دی، او له ځان و پوښتي چې څه بايد وکړي؟ د کوم کار لپاره خلق شوی؟ له ژوند موخه څه ده؟
هغه انسانان چې د پورته پوښتنو دقيق، وسع او منطقي ځواب لري او دغه شان نور پوښتنو ته متوجه دي مانا يې داده چې ځان پوهاوی يې پياوړی دی.ځان پوهاوی څه ته وايي او څه اهميت لري: ځان پوهاوی چې فارسي کې ورته (خود آګاهي) وايي د ځان پېژندنې له مسالې سره ګډې اړيکې لري. څومره خپله ځان پېژنئ؟ شايد وواياست چې ډېر زيات، مګر که منصفانه فکر وکړئ مساله بل ډول ده، موږ اکثره باور لرو چې خپل ځان مو پېژندلی دی، مګر که په ژوند کې له ستونزو سره مبارزه نشو کولای، د نجات لار نه شو موندلی او هيلې مو بايللې وي مانا يې داده چې موږ لاهم خپل ځان نه دی پېژندلی.که يوه تېروتنه بیا بیا تکرار کوو، که احساساتي کېږو، که مو په ځان باور نشته، که موخه نه لرو… نو ويلای شو چې موږ د ځان پوهاوي په ټيټه پوړۍ کې قرار لرو.
– ځان پوهاوی د خپلو وړتياوو او ضروتونو درک، د خپلې کمزورۍ ټکي موندل، په خپلو عمالو فکر کولو، د هغوی مثبت و منفي سره بېلولو او د ورځني ژوند کردار ته وايي.ځان پېژندنه د خپلو احساساتو، غريزو، وړتياوو، علايقو، هوش او شعور درک او د هغه کنټرول ته وايي.انسان کولای شي د مختلفو افکارو او معلوماتو له راټولولو او تحليل وروسته په دې بريالی شي چې ځان و پېژني.څومره چې خپلو احساساتو او عمالو ته زيات ځير کېږئ په هماغه اندازه دا امکان زياتيږي چې ځان ښه وپېژنئ، څومره چې په خپلو خويونو فکر کوئ په هماغه اندازه د ځان د اصلاح کولو وړتيا پيدا کوئ.– که موږ د ځان پېژندلو توانايي پيدا کړو خپلو موخو ته آسانه رسېدای شو.
نن سبا د انټرنېټ زمانه ده او هر څوک کولای شي په آسانئ د فردي پرمختګ او شعوري پياوړتيا په اړه معلومات تر لاسه کړي، بريالي اشخاص هڅه کوي چې اول ځان مطالعه کړي، خپلې کمزورتياوې او وړتيا سره بلې او منظمې کړي.– ځان پوهاوي او ځان پېژندل په ژوند کې د بريا لومړۍ او مهمه مرحله ده.ـ د دې لپاره چې ځان په لا دقيقه توګه ارزيابي کړئ، خپلې ورځنۍ پېښې وليکئ، دغه راز خپلې موخې او هيلې هم لېست کړئ، وخت نا وخت خپل يادښتونه مطالعه کړئ، د ځان په نيمګړتيا پسې وګرځئ، و يې پېژنئ او ترک يې کړئ.ـ ځان پوهاوی تر لاسه کول ستونزمن کار دی مګر نا ممکن نه دی! موږ که خپل ځان، خپلې وړتياوې او نيمګړتياوې و پېژنو مثبت ځانګړنو ته لا انکشاف او منفي هغه حذف کړو په ژوند کې به مو بنسټيز بدلون او پرمختګ محسوس شي.
14/01/2024
د یخنۍ/ژمې څخه په لړزېدونکي بدن/ کس باندې پرده اچول، د زیارت له پردې اچولو څخه یو میلیون ځله غوره ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul Afganistan
Kabul