Dr.Nowroz
Doctor
19/08/2023
دهېواد يوه ستر غازي درندې خبرې
08/06/2023
استعدادونه مه وژنئ، بلکې دهغوی ملاتړ وکړئ !
ددنيا خلک هڅه کوي چې استعدادونه رابرسېره کړي، خو دلته خلک برعکس دي. دلته خلک استعدادونه وژني، ددوی لپاره شرايط سختوي او ملاتړ خو يې پر ځای پرېږده. استعدادونه په حقیقت کې، د هغو حبابونو په څېر دي چې ديوه ګازي څښاک په تل کې رامينځ ته کيږي او ځان تر سطحې رسوي او بیا الوزي. که خدای ناخواسته تاسې هم دا بد عادت لرئ نو پوه شئ چې يوازې خپل قیمتي ژوند مو دبل دتخريب لپاره ضايع کوئ. تاسې نشئ کولی چې ددوی مخه ونيسئ، دوی به خامخا الوزي.
سهار مو پخير دوستانو 🌄
21/05/2023
AI generated drawings of different ethnics.
Variations bring beauty !
20/05/2023
استعدادونه باید وستایل شي!
دښکلي خوست ځوان ډاکټر عصمت الله څپاند توانيدلي چې د انګلستان په طبي ازموينه MRCP کې په نړيواله کچه لوړې نمرې واخلي. دا امتحان هر کال دنړۍ مختلفو هيوادونو ډاکټران ورکوي خو داسې لوړې نمرې اخيستل پکې نادر دي. موږ پرې وياړو !
دخوست او افغانستان وياړ دی.
ولس باید پر خپلو ځوانو استعدادونو باور وکړي.
عکس د #خوست پاڼې څخه کاپي شوی.
💐
د حکیم څخه یو چا وپوښتل:
آیا نارينه ژاړي؟
حکیم په پوره یقین سره ورته وویل: هو، نارینه ژاړي.
هغه وویل: نارینه څه وخت ژاړې؟
حکیم وویل:
نارینه هغه وخت ژاړې چي مور یې وفات سي،
نارینه هغه وخت ژاړي چي پلار یې وفات سي،
نارینه هغه وخت ژاړي چي اولاد یې ناروغ سي،
نارینه هغه وخت ژاړي چي لور یې ورڅخه واده کیږي،
نارینه هغه وخت ژاړي چي اولادونه یې خبره نه مني، ځان پرې لوړ ګڼي، او خبري ورسره اوږدوي.
نارینه د قهر، زور، بیري او یوازیتوب په وخت کي ژاړي.
نارينه هغه وخت ژاړي کله چي خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ نه سي برابرولای، د هغوی یوه کوچنۍ غوښتنه نه سي پوره کولای.
نارینه هغه وخت چي د خپل ټاټوبي څخه جلا سي.
نارینه هغه وخت ژاړي کله چي د هغه کسانو څخه لیري سي چي دی ورسره مینه لري.
نارینه ژاړي، خو...
د شپې په تاریکیو کي...
تر باران لاندي...
پر بالښت باندي...
مګر د نارینه اوښکي تر سترګو نه بهیږي، تر څو ټول خلک یې وویني،
بلکي د زړه څخه رابهیږي او پر زړه بهیږي،
بیا یې نو تاثیر په کتلو، د مخ د بڼې په اوښتلو، د ورېښتانو په سپينېدلو او لاسونو په رېږدېدلو کي ښکاره کیږي.
هو، نارینه همدغسي ژاړي.
04/04/2023
دا وړه خبره نده چې دهېواد څلور بچیان په نړيواله کچه په لسو غوره کسانو کې راځي. يوازې کرکټ ندی، بلکې ډاډه یم چې موږ په هره برخه کې استعدادونه لرو. دوی باید تشويق او حمایت کو.
په خپل تلګرام کې afghanGPT سرچ کړئ او له هغې څخه مختلفې پوښتنې کولی شئ، ډاډه یم چې ډېر جالب به درته پرېوځي.
تاسې ته ديوه ښه ملګري او يوه ښه استاد په ډول ځوابونه درکوي.
23/03/2023
لاندې کليزه څو کاله کیږي چې کاروم.
دافطار او امساک وختونه، دلمانځه وختونه، دهر ولايت د موقعيت په نظر کې نيولو، سره ښودل کيږي.
22/03/2023
لاندې انځورونه دپاکستان هېواد په کراچۍ ښار کې ديوې نوي شفاخانې ډيزاين ښيي. ددې شفاخانې کارونه به په يو څو کالونو کې بشپړ شي او په خاص ډول به دزړه او رګونو ناروغان پکې کتل کيږي.
خدای دې موږ ته هم توفیق راکړي چې داسې ښکلي او مجهزې شفاخانې ولرو.
21/03/2023
نوی کال دی.
ددې کال لپاره مو خپلې موخې وټاکئ.
هغوی پر يوه پاڼه ځان ته وليکئ.
دهغوی دترلاسه کولو لپاره هڅه وکړئ.
که ورته ونه رسېږئ، لږ تر لږه هدفمند ژوند خو به مو کړی وي.
ځیني هغه احادیث چي مشهوره دي خو هغه په حقیقت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت ندي .
۱: صوت المراة عورة : د ښځي اواز عورت دی
دا اصلا حدیث ندی .
۲: طاعة المراة ندامة : د ښځي په قول کول پښېماني لري .
دا حدیث ضعیف دی ، امام الشوکاني يې موضوع ګڼي .
۳: شاورهن و خالفوهن : د ښځو سره مشوره وکړې خو په قول مکوئ
دا حدیث امام سخاوي ضعیف کړی ، ځيني علماء موضوع ګڼي. امام سیوطي وايې دا حدیث باطل دی .
۴: للمراة ستران القبر والزوج : د ښځي ستر پرده یا کور دی یا خاوند .
دا حدیث ابن الجوزي موضوع ګرځولی . امام هیثمي وایې باطل دی.
۵: النساء حبالة الشیطن : ښځي د شیطان رسۍ دي .
امام سخاوي په مقاصد حسنة کي دا حدیث ضعیف کړی .
۶: النساء مصابیح البیوت ولکن لا تعلموهن : ښځي د کور څراغاني دي لکن دوی ته زده کړي مه ښه یاست ، علم ته یې مه پرېږدئ .
دا حدیث باطل دی دروغ دی.
۷: عقولهن في فروجهن : د ښځو عقلونه د دوی په شرمګاه کي دي .
دا حدیث موضوع دی هیڅ اصل نلري .
وګورئ څومره دروغ د احادیثو په نوم پر پیغمبر علیه السلام تړل سوي ، زموږ په ټولنه کي دا حدیث منشر دی عوام يې حقیقت ګڼي او پر خپل ښځو باندي تر دغه عنوان لاندي ظلم کوي .
یادونه : موضوع حدیث معنی پر رسول الله باندي تړل سوی دروغ .
یعني د ځان یوچا جوړ کړی .
#بشیراحمدالحنفی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Website
Address
Kabul