Afghan Science Engineering

Afghan Science Engineering

Share

په دې پاڼه کې مونږ تاسو ته تازه انجینري او تحقیقاتي معلومات خپروو.

Photos from Afghan Science Engineering's post 21/12/2021

انجینري دغسې خوند کوي!!!

Photos from Afghan Science Engineering's post 21/12/2021

Zaha Hadid
She is the queen of architecture.

Photos from Afghan Science Engineering's post 02/12/2021
Photos from Afghan Science Engineering's post 28/11/2021

د زینو په زړه پورې عکسو او طرحې.

27/11/2021
Is Egypt pyramids made by Allin? آیا د مصر اهرامونه د فضایی موجوداتو لخوا جوړ شوي دي 02/11/2021

https://youtu.be/Fp1OOPNTT_s

Is Egypt pyramids made by Allin? آیا د مصر اهرامونه د فضایی موجوداتو لخوا جوړ شوي دي هغه څېړنې چې د مصر د اهرامونو په هکله ترسره شوي دي ګومان کېږي چې دا ودانۍ به د فضایي موجوداتو په واسطه رغول شوې وي.

01/10/2021

په ساختمان جوړونه کې  20  ډوله بیمونه . 20 Types of Beams in Construction

د ودانیو او ساختمانونو په جوړولو کې بیلابیل ډول بیمونه کاریږي .دا افقي ساختماني عناصر دي چې عمودي د بارونو ،عرضي  قوو او کږونکو مومنټونو پروړاندې مقاومت لپاره  جوړیږي.د بیمونو په اوږدو کې پر دو وارد شوي بارونه انجامي نقطو کې دیوالونو ،پایو ،تهدابونو او نورو ته برخو لیږدوي.په دې مقاله کې په ودانۍ جوړولو کې  بیلابیل ډول کاریدونکي بیمونه نظر د هغو اتکاو ،عرضي مقطعو شکل ،اوږدوالي او  موادو ته دبحث لاندې نیول شوي.
په ساختمان جوړونه کې د بیمونو ډولونه .Types of Beams in Constructions
بیلابیل ډول بیمونه شته چې نظر لاندې شرایطو ته درجه بندي شويدي.
1. د اتکايي شرایطو پراساس .
2. د ساختماني موادو پراساس .
3. د عرضي مقطعې د شکل پراساس .
4. د هندسي جوړښت پراساس.
5. د تعادل شرایطو پراساس .
6. د جوړولو دمیتود پراساس .
7. او یو شمیر نور.
د اتکایي شرایطو پراساس .Based on Support Conditions
1. ساده اتکايي بیم. Simply Supported Beam  
دا د ساختماني عناصرو ترټولو ساده شکل دی چې دواړه انجامونه یې په اتکاو باندې پراته وي او ازاد دوران کولی شي.دا په یو انجام کې پین اتکا لري په بل انجام کې او رولر.دا ورکول شوي بار لپاره ،دا کولی شي د عرضي قوو او کوږوالي پروړاندې ودریږي او مقاومت وکړي.
 
2. فکس انجام  بیم. Fixed Beam  
دا ډول بیم په دواړو انجامونو کې فکس وي او د دوران پروړاندې مقاومت کوي .دیته  built-in beam  هم  وايي .فکس انجامونه پرته له عکس العمل فکس مومنټونه هم تولیدوي.
 
3. کنسولي بیم . . Cantilever Beam
که یو بیم په انجام کې فکس وي او بل انجام کې ازاد وي دیته کنسولي بیم وايي.بیم مخ شاته اتکا خواته بار ویشي چیرته چې هغه د عرضي تشنج او مومنټ پروړاندې مقاومت کوي.کنسولي بیمونو په ورکولو د وتلو کړکیو ،بالکونو او دیته ورته برخو جوړول اسانه کیږي.
 

4. مسلسل بیمونه . Continuous Beam
مسلسل بیمونه هغه دي چې  د هغې په ټول اوږودولي کې له دوو  زیاتې اتکاوې وجود ولري.
 
د ساختماني موادو پراساس . Based on Construction Materials
5. اوسپنیز کانکریټي بیمونه . . Reinforced Concrete Beams
دا بیمونه له کانکریټو او فولادي سیخانو جوړیږي.
 
6. فولادي بیمونه . . Steel Beams
دا له فولادو جوړیږي او بیلابیلو ځایونو کې کاریدای شي.
 
7. لرګین بیمونه . Timber beams
دا ډول بیمونه پخوا له  لرګیو جوړیده مګر اوس یې کارول د پاموړ کم شوي .
 
8. مرکب بیمونه . Composite Beams
مرکب بیمونه له دوه بیلابیلو موادو جوړیږي لکه فولا او کانکریټ ،بیلابیلې عرضي مقطعې سره یوځای کیږي اوکاریږي .
 
د شکل پراساس عرضي مقطعې . Based on Cross-Section Shapes
9. مستطیلي بیم . Rectangular beam
دا ډول عرضي مقطعې په پراخه پیمانه په اوسپنیزکانکریټي ودانیو او ساختمانونو کې کاریږي .
 
10. ټي مقطع بیم . T-section beam
دا ډول  بیم معمولا له اوسپنیزو کانکریټو په یو ریخت ډول له سلب سره جوړیږي .جلا T  بیم ددې لپاره جوړیږي څو د کانکریټو فشاري مقاومت لوړ کړي.سربیره پردې ،سرچپه T  بیم هم کیدای شي نظر د ورکول شوي بار غوښتنو ته جوړ شي.
 
11. ایل مقطع بیم . . L-section beam
دا ډول بیم معمولا داوسپنیزکانکریټ په محیط برخه کې په یو ریخت ډول جوړیږي .
د فولادي بیمونو عرضي مقطعې په لاندې ډول دي .
فولادي بیمونه بیلابیل ډول عرضي مقطعې لري .هره مقطع په خپل ځای کې خپلې خپلې ګټې لري .مربعوي ،مستطیلي ،دایروي ،I  ډوله ،T  ډوله  , H  ډوله ،C   ډوله او نور ډول عرضي مقطعې لري.
 
هندسي جوړښت پراساس . Based on Geometry
12. سیده  بیم .Straight beam   
کوم بیمونه چې سیده او مستقیم پروفیل ولري سیده بیم دی .په ساختمانونو کې ډیری یی سیده بیمونه وي .

 
13. .  ګول بیم Curved beam
د ګول پروفیل لرونکی بیم لکه په ګول ودانیو کې ګول بیم بلل کیږي .
 
14. نری کړای شوی بیم . Tapered beam
که د یو بیم په یو انجام کې لوړوالی او یا پلنوالی زیات او بل انجام کې راکم شوي وي نری کړی شوی بیم بلل کیږي .
 
د تعادل شرایطو پراساس . Based on Equilibrium Condition
15. ستاتیکي معین بیم .Statically determinate beam    
د ستاتیکي معین بیم ،تعادل شرایط کیدای شي په یواځې ډول د اتکایی عکس العمل دپیداکیدو لپاره وکارل شي.د بیلګې په ډول د نامعلوم عکس العملونو شمیرمساوي دی معادلو له شمیر سره .
 

16. ستاتیکي نامعین بیم . Statically indeterminate beam
د نامعین ستاتیکي بیم لپاره ،یواځې د تعادل شرایط بسنه نه کوي څو د بیم عکس العملونه پرې حل شي.نو دداسې بیم تحلیل د معین ستاتیکي په پرتله پیچلی دی.
د جوړونې میتود پراساس. Based on Method of Construction
17. په ساحه کانکریټ ریزی شوی بیم . Cast In-situ Concrete Beam
دا ډول بیم د پروژې په ساحه کې کانکریټ ریزي کیږي . لومړی ورته قالب جوړیږي او بیا تازه کانکریټ قالب ته وراچول کیږي او پریښودل کیږي څو قالب کې سخت شي.بیا پرې بار اچولو ته اجازه ورکول کیږي .
 
18. مخکې جوړ شوی کانکریټ بیم . . Precast Concrete Beam  
دا ډول بیم په فابریکه کې جوړیږي ،نو دجوړولو شریط یې هم د ساحې  شریطو په پرتله ډیر کنترول وې.نو دداسې بیم کیفیت هم لوړ وي .بیلابیل ډول عرضي مقطعې چمتو کیږي لکه  T  بیم ،غبرګ T  بیم ، سرچپه T  بیم او داسې نور .
 
19. متشنج شوی کانکریټي بیم . . Prestressed Concrete Beam  
دا ډول بیمونو کې وړاندې له دې چې په بیم بار واچول شي یو شمیر سټرنډونه په کې لا وړاندې متشنج کیږي .مشنج شوي بیمونه په مخکې متشنج شوي کانکریټي بیمونو (Pre-tensioned Concrete beams)او وروسته متشنج شوي کانکریټي بیمونو(post-tensioned Concrete Beams)  باندې ویشل کیږي ..
 
20. ژور بیم . Deep Beam
ژور بیمونه هغه دي چې زیات ژوروالی لري او د هغې د اوږودوالي او ژوروالي نسبت له  4  زیات وي. بار لویه اتکاوو ته د فشاري قوو په واسطه لیږدول کیږي او بار او عکس یوځای کوي .بلاخره نسبتي اوږدیدو ویش په پام کې نه نیول کیږي .
کاپي

Photos from Afghan Science Engineering's post 01/10/2021

پلسترکاري (Plastering)

د ساختماني فعالیتونو د ډلې څخه یو مهم فعالیت پلسترکاري ده چې ساختمان د رنګولو لپاره آماده کوي .

د پلسترکاري ډولونه (Type of Plastering) :

په افغانستان کې معمولا دری ډوله پلسترکاري رواج لري چې عبارت دي له:
1- افغاني پلسترکاري
2- پاکستاني پلسترکاري
3- ایراني پلسترکاري

افغاني پلسترکاري:

افغاني پلسترکاري د پاکستانی او ایرانی پلسترکاري په نسبت نازکه وي مګر داچې په لانده شکل سره ترسره کیږي او په مصاله کې د اوبو مقدار په کافي اندازه سره نو ځکه دغه پلسترکاري ډیر مقاومت او پایښت لري له دیوال څخه په آساني سره نه جدا کیږي او همدارنګه کنجونه او ژی یې هم په آسانی سره نه ماتیږي.

ایراني پلسترکاري:

دغه پلسترکاري ډیره ضخیمه وي مګر ښه مقاومت لری ددغه رنګه پلسترکاري اجوره هم زیاته وي مګر یو علت یې دادي چې درشته راځي او لشم والی نلری، د افغاني پلسترکاری په نسبت غیر اقتصادي تمامیږي.

پاکستاني پلسترکاري:

دغه پلسترکاري په ډیر وچ ډول سره ترسره کیږي یعنې مصاله یې کمې اوبه لري. دغه رنګه پلسترکاري د کارونې په وخت کې د ګلمالې پواسطه سره ډیره وهل کیږی چې په پایله کې یې د سمنټو شیره سرته راځي چي.

02/09/2021

د فکري موضوعاتو لپاره دغه صفحه د مهربانۍ له مخې لایک او دوستان مو ورته دعوت کړئ.
مــــنــنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

لایــــق فکـــــري مـــکتب فکـــري مـوضـوعات او د عـالـمـانـو غـوره وینــاوې دلته ولولئ!

04/08/2021

د انجینرانو لپاره د مهمو سايټونو ادرسونه

www.eevl.ac.uk کتابخانه انجنیری و مهندسی ادنبورک Edinbourg
www.engeeers4engineers.co.uk انجنیری برای انجنیران
www.eng-tips.com نکات برای متخصصان علوم انجنیری و مهندسی
www.outreach.psu.edu/C&I/protective structures ساختمانهای حفاظتی مدرن
www.cae.wisc.edu/~expo مسابقه سالانه در زمینه مهندسی انجنیری
www.new-sgn.com هفته ملی مهندسان
www.engrpess بنیاد بین المللی متخصصان انجنیری (اصول مهندسی
www.percinc.com دوره آموزش در منزل برای انجنیران
www.internationalcodes.com رهنما آموزش کود ساختمان
www.atctraining.com یک دوره آموزشی سه روزه (آموزش در منزل)
www.ppi2pass.com شرکت انتشاراتی profissional ارائه کننده اموزش
www.chotkeh.com ساختمان و نقشه برداری زمینی
http://kw.edu آموزش از راه دور علوم انجنیری kendy western university
www.engaplets.vt.edu صفحه Java برای انجنیران
www.howstuffworks.com/inside-motor اشیا چگونه کارمی کنند (موتور برقی
www.tsawww.org انجمن دانش آموزی امریکا
www.tlc.utexas.edu تحصیل سواد انجنیری ومهندسی
www.gateway.vpr.drexel.edu سازمانهای آموزش انجنیری مهندسی
www.dipoli.hut.fi/org/IACEE آموزش پیوسته انجنیری
www.fpef.org بنیاد آموزش سیالات برای تحصیل در رشته های هایدرولیک
http://xtreme.hawaii.edu بی نهایت انجنیری (آموزش یک برنامه تحصیلی
www.uno.edu/nengr/leap/index.html برمه تکمیل مهندسی در لوئیزیانا
www.engc.org.uk شورای انجنیری
www.ntb.ch/SEFI توسعه آموزش انجنیری در اروپا
www.eic-cic.ca موسسه انجنیری کانادا
www.cpee.com اموزش رشته های مهندسی. میخانیک.برق.کمیا.مهندسی چوکات
www.erc-assoc.org انجمن مراکز تحقیقاتی انجنیری (برقراری ارتباط بین این مرکز)
www.aaas.org/spp/dspp/sepp/index.html برنامه های انجنیری برای محصلین که میخواهند وارد این دور شوند
www.needs.org سیستم تبادله آموزش انجنیری (یک کتابخانه دیجیتل)
www.jets.org شبکه آموزش انجنیری (انجنیری چیست)
www.cmu.edu/provost/teaching/nsf/index.html آموزش انجنیری به محصلان برتر(دوره دکتورا برای رشته انجنیری
www.indutec.be مرکز همکاری بین پوهنتون های انجنیری در بروکسل
www.visionengineer.com صفحه دید انجنیری
www.ijee.dit.ie نشریه بین المللی انجنیری (اخبا

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kota-e-sange-kabul-Afghanistan
Kabul