Hamdard Engineering

Hamdard Engineering

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hamdard Engineering, Engineering service, Kabul.

Whether you’re a student, a professional engineer, or simply interested in construction and infrastructure, Hamdard Engineering provides practical information, expert tips, and engaging discussions to enhance your knowledge.

09/05/2026

انجینر صیب
که چېرته دې ساحه کې له ستړیاوو ډکه ورځ درلوده
نو تشویش مه کوه
سبا به دې هم همدا حال وي

08/05/2026

یو ښه کور هغه دی چې د مالک ټولې اړتیاوې په نظر کې نېولي شوي وي

07/05/2026

ستاسو ولایت کې د لومړۍ درجې زرو خښتو قیمت څو دی؟

04/05/2026

سېول انجینري او مهندسي یو د بل سره خورا نږدې اړیکې لري داسې لکه د یوې سېکې شا او مخ
او یا هم که سېول انجینري د بدن هډوکي فرص کړو، نو مهندسي یې شکل او بڼه ټاکي بنا کله چې دا دواړه یو بل ته لاسونه سره ورکړي نو په نتیجه کې یې داسې محکم، اقتصادي او ښکلی جوړښت منځ ته راځي

03/05/2026

که حالات لس کاله همداسې دوام وکړي افغانستان به له ډېرو محتاجیو له کومو سره چې دا مهال مخ دی خلاص به وي

لس کاله وروسته به افغانستان د سمنټو په برخه کې خودکفا وي دا مهال د هېواد په لر او بر کې د سمنټو د تولید په برخه کې په لویو پروژو کار روان دی لکه
د جبل السراج سمنټو فابریکه پروان
د غوري سمنټو فابریکې بغلان
د هرات (زنده جان) سمنټو فابریکه
د یتیم تاق سمنټو فابریکه (جوزجان)
د التیمور سمنټو پروژه (لوګر)
نوموړې پروژې کولی شي چې افغانستان له واریدونکې هېواد څخه په صادرونکې هېواد بدل کړي

د زرعت په برخه کې به لس کاله وروسته د قوشتپې حاصلات زموږ او ستاسو تر ښارونو او کورونو ورسیږي ان شاالله چې دې سره به د پاکستانیو ورېژو، قازاکي اوړو او داسې نورو غالو دانو څخه وطن به ځان بساینې ته نږدې شوی وي تر څنګ به یې په فراه کې بخش اباد لوی او اږده کانالونه هم د د فراه سوځیدلې د ښتې خړوبې کړي همدا رنګه په مشرقي کې شاهي کانال به هم د بزکرانو ارمانونه پوره کړي

د برق د تولید په برخه کې روانو پروژو ته په کتو هېواد له وارادتي برېښنا څخه خلاصولۍ شي که هغه له اوبو څخه تولید شوي برېښنا وي او یا هم لمریزه انرژي او تر څنګ یې بادي برېښنا چې افغانستان په دې برخه کې لوی پوتنشیل هم لري چې تولتي او خصوصي سکتور دواړود دې تشې د ډکولو لپاره خپلې مټې را بډ وهلي دي

هغه څه چې تر ټولو مهم دی د تېلو صنعت دی چې دا مهال افغانستان د خپلې اړتیا وړ نږدې پنځلس فیصده په کور د ننه تولیدوي چې دې برخه کې هم په چټکۍ کار روان دی تر څو دې برخه کې هم د نورو له محتاجۍ خلاص شو

د نوموړو پروژو په تکملېدو به د هېواد لسګونه زره وګړي په دایمي شکل سره پر کارونو بوخت شي او د وطن په ګوټ ګوټ کې به د ابادۍ پروژې په ډېر قوت سره دوام پیدا کړي
ان شاالله

Photos from Hamdard Engineering's post 02/05/2026

د شېر پور سړک نوې بڼه

02/05/2026

پوهیږی په سېول انجینري کې تر ټولو سخته دنده د ( Site Engineer ) ده

ځکه چې د ساحوي انجینر دنده یوازې د پلان پلې کول نه دي بلکې داسې دنده پر مخ وړي چې مسوولیت یې ډېر او واک یې محدود دی

که کارګران اشتبها وکړي، مسوولیت یې ستا دی

که په نقشه کې تېروتنه موجوده وي، ته یې باید اصلاح کړې

که ساحې ته مواد په ځنډ سره ورسیږي، دا هم ستا ستونزه ده

ساحوي انجینر باندې د هغو شیانو مسوولیت هم اچول کیږي کوم چې د ده له دندو څخه نه وي

د ساحوي انجینر کارونه په دې کې هم نه خلاصه کیږي، د کارګرانو ترمنځ همغږي باید وکړي، د مراجعینو پوښتنو ته باید ځوابونه ورکړي، و خت ته په پام ټول کارونه باید منسجم کړي او دا ټول کارونه د دوړو، شور، ګرمۍ او باران لاندې تر سره کوي نه په ارامه دفترونو کې

همدا وجهه ده چې ساحوي انجینرانو څخه ډېر ښه مسلکي کسان جوړیږي او تر هیڅ فشار لاندې نه ماتېږي

هر هغه ساحوي انجینر چې په ساحه کې ولاړ وي دوی دي چې پروژه د کامیابۍ تر پولو رسوي

تاسو ته دې سلام وي❤️

02/05/2026

کله مو فکر کړی چې د سړکونو رنګ ولې تور وي سپین ولې نه دي؟

د اوړې په موسم کې چې ګرمي خپل اوج ته رسیدلې وي په لویو ښارونو کې د اسفالټو سړکونه چې ټوله د لمر انرژي حذبوي ښارونه لا ډېر ګرموي

اوس پوښتنه دا ده که چېرته د دغو سړکونو رنګونه سپین وی د ښارونو حرارت درجه به ټیټه نه وه او ښارونه به یخ نه وو؟

په عموم کې سړکونه د قیر ( Asphalt ) څخه جوړیږي چې قیر په طبیعي ډول سره تور رنک لري نو د سړکونو رنګ هم ځکه تور رنګ لري

بیا هم پوښتنه پیدا کیږي چې ولې اسفالټ د سړک جوړولو لپاره انتخاب شول ولې نور مواد؟

اسفالټ ځکه انتخاب شول چې نسبت نورو موادو لکه کانکرېټ ته ارزانه دي، ښه دوام کولی شي او د دې ترڅنګ انعطاف پزیره هم دي

بل دلیل دا هم دی چې د ژمې په موسم کې چې باران، واوره او یخ ډېر زیات وي تور رنګ د لمر ډېره انرژي جذبوي نو سړکونه ژر ګرمیږي او ژر وچیږي چې د سړکونو د خوندېتوب لپاره دا ډېره مهمه خبره ده، بر عکس که چېرته سړک سپین رنګ لرلی نو واوره او یخ به تر ډېره پر سړک پاتې کېدی

تر ټولو مهمه خبره د دید مساله هم ده که چیرته د سړکونو رنګ سپین وی نو سپین رنګ د لمر وړانګې بېرته منعکسوي په دغه حالت کې د غه منعکس شوې وړانګې د موټروانانو سترګو ته رسیږي چې امکان لري د ډېرو حادثو سبب وګرځي

بله مهمه نقطه دا هم ده چې سپین رنګ ډېر ژر چاټلیږي چې د سړک سطحه غیرې یکنواخت ښکاري چې دا کار د لید ساحه خرابوي نو موټر چلوونکي نشې کولی چې مالوم کړي چې د سړک سطحه څه ډول ده

ستاسو نظر څه دی؟

01/05/2026

انجنیر صیب چې کله چکر ته هم ځي، نو داسې وي لکه د سایټ انسپکشن ته چې روان وي!

نور خلک چې غرنۍ سیمې وګورې وایي: اووه دا غر څومره لوړ او ښکلی دی!!!
انجنیر بیا وایي: “که د سړک طرف ته retaining wall جوړ نشي ممکن د خاورو sliding واقع شي! 😄

🧍‍♂️ نور خلک: دا کور ډېر زوړ دی خو بیا هم ښکلی ښکاري او تاریخي جوړښت لري!
👷‍♂️ انجنیر: دا خو overstressed beams لري، د لوېدو خطر سره مخ دی! 😳

نور د سمندر له څپو خوند اخلي،
خو انجنیر د ساحلي کورونو خوندېتوب ته اندېښمن وي

نور د هوایي پل تر څنګ عکسونه اخلي،
خو انجنیر یې د وایې لویوالې ته ګوته په غاښ وي

نور خلک د لمر وړانګې لمسوي، خو انجینر د سولر پینلونو لپاره د لمر د وړانګو زاویو ته خطونه اچوي

🧍‍♂️ نور خلک: چکر ته تلل یعنې سکون اخیستل!
👷‍♂️ انجنیر: چکر ته تلل یعنې field study! 😄

تاسو ام چې چکر ته لاړ شی همداسې فکر کوی؟

30/04/2026

دلته یوه نفر څلورو پوړونو کې یو کور جوړ کړی د ځمکې د ارزښت سره یې قیمت تر یو لک ډالرو اوړي

اوس غواړي چې خرڅ یې کړي خو کله چې خریدار د کور لېدو ته راشې او دکور بې خونده نما وګوري او تر څنګ ګډوډ داخلي ډیزاین له سترګو تېر کړي لاندې تل خونه کې نا منظمې پایې وګوري نو هیڅوګ یې د ژوند د تېرولو لپاره نه انتخابوي

هدف دا دی چې د کور په جوړولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلی خدای مه کړه بیا به د ټول عمر لپاره پښیمانه یاست

ځکه د یو کور جوړولو لپاره موږ او تاسو د ژوند خواږه وختونه په مسافرۍ او سخت کار کې تېر کړې وي

تر څو مو چې د کور پلان او خارجي نما څخه ځان مطمین کړی نه وي د کور جوړیدو ته بیړه مه کوئ

30/04/2026

د ملي بانک مخامخ سړک ❤️

که ښارولۍ ته د ښار په پاک ساتلو کې ښاریان یو څه د همکارۍ لاسونه ورکړي لېرې نه ده چې کابل ښار به ډېر منظم او پاک ستوره ښار شي

Want your business to be the top-listed Engineering Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul
0093