Haqiqat

Haqiqat

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haqiqat, Public Figure, Kabul.

13/06/2025

رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که ایران پاسخ خود را به حمله‌های اسراییل آغاز کرده است.

بر اساس گزارش‌ها، دقایقی پیش ایران با شلیک صدها فروند موشک بالستیک از انواع مختلف به‌سوی اسراییل، حمله تلافی‌جویانه خود را آغاز کرد.

13/06/2025

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د اسراییلو په هوايي برید کې د ايران د يورانيمو غني کولو مهم مرکز «نطنز» هم د په نښه شوی دی. د راپورونو له مخې، په اصفهان ولایت کې «نطنز» د ايران د يورانيمو غني کولو تر ټولو مهم او کليدي مرکز دی. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې دوی په خپلو هوايي بریدونو کې د ایران د اټومي او یورانیمو غني کولو مرکزونه په نښه کړي دي او دا بریدونه د ایران په مختلفو برخو کې شوي

13/06/2025

د ایران مذهبي رهبر، آیت‌الله علي خامنه‌يی د اسراییل هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، «صهیونیسټ رژیم» باید د یو سخت مجازات یا ځواب په تمه وي.

خامنه‌یی د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي: «صهیونیسټ رژیم په دغه جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.»

13/06/2025

ایراني رسنیو نن جمعه (د غبرګولي ۲۳مه) خبر ورکړی چې اسراییلي الوتکو د دغه هېواد پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو لمخې، د جمعې په سهار په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران عمومي قومندان، حسین سلامي او د ایران ځينې اټومي متخصصین وژل شوي دي.

15/01/2025

رويټرز خبري اژانس تائيد کړه، چې د حماس او اسرايیلو ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.

د توافق پر اساس به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.

پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.

په دې شپږو اونيو کې به مرحله په مرحله دواړه لوري د يو بل بندیان خوشې کوي او په تدريج به اسرائيلی ځواکونه نيول شوې سيمې خوشې کوي.

دغه راز بې ځايه شوي فلسطنيان به په دې موده کې بېرته د غزې شمال ته ستنيږي.

15/01/2025

ایراني چارواکیو د هریرود پر سیند د پاشدان بند جوړېدو ته غبرګون ښودلی. کارپوهان وايي، کابل او تهران په دې برخه کې کوم تړون نه دی لاسلیک کړی. د پاشدان د اوبو بند هرات ولایت کې د هریرود پر سیند جوړېږي. د دې بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شوې او پام کې وه، چې په دریو کلونو کې پای ته ورسېږي؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله د دغه بند د جوړېدو چارې ودرېدې.

15/01/2025

پاکستان کې د طالبانو د سفارت مشر سردار احمد شکیب د کډوالو د پاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فليپا کینډلر ته په اسلام اباد او پنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Kabul
4500