Islamic Knowledge
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Islamic Knowledge, Education, Kabul.
it's an Islamic page so I request all dear friends to post all your valuable information about Islam so we can learn more about the best religion of world Islam.
15/05/2026
*عاجل او مهم*
نن ورځ د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه، د کابل ولایت د پنځلسمې حوزې پولیسو د کابل ښار د اوولسمې حوزې په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې یو تښتول شوی هېوادوال، حاجي صاحب سید اشرف وژغورل شو.
همدارنګه پنځه تنه تښتوونکي او د هغوی همکاران ژوندي ونیول شول او ددې ډلې مشهور مشر کریم الله او احمدي چې د ټول بانډ مشري یې پر غاړه لرله ووژل شول.
12/05/2026
د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په شېوا تحصیل کې یو جومات په بمونو ویجاړ کړی او ادعا یې کړې، چې دا عملیات د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه ده.
ځايي سرچینې تاییدوي، چې دغه جومات د پاکستاني پوځ له لوري په نښه شوی او په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی؛ تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې ګڼ شمېر جوماتونه په بمي او ډرون بریدونو کې ویجاړ شوي دي.
د پښتونخوا وزیر اعلی څه موده وړاندې ویلي و، چې پاکستانی پوځ په جوماتونو کې سپي تړي او د پښتنو مذهبي ارزښتونو ته سپکاوی کوي.
12/05/2026
وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران بریدونه کړي دي.
متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې ایران په روانه جګړه کې پرې تر ټولو ډېر بریدونه کړي دي.
په راپور کې راغلي چې په تېرې اپرېل میاشتې کې د ایران د لاوان ټاپو د نفتو پر یوې تصفیهخونې برید هم د متحده عربي اماراتو له لوري شوی و، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه او دغه تصفیهخونه د څو میاشتو لپاره له فعالیته ولوېده.
#طلوعنیوز
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul