Dr Sayed Khalid Rashid
درنو هیوادوالو زه هر وخت ستاسی په خدمت کی یم
28/08/2026
ډاکټر صیب!
کاشکې مو دا معلومات مخکې راته ویلي وای
————————————————————————
ما د زړه د جراح په توګه، د زړه د ناروغۍ ډېرې سختې پایلې له نږدې لیدلې دي.
خو یوه خبره مې تل په ذهن کې پاتې شوې:
ایا موږ باید تر هغه انتظار وباسو چې په یو انسان د زړه حمله راشي ؟ او یا د زړه جراحۍ ته اړتیا پیدا کړي؟
زما په باور، نه.
د زړه ساتنه باید روغتون ته له رسیدو ډېر وړاندې پیل شي.
ځکه د زړه ډېر خطرونه له داسې شیانو سره تړاو لري چې موږ یې په وخت پېژندلی او تر یوه حده کنټرولولی شو؛ لکه د وینې لوړ فشار، شکر، د وینې د غوړو ستونزې، سګرټ او تنباکو، ناسالم خوراک او کم فزیکي فعالیت.
خو ستونزه دا ده چې د دغو خطرونو په اړه ځینې وخت زړه هېڅ ډول خبرداری نه راکوي.
همدلته د پوهاوي ارزښت ښه رامعلومیدلای شي.
————————————————————-
له نن څخه غواړم د «د افغانستان د زړه روغتیا» تر نوم لاندې یوه منظمه لړۍ پیل کړم؛ داسې معلومات چې د طبي شواهدو پر بنسټ وي، خو په داسې ساده ژبه وړاندې شي چې هره کورنۍ ترې ګټه واخلي.
په دې لړۍ کې به یوازې د ناروغیو نومونه نه اخلو.
زما هدف دا نه دی چې خلک ووېروم ، بلکې موخه مې دا ده چې خلک پوه شي. ځکه یو څوک چې خطر وپېژني، کولی شي په وخت د ځان ژغورنې اقدام وکړي.
او زما هیله دا ده چې زموږ خبرې تر دې ځایه ونه رسېږي چې یو څوک راته ووایي:
«ډاکټر صیب، کاشکې مو دا معلومات مخکې راته ویلي وای.»
راځئ د زړه روغتیا مو له هغې وړاندې ډاډمنه کړو چې خبره د جراحی عملیات تر میزه راورسیږي
د قدرمنو هیوادوالو د پام وړ!
په خوښۍ سره خبر درکوو چې د زړه د جراحۍ متخصص او د الحیات شفاخانې د زړه د څانګې مشر،
ډاکټر سید خالد راشد د حج مبارک سفر څخه په خیر او سلامت راستون شوی دی.
ډاکټر صاحب به د راتلونکې دوشنبې ورځې څخه د پخوا په څېر په الحیات شفاخانه کې د خپلو قدرمنو هیوادوالو د درملنې لپاره حاضر وي او خپلو روغتیایي خدمتونو ته به دوام ورکړي.
په درنښت
دالحیات روغتون د زړه د جراحی څانګه
16/05/2026
د قدرمنو هیوادوالو د پام وړ!
د زړه د جراحی متخصص او الحیات روغتون د زړه د دیپارتمنت مشر ډاکټر سید خالد راشد د حج مبارکې فریضې د ادا کولو په خاطر کم له کمه د راتلونکې یوې میاشتې لپاره په سفر تللی دی، او په دې موده کې به د ناروغانو د روغتیایی خدمت په موخه د لاس رسي وړ نه وي.
په همدې حال کې، تاسو ته ډاډ درکوو چې د روغتون د زړه د جراحي خدمات په عادي ډول دوام لري او نور متخصص ډاکټران ستاسو خدمت ته حاضر دي.
مهرباني وکړئ د اړتیا پر وخت شفاخانې ته مراجعه وکړئ.
د ډاکټر صاحب د بېرته راستنېدو خبر به وروسته له تاسو سره شریک شي.
الله ﷻ دې یې حج قبول او سفر خوندي لري
11/04/2026
https://youtube.com/?si=JMjzlIreghSLyCv1
اوس نو تاسې کولای شۍ چې د دي یوټوب لینک له لارې د داکتر صاحب د زړه د امراضو ګټوری مشورې وګورۍ او ګټه تری واخلی هم درسره چینل سبسکرایب کړۍ تر څو وکولای شۍ تاسې له نوې ویډیو خبر شی
Rashid Cardiac Surgeon Rashid Cardiac Surgeon Our goal is to serve humanity
الحمدلله حمداً کثیراً ، طیباً مبارکاً فیه
د الحیات روغتون د ادارې او خپل کاري ټیم څخه ډېره ډېره مننه چې په مټ او مرسته یې د الله په ځانګړی فضل د زړه د جراحي په څانګه کې د یو لړ مغلقو او سختو عملیاتونو پایله ډېره ښکلې او ځانګړی ده
Category
Contact the practice
Telephone
Address
Kabul
2600
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 19:00 |
| Tuesday | 08:00 - 19:00 |
| Wednesday | 08:00 - 19:00 |
| Thursday | 09:00 - 19:00 |
| Saturday | 09:00 - 19:00 |
| Sunday | 09:00 - 19:00 |