Mohammad Rais Arian
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mohammad Rais Arian, Shopping & retail, Kabul.
15/09/2024
۷۸۶
د حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ دې ټولو مسلمانانو ته مبارک وي.
_____________________
میلاد با شکوه حضرت محمد مصطفی (ص) به همه مسلمان جهان مبارک باد.
30/08/2024
۷۸۶
11/07/2024
۷۸۶
خلک ویده دي توره شپه ده او وطن وفات دی
روح ئې ښاد شوی خو څنګ اووېم ګیله من وفات دی
کورنۍ ، ملګرو او مئینانو ته دې الله صبر ورکړي
ګیله منه ګله څښتن تعالٰی دې وبخښه
غم دې د زغم له حده زیات دی
إنا لله وإنا إليه راجعون.
09/07/2024
۷۸۶
قُلْ هُوَ اللهُ اَحَدْ.
سل نېڪى دې مبارڪ شه
🌸🥰محترمه❤🩹🥀
09/08/2023
۷۸۶
جالیب دي
د خپلو نومونو په اول توري پسې وګرځئ او ځانونه خبر کړئ.
ستاسو د نامه لومړی توری، ستاسو د شخصیت مهم رازونه را سپړي ...!
زه په ( ا) کي یم فکر کوم چي زما شخصیت یې ښه سپړلی.
ملګري مو دلته منشن کړئ، چې ځانونه وپېژني...
(الف)- سخي او مخلص یې، له دې سره سره د چارو په سر ته رسولو کې غصه ناک یې، خو پاک زړی او ډېر حساس یې ..
(ب)- د هر څه غوښتنه په ټینګه کوي، ژوند خوښوي، په تېره بیا خوندور خواړه... په چارو دې باور کیدای شي ...
(ت)- پر خپل ځان باورې یې/ له خپله ځانه ډاډه یې، هره چاره په خپله پیل کوي، غوره پلټونکی یې، چارې دې ټولې بریالۍ دی...
(ث)- غصه ناک یې، متشدد او ضدي یې، خو په چارو کې ډېر ځیرک، ماهر او هوښیار یې ..
(ج)- جادوګره وړتیا لري، له ژوند سره مینه لري، خو په شخصي ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګریوان یې.
(ح)- واقعي/عملي سړی یې، له نورو سره مرسته خوښوي، د ټولنې خیرخواه یې، خو هیڅکله خپلې تېروتنې نه مني.
(خ)- چارې دې پر زړه سوې ولاړې دي، ډېر حساس او خورا رومانټیک یې، مرموز انسان یې، رایه او اوامر دې قاطع دي، له نورو څخه دفاع او په تېره بیا له ارزښتونو او اخلاقو څخه په کلکه دفاع ته چمتو یې.
(د)- چلن دې غوره دی او له ناکامۍ هیڅ وېره نه لري، په تېره بیا له عامو خلکو سره په اړیکو کې.
(ذ)- حقي وینا ته په هر قیمت چمتو یې.
(ر)- په بشپړ ډول پوهېږي، چې څه غواړي، له بده بخته، چې خوبونه دې رنګ نه راوړي، مګر ډېر وروسته، خو ته مه ناهیلی کېږه، ته ډېر جذاب او عاطفي یې.
(ز)- واکمن یې، غصه ناک یې، کله سخت زړی او کله بیا رومانټیک یې، لږ ضدي یې، په هر قیمت د حق دفاع کوي، په ورځنیو چارو کې تغیر خوښوي او له ریښتینولۍ سره مینه لري.
(س)- حساس او مرموز انسان یې، خپل احساسات او عواطف داسې پټوي، چې د هیچا له مخه یې هم نه څرګنده وي، له چا سره چې مینه لري، له هغه سره ډېر اخلاص کوي، زړه راښکونکی یې او د خلکو خوښېږي.
(ش)- واکمن او سخت طبیعته یې، د عقلانیت او جاذبیت دواړه ځانګړتیاوي لري.
(ص)- متزلزل یې، په چارو کې متکبر یې، ځیرک او ډېر خطرناک یې.
(ض)- پر تا باور کیدای شي، د خپلو ملګرو ښه ملاتړ کوي.
(ط)- حالات دې د تعجب وړ دی، کله نا کله خو بېخې په غمونو کې ډوب یې.
(ظ)- پر نیغه لاره روان یې، چارې په قناعت سره سر ته رسوي، له خپلو حقوقو دفاع کوي او په مقابل کې د هیڅ شی تمه او توقوع نه لري.
(ع)- تر ټولو لوړ منصب ته د رسیدلو هڅه کوي، افکار دې علمي دي، باریکبین/ ظریف او خنده رویه یې، خو ډېر ژر غصه کېږي او د غصې پر مهال ډېر سخت زړی یې، مینه کوي او له خپلې معشوقي هیڅکله بې پروا کیدای نشي، بې کچې ښایسته او جذاب یې، هرڅوک مینه در سره لري.
(غ)- په هرڅه کې دې کار یې، د همدغې ځانګړنې له مخه، علمي چارو ته متوجه کېږي، ښه سړی یې، خو یواځنی عیب دې دا دی، چې کله نا کله بې ملګري یي، هیڅ ملګری دې نه پیدا کېږي.
(ف)- طبیعت او چارې دې ډېرې په زړه پورې دي، خلک ځان ته را کاږي، په کار کې ډېر ماهر او دقیق یې، د تبسم له امله دې خلک خوښوي، ممکن کله زیان در ته ورسېږي، خو بیا هم د زړه له تله مینه کوي، کمزورې دې دا ده، چې اړیکې نه پالې، بلکې له منځه یې وړي.
(ق)- ته نیک بخته یې، په هر ډګر کې بریالی یې او مثبتې پایلې به ترلاسه کړي.
(ك)- ډېر فعال یې، خو سخت طبیعته یې، له خپلو حقوقو په بشپړ ځواک دفاع کوي، غوره فکر دي په چارو کې ځانګړنه ده.
(ل)- له سفر سره مینه دې په طبیعت اغېزه لري، د زړونو په ګټلو کې تر هر چا مخکې یې، د هر چا خوښېږي، زړه دې پاک او حساس دی، هره چاره مثبته ویني/ مثبت ګرا یې.
(م)- زړه دې غټ او سینه دې پراخه ده، چې مینه کوي، بېخې په اخلاص او د زړه له تله یې کوي، په خپل ژوند کې له سختو مواقفو نه را ګرځې، ښکلی او جذاب یې او دا دې وروستۍ مینه ده، او که کله په غصه شې؛ نو خدای ج دې هر څوک در څخه لرې ساتي، له دې سره سره متسامح یې/ ګذشت لري، له خلکو سره بالمثل معامله خوښوي/ څنګه چې هغه در سره کوي، ته هم هماغسې ورسره کوي.
(ن)- زیار وباسه، چې د قیادت او رهبرۍ ټولې ځانګړتیاوي خپلې کړي، ته د قیادت او رهبرۍ وړتیا لري، په هر څه کې تر هر چا مخکې یې، د خلکو خوښېږي، نوښتګر یې، ازاد او فکري انسان یې، ټول په دې هیله دې، چې د نامه لومړی توری یې (ن) وای، حتی (ن) توری په قرآنکریم کې هم ذکر شوی (ن والقلم و ما یسطرون)، خوشحاله او ډېر ټولنیز یې، زړه دې پاک او غټ دی، متسامح یې، بلکې ټول صفات په تا کې را ټول شوي دي.
(و)- ډېر مهربانه او رومانتیک یې، د ځینو چارو په تر سره کولو کې دې له ارادې سره لږ ټمبلې ملګري ده، ځینې خلک د خپلو چارو په تنظیم او ترتیب کې در ته اړ دي، خو ته یواځې له هغو سره مرسته کوي، چې مینه ورسره لري.
(ه)- د رهبرۍ وړتیا لري، واقعي انسان او ثابت قدمه یې، له ټولنیز پلوه تر هر چا مخکې یې او د هر چا در ته سترګې دي.
(ي)- عملي انسان یې، هر چاره دې روښانه ده، اداري سړی یې، هره چاره په غوره ډول سر ته رسوي، کار او خلک دې خوښېږي او ته په خپله مینه کې د زړه له تله ریښتونی یې)
کاپي
15/07/2023
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
۷۸۶
له ډاکټر ذاکر نایک څخه يې وپوښتل:
که چېرته اسلام غوره دین وای او د سولې او ارامۍ دین وای نو مسلمانان به په دومره ستونزو کې نه وای راګیر
ژوند به یې ښه او خوشحاله وای.
ډاکټر ذاکر ورته داسې ځواب ورکړ:
که چېرته تاسو یو ښه او ښایسته موټر ولرۍ یو داسې موټر چې له هره اړخه منظم او پوره وي نو تاسې دا موټر یو داسې ډرایور یعنې موټر چلوونکي ته ورکړي چې هیڅ یې موټر زده نه وي او نه یې په سیستم پوهیږي او هغه ټکر وکړي. نو زه له تاسو پوښتنه کوم چې غلطي د چا ده
د موټر یا د موټروان؟
هغه ځواب ورکړ چې دا خو معلومه خبره ده چې دا غلطي د موټروان ده.
نو ډاکټر ورته وویل اسلام هم یو موټر دۍ چې اوسني مسلمانان یې په چلولو نه پوهیږي ځکه خو دومره په بدبختیو اخته دي نو تاسو د اسلام لپاره یو ښه چلوونکی غواړی نو تاسي بیا محمد ﷺ ته پام وکړی چې هغه څه ډول اسلام چلاوو
دا چی نن سبا مسلمانان په بدبختیو او جنګونو کې راښکېل دي او ژوند یې له غمونو ډک دی دا ده دوي غلطي ده نه د اسلام که چیرته مسلمانان خپل دین اسلام په سمه توګه زده او وچلوي نو زه ژمنه کوم چی مسلمانان به په دواړو جهانو بریالی او خوشحاله انسانان وي.
18/03/2022
نن د جمعې شپه د برات شپه ده. دشپې عبادت وکړئ، دعا وکړئ او سبا روژه ونیسئ. د یوه حدیث مبارک موضوع ده:
یقیناً الله (عزوجل) دلمر ډوبېدو سره د اسمان ته نزول کوي فرمايې: ایا څوک سته چې بخښنه وغواړي ،چې زه ورته بخښنه وکړم؟!
سته څوک ،چې درزق غوښتنه وکړي؟ چې يې په رزق کې پراخي ورکړي.
01/03/2022
راشه پیره خوند به واخلو
راشه پیره جوند به واخلو
In the name of Allah how is very mercy ful and kind
malgaro yawa vedio darsar sherkawom
Ao staso da khwakhido po helah yam
woror mu Dr A***n.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul