Abdullah Sorush

Abdullah Sorush

Share

دوستانو تاسی کولای شی د CCNA - MCSE -CCNP - Dtabase - Programming او د کمپ?

Comment from @MuhammadUmar-f7y 01/12/2025

کله کله په بعضې هیوادونو کې په بعضو شبکو کې د VPN وصل کولو سره انټرنټ په وړیا ډول کار کوي خو ولې ایا دا کوم هکنګ ده جادوه ده او که کوم بل څه.
په لاندې ویډیو کې مو ددې په اړه لنډ وضاحت ورکړی چې ولې کله کله انټرنټ بغیر له پیسو څخه کار کوي

Comment from @MuhammadUmar-f7y ❤❤❤❤❤

22/11/2025

زمونږ د زدکړو ګډونوال په یوټوب کې تر ۱۰۰۰۰ څخه زیاد شول.
له ټولو هغو کسانو څخه چې زمونږ چینل یې سبسکرایب کړی ده او یا یې مونږ سره په دې بهیر کې هر ډول همکاري کړې ده مننه کوم.
دا ډیر د خوښۍ ځای ده چې د هر ډول ستونځو ، او خڼدونو باوجود هم زمونږ هېوادوالو د کمپیوټر او آی ټي مربوطه اهمیت درک کړی ده او زده کړو ته یې وخت ورکوي.
په اوسني عصر کې د پرمختګ د پاره مهارتونه زده کول بیخي اړین او ضروري دي بغیر له کوم مهارت څخه پرمختګ ناشونی ده.
د چینل لنک: https://www.youtube.com/

06/11/2025

هر هغه څوک چې نیت لري چې کمپیوټر ساینس ولولي باید مخکې تر مخکې :
۱- د انګلیسي ژبه زده کړي ځکه چې درسي مواد - پلټنه - پروګرامونه - رهنما او نور هر څه په دې برخه کې په انګلیسي ژبه دي او په جریان ددرسونو کې بیا دا ډیره مشکله وي چې د هم خپل درسونه زده کړي او هم د انګلیسي ژبه هر هغه څوک چې انګلیسي ژبې سره پوره بلدیت نه لري ډیره ورته ستونزمنه ده چې دا برخه مخته بوځي.
۲- د کمپیوټر اداري پروګرامونه یې باید مخکې تر مخکې لوستي وي تر څو وکولای شي د پوهنتون کورنۍ دندې - پرزینټشنونه او سیمنارونه په اسانه سره ترتیب کړي.
۳- د هرې برخې اساسات یې باید مخکې تر مخکې زده کړي وي او ځان یې ورسره بلد کړی وي ځکه چې هلته د ډیری استادانو تمرکز پر دې وي چې اوټلاین تر ټاکلي وخت پوره کړي او سرته یې ورسوي نشي کولای هر محصل په ټولو موضوع ګانو پوه کړي .
۴- خپل کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی حتمي ده بغیر له دې دوه شیانو څخه نه کېږي هغه څوک چې خپل کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی نه لري له ډیرو ستونزو سره مخامخ کېږي.
۵- تر څو چې د یو موضوع په مفهوم یې ځان نه وي پوه کړی هېڅکله د دې هغه تعریف نه حفظ کوي
۶- مارکیټ - خپل مهارتونو - او شوق ته په کتو باید له اول څخه په یوه رشته ډیر تمرکز وکړي او ځان پکې د تخصص تر کچې ورسوي تر څو ورڅخه عملي ګټه واخلي.
۷- له ځان څخه دې ډیرې لوړې طمعې نه ساتي ځکه چې پوهنتون تاسې د کار مارکیټ ته نه برابروي هغه څه چې تاسې کاري مارکیټ ته جوړوي ستاسو خپلې هلې ځلې او لنډ مهالي کورسونه دي.
۸- ډیری دولتي ادارې ، خصوصي ادارې ، بین المللي ادارې او موسسې دا شرط لري ددندې لپاره چې باید لسانس اسناد ولرې نو د همدې سیسټم په اساس پوهنتون تاسو ته د اسنادو او ډیپلوم درکولو یو مرجع ده او که غواړئ دا کاغذ تر لاسه کړئ نو مجبور یاست ځان همدې سیسټم ته برابر کړئ البته زه یواځې د کمپیوټر ساینس په برخه کې دا خبره کوم ځکه هغه څه چې تاسې ته پوهنتون کې ښودل کېږي تر هغه غوره یې خپله زده کولای شئ خو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره مجبور یاست چې څلور کاله پوهنتون ولولئ او دا ښه ده د اسنادو د تر لاسه کولو تر څنګ تاسې هلته تجربه هم پیدا کوئ او ښه دوستان هم او یو څه زده کوئ هم
بیا هم وایم پوهنتون ته تګ ضروري ده ځکه که چېرې تاسې پوهنتون ته نه یاست تللي او ډیر څه مو زده هم وي د هغه سیسټم لخوا چې جوړ شوی ده تاسو ته ارزښت نه درکول کېږي

Responsive Website with CSS Media Queries | in real university website in Pashto by Abdullah Sorush 03/11/2025

د ویبسایټ جوړونه برخه کې د ویبسایټ داسې ډیزاین په نظر کې نیول چې په هر اندازه سکرین کې مناسب او ښه ښکاره شي ضرور او اړین ده دا رقم ډیزاین ته Responsive Web Design وايي چې د عملي کولو لپاره یې ډیرې طریقې او میتودونه په ګډه کارول کېږي چې د یو Responsive Website لپاره Media Queries یو له همدغو طریقو څخه ده چې ددې په واسطه مونږ کولای شو دا مشخص کړو چې زمونږ ویبسایټ په هره اندازه صفحه کې څنګه ښکاره شي لاندې ویډیو کې مو عملا د یو پوهنتون د ویبسایټ لپاره Media Quries استعمال کړي چې په موبایل کې او په غټو سکرینونو کې د ویبسایټ مینو او عکسونه ځان برابر کړي

Responsive Website with CSS Media Queries | in real university website in Pashto by Abdullah Sorush In this Pashto tutorial, we build a real university website and make it responsive using CSS Media Queries.You’ll learn how to hide the navigation bar on sma...

21/09/2025

کله چې هم کوم شاګرد ته زه درس شروع کوم لومړی سوال زما له هغه څخه دا وي چې ولې غواړې دا مضمون ووایې او یا یې زده کړې؟
ځکه بعضې خلک غواړي چې پوهنتون کې کامیاب شي او ښې نمبرې تر لاسه کړي ، بعضې خلک غواړي دنده تر لاسه کړي ، بعضې خلک غواړي عمیقه زده کړه وکړي او بعضې غواړي یواځې ورسره اشنا شي هر څوک یو مختلف هدف لري د زدکړو څخه.
نو د مختلفو هدفونو لپاره باید له مختلفو لارو اومیتودونو څخه کار واخیستل شي یو شان تدریس او میتود د ټولو د پآره ګټور نه وي نو الحمد لله تر اوسه چې مې هر شاګرد ته تدریس کړی ده تر خپل هدفه رسیدلي دي .
حتی داسې هم شوي دي چې زما سره یو ځای زما شاګرد د یوې دندې لپآره امتحان ورکړی او زما څخه یې زیادې نمبرې تر لاسه کړي دي.
زه یو متخصص یو استاد او یا هم ډیر پوه کس نه یم خو کم څه چې مې زده وي کولای شم په ښه طریقه سره یې هر ډول ذهن ته انتقال کړم.
لاندې عکس زما د یو آنلاین زده کوونکي د تیر سیمستر د نمبرو ده چې د متحده ایالاتو په یو کالج کې یې زده کړې کولې او د یو کال په جریان کې وکولای شول چې د کمپیوټر ساینس د زیادو مضامینو اساسات زده کړي او په کالج ښې نمبرې تر لاسه کړي په ژوند او چارو کې ورته بریاوې غواړم.
مونږ کولای شو هغه څوک چې د کمپیوټر او کمپیوټر ساینس په برخه کې غواړي پرمخ لاړ شي ورته تدریس وکړو او لارښوونه ورته وکړو

Build a Game with HTML, CSS & JavaScript | Beginner Tutorial | in Pashto by Abdullah Sorush 20/09/2025

د HTML , CSS او JavaScript په واسطه څنګه کولای شو یو وړوکی ګیم جوړ کړو د کمپیوټر ساینس د ابتدایي محصلینو لپاره په ویب برخه کې یو کوچنی عملي مثال

Build a Game with HTML, CSS & JavaScript | Beginner Tutorial | in Pashto by Abdullah Sorush In this video, I teach how to create a Number Guessing Game step by step using HTML, CSS, and JavaScript.🎯 What you will learn:Handling JavaScript EventsUsi...

21/07/2025

زمونږ د چینل ګډونوال ۹۰۰۰ کسانو ته ورسیدل په ملیونونو پښتنو کې دومره تعداد کم ده خو د انټرنټ نه شتون ، د عامه پوهاوي نه شتون ، د تعلیم کم والی ، د برق نه شتون او ډیر نورې ستونځې هم شته چې په پښتنه ټوله کې د پرمختګ په مخ کې خڼد دي نو دې ستونځو ته په کتو دا هم زیاد تعداد ده .
زمونږ چینل د کمپیوټر او کمپیوټر ساینس د زده کوونکو لپاره یو ښه ادرس ده هغه کسان چې غواړي کمپیوټر او کمپیوټر ساینس نوی شروع کړي او پکې بلد نه وي.
له ټولو هغو کسانو څخه چې زمونږ چینل څخه لیدنه کوي مننه کوم ددې لپاره نه چې ماته یې کومه شخصي ګټه رارسېږي ددې لپاره چې د زده کړې لپاره هڅې کوي.
د لاندې لنک په واسطه کولای شۍ له چینل څخه لیدنه وکړۍ:
https://www.youtube.com/

01/06/2025

غواړئ پوه شئ چې په تجارت کې استهلاک (Depreciation) څه شی دی او څنګه یې په Excel کې حساب کړو؟
په دې ویډیو کې به تاسو زده کړئ چې څنګه د یو شتمنۍ (Asset) ارزښت د وخت په تېرېدو سره کمېږي، او دا به تاسو سره مرسته وکړي چې درې مهم استهلاک میتودونه زده کړئ:
✅ Straight-Line (SLN) – کرښه ییز استهلاک
✅ Declining Balance (DB) – کمېدونکی توازن
✅ Sum-of-Years’ Digits (SYD) – د کلونو مجموعه استهلاک
دا ویډیو د لاندې خلکو لپاره په ځانګړي ډول ګټوره ده:
محصلین چې ماليه یا حسابداري زده کوي
تجاران یا ادارې چې شتمنۍ تعقیبوي
هر څوک چې غواړي Excel کې استهلاک محاسبه کړي

Machine Learning Part1: introduction to AI - IOT and Arduino in Pashto by Abdullah Sorush 14/05/2025

بغیر له چلونکي موټر څنګه او د چا له خوا کنټرول کېږي؟
روباټونه څنګه جوړېږي او کومو پرزو ته ضرورت لري ؟
په مصنوعي ځیرکتیا سمبال او پرمختللي وسایل څنګه پروګرام کېږي؟
د هوا حالاتو معلومولو د پاره کوم وسایل په کار کېږي اوڅنګه پروګرام کېږي؟
که غواړئ چې د پورته سوالونو او دې ته ورته د سلګونو نورو سوالونو ځوابونه تر لاسه کړئ او روباټ جوړونه زده کړئ نو مونږ تاسو ته روباټ جوړونې دزده کړې د ویډیو ګانو لړئ چمتو کړې چې تر اوسه ۲۷ ویډیوګانې پکې موجودې دي وګورئ او ده زده کړئ چې ځیرک وسایل څنګه جوړېږي او څنګه کار کوي.
لاندې دهمدې برخې لومړئ ویډیو ده

Machine Learning Part1: introduction to AI - IOT and Arduino in Pashto by Abdullah Sorush Machine Learning Part1: introduction to AI - IOT and Arduino in Pashto by Abdullah SorushWhat is Artificial Intelligence?What is IOT Internet of Things?What ...

12/05/2025

په دې ویډیو کې به تاسې دا زده کړئ چې څنګه کولای شو په اسانه او په وړیا ډول د خپلو شاګردانو - ماشومانو او کارمندانو کمپیوټرونه وڅارو او کنټرول یې کړو.
ښوونکي ، روزونکي ، آی ټي مدیران او اداري مدیران کولای شي ورڅخه ګټه واخلي
Learn how to easily monitor and control student computers using Veyon, a free and powerful classroom management tool.
In this video, I will guide you step-by-step on how to install, configure, and use Veyon on your school or lab network.
Ideal for teachers, IT admins, and trainers!

How to create Boatable USB without any software in Pashto By Abdullah Sorush 07/05/2025

که مو د کمپیوټر پاسورډ له یاد څخه ووځي څنګه یې خلاص کړو؟
د هرې ژبې وکړو ته څنګه د هغوی په ژبه خبرې وکړو؟
څنګه وکولای شو فلش (بوټ ایبل ) کړو؟
له خپل موبایل څخه کمپیوټر څنګه کنټرول کړو؟
د خپل کمپیوټر معلومات (RAM - Processor) څنګه زیاد کړو؟
کله مو چې معلومات ډیلیټ شي دوباره یې څنګه تر لاسه کړو؟
په کمپیوټر کې د فولډر زیړ رنګ څنګه یو بل رنګ ته بدل کړو؟
په خپل کمپیوټر کې مهم او شخصي معلومات څنګه پټ او خوندي وساتو؟
څنګه کولای شو د موبایل سکرین کمپیوټر سره شریک کړو؟
خپل موبایل او کمپیوټر څنګه د بل هېواد او یا هم بل ځای څخه کنټرول کړو؟
څنګه وکولای شو ساینسی هره معادله یوازې په څو ثانیو کې حل کړو؟
څنګه کولای شو په ټاکلي وخت د خوب څخه راپورته شو؟
د افغانستان او نورو هېوادونو فضا څنګه کتلای شو؟
که غواړئ ددې او دې ته ورته د نورو زیادو پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ او زده یې کړئ مونږ درته ویډیو ګانې چمتو کړي دي کولای شئ ویې ګورئ د لاندې لنک په واسطه تر اوسه ۲۵ ویډیوګانې دي او دوام به لري

How to create Boatable USB without any software in Pashto By Abdullah Sorush Computer and Windows Tricks in pashto By Abdullah Sorush

1st class Accounting Introduction to accounting in Pashto By Abdullah Sorush 30/04/2025

په افغانستان کې ډیر وخت د حساب پاکولو وخت کې او یا هم د کاروباري شریکانو تر مینځ د حساب وخت کې جنجالونه او جنګونه رامینځ ته کېږي او یا هم ډیر وخت داسې مالي حسابونه وي چې پاکول یې میاشتې او حتی تر کال پورې وخت نیسي وجه یې دا وي چې حساب مسلکي کسانو نه وي درج کړی او په هغه سیسټم چې باید حسابونه درج شي نه وي شوي نو ځکه پکې سر درد او جنجال زیاد وي د ګډوډو طریقو پر ځای باید د سټنډرډ او منظم حسابداري سیسټم څخه ګټه واخیستل شي
هغه کسان چې غواړي د حسابداري په سیسټم پوه شي لاندې ویډیو ګانو کې مې د حسابداري اساسات ثبت کړي کولای شي ورڅخه ګټه واخلي او لاره پیدا کړي

1st class Accounting Introduction to accounting in Pashto By Abdullah Sorush principle Accounting in Pashto What is Accounting and its Definition

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul