Psychological Test Machine

Psychological Test Machine

Share

Although there may not be any theories or concepts related to the machine, I will create a basic machine based on my existing knowledge.

Definition of PsyTM:

PsyTM is the designation of a novel theory centered on a psychological testing machine aimed at diagnosing mental illnesses in humans; however, the machine remains in an incomplete stage of development. The questions of nature have made me wonder, as a result of which, I have been doing some researches and experiments; Currently, I’m working on inventing a Psychological Test

Photos from Psychological Test Machine's post 20/01/2025

د سایټیم تیوري بنسټیزه انګېزه

20/12/2024

د سايټيم تيوري د رامنځته کيدو انګېزه څه شی ده؟

د افغانستان په ځانګړي توګه په هلمند کې د روانو کلونو خونړيو او نه زغمونکو حالتونو عبدالمالک همدرد هم له جګړي سره عادي، د نوې جنګ او خبر مینه وال کړی و او د مختلفو بدو حالتونو سره ژوند کول ورته نارمل ښکاره کیدل مګر د وړونو، د کاکا او خاله ګانو د اولادونو سر په سر مرګونه ليدل، په خپل ولایت او ټول افغانستان کې د کلونو جګړي په جريان کې د افغانانو د دوامداره ژوبلیدلو او د هغوی د مرګونو سره په څنګ کې هر وخت جنازو او فاطحو ته د ورتلو عادي کړی و ځکه يو وخت فکر ور ته پيدا شو چې زما پڅير د کمپيوټر تدریس هر څوک ور کولی شي مګر د جګړي په وړاندې هېڅکو ږغ نه کوي بلکې د جګړې دوام ته هر څوک د خپلو ګټو مطابق د توان په اندازه نغاره اضافه وهې، ځکه همدرد په پيل کې ټولنيزو فعاليتونو ته مخه کړل مګر کله چې متوجې کیږي چې خلک یې د خپلو نورو موخو لپاره استفاده کوي ځکه ئې په پر هغه مهال د ملګرتيا تر نامه لاندې يوه کوچنی خاکه طرحه جوړه کړل چې د افغانستان د امن او سولې لپاره به د هېواد په ټولو ولايتونو کې يو ږغ جوړ وي او د همدې لپاره کابل ته راغلی او دري میاشتي ئې د کابل د هرې اداري دروازه ور وټکول او ورغلی مګر د مثبت ځواب پر ځای د دري میاشتو په پای کې یې خپلي راوړي پيسې ختمي کړي او بيرته ناهیلی خپل ګرشک ته ولاړی او په ګرشک کې یې هره خبره د امن او سولې کلمي وګرځولي حتی د فسبوک او د خصوصي مجلسونو له طریقه د امن او سولې خبرې شروع کړي او په دې خبرو او کیسو کې د مختلفو طالب فکره او طالب پلوه او جمهوریت مدافع کسانو سره لیدني کولي.

په 2018 م کال کې د ګرشک د سید تاجدار اغا په زیارت کې د نوروز لمانځني سره سم هلته د جوړيدونکي غونډي لپاره يوه چاودنه پلان شوي وه مګر د موضوع د افشا په خاطر یاده چاودنه ودرول شو اما د نوروز يعني د نوې کال په دريمه په لښکرګاه کې هغه چاودنه تر سره شول او په هغه کې زیات کسان ژوبل او ووژل شول او بیا پر هغه ځای باندې ځیني احساساتي کسانو د سولې ږغ پر طالب وکړ او همدرد چې د امن او سولې اصلي خبرې کوونکی و او دغه ږغ کوونکي هم همدرد ته اشنا او یا یې ملګري وه او د همدرد هغه ملګري هم پکښې وه چې د همدرد د امن او سولې په خبرو به یې ریشخند وهی، خو په ډېر لنډ وخت کې د لښکرګاه په خيمه کې زياتي خبرې پورته کښته شوي او همدرد چې په ګرشک کې د امن او سولې لپاره عملا خبرې کولي ځکه نو د سیمي د طالبانو او حکومت دواړو سره یې خبرې تر یو حده شریکي وي او اخير په لښکرګاه کې د خيمه والو تر منځ د داخلي جنجالونو او خصوصي خبرو په خاطر د جګړي په ضد اصلي خبره پاته شول ځکه همدرد بیرته فکري روزنه شروع کړل او د وخت په تيریدو د لښکرګاه د خيمې له سلګونو ګډونوالو څخه يوازې شپږ تنه بیرون پیاده وتلو ته اماده شول اما همدرد هېڅکله نه غوښتل چې همدرد هم بیرون ته د پیاده تګ لپاره ور وځي مګر هغه وخت همدرد مجبوره شو ځکه هغه شپږ تنه د لښکرګاه د اخیرې ځينځر اخوا ته تر دوه ورځو پوري وځنډيل او هم يې ممدرد ته زنګونه وهل چې راشه همدا تاريخي سفر کې مو یوازي مه پریږده ځکه نو بيا همدرد مجبور شو او له ګرشک څخه لښکرګاه ته راغلی او سم دستي یې د لښکرګاه څخه مخ پر کندهار پلی (پیاده) حرکت شروع کړ او ملګرو ته خپلو ملګرو ته یې همدا ويل چې زه درسره يم د سر يو ویښته ته مو زيان نه رسیږي او د همدرد هېله همدا و چې په پلې تګ کې به تر کندهار پورې د ملګرو ځي او اخوا ته به دوی یوازي ځي او همدرد به فکري مبارزه ورته قوي کوي مګر د کندهار په حوض مدت کې د مشرتوب په داسي حال کې جوړه شو چې همدرد مخکي یاده موضوع خلاصه کړي وه چې ولسي حرکت به په یوه شخص پوري نه محدودیږي ځکه د یو کس په بي لاری به ټولي ستړیاوي له منځه ځي اما هلته د همدرد تر دوه پوښتنو وروسته همدرد ته د يو ملګري له لوري ښکنځل وشول او بيا غیر مستقيم پسې تهدید شو او همدرد چې موضوع ته متوجي شو چې خبره بل لوري ته ځي ځکه یې وویل چې نور خپل فکري مبارزه له همدې ځایه عامه پوهاوي ته ځانګړي کوي ځکه یې بيا لوډسفکر پخپل لاس کې واخیست او د افغانستان په هر ولايت، هرې ولسوالی او هر کلې او مسجد کې یې د تپلي جګړي په ضد د امن خبره پخپل احساساتي انداز کې کول او له عامه پوهاوي وروسته به یې میک یا لوډسفکر هغو کسانو ته ورکاوه چې د شهرت او ځان ښوودني شوق به يې درلود.

په همدې جريان کې همدرد د ډلې د ځينو داخلي ملګرو او د ځينو بیرونيو جګړه طلبو له لوري په مختلفو بانو او نومونو تر سختو روانې شیکنجو لاندې نیول شوی و او ځينو داخلي ملګرو په مختلفو تورونو باندې تورن کړی و چې د امن خبره په رشتیا و نکړي حتی تر دې چې څو ځله د مرګ حملي ور باندې وشوې لیکین د ستر څښتن په فضل بيا هم ژوندی پاته شوی دی مګر يو ځلي د مزاري شریف په خلم ولسوالی کې داسي حمله ور باندي وشول چې د هغه وروسته همدرد د مزاري شریف په مرکزي روغتون کې په هوښ کې راغلی او د وخت په تېريدو د همدرد د سر د شاه برخې ټپونه هم روغ شول مګر بيا یې هم سر شدید دردونه تجربه کول ځکه د مختلفو روغتونونو عصبي متخصصو ډاکټرانو ته ورتلی او هغوی به له تشخیص وروسته ځيني درمل ورکول او د هغه درملو په خوړلو به همدرد ته خوب ورتلی اما چې له خوبه به بیرته پاڅيدی بیرته به یې سر هغه شدید دردونه تازه کول ځکه همدرد مجبوره شو چې خپل د سر سم علاج وکړي او په همدې جريان کې يو نااشنا ملګري د امن د خبرو لپاره پيژندی ځکه یې د همدې ستونزې د حل په موخه د افغانستان د امنيت ملي د مرستيال په مرسته د امنیت ملي د کابل روغتون ته معرفي کړ او په هغه روغتون کې د همدرد د سر مختلف ټیسټونه وشول او په پایله کې ورته وویل شول چې عصبي سیسټم مو هېڅ نوع ستونزه نه لري، خو بيا يې هم څلور پاکټه ټابليټونه ورکړل او د هغه ټابليټونو په خوړلو به همدرد ته بيا هم يوازي خوب ورتلی او له خوب څخه وروسته به بیرته هغه شدید دردونه ورته شروع کيدل، که څه هم په دغه وخت کې اصلي ستونزه د همدرد په مخ کې پرته وه مګر دی ورته متوجي نه و.

د همدې قضیې اصلي داستان له 2010 م کال څخه بیا تر 2019 م کال پوري رسیږي او په پیل کې د سایټیم تیوري انګیزه غیر ارادي رامنځته شوي مګر وروسته د همدرد له لوري په سایټیم تیوري باندي ارادي کار کیږي او د سایټیم تیوري د هرې ستونزې او ننګونې لپاره حل لاري جوړوي او په ټولنه کې په سایټیم تیوري باندي علمي او غیر علمي بحثونه را منځته کوي مګر تر څنګ یې خپل د امن او سولې عامه پوهاوي ته هم دوام ورکوي.

13/12/2024

Although today is my birthday, I forgo its celebration to proudly declare that the PayTM theory is 98 percent science.

11/12/2024

د سايټيم تيوري د رامنځته کيدو انګېزه څه شی ده؟

لاندې انځور چټ جي پي ټي د AI په مرسته د همدې پوښتنې د معلوماتو پر بنسټ جوړ کړی دی؟

09/12/2024

Have you answered this small question?

27/11/2024

که د افغانستان د علومو اکاډمي د زور نه بلکي د علم او منطق ځای وي، هېله لرم په ټول افغانستان کې خو به دومره څوک وي چې زما د دغه پوښتنو ځواب د افغانستان د علومو اکاډمی څخه واخلي ځکه د علومو اکاډمی زما د سایټیم تیوري پر دې بنسټ رد کړي چې ګواکي ماشینونه موجود دي که موجود دي مهرباني وکړئ زما لاندي دوه پوښتنې په ټوله هغو کسانو ځواب کړي چې غیر معقوله اداع او زما د سایټیم تیوري رد یې په کړی دی.

1. د انسان د رواني ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره تاسي پخپله کوم ثابت ماشین لیدلی او يا مو پخپله مطالعه کړی دی؟
○ نه
○ که مو ځواب بلي وي، په مهربانی سره لاندي پوښتنو ته ځواب ورکړئ:
1) د هغه ماشين نوم څه شی دی؟
2) هغه ماشین چيري دی؟
3) د هغه ماشين د الګوريتم جوړښت څنګه ډيزاین شوی دی؟
4) کاري ساحه او يا د تعريف ناحيه يې کومه ده؟
5) له کومې مفردي او يا مرکبي تابع او ریلیشن څخه استفاده کوي؟
6) د انسان د رواني ناروغيو د تشخیص لپاره هغه ماشین د کومو واحداتو څخه استفاده کوي؟


2. ستاسي د مسلک له مخې تاسي کومه معادله/ فورمول او يا ثابت واحد لیدلي او یا مو مطالعه کړی چې د انسان فکر یا هم رواني حالت پرې اندازه کيږي؟
○ نه
○ تر اوسه نه یم متوجي شوی
○ که مو ځواب بلي وي، په مهربانی سره لاندي پوښتنو ته ځواب ورکړئ:
1) د هغه ثابتي معادلې استعمال پر کوم بنسټ کيږي، په يوه مثال کې يې وښياست؟
2) د هغه ثابتي فورمولي استعمال پر کوم بنسټ کيږي، په يوه مثال کې يې وښياست؟
3) د هغه ثابتو واحدونو استعمال پر کوم بنسټ کيږي، په يوه مثال کې يې وښياست؟

27/11/2024

د افغانستان د علومو اکاډمی محترم مقام ته السلام علیکم ورحمت الله و برکاته، و بعد.

محترما! زه عبدالمالک همدرد د محمدعیسی زوی د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځۍ د وروستي سیمیټر محصل یم او د مونوګراف لپاره دوه فرضيې لرم چې لومړی فرضیه د پوښتنپاڼو د معلوماتو پر راټولو حل کيږي او د دوهمې فرضيې اړتيا د پوښتنپاڼو معلومات څرګندوي.

د موضوع وضاحت:
د کابل پوهنتون د څېړنو او علمي مجلي معاونيت د مونوګراف د رسمي لارښود پر بنسټ ما خپل د مونوګراف لپاره نوې موضوع ټاکلي ده، او د لارښود مطابق مې په پیل کې لومړی ضمیممه (د ستنوزو ارزیابي)، دوهمه ضمیمه (د څېړنیزې موضوع ثبت) او دریمه ضمیمه (د څېړنې پروپوزل) د پوهنځۍ له لوري ټاکل شوي محترم لارښود او مشاور استاد ته سپارلي دي او د هغوی له تائید وروسته ادارې ته د څېړنې د پروپوزل له مخې معرفي شوی یم او د لومړی فرضيې د حل په موخه د کابل پوهنتون (د فزيک، کمپيوټر سانیس، ارواپوهنې، فلسفې، معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي او رياضياتو پوهنځيو)، د کابل طبي پوهنتون (د متممه روغتيايي علومو پوهنځۍ د طبي انجينری، طبي ټکنالوژی، عقلي او عصبي څانګو) او (د ستوماتولوژي پوهنځۍ د عدلي طب څانګي)، د عامې روغتیا وزارت د (صحت رواني رياست)، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې(د څېړني ریاست)، د افغانستان د علومو اکاډمی (د کمپيوټر سیاینس، طبي انجینری، طبي ټکنالوژی، فزيک، رياضيات، فلسفې، ارواپوهنې، عقلي او عصبي مسلکې مرکزونو)، د روغتیا نړیوال سازمان څخه د پوښتنپاڼو او آنلاین فورم پر بنسټ معلومات راټولوم.

د مکتوب ځواب:
دا چې څلور کاله وروسته زه د کابل پوهنتون له ادرس څخه د افغانستان علومو اکاډمی ته د يو محصل په توګه د يو شمېر پوښتنپاڼو سره مل معرفي شوی يم او په مکتوب کې په ښکاره الفاظو زما د مونوګراف د څېړنې او د پوښتنپاڼو د ډکولو ذکر شوی مګر د علومو اکاډمی پوښتنپاڼو ته د ځواب ور کولو پر ځای د طب مرکز د څلور کاله وړاندي نظر د کابل پوهنتون ته ليږلی دی او دوهم یې زما د مونوګراف نوم نیمګړی او نامناسب لیکلی دی ځکه باید ووایم چې ریاضي په ټولو طبیعي، تخنيکي او ټولنیزو علومو کې شامله ده او هر کله چې يوه نوې موډل جوړونه کیږي نو له ریاضي څخه مستقیم استفاده کيږي او بل که د هر نوم څخه يو توری هم کم کړو د هغه مطلب بدليږي ځکه وايم چې زما د مونوګراف عنوان "په ریاضي او ارواپوهنه کې د سایټیم تیوري کارونه" تعين او تائید شوي دی.

په 1399 کال چې زه د فکري مالیکيتونو د عمومي ریاست له لوري د افغانسان د علومو اکاډمی ته ور معرفي شوی وم، زما له پرلپسې هڅو برسیره ما د افغانستان د علومو اکاډمی له ادرس څخه د سایټیم تیوري د ثبت لپاره کوم علمي لارښود او جوړښت و نه موندی چې زه د هغه پر بنسټ لازمې اسناد جوړ او بيا د سايټيم تيوری اړتيا او کاري ساحه د کمي او کیفي حالت په نظر کې د نیولو سره وړاندي کړم.
فکر کوم د افغانستان د علومو اکاډمي يوازي خپل د اداري غړو خبره نه نشروي بلکي هر نوښتګر، کشف يا اختراع کوونکي افغان حق لري چې د علومو اکاډمي د کابل پوهنتون پڅېر يو لارښود او جوړښت ولري چې د هغه لارښود پر بنسټ هر نوښتګر، کشف يا اختراع کوونکی افغان خپل لومړني لازمې اسناد جوړ او بيا يې د اړينو ضمیمو سره مل په مسلسله توګه يو په بل پسې وړاندي کړي تر څو د نوښت، کشف، اختراع کمی او يا کیفي حالت څرګند شي او که د هر افغان د نوښت، کشف او یا اختراع ادعا له واقعیتونو لیرې وي نو هغه افغان به په پیل کې متوجي شي او یا به له سره پر خپله ادعا غور وکړي.
دا چې د علومو په اکاډمی کې زما څخه د ټولو اسنادو غوښتنه وشول زه حيريان وم چې کوم اسناد به لازمې وي ځکه ما خپل زده کړيز اسناد ورته چاپ کړل او تر څنګ مې د سایټيم تیوري يو څه اوليه معلومات ورکړل، پر هغه برسیره د زيات انتظار په وجه مې همدا ډار پيداکړ چې زما تيوري څوک کاپي نه کړي.

اوسنی غوښتنه:
د افغانستان د علومو اکاډمی د محترم مقام څخه په ډېر درنښت هېله کوم چې زما پوښتنپاڼو ته د طبي انجينري، طبي ټکنالوژي، کمپیوټر سیاینس، ریاضي، فزیک، فلسفي، ارواپوهنې، عقلي او عصبي تخصص پر بنسټ په علومو اکاډمی کې حاضر مسلکي غړي ځواب ورکړي ځکه زما د مونوګراف د بشپړولو لپاره محدودي ورځي پاته دي او بل په پوښتنپاڼو کې دوه بنسټیزې پوښتنې دي چې هر مسلکي شخص یې د خپل مسلک له ادرسه په ساده لیدو هم ځواب کولی شي.
زه د قوس میاشتي پر 14 نېټه مونوګراف لارښود او مشاور استادانو سپارم چې هغوی ئې اشتباهات او علمي تخطیاني په ګوته کړي او په عین وخت کې پر پنځلسم د قوس مو وروستی آزموینې شروع کیږي او له ازموینو وروسته سم دستي د مونوګراف دفاع د ریاضیاتو پوهنځۍ په څېړنیزه کمیټه کې غواړي.

د علومو اکاډمی د طب د محترم مرکز په نظر باندې زما د اعتراض يوه نمونه:
هغه مهال ما د طب د مرکز په نظر باندي څو علمي نیوکي لرلي مرګر تر تکراري هڅو وروسته بیا هم و نه توانیدلم چې مثبت ځواب تر لاسه کړم ځکه مې موضوع پر خپل ځای پریښودل، که څه هم ما د یو افغان په صفت حق درلود چې اداره امور او یا محکمي ته خپل د نیوکو او ګیلو د شکایت غوښتنلیک وړاندي کړم مګر ما د بل اکاډمیک ادرسه څخه پر خپلي تيوری باندې د لا پرمختګ او پراختیا لپاره څېړنه شروع کړل ځکه اوس د مختلفو علمي او مسلکي ادارو څخه په رسمي توګه يو څېړنیز مونوګراف جوړوم او دفاع ته ئې ځان اماده کوم.
د افغانستان د علومو اکاډمی رهبري او محترم مسلکي متخصصین باید زما سره مستقیمه او غیر مستقیمه مرسته وکړي چې یو افغان یې پر یو نړیواله معما باندي د حل فکر کوي او د همدې نړیوالي معما لپاره د حل په موخه یوه علمي فرضیه رامنځته کوي او بیا د خپل فکر او ظرفیت په اندازه یوه نوې تیوري وړاندي کوي.

عبدالمالک همدرد

27/11/2024

په ټول افغانستان کې د نوې خلاقیت د زغموونکو څخه په ډېر درناوي هېله کوم چې په لاندې نظر زما پوښتنې ځواب کړي!

د افغانستان د علومو اکاډمی څنګه نظر ورکړی دی؟

هغه ادعا چی ښاغلي همدرد کړې ده تر اوسه په ډېر اپتدایې پړاو کي ده او د دې ادعا د اثبات لپاه علمي او عملي دلايل وجود نه لري، همدارنګه د دې ډول ماشین جوړېدل چي رواني ناروغی تشخیص کړي تر اوسه په نړیواله کچه هم د نظر په حدودو كي ده؛ البته بايد وويل شي چي په نړيواله کچه یو شمېر ابتدايي ماشينونه د روان او رواني ناروغيو د ارزوني لپاره را منخته شوي دي، خو لا ډېر کار او وخت ته ارتیا ده چي د رواني ناروغیو د تشخيص يو اغېزناک ماشین جوړ شي.

د افغانستان د علومو اکاډمی په نظر باندي زما ساده پوښتنې:
1. ایا نوي اختراع په اپتدایې پړاو کې نه وي؟
2. هر کله چې یو موضوع د نظر په حدودو کې وي هغه بیا څنګه عمل ته راتللی شي؟
3. هر کله چې یو ماشین موجود وي بیا هغه هغه ماشین د نظر په حدودو کې څنګه کیدلی شي؟
4. کله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د خپل یو افغان مانع ګرځي، نو بیا د علومو اکاډمي هېله له چا څخه لري چې د انسان د اړتیا لپاره همداسې یو اغزمن ماشین جوړ کړي؟

عبدالمالک همدرد

27/11/2024

هر هغه افغان چې په افغانستان کې د نوي نوښت، نوي کشف او نوي اختراع لپاره خوښیږي او پخپله جامد فکر و نه لري بلکي پخپله خلاق او د خلاقیت ملاتړ وي!
په ډېر درنښت له ټولو علمي او مسلکې اشخاصو څخه هېله کوم چې زما دغه اول، دوهم، دريم او څلورم پوسټونه ولولی، او هغه نقطي درسره یاداښت کړئ چې زما د سایټیم تیوري د رد لپاره د دوهم ځل لپاره د افغانستان د علومو اکاډمي وړاندي کړي دي او بیا زما د پوښتنو او د دوی په نظر باندې زما نیوکي هم ولولی.

اول پوسټ: لاندي د مکتوب متن کاپي دی

معاونیت محترم بخش علوم طبیعی - تخنیکی

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته. اما بعد.

د کابل پوهنتون ریاست د ۳۵۷۶ گنه او ۲۸ / ۴ / ۱۴۴۶ نیتی لیک په جواب کي په درنښت سره لیکل کېږي

څرنگه چی د نوموړي دا موضوع په ۱ / ۷ / ۱۳۹۹ هـ ش کال کي هم د افغانستان علومو اکاډمي د طبي علومو مركز ته راجع شوی وه او د طبي علومو مركز له نوموړي څخه وغوښتل چي د یادې موضوع په اړه خپل ټول شته اسناد په رسمي بڼه د طبي علومو ریاست ته وسپاري ترخو دا موضوع په علمي او مسلکي ډول تر بحث لاندي ونيول شي.

محترم عبدالمالک همدرد خپل ټول اسناد په یاده نیټه د طبي علومو مرکز ته راوړل او د طبي علومو د مركز علمي غرو د نوموړي د اسنادو له هر اړخيزه ارزونې څخه وروسته له نوموړي څخه وغوښتل چي په ۶ / ۷ / ۱۳۹۹ هـ.ش نېټه د یکشنبې په ور غرمي وروسته په لسو بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو مركز د علمي غړو په حضور کي د خپلي ادعا په اړه یو پريزنټيشن وړاندي کړي.

د طبي علومو مركز علمي غړو د نوموړي پريزنټېشن په پوره دقت او غور سره واورېده د پريزنتيشن له اورېدلو څخه وروسته یې د يادي موضوع په اړه له نوموړي څخه یو شمېر پوښتني وكړي او د طبي علومو د مركز علمي غړو او متخصصینو په نړیواله کچه د دې ډول ماشين د څرنګوالي په هکله هم خپل نظریات وراندي کړل. له هر اړخیزه بحث څخه وروسته یې د نوموړي د ادعا په هکله لاندي پرېکړه وكره

هغه ادعا چی ښاغلي همدرد کړې ده تر اوسه په ډېر ابتدایې پړاو کي ده او د دې ادعا د اثبات لپاه علمي او عملي دلايل وجود نه لري، همدارنګه د دې ډول ماشین جوړېدل چي رواني ناروغی تشخیص کړي تر اوسه په نړیواله کچه هم د نظر په حدودو كي ده؛ البته بايد وويل شي چي په نړيواله کچه یو شمېر ابتدايي ماشينونه د روان او رواني ناروغيو د ارزوني لپاره را منخته شوي دي، خو لا ډېر کار او وخت ته ارتیا ده چي د رواني ناروغیو د تشخيص يو اغېزناک ماشین جوړ شي.

څرنگه چی ښاغلي همدرد د خپلي ادعا د اثبات لپاره کومه علمي او عملي کړنلاره نه لرله، نو ځکه د طبي علومو مرکز په دی ډېر ابتدایی پړاو کي د نوموړي دا ادعا نه تاييدوي او هيله لري چي په راتلونکو وختونو کي انسان قادر شي ترڅو د رواني ناروغيو د تشخيص يو ماشين جور کړي، ترڅو د شته رواني ناروغيو په تشخیص کي د رواني برخي له متخصصينو سره مرسته وكړي.)

څرنگه چی ښاغلی عبدالمالک همدرد اوس مهال د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځی د وروستي کال محصل دی او غواړي چي د سايتم تيوري تر سرلیک لاندی مونوگراف په اروا پوهنه کي بشير کړي د مسلکي رشتي له مخي مناسبه موضوع نه گڼل کېږي، ځکه چی نوموړي په ارواپوهنه کي علمي او مسلکي زده کړي نه دي کړي او په دې اړه کوم علمي او مسلکي معلومات هم نه لري. په همدی ډول د نوموړي د مونوگراف موضوع پوښتني پاڼه او همدارنگه نور ضميموي اسناد د سايتم تيوري او رواني ناروغيو د تشخيص د ماشین په اختراع پوري محدود شوي دي او د يادي موضوع په اړه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو مركز خپل نظر لا د مخه په رسمی دول اړوند مرجع ته لکه څرنگه یی چی پورته یادونه وشوه څرګند کړی دی. د نوموړي د موضوع په اړه د طبي علومو د اجراییه هیأت نظر د راتلونکو اجرا آتو په موخه در ولېږل شو؛ البته څرنګه یی چی لازمه بولی اجراأت به کرئ.

عبدالمالک همدرد

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul
0093