Farhan Yusefzai
Former chairman of Afghanistan Cricket Board
د پاکستان د حکومت دا وحشیانه او ظالمانه بریدونه پر افغانانو په کلکه غندو. دا لومړی ځل نه دی چې هغوی زموږ د صبر او حوصلې ازموینه اخلي، خو بیا هم هر ځل دا حقیقت هېروي چې افغان ملت د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د ظلم پر وړاندې نه دی ټیټ شوی.
پاکستان باید پوه شي چې د افغانانو قوت یوازې په وسلو کې نه دی، بلکې په ایمان، غیرت او یووالي کې دی. موږ د خپل وطن، عزت او ازادۍ ساتنه په هر حالت کې کوو.
الله تعالی دې زموږ مظلوم ولس ته صبر او بریا ورکړي، او ظالمان دې د خپلو اعمالو حساب ته ورسوي.🇦🇫
15/07/2025
انا لله و انا الیه راجعون
پښتو_شاعری : د مطیع الله تراب صاحب خوندور شعر که ستاسو پښتو شعر او شاعری خوښیږي نو په مهربانئ سره چینل درسره سبسکرایب کړۍ او د پښتو له رنګارنګ شاعرئ څخه خوند واخلۍ🙏❤
06/06/2025
د قربانۍ اختر دی، د مینې او وفا ورځ ده
د خدای د رضا لپاره د زړونو صفا ورځ ده
دا اختر دې وي د بښنې، د امن او مهربانۍ
په هر کور دې راشي خوشحالي، برکت او کاميابي
اختر مو مبارک شه! 🌙🐐
30/03/2025
د ټولې نړۍ افغانانو ته د اختر مبارکي وایو! الله دې دا مبارک اختر د خوښیو، روغتیا، او برکتونو ډک درته وګرځوي. دا ورځ له خپلو عزیزانو سره په مینه، امن، او یووالي ولمانځئ. اختر مو مبارک شه!
26/02/2025
الحمدلله! د افغانستان د کرکټ اتلانو ته مبارکي وايم! ستاسو زحمت، عزم او سخت محنت ملت ته خوښي ورکړه. همداسې روښانه لاسته راوړنې ولرئ او تل ویاړ راولئ!
11/01/2025
د افغانستان کرکټ ملي ټیم د خپلو افتخاراتو په ذریعه د #افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی
20/09/2024
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې تاریخي بریا مبارک شه! 🏏🎉
د افغانستان زمریانانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په نړیوال کرکټ کې د نړۍ په کچه یو قوي قوت دي. د دې سترې لوبې په ګټلو سره، ملي لوبډلې د ټولو افغانانو زړونه وګټل او زموږ د هېواد بیرغ یې په ویاړ پورته کړ.
په دې بریا کې هر افغان ته مبارکي وایو! الله دې زموږ ملي لوبډله په ټولو سیالیو کې بریالۍ او سرلوړې وساتي. افغانستان زنده باد!
🇦🇫
10/07/2024
الله ج دې رضا خان کاکا ته جنت الفردوس نصیب کړي! زما په وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ کې زما تر ټولو ګران خلک د هغه په څیر اشخاص وو!
25/06/2024
د افغانستان رښتیني اتلان! 🇦🇫
23/06/2024
افغان اتلان یو ځل بیا افغانانو ته ویاړ ور په برخه کړ! دا تاریخي بریا مو مبارک شه
| |
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |