Bright Future

Bright Future

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Bright Future, Public Figure, Kabul.

26/02/2026

63% Installation completed

26/02/2026

More than 55 Pakistani soldiers killed

26/02/2026

تورخم راستنېدونکو کډوالو عمری کمپ د پاکستاني رژیم لخوا په هاوانونو په نښه شوی هلته میشت ٧ ګډوال ټپیان شوی دي.

26/02/2026

د پاکستانی ملیشو پر وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو غچ‌اخيستونکي بريدونه لاهم روان دي.

29/12/2025

هغه درمل چې انسان ته سکون ورکوي هغه لمونځ ده

16/12/2025
30/11/2025

د پاکستان سره دروازی د تر امر ثانی پورې
بندی وی
ولس یی نه غواړی

29/10/2025

فیصله
څه نازک حالت او څه نازکه فیصله
پام کوه چې و نه کړې چابکه فیصله

تا ته خو ټول کلي دی تویوړی واک درکړی
ته به نو بیا کله کړې ملکه فیصله؟

بیا به د جیلم په ښار کې ووینې لښکرې
یو ځل که تر سره شي اټکه فیصله

مه خوږوه زړونه د پېغور په تېره ژبه
دلته جرګې کړې ده هلکه فیصله

شخړې په خبرو حل کېدلای شي انسه
کله کله نه شي بې‌ ټوپـکه فیصله.

28/10/2025

په ترکیه کې د مذاکراتو له ماحول څخه:

د مؤثقو منابعو په حواله ویل کیږي چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان اړخ ترمنځ د مذاکراتو جریان بې له کومې پایلې پای ته ورسید.
هغه څه چې ډیر جالب وو دا وو چې پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نه درلود، بې منطقه خبرې یې کولې او حتی کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله.

د دوی د مذاکراتي ټيم اخلاقو، کرکتر او وضعیت ته منځګیړي ( قطري او ترکیې) استازي هم حیران پاتې ول او د حال په ژبه به یې افغان پلاوې ته ویل چې له ډيرو بدو همسایه ګانو سره مو سر او کار ده.

لاندې څو کرښکې د ترکیې د مذاکراتو د مجلس جریان له تاسو سره شریکوم چې له خورا مؤثقو او دریم ګړو سرچینو څخه تر لاسه شوي دي.

ـ د مجلس ټولې مادې نهایې شوې، فقط یوه ماده باندې بحث روان و چې پاکستاني اړخ په سپک او ناسم چلند سره مجلس ګډوډ او خراب کړ.

ـ د پاکستان اړخ د مذاکراتو په میز خپل حواس او اخلاق په ټولیزه توګه له لاسه ورکړي و، سپکې او سپورې یې کولې، چې دې وضعیت منځګړي (ترکان او قطریان) یې هم سخت خفه کړل.

ـ د پاکستاني ټيم مشر چې خورا بد چلنده انسان و، له افغان لوري څخه غوښتنه کوله چې تاسو ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړئ او کنترول یې کړئ چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

د پاکستان دې غوښتنې چې له افغانستان څخه یې وغوښتل چې د ټي ټي پي ګروپونه تاسو افغانستان ته در وغواړئ او هلته یې کنترول کړئ، منځګړي (د قطر او ترکیې استازي) هم حیران کړل، چې دا څه ډول غوښتنه ده چې خپلې باغې ډلې په تاسو کنترولوي؟

افغان لوري ځواب دا و چې هغه خو زموږ مربوط خلک نه دي، ستاسو د هېواد اتباع دي، نو موږ څرنګه ستاسو هېوادوال او جنګ کوونکي ګروپونه خپل هېواد ته را وغواړو او بیا یې کنترول کړو؟

ـ بله غوښتنه یې دا وه چې که پاکستان کې ټي ټي پي کوم برید کوي، موږ یې غچ له افغانستان څخه اخلو.

افغان لوري ځواب ورکړ چې د پاکستان دننه بریدونه کنترولول ستاسو د نظامیانو او امنیتي ځواکونو کار ده، موږ صرف دا مسئولیت لرو چې زموږ له خاورې ستاسو خواته څوک در پرینږدو.
ـ پاکستاني اړخ وغوښتل چې تاسو به تضمین کوئ چې ټول هغه ګروپونه به کنترولوئ چې له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

افغان اړخ ورته وویل چې سمه ده، موږ به هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې په استفاده په پآکستان حمله وکړي، خو په مقابل کې به یې پاکستانی اړخ هم تضمین راکوي چې نه به په خپله پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کوي اونه به هغو امریکايي ډرون الوتکو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه په استفاده راځي د افغانستان حریم نقض کوي، همدا ډول داعشي پدیده به هم د پاکستان له خاورې په استفاده په افغانستان کې بریدونه نه کوي.

پاکستاني پلاوي په لومړی سر کې خبره ومنله، خو لږ وروسته ټلیفون ورته راغی، چې کله له ټلیفون څخه بیرته مجلس ته راغلل، له خپلې خبرې پر شا شول او وویل چې پاکستان نشي کولای چې د امریکا د ډرون مخه ونیسي او یا د دا/عش تضمین وکړي.
ـ بله جالبه دا وه کله چې د افغانستان لخوا د امریکایي ډرون د بندیدو او د پاکستان له فضا څخه د نه را تیریدو خبره وشوه د پاکستاني مذاکراتي ټيم مشر جنرال شهاب اسلم وویل دا خبره باید ونشي.
د افغانستان لپاره د قطر سفیر مردف چې په مجلس کې حاضر و، ورته وویل چې ښاغلیه غوږ ورته ونیسه خبره په نیمایي کې مه قطعه کوه دا د افغانانو یوه اندېښنه ده ، پاکستاني جنرال شهاب وویل چې امریکایي ډرون چې زموږ په فضا افغانستان ته تیریږي دا خو ستاسې د قطر له هوایي اډې را پورته کیږي ته یې هلته ولې نه بندوې؟
د قطر سفیر ورته وویل چې زموږ به هلته له امریکا سره یو تړون لرو.
جنرال شهاب وویل موږ هم له امریکا سره تړون لرو (یعنی پاکستان له امریکا سره د افغانستان د حریم د نقض کولو تړون لري).

نور فعلا د مذاکراتو بهیر متوقف شو، لوستونکي کولای شي، له پورته معلوماتو څخه ملامت او سلامت وپيژني او دا قضاوت وکړي چې څوک دي چې اوبه خړوي او بیا ماهیان پکې نیسي.

عبدالخبیر مجروح

17/10/2025

پنج افسر امنیتی پاکستان در طی حمله‌ای استشهادی کشته شدند که به یک کمپ نظامیان پاکستانی در وزیرستان شمالی انجام شد و همچنین ۱۳ زخمی به جا گذاشت.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address


Kabul
2496300