WebMaster ICT Solutions

WebMaster ICT Solutions

Share

At SkillHub, we specialize in transforming ideas into effective, scalable software solutions.

Photos from WebMaster ICT Solutions's post 27/04/2024

ایا ChatGpt پیژنئ؟
کیدای شي خبر به یاست؛ چې د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفارم (ChatGpt) له انلین سرچینو، لکه انټرنټ، ټولنیزې رسنې او نورو څخه معلومات اخلي تحلیلوي یې او بیا یې موږ ته د پوښتنې ځواب په بڼه وړاندې کوې. د مصنوعي ځرکتیا دا ټکنالوژي دومره پرمختللې ده چې ده چې شته ډیټا په دومره ښه بڼه تحلیلوي چې زموږ هرې پوښتنې ته یوې ثانیې څخه کمې مودې کې ځواب راکوي، یوې وړاندې شوې موضوع کې راسره بحث کوي، هغه لیکنه چې موږ یې کیدای شي ساعتونو کې ولیکو، په ثانیې کې راته په ډیر منظم ډول لیکي، ریاضيکي چنلجونه حلوي، د معلوماتو په تحلیل او تجزیې راسره مرسته کوي او هان ګیم او عادي انسان غوندې په ډیریو ژبو خبرې راسره وکړي.

ډیرې داسې ځانګړنې لري چې په یوه لیکنه کې یې راټولو ستونزمن دي. یو څو چټونه درته وښایم چې ChatGpt څنګه موږ سره په اسلامي زده کړو کې مرسته وکړي، کولای شي راته آیت، حدیث سره د ژباړې او فقهې مسئله ولیکي. خو پښتو ژبې کې ډیر په غیر منظم ډول ځواب راکوي چې کیدای شي پرې پوه هم نشوو، ستونزه د په پښتو ژبه کې د معلومات کمښت دی. او بل اسلامي معلوماتو برخه کې د سنیانو په نسبت شعیاوو ډیره ډیټا موجوده کیدای شي، دا ټکنالوژې هم ډیروو مواردو کې راته د شعیاوو نظر بیان کړي، خو دا ستونزه په دې هم حل کیږي چې موږ یې وپوهوو چې د اهل سنت نظر راته بیان کړي.
لاندې څو د چټ انځورونه وګورئ

Photos from WebMaster ICT Solutions's post 30/12/2023

مصنوعي ځیرکتیا بیخي حد کړی!
دا عکسونه مې یوازې څو جملو لیکلو سره جوړ کړي، دا AI دومره ځیرک دی چې هر څه چې ستاسو خیال کې راځي او که تاسو کولای شی چې خپل خیال جملوو ته واړوی دا ډول مصنوعي ځیرکتیا ستاسو کلمې او جملې تصویرونه یا هم حتا ویډیو او فلمونو ته اړوی.
اوس شونې ده، چې مکمل داستان یا هم لنډه کیسه انیمیشن یا هم زموږ په اصطلاح کارتون ته واړوی، او هغه کارتون جوړونه چې میاشت میاشت وخت نیسي څو دقیقوو کې جوړ کړی، بسنه کوي چې تاسو دومره وړتیا ولری چې خپل خیال او فکر دې ټکنالوژیو ته بیا کړی شی.
دا لړۍ دوام لري

Want your business to be the top-listed Computer & Electronics Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Kabul
1001