ACCI
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسمي فېسبوک پاڼه.
صفحه رسمی فیسبوک اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان.
Afghanistan Chamber of Commerce & Investment official page.
12/05/2026
11/05/2026
د قرهقلپاقستان د خپلواک جمهوریت له پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه.
دوشنبه، غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبېکستان جمهوریت د قرهقلپاقستان د خپلواک جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره چې د قرهقلپاقستان د پارلمان د رئیس تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا بلخ ولایت ته سفر کړی و، لیدنه وکړه.
دا غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج مولوي شهابالدین ثاقب، د سوداګریزو چارو مرستیال، ښاغلي الحاج هارون رشید قاضي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ مرستیال، ښاغلي الحاج اللهشکور قناعتبخش، د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فضل احمد دوستي، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو، د صنايعو او کانونو خونې رئیس، امامالدین سنایيزاده، او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرهقلپاقستان د خپلواک جمهوریت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکې مهمې ستراتیژیکې نکتې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې دا موقعیت کولای شي د ټرانزیټ، رېل پټلۍ، انرژۍ، پانګونې او سیمهییزې سوداګرۍ په برخو کې پراخ فرصتونه رامنځته کړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او له سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو د پراخولو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ازبېکستان جمهوریت د مشرتابه له پاملرنې او همکاریو مننه وکړه او د دغه هېواد د سفارت او کونسلګریو له رول څخه یې د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د سوداګرو د تګ راتګ په برخه کې قدرداني وکړه.
د قرهقلپاقستان د خپلواک جمهوریت د پارلمان رئیس د افغانستان له لوري د مېلمهپالنې مننه وکړه او د دواړو ملتونو ترمنځ تاریخي، کلتوري، اسلامي او ټولنیزې اړیکې یې ژورې او لرغونې وبللې.
نوموړي څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د مشرتابه هڅو د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ د زیاتوالي لامل شوي او هیله یې څرگنده کړه چې دا سفر به د لا زیاتو اقتصادي همکاریو، ګډو پانګونو او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام، د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
11/05/2026
دیدار رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان با هیئت جمهوری خودمختار قارهقلپاقستان
دوشنبه، 21 ثور 1405
محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، با هیئت بلندپایه از جمهوری خودمختار قارهقلپاقستان جمهوری ازبکستان که تحت ریاست رئیس مجلس قارهقلپاقستان، همراه با رئیس اتاق تجارت و صنایع و جمعی از تاجران و سرمایهگذاران آنکشور، به ولایت بلخ سفرداشتند، ملاقات کرد.
این نشست، در حضور داشت محترمان: الحاج مولوی شهاب الدین ثاقب معین مالی و اداری وزارت صنعت و تجارت، الحاج هارون رشید قاضی معاون تجارتی، الحاج اللهشکور قناعتبخش معاون حمایت از تولیدات داخلی، الحاج فضل احمد دوستی معاون امور ولایتی و اعضای هیئت مدیره اتاق تجارت و سرمایه گذاری بلخ، امامالدین سناییزاده رئیس اتاق صنایع و معادن و جمعی از تاجران و سرمایهگذاران دو کشور، در مقر اتاق تجارت و سرمایهگذاری بلخ، برگزار گردید.
محترم الحاج سید کریم هاشمی، ضمن اظهار خوشآمدید به هیئت جمهوری خودمختار قارهقلپاقستان، بر اهمیت توسعه روابط اقتصادی و تجارتی میان افغانستان و ازبکستان تأکید نمود. وی، افغانستان را دارای موقعیت مهم استراتیژیک در اتصال آسیای مرکزی و جنوب آسیا عنوان کرده، افزود که این موقعیت میتواند فرصتهای گستردهای را در بخشهای ترانزیت، خط آهن، انرژی، سرمایهگذاری و تجارت منطقهای فراهم سازد.
آقای هاشمی، علاوه کرد: امارت اسلامی افغانستان از توسعه روابط اقتصادی، تقویت سکتور خصوصی و گسترش همکاریهای تجارتی با کشورهای منطقه حمایت کرده و تلاش دارد تا زمینه های مناسب را برای سرمایهگذاری و فعالیتهای اقتصادی فراهم سازد.
رئیس عمومی اتاق، از توجه و همکاری رهبری جمهوری ازبکستان در راستای توسعه روابط اقتصادی با افغانستان قدردانی کرده و از نقش سفارت و قونسلگریهای آن کشور در تسهیل روابط تجارتی و رفتوآمد تاجران سپاسگزاری نمود.
رئیس محترم مجلس جمهوری خودمختار قارهقلپاقستان، از مهماننوازی جانب افغانستان ابراز تشکر نموده و روابط تاریخی، فرهنگی، اسلامی و اجتماعی میان دو ملت را عمیق و دیرینه توصیف کرد.
وی، اظهار داشت که تلاش رهبری دو کشور سبب گسترش روابط اقتصادی و افزایش رفتوآمد هیئتهای تجارتی گردیده و ابراز امیدواری نمود که این سفر بتواند زمینه همکاریهای بیشتر اقتصادی، سرمایهگذاری مشترک و توسعه تجارت میان دو طرف را فراهم سازد.
در این نشست، طرفین بر ادامه همکاریها، توسعه روابط اقتصادی و ایجاد فرصتهای بیشتر برای تاجران و سرمایهگذاران دو کشور، تأکید کردند.
11/05/2026
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټه پرانېستل شوه.
دوشنبه، غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټه، د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج ذبیحالله صمیم تر مشرۍ لاندې او د خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلی پوهندوی محمد ولي امیني, د خونې د مدیره پلاوي غړو, ښاغلي الحاج محمد یوسف یوسفي، ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي او ښاغلي الحاج هېواد باز، د خونې سلاکار, ښاغلی اسدالله فروغیار او د یادې کمېټې د یو شمېر غړو په شتون کې، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي ډول پرانېستل شوه.
ښاغلي امیني، د خونې د تخصصي کمېټو د فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې خپلې ټولې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د اړوندو دولتي ادارو سره د شریکولو او تعقیب په موخه، د همدې کمېټې له لارې له خونې سره شریک کړي.
ښاغلي صمیم، د خونې له عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي د غړو له باور څخه مننه وکړه او د هېواد د ټکنالوجۍ او مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې یې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ. نوموړي، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د عصري ټکنالوجۍ له کارونې سره تړلی وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سکټور د ستونزو او ننګونو د انعکاس په برخه کې به له خونې سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی انجینر اکمل اعلام د مرستیال او ښاغلی ابراهیم فتحزاده د منشي په توګه په رسمي ډول معرفي شول.
11/05/2026
کمیته تخصصی مخابرات، تکنالوجی معلوماتی و هوش مصنوعی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان افتتاح شد.
دوشنبه، ۲۱ ثور ۱۴۰۵
کمیته تخصصی مخابرات، تکنالوجی معلوماتی و هوش مصنوعی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، تحت ریاست محترم الحاج ذبیحالله صمیم، رئیس این کمیته و عضو هیئت مدیره اتاق و با اشتراک محترمان: محمد ولی امینی رئیس هیئت عامل اتاق، الحاج محمد یوسف یوسفی، الحاج حمیدالله حبیبی و الحاج هیواد باز اعضای هیئت مدیره اتاق، اسدالله فروغیار مشاور اتاق و شماری از اعضای کمیته متذکره در تالار کنفرانسهای اتاق، رسماً افتتاح گردید.
آقای امینی، در رابطه به فعالیت های کمیته های تخصصی اتاق معلومات مفصل ارائه کرده و از اعضای کمیته تخصصی مخابرات، تکنالوژی معلوماتی و هوش مصنوعی اتاق خواست که منبعد تمام مشکلات، چالشها و پیشنهادات خود را به منظور شریکسازی و پیگیری با ادارات ذیربط حکومتی، از طریق این کمیته با اتاق در میان بگذارند.
آقای صمیم، ضمن سپاسگزاری از رئیس عمومی و اعضای رهبری اتاق بخاطر اعتماد شان، بر تعهد خویش در راستای رشد و توسعه سکتور تکنالوجی و مخابرات کشور تأکید نموده و دسترسی به بازارهای بینالمللی را وابسته به استفاده از تکنالوجی مدرن در عصر حاضر دانست. وی، همچنان اطمینان داد که در زمینه انعکاس مشکلات و چالشهای این سکتور با ادارات ذیربط حکومتی، همکاری همهجانبه خویش را با اتاق ادامه خواهند داد.
قابل یادآوریست، که محترم انجینر اکمل اعلام به حیث معاون و محترم ابراهیم فتحزاده به عنوان منشی کمیته متذکره، رسماً معرفی گردیدند.
11/05/2026
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټوکرو او کالیو تخصصي کمېټه پرانېستل شوه
دوشنبه، غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تخصصي کمېټو د پرانېستې د لړۍ په دوام، دا ځل د خونې د ټوکرو او کالیو تخصصي کمېټه د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج ابوعبید موسی، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو، ښاغلي الحاج میرویس کټوازي او ښاغلي الحاج خان محمد صافي، او د یادې کمېټې د یو شمېر غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي ډول پرانېستل شوه.
ښاغلي امیني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او د دې ډول کمېټو جوړېدل یې د بېلابېلو سکټورونو، په ځانګړې توګه د ټوکرو او کالیو سکټور د ستونزو د تخصصي ارزونې او ورته د اغېزمنو حل لارو د موندلو په برخه کې مهم او ارزښتناک وبلل. نوموړي همدارنګه د دې سکټور د ستونزو د حل او له اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو په برخه کې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي موسی د خونې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ټوکرو او کالیو سکټور د ستونزو د مطرح کولو په برخه کې به له اړوندو ادارو سره د خونې نږدې او هر اړخیزه همکاري ولري. نوموړي همدارنګه د کمېټې له غړو وغوښتل چې په اتحاد او اتفاق سره لاسونه سره ورکړي او په هېواد کې د ټوکرو او کالیو د یوې سترې تولیدي کمپنۍ د جوړولو لپاره ګډه پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي محمد رفیق صدیقي او وحیدالله نېکزاد د مرستیالانو او احمد فهیم نعیم د منشي په توګه په رسمي ډول معرفي شول.
11/05/2026
کمیته تخصصی رخت و البسه اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان افتتاح شد.
دوشنبه، ۲۱ ثور ۱۴۰۵
در ادامه روند افتتاح کمیتههای تخصصی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، این بار کمیته تخصصی رخت و البسه اتاق، تحت ریاست محترم الحاج ابوعبید موسی، رئیس این کمیته و عضو هیئت مدیره اتاق، با اشتراک محترمان محمد ولی امینی رئیس هیئت عامل اتاق، الحاج میرویس کتوازی و الحاج خان محمد صافی اعضای هیئت مدیره اتاق و شماری از اعضای کمیته مذکور، در تالار کنفرانسهای اتاق رسماً افتتاح گردید.
آقای امینی، ضمن اظهار خوش آمدید به اشتراککنندگان این نشست، اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان را خانه مشترک تمامی تاجران عنوان کرده و ایجاد چنین کمیتهها را در راستای بررسی تخصصی مشکلات سکتورها، بهویژه سکتور رخت و البسه و دریافت راهحلهای مؤثر برای آن، مهم و ارزشمند دانست. وی، همچنان از همکاری همهجانبه اتاق در زمینه حل مشکلات این سکتور و مطرحسازی آن با نهادهای ذیربط حکومتی نیز اطمینان داد.
آقای موسی، از اعتماد هیئت رهبری اتاق که به وی نموده است، سپاسگزاری کرده و تعهد سپرد که در راستای مطرحسازی مشکلات سکتور رخت و البسه با نهادهای مربوطه، همکاری نزدیک و همهجانبه را با اتاق خواهد داشت. وی، همچنان از اعضای کمیته خواست که با اتحاد و اتفاق دست به دست هم داده و در زمینه ایجاد یک شرکت بزرگ تولیدی رخت و البسته در کشور سرمایه گذاری مشترک نمایند.
قابل یادآوریست، که محترمان: محمد رفیق صدیقی وحیدالله نیکزاد بهعنوان معاونین و احمد فهیم نعیم بهحیث منشی کمیته، رسماً معرفی شدند.
09/05/2026
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانیزو او زیربنایي تخصصي کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه
شنبه، غویي ۱۹مه، ۱۴۰۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې دویمه ناسته، د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل، او همدارنګه د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د مشرتابه د نورو غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
د ساختماني شرکتونو مسئولانو او د یادې کمېټې غړو، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه، په ځانګړې توګه په بېلابېلو دولتي ادارو کې د پخوا پلي شویو پروژو د پورونو اړوند، مطرح کړل او د خپلو ستونزو د حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د خپلو خبرو د لنډیز په ترڅ کې یې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له ټولو شرکتونو وغوښتل چې خپلې ستونزې له اړوندو اسنادو سره په لیکلي بڼه له خونې سره شریکې کړي، څو خونه وکولای شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
09/05/2026
دومین جلسه کمیته تخصصی ساختمان و زیربنای اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان تدویر یافت
شنبه، 19 ثور 1405
دومین جلسه کمیته تخصصی ساختمان و زیربنای اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، تحت ریاست محترم الحاج حمیدالله حبیبی رئیس این کمیته و عضو هیئت مدیره اتاق، با اشتراک محترم میرزمان پوپل معاون مالی و اداری هیئت عامل اتاق و همچنان سایر اعضای رهبری کمیته تخصصی ساختمان و زیربناء، در تالار کنفرانس های اتاق برگزار شد.
مسئولان شرکت های ساختمانی و اعضای کمیته مذکور، مشکلات و پیشنهادات اعضای کمیته تخصصی ساختمان و زیربنای اتاق را، به خصوص در قسمت مقروضیت های پروژه های قبلاً تطبیق شده در ادارات مختلف حکومت، یادآور شده و خواهان همکاری همه جانبه اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، در زمینه حل مشکلات شان گردیدند.
محترم الحاج حمیدالله حبیبی، ضمن اظهار خوش آمدید به اشتراک کنندگان این جلسه و استماع مشکلات و پیشنهادات اعضای کمیته تخصصی ساختمان و زیربنای اتاق، طی جمعبندی خویش پیرامون موضوعات مطرح صحبت کرده و از تمامی شرکت ها خواست تا مشکلات شان را با اسناد دست داشته خویش بشکل کتبی با اتاق شریک سازند. تا اتاق بتواند در هماهنگی با ادارات ذیربط حکومتی به مشکلات شان رسیدگی نماید.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Chaman E Huzuri, Next To Kabul Nendari
Kabul
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 16:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 16:00 |
| Saturday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |