Ahmad
همه هیچ و او همه
03/12/2024
د انسان منځلو ماشين
جاپانۍ کمپنۍ بازار ته داسې په نوې ټکنالوجۍ سمبال ماشین صادروي چې يو کس به په 15 دقيقو کې مينځي او واچوي به يې
دغه ماشين په داسې ټکنالوجۍ سمبال دی چې اول به انسان مکمل سکين کوي ترڅو ورته معلومه شي څومره ګرمو اوبو او پاملرنې ته اړتيا لري له هغې وروسته يې بيا مينځي او انسان ته سکون او راحت احساس ورکوي
دا ماشين په داسې حال کې بازار ته راځي چې زموږ اکثريت خلک تراوسه د کاليو ماشين هم نه لري او ځينې يې بيخي لا پېژني هم نه
20/09/2024
د ميليونو کتابونو په نړۍ کې کوم کتابونه ولولو؟
د ستراتیژیکي لوستلو هنر:
دې کې شک نشته چې هر کتاب خپل ارزښت لري، او هرکتاب په لوستلو ارزي، خو هرکتاب يوازې د هغه چالپاره په لوستلو ارزي چې هغه کتاب يې د علاقې وړ وي او يايې موخې ته رسوي. او يا کېدای شي يو کتاب د يوه کس لپاره د کراتو لوستلو ارزښت ولري خو همدا کتاب بيا بل کس ته هېڅ يا ډېر کم ارزښت ولري. د بېلګې په توګه، د ادبياتو د زدکونکي لپاره د عالي ریاضياتو کتابونه اصلا اړين ندي، د حقوقو د محصل لپاره د د کمپيوټر اپليکشن کتابونه اړين ندي او يا هم د طب زدکونکي لپاره د شکسپير کارنامې او يا هم د رحمان بابا ديوان.نو اړينه ده چې د کتاب په ټاکنه کې ستراتيژيک و اوسو.
په خپلو موخو بايد متمرکز و اوسئ، کله چې کوم کتاب را اخلئ، له ځانو پوښتنه وکړئ:
غواړم څه شی لاسته راوړم؟
ايا زه د اقتصاد زدکونکی يم، د حقوقو، هنرونو، انجنيري اويا غواړم خپل شخصي ژوند او ځان ته وده ورکړم؟ که خپلې موخې معلومې کړئ نو د ګټور کتاب په ټاکنه کې به درسره مرسته وکړي.
د خپلو لوستلو دايره مالومه کړئ او د خپل ژوند او علاقې پر بنسټ خپل لوستل په مختلفو حلقو يا دايرو وویشئ:
۱. مسلکي پرمختګ:
که تاسو سوداګري زدکوئ، نو د ایریک ریس The Lean Startup یا د جیم کالینز Good to Great، او يا هم د ښاغلي دل کارنګي How to Win Friends and Influence People په څیر عنوانونه ولټوئ. دا کتابونه هغه بصیرت وړاندې کوي چې کولی شي ستاسو په مسلک باندې مستقیمه اغیزه وکړي.
که فلسفه زدکوئ، نو د افلاطون جمهوريت، د مارکوس مېډېټېشن، او يا هم د نيچه استاد Beyond Good and Evil غوندې کتابونه تاسو ته ګټور دي.
۲. شخصي پرمختګ:
د ځان د غوراوي لپاره، د جیمز کلیر Atomic Habits یا د اکهارت ټولې لخوا The Power of Now په پام کې ونیسئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې غوره عادتونه او ذهني تمرکز رامنځته کړئ.
۳. سرگرمي او ارامښت:
د داستاني کتابونو لوستلو خوند مه هېروئ!
په پښتو ژبه د ارواښاد نصير احمد احمدي کتابونه بې جوړې دي، په ترکي کتابونو د الېف شفاک کتابونه او په انګليسي کتابونو کې د ګارسیا مارکیز د `يوازې توب سل کاله` one hundred years of solitude، د داستا یوفیسکي جنایت او مکافات (Crime and Punishment) او داسې نور.
که څه هم مختلفې ژانراوې پلټل ګټور دي—
خو یوه ورځ فلسفه او بله ورځ ارواپوهنه، يوه ورځ بيا تاریخ او بله ورځ سياست، زه شخصا د ډول مطالعې ګټورې او اغېزناکې نه بولم ځکه دا ډول مطالعه د انسان تمرکز او توازن شیندي، زه په دې باور يم چې په ځانګړو برخو کې ژور بصیرت او پوهه ترلاسه کول تر ډېره بريده موږ سره د يوه ثابت ژوند په جوړولو کې مرسته کولی شي. هغه کتابونه غوره کړئ چې تاسو ته ډیره ګټه رسوي او خپلو اصلي موخو ته مو رسوي.
پوښتنې؟
ايا دا معلومات ګټورو وو؟
تاسو د کتابونو انتخابولو او لوستلو لپاره کومې ستراتیژۍ کاروئ؟
کومو کتابونو ستاسو په ژوند کې رغنده اغېزه لرلې؟
ښه لوست،
ليکنه: احمد علي
نېټه: د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۰ مه
ځای: د کابل کارته چهار، له خپلې خونې
17/09/2024
تاسو څه پلان لری؟؟
يوه عرب د يوه مکتب د يوې زدکونکې، يوې ښوونکې، يوې مدېرې او يوې سرمعلمې سره واده کړی.
دی وايې نور مجبور نده چې خپل اولادونه مکتب ته ولېږي او لوړ فيسونه ورکړي.
15/09/2024
ولې ډېری کوچني کاروبارونه په افغانستان کې ناکام دي:
ننګونې:
کوچني کاروبارونه اکثرا د هر اقتصاد د ملا د تير په توګه پیژندل کیږي چې اړین خدمتونه وړاندې کوي او د ټولنې وده تقويه کوي. خو په افغانستان کې، ډیری کوچني کاروبارونه د ډېرو خنډونو سره مخ دي چې د دوی د ناکامۍ لامل ګرځي. د دې ننګونو پېژندل د قوي سوداګرۍ چاپیریال رامینځته کولو لپاره خورا مهم دي.
د کوچنیو او لویو کاروبارونو تعریف:
لوی کاروبارونه: دا لوی شرکتونه دي چې معمولآ په زرهاوو کارکوونکي لري او د پام وړ عواید لري، دا شرکتونه په ملي او نړیواله کچه کار کوي.
کوچني کاروبارونه: دا لوکل شرکتونه دي چې معمولاً تر ۵۰۰ لږ کارمندان لري، معمولا په يوه هېواد کې دننه په سيمه ايزه کچه ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي. دوی د محلي اقتصاد په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
د ناکامۍ عام لاملونه:
۱. د پانګې نشتوالی: ډیری کوچني کاروبارونه د پانګې تأمینولو ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. چې دا، د وړو کاروبارونو وده او يا هم په مارکيټ کې ژوندي پادتې کېدل د ننګونو سره مخ کوي او د نوښت او پراختیا مخه يې نیسي.
۲. د بازار سیالي: د لويو شرکتونو سره چې قوي مالي او انساني منابع لري سيالي يوه ننګونه ده. د کوچني کاروبارونو لپاره ډیری وخت دا ننګونه وي چې ځان د ګڼې ګوڼې په بازار کې متمايز و ښيي.
۳. ضعیف مدیریت: د سوداګرۍ په چلولو کې بې تجربې او ضعیفه مدېريت د مالي تېروتنې او کړنو د بې کفایتۍ لامل ګرځي. ډیری متشبثین د سوداګرۍ مدیریت کې رسمي روزنه، اړين مهارتونه او يا هم تجربه نلري.
۴. دولتي قوانين: د پیچلو مقرراتو وضع کول کولی شي د کوچنيو سوداګريو مالکین متأثره کړي. Bureaucratic يا پيچلي او سخت اداري قوانين هغه خنډونه دي چې ډېری متشبثین د خپلو پانګوونو د دوام څخه ناهيلي کوي.
۵. اقتصادي بې ثباتي: سیاسي نا آرامي او د بازار بدلونونه د مصرف کونکو لګښتونه او د پانګوالو باور اغیزمنوي، چې په نتيجه کې د کوچنۍ سوداګرۍ لپاره یو ناڅرګند چاپیریال رامینځته کوي.
ليکنه: احمد علي
06/09/2024
په سویس کې، په هرو 7 بالغو ځوانانو کې یو ملیونر دی😲.
دا د امريکا په پرتله 5 ځله ﺯيات دي!
د ټولې نړۍ په سطحه ترټولو ﺯيات ميليونران لرې چې په هرو 80000 کسانو کي يئ يو بيليونر دې! 🫡
ستاسو په کلي کې په هر څو ځوانانو کې 1 ميليونر دی؟
05/09/2024
د واده په اوله شپه د زوم په خونه کي ترپ ؤ تروپ شروع سو،
د کور انسانانو ور وځغستل چي دروازه یی خلاصه کړه زوم نامي ناوې تر ګونډو لاندي کړېده او وهي یي.😞
مور یی ویل؛ ولي زویه پر چیشي دي ووهله؟
زوم ښه په تونده لهجه وایي؛ مور کوډي یې را باندي خوړلي په اوبو کي یي تعویذ راکوه ما ولیدله.
ناوي چي هاابغل ته ولاړه وه چغې یې کړې، په ژړا یې وویل؛ قندااغا دا یک بار مصرفه چای دی کوډي ندي.😁
27/06/2024
که هر څومره قېمتي شې، خو چې غلط ځای کې يې بې ارزښت ګڼل کېږې.
09/06/2024
حتمي نه ده
چې د هر چا په تور اړخ باندي خبر شې
رازونه درانه دي
په انسان کې تیاره را منځته کوي.
د نورو انسانانو د رازونو د اشغال ذهنیت
یو داسې ذهنیت دی، چې په انسان کې د زیان رسولو ماده قوي کوي.
محبت ډېر حساس عنصر دی
له خپل چلندونو سره ډېر احتیاط پکار دی.
که څوک د خپل ځان لپاره
ډیره مینه له خلګو غواړي، ضروري ده چې خلګو ته باید ډیره مینه ورکړي..!!
#عقابون
28/05/2024
No one knows how much effort we make so that sadness does not appear on our face, and this is more difficult than sadness itself.
له واده وروسته! 😔
تاسو ته د يوه انسان د ژوند مسوليت در سپارل شوئ!
کوښښ وکړی له خپلو مېرمنو سره هغسې چلند وکړئ چې غواړئ ستاسو له خويندو او لوڼو سره وشي.
له بلې خوا، کوښښ وکړئ خپلې خويندې او لوڼې داسې تربيه او و روزئ چې پردي کور ته خوشحالي يوسې نه داچې د بل کور په غم ولړي.
24/05/2024
که ته د چاسره مرسته په دې خاطر کوې چې بېرته دې له تاسره مرسته وکړي.
نو ته مرسته نه بلکې تجارت کوې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
Kabul